د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ارواښاد ظاهرهویدا په مړینه دخواشینۍ پیغام

انجنیرعبدالقادرمسعود 06.03.2012 14:29

دخواشینۍ پیغام
ارواښاد ظاهرهویدا زموږ د موسیقي په بڼ کې هغه غوړیدلې، تازه او ښیرازه ګل وو، چې په خپل خوږ او زړه وړونکي آواز یې د رادیواو تلویزون څپو ته ښکلا ورکړې وه. د دغې وتلي او نامتو هنرمند تل پاتې غږاو هنر زموږ د خلکو په زړونو کې یو ځانګړی ځای او مقام لري. د ده هنر او هنري شخصیت باید د موسیقي په تاریخ کې روښانه او ځلانده وساتل شي.
ارواښاد ظاهرهویدا پر (۱۳۲۳)لمریز کال د کب د میاشتې پر نهمه په(دایکنډي) کې زیږیدلی وو. نه کلن وو، چې د خپلې کورنۍ سره له بامیان څخه کابل ته راغی. ده د استقلال په لیسه کې خپلې زده کړې ته دوام ورکړ.هغه پر (۱۹۶۳)زیږدیز کال د آماتورو آرکستر جوړ کړ، او دموسیقي ډګر ته داخل شو.ده خپل آهنګونه او سندرې په ډیر عالي کچه ویلي او کمپوز کړې دي، چې آواز یې د موسیقي د هنر په آسمان کې روښانه او ځلیدونکې دی. دی پر (۱۹۸۹ز)کال له هیواد نه بهر کډوال شو، دوه کاله په هند کې وو، خو بیا پر (۱۹۹۱ز)کال جرمني ته ولاړو او د مرګ تر ورځې د هامبورګ په ښارکې اوسیدو.
ارواښاد ظاهرهویدا یو نامتو، دروند، ریښتینې او با وقاره هنرمند وو. دی یو مینه ناک، زړه سواند، با احساسه، متواضع انسان او د لویې حوصلې، سړې سینې، ښو اوصافو او لوړواخلاقو څښتن وو.
په خواشینۍ سره دغې نامتو هنرمند پر (۲۰۱۲ز)کال د دوشنبې په ورځ په پنځم د فبروري د (۶۷) کلونو په عمر د هامبورګ په ښار کې له دې فاني دنیا څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
(انالله وانا الیه راجعون)
د دغې ستر هنرمند مړینه زموږ د هیواد لپاره او په ځانګړي توګه د موسیقي د هنر په ډګر کې یو ستره ضایعه ده.
زه نه یوازې د ده د مړینې په مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژور خواشیني څرګندوم، بلکې د ده کورنۍ او خپلوانو ته د صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم، او دلوی خدای(ج) څخه ده ته د فردوس جنت غواړم.
څوک د ځان لپاره مړ شي نوم یې ورک شي
د چا مرګ د ټول ولس د پاره مرګ وي
د ارواښاد ظاهرهویدا یاد به تل زموږ د خلکو په زړونو کې ژوندی او تلپاتې وي.
روح دې یې ښاد وي
په ډیر درنښت: انجنیرعبدالقادرمسعود