د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

م.ر.یادګاری 05.03.2012 11:38

وښکه یی شبنم ده زه یی پیژنم
سترګو کې یی نم ده زه یی پیژنم

هر وخت د نا کسو په خبرو کې
یار زما په غم ده زه یی پیژنم

هر څوک راته وایې یار زما دي دا
یو زما صنم ده زه یی پیژنم

مه بوله رقیبه ته ازغۍ چې یار
ګل زما د چم ده زه یی پیژنم

یار چې مې خپه خاموش ښکارې تل
دا خو پرې ستم ده زه یی پیژنم

مه بوله نا کسه یار بدنام زما
پاک لکه قسم ده زه یی پیژنم

ګوره یادګاري یم زه پوهیږمه
رنګ مي د قلم ده زه یی پیژنم