دانش خپرندويې ټولنې په لغمان کې له دوو کتابتونو سره د سلګونو کتابونو مرسته وکړه
04.03.2012 21:58جلال اباد (پژواک ١٤ کب ٩٠): دانش خپرندويه ټولنې د لغمان په قرغيو او اليشنګ ولسواليو کې له دوو کتابتونو سره د سلګونو ټوکو کتابونو مرسته وکړه.
د دغې خپرندويه ټولنې مشر اسدالله دانش د کب په ١٤مه، د دغو کتابتونو د پرانيستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د قرغيو ولسوالۍ مندروړ لېسې او د اليشنګ ولسوالۍ د ډېوې لېسې سره يې د اته سوه شپېته عنوانه کتابونو مرسته وکړه.
دانش زياته کړه چې د دغو کتابونو دوه نقله يې چمتو کړي و، چې يو نقل يې يوې لېسې او بل يې د بلې لېسې مديرانو ته وسپارل.
نوموړى زياته کړه، په دغو کتابونو کي علمي، تاريخي، ادبي-فرهنګي او ديني کتابونه شامل دي.
دانش وويل چې د کډوالۍ پرمهال يې له دوه نيم زره پاکستانيو روپيو څخه د کتاب چاپولو کار پيل کړى، چې اوس د هېواد په ټولو ولايتونو کې يوسل او څلور شپېته عامه کتابتونونه لري.
د نوموړى په وينا، هېچا ورسره په دې اړه مالي مرسته نه ده کړې.
دانش زياته کړه: ((خپله سرمايه په وړيا کتاب وېشلو ځکه لګوم، چې د ټوپک د شپېلۍ ځاى قلم او کتاب ونيسي.))
د کابل پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي استاد لعل پاچا ازمون، د سيمې پر خلکو او ښوونکو غږ وکړ چې خپل اولادونه دې د کتاب مطالعې ته کښېنوي.
ازمون زياته کړه چې د الفت، خادم او رښتين د خاورې بچيانو ته په کار ده، چې د هېواد د علمي ډګر تشه ډکه کړي.
د مندروړ لېسې مدير افتخار هوتک پژواک ته وويل، چې دوه کاله وړاندې يې د ځينو موسسو او پوهنې وزارت پرمټ د لېسې کتابتون ته درې سوه پنځوس عنوانه کتابونه ترلاسه کړي و، چې د لوستونکو تنده يې نه شوى ماتولى.
د لغمان د پوهنې رييس اسدالله رويا پژواک ته وويل، چې له دغو دواړو کتابتونو څخه به شپږ زره ښځينه او نارينه زده کوونکي ګټه پورته کړي.
د يادونې وړ ده، چي په لغمان ولايت کې د دانش خپرندويه ټولنې له لوري د جوړو شوو کتابتونونو شمېره شپږو ته ورسېده.
بايد وويل شي، چې دانش خپرندويه ټولنې تېر کال د علمي کتابونو په خپراوي او ټولنيزو خدمتونو له کبله د امريکا په نيويارک ښار کې د اشوکا فيلو د سرو زرو مډال ترلاسه کړى و.
( پژواک خبري اژانس نه په مننې)