د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ايا په ۲۰۱۱ کې په افغانستان کې کرکټ پرمختګ کړی!

هلال - مومند 02.03.2012 22:33

په تېرو څو ورځو کې د کرکټ نړيوالې شورا او د کرکټ آسيايي شورا په ۲۰۱۱ کال کې د کرکټ د پرمختګ انعامونه وويشل. په دې انعامونو کې يو هم د افغانستان کرکټ بورډ ته نه دی ورکړل شوی. دا د دې ښه دليل دی چې په افغانستان کې د تمې وړ داسې پرمختګ نه دی شوی چې په نړيوال معيار برابر وي او يا داسې پرمختګ وي چې د کرکټ په نړۍ کې د دې انعام او پام وړ وي.

د کرکټ نړيوالې شورا اعلان کړی دی چې په ۲۰۱۱ کالې کې په ټوله کې د ښه کرکټ پرمختګ پروګرام ايوارډ یې د ايرلينډ کرکټ بورډ ته ورکړی دی. په داسې حال کې چې د جاپان کرکټ ټولنې د کرکټ د ښې روحيې د پروګرام جايزه ګټلې ده. يو کوچني آسيايي هېواد برونای بيا د کرکټ د بهترين انځور جايزه ګټلې ده. د کاناډا کرکټ بورډ بيا د بهترين مارکيټنګ جايزه ګټلې ده. پاپوانيوګيني په کرکټ کې د ډېرو ځوانانو د دلچسپۍ ساتلو جايزه ګټلې ده.

د آسيايي شورا د ۲۰۱۱ کال جايزو ته به راشو. د بوتان کرکټ بورډ په ۲۰۱۱ کال کې په ټوله کې د ښه کرکټ پرمختګ پروګرام ايوارډ ګټلی دی. د مالديپ کرکټ بورډ د بهترين مارکټينګ او د کرکټ د پرمختګ جايزه ګټلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ نو څه ګټلي دي؟ سره د دې چې په افغانستان کې د کرکټ ودې ته ډېره اړتيا ده او مينه وال یې له ايرلينډ، جاپان، برونای، پاپوانيوګيني، بوتان، او مالديپ څخه خورا زيات دي، خو بيا هم د کرکټ نړيوالو ارګانونو د افغان کرکټ بورډ کړنو ته د قدر په سترګه نه دي کتلي چې د دې روښانه دليل دی چې افغان کرکټ بورډ د پام وړ کار نه دی کړی او د دې هېوادونو د کرکټ بورډونو په نسبت يوه ناکامه اداره ده.

په هر هېواد کې د کرکټ د پرمختګ او کرکټ د سمونې لپاره په اصولو ولاړه، با کفايته، او مسوله کرکټ اداره په کار ده. تر هغې چې افغانستان دا ډول کرکټ اداره ونه لري د افغانستان کرکټ به لکه دا اوس په ولسي کوښښونو ورو مزل کوي او د ارمانونو سره سم به یې رسمي اداره ژر د نورو ولسونو سيال نه شي کړای.

د يو بهرني کرکټ پوه په وينا، د افغانستان غوندې په کرکټ ميين ولس د ايرلينډ د کرکټ بورډ په ډول باکفايته ادارې لرلو ته اړتيا لري.