د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان جاسوسان

م.ر.یادګاری 28.02.2012 22:44

هسی خو په ټوله نړۍ کی هر هیواد په نورو هیوادونو کی د پیسو په بدل کی خپل جاسوسان ګماری تر څو د نظر وړ په هیواد کی خپل اهداف ته د رسیدو په موخه استخباراتی رازونه د همدغو جاسوسانو پواسطه ترلاسه کړی،جاسوسي په خپل ذات کی یو ډیر ګنده ،له نظره غورځیدلی او خطرناک کار دی،جاسوسان بیا په دوه ډوله دی، یو بهرنی جاسوسان چی له بهره راځی او خپل د هیواد په ګټه جاسوسي کوی ،او بل ډول یې بیا داخلي جاسوسان دی چی د څو روپو په بدل کی خپل د هیواد محرم اسناد او رازونه په نورو هیوادونو پلوری دغه ډول کسان چی خپل د هیواد جاسوسي نورو هیوادونو ته کوی دا خلک که ژر نه خو په لږ ځنډ اما بلآخره هیواد او د هیواد ملی شتمنیو ته خطرناک ثابتیدلای شی ځکه چی هیواد معنوی مور ده او څوک چی د خپلی مور رازونه د څو روپو لپاره خرڅوی له دوی څخه د خیر تمه کول حماقت دی د شکاڼه غل دی نه خس دی نه سره، دا د لستوڼی ماران ملی خاینین دی او د ملی خاینینو سزا باید مرګ وی، د افغانستان په دولت کی د لوړ څخه رانیولی ان تر کښته کچی داسی کسان شتون لری چی خپل د هیواد یعنی د مور جاسوسي کوی او خپل پښه په ترخز وهی او د افغان دولت محرم اسناد د ارګ څخه نیولی د ټولو وزارتونو پوری غلا او دنورو هیوادونو سربیره ګاونډیو هیوادو لکه روسیه ، ایران او پاکستان ته خپلو بادارانو ته سپاری همدا ستونزه د دی لامل شوی چی په هیواد کی بی امنیتی،اداری فساد،بی قانونی، او بی عدالتیو ته لار هواره کړی.او د سولي خبری ټکنی کړی.
د ملی امنیت ویاند لطف الله مشعل د دوشنبی په ورځ ۲۷ فبروری ۲۰۱۲ اقرار وکړ چی څلور تنه افغانان یی نورو هیوادو ته د جاسوسي په تور نیولی چی یو یې د بهرنیو چارو د وزارت یو ټیټ پوړئ چارواکی او درې نور یې د نورو ارګانونو کارمندان دی،دی ته وایی کوټ کوټ یو ځای او هګۍ بل ځای ،دا چی دوي څومره اسناد نورو هیوادونو ته استولی دا به وروسته معلومه شی خو په هر حال مونږ د ملی آمنیت دغه نیونی ستایو او الله ج دی وکړی چی اول خو افغانانو ته د نیکو هدایت وکړی تر څو خپل اسلامی ،افغانی غرور د څو روپو په بدل کی خرڅ نکړی او خپل د هیواد او خلکو راتلونکی خطر سره مواجه نکړی ،په دوهم قدم کی ملی آمنیت ته الله ج توفیق او توان نصیب کړی چی ټول خاینین او جاسوسان ونیسی او د محاکمی میز ته یی کش کاندی او د افغانستان ملت په شفافه تو ګه د دوی د محکمی نندارچیان واوسی ،د جاسوسي یو بل مثال د آصف سرحدی په نوم د یو جعلی سناتور شخص دی چی څه موده وړاندی یی د کندهار ولایت ته د سناتور په نوم سفر کړی وو او ویل کیږی چی له ډیرو دولتی ادارو څخه یې لیدنه کړیوه او ډیر محرم اسناد یې له دوایرو څخه لاس ته راوړیوه، بیا وروسته معلومه شوه چی دغه شخص سناتور نه وو ،اما متاسفانه چی د کندهار والی ښاغلی توریالی ویسا اوس هم ټینګار کوی چی دغه شخص سناتور وو،حلانکه باید د هغه د هویت کارت لیدل کیده او د سنا د مجلس سره د دغه شخص د ورتګ مسله شریکه شویوه چی نده شوی خو بیا هم والی صاحب په خپل دریځ ولاړ دی، دا هم یوه نوعه جاسوسي وه چی آصف سرحدی وکړه ، کیدای شی هغه خپل د نظر وړ اسناد له کندهاره وړی وی ، که داسی شوی وی نو راتلونکی کیدای شی چی د کندهار امنیتی وضیعت لا پسی خرابه کړی،هیله مند یو چی ملی آمنیت دغه جاسوس هم ونیسی او پرینږدی چی جاسوسان خپلو شومو اهدافو ته ورسیږی ، د سر لوړی او آباد افغانستان په هیله