د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

م.ر.یادګاری 27.02.2012 17:38

نن می بیا په مخ رانغلې څه کیسه ده
درته بیا چا څه ویلي څه ګیله ده
زه خو پاک ساده سړی یم ته پوهیږی
ستا په فکر او په زړه خبره څه ده
قسم وکړم چی په شونډو دی خوله نه ږدم
ماته شوی را نه هر ځلی توبه ده
د رقیب له ډاره هیڅ ویلی نه شی
ښه پوهیږم چی دی مینه راسره ده
راشه کښینه چی په سترګو کی دی ډوب شم
ما په دغه تمه پریښی میکده ده
درنه اخلم یی په زور او که په چل وی
د خولګۍ دی راسره کړی وعده ده
راشه ژبه خوله کی راکړه چی پری موړ شم
ما نیولی له مودو دغه روژه ده
یادګاری تسبیح په لاس بیرته روان دی
د آشنا کوڅې ته کړی یې سجده ده
27/02/2012