د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر

م.ر.یادګاری 26.02.2012 18:23

دلته که هر څه هر څه کیږې خوله به چوپه ساتې
که په لمبو کې څوک سوځیږې خوله به چوپه ساتې

دلته وفا او محبت اوخپلولې نشته دي
مینه که دلته پایمالیږې خوله به چوپه ساتې

زما د وطن ښکلې باغچې په کنډوالو بدل دي
داسې که نورې هم ورانیږې خوله به چوپه ساتې

اوس انسانې عاطفه ختمه له دې خاورې شوله
ځکه نفرت را غالبیږې خوله به چوپه ساتې

یو ورور د یو او بل د بل وینو ته تږې ناست دې
دواړه که خپلو کې جنګیږې خوله به چوپه ساتې

ته زما په سینه وار کړه زه به ستا په ټټر وار
ګولۍ د دواړو خواو چلیږې خوله به چوپه ساتې

افغانه !نن چې په بدن کې دې ټپونه ښکارې
هر خوا دښمن پرې خوشحالیږې خوله به چوپه ساتې

د وطن په سوکالې کې یادګاري ستړي نه شې
او د ملا تیر که ستا ماتیږې خوله به چوپه ساتې