د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله ایز افغانستان به څرنګه جوړیږي؟

عبدالباري جهاني 25.02.2012 01:51

        افغانستان د خپل تاریخ د ترټولي خطرناکي او حساسي مرحلې څخه تیریږی. له یوې خوا اداري فساد او بې اداره ګي هغه سرحد ته رسیدلي دي چي د لیکنو او تبلیغاتو زور نه په رسیږی. د بلي خوا د ناټو، حکومتي قواوو او مخالفینو ترمنځ پرله پسې نښتو، ماینونو او ځان مرګو حملو د هیواد د ډیري پراخی سیمی امنیت او ثبات له منځه وړی دی، ګاونډیو هیوادونو خپلي ناروا لاس وهني ورځ تر بلي زیاتي کړي او د شمال د ایتلاف بدماشان لا د افغانستان د ویشل کیدلو ګواښونه کوي. ناټو او متحده ایالات، بالاخره، دې نتیجې ته رسیدلي دي چی د حکومت له مخالفینو او طالبانو سره یوازي د جنګ په میدانونو کی فیصله نه سي کیدلای او باید چی خبرو ته هم لاره خلاصه سي. د شمال ایتلاف، له لومړی ورځي تر اوسه پوري، په خپله ټوله سرټمبه ګي، د طالبانو سره د هرډول خبرو له کیدلو سره مخالفت کړی دی. او د شمال دایتلاف یوه مشر ډاکټر عبدالله د فبروري پر شلمه د ایران د فارس خبري اژانس ته په مرکه کي وویل چی د قطر خبري طالبانو ته قانونیت ورکوي، ځکه یی دی او د ده ملګري مخالف دي. ګواکي د شمال ایتلاف په هیڅ توګه له طالبانو سره خبرو او روغي جوړي ته حاضر نه دی.
          دا چي په قطر کی به د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ خبري تر کوم وخت پوري دوام کوي، څوک څه نه سي ویلای خو نتیجه یی معلومه ده او هغه داچي امریکا به حتما طالبانو ته امتیازات ورکوي. که دا خبري، د امریکایانو له ارزو سره سم، په بشپړ بریالیتوب، پای ته ورسیږی نو نتیجه به یی دا وي چي په اوسني دولت کی  د طالبانو له مخالفینو څخه ځینی مقامونه واخلي او دوی ته یی ورکړي. خو ګومان نه کیږی چی طالبان به یوازي د مقامونو په ترلاسه کولو قناعت وکړي. هغوی نه اوسنی حکومت مني، نه اساسی قانون مني او نه د شمال له ایتلاف او پخپله له کرزي سره روغي جوړي او په یوه حکومت کی کارکولو ته تیار دي. او که چیري په اوسني حکومت کي برخه اخیستل ومني هم به دا روغه جوړه ډیره موقتي او لړزانه وي. طالبان په لږو امتیازاتو نه قانع کیږی او د ټولو امتیازاتو د اخیستلو او د حکومت د بشپړ کنټرولولو لپاره به، ضرور، وسلې ته لاس اچوي. که دوی وسلو ته لاس نه کړي، د شمال ایتلاف د خپلو ګټو او څه باندي لس کلني پاچاهی څخه د دفاع لپاره وسلو ته لاس اچوي. تر څو چی د قدرت پر سر دا خونړي جنګونه پای ته رسیږي، د سل هاوو زرو انسانانو ویني به توی سوي وي.
            امریکایانو، بیله هغه هم، د افغانستان څخه د خپلو قواوو د ایستلو اعلان کړی او د قواوو د ایستلو، مخکنی اعلان کړی، تقسیم او قات یی یو کال نور هم را مخته کړی دی او د قطر د خبرو په نتیجه کی به خپله وعده او اعلان حتما عملي کوي. که امریکایان له افغانستان څخه ونه وزي، طالبان په هیڅ ډول اداره کی برخه نه سي اخیستلای، ځکه چی هغوی له خارجی قواوو سره جهاد اعلان کړی دی. که څه هم چي په سیاست کی د خبري اخیستل او د غوښتنو تعدیلول څه نوې خبره نه ده خو د هغوی نظامي قوماندانان او ځوان طالبان، چی تازه له مدرسو څخه فارغ سوي او جنګونو ته داخل سوي دي، د دغه راز تعدیلاتو سره بلد نه دي او چنداني به یی ونه مني. هغوی په تازه شپو ورځو کي د وخته لا اعلان کړی دی چی د خپلو هغو مشرانو، چی د قطر په خبرو کی برخه لري، د هري خبري منلو ته تیار نه دي. امریکایانو ته یوازي د وتلو لاره پاتیږی او یو ځل بیا به هغه آش هغه کاسه وي.
        په افغانستان کي چی د دغه راز عاجلو خبرو په نتیجه کي هر ډول نظام منځته راځي هغه به د هیواد د بیلو بیلو ډلو له مقاومت او مخالفت، او د هیواد څخه بهر د ګاونډیو هیوادونو له عکس العملونو او لاس وهني سره مخامخ وي. په افغانستان کي، د دښمنو قواوو د اوسني حالت او د قواوو د انډول په نظر کی نیولو سره، چی هر ډول نظام منځته راځی هغه به بیرته له قهراو په نتیجه کی د قهري سقوط له خطر سره مخامخ کیږي. د وروستیو لسیزو تجربو وښودله چی د نظامونو قهري سقوط د هیچا په ګټه نه دی او ویني په وینو نه پریوللي کیږی. بهتره دا ده چی د شمال ایتلاف له خپلي سرټمبه ګی څخه لاس واخلي او طالبان د یوه قوت په حیث وپیژني او خپلو لویدیځو انډیوالانو ته نور له هغو غلطو مشورو له ورکولو څخه لاس واخلی چی هم د دوی او د اولسونو د تباهی سبب کیږي او هم د دوی بهرنيو دوستانو ته له تاوان او بدنامۍ څخه پرته بل څه نه پریږدي. دغه راز که طالبان هم غواړي چي یو ریښتونی حل ترلاسه کړي نو باید په دې پوه سي چي د نن ورځي افغانستان د څه باندي لسو کالو له افغانستان سره ډیر توپیر لري او باید چی د خپلو ټولو مخالفیو او دښمنانو سره په یوه خاوره کي په سوله او ورورګلوي کي ژوند کولو او یوه پارلمان او یوه حکومت کي کار کولو ته تیاری وکړي.
     نړی وال باید افغانانو ته د یوه غیور ملت په سترګه وګوري او په دې باید پوه سي چی د هغوی د ارادې په خلاف هیڅ حکومت او فیصله ورباندي تحمیل کیدلای نه سي. که پخوانۍ تاریخي پیښي کتابونو او شواهدو ته ضرورت لري نو د بُن، بدمرغه، فیصلې خو زموږ، تر ټولو، د ځوان نسل په یاد دي او دا یی ثابته کړه چی د نړۍ تر ټولو لوی طاقتونه په افغانستان کي خپلي ارادې په زور نه سي تحمیلولای. په خپل قدرت مغرور جورج بوش، د اسامه بن لادن څخه د کسات اخیستلو په نیت، د بُن بدمرغه جرګه، په عاجله توګه، را وبلله او د طالبانو د نظام د نسکورولو لپاره یی پر افغانستان باندي آزمییل سوي بدماشان، غله او قاتلان ورخوشي کړل. هسي نه چی اوس یی د طالبانو په مقابل کي خپله کمزوري احساس کړې او پخوانی ناکامه تجربه تکرار کړي. له خپلو مخالفینو سره په عاجله توګه فیصلې وکړي او خپلی قواوي وباسي.
       د وروستیو دیرشو کلونو د غمیزو په جریان کي تجربو وښودله چی د غونډو او سازشونو په نتیجه کي ټول منځته راغلي حکومتونه ناکام سوي دي. د دې خبري لوی او اساسی علت دا دی چی دغه راز ټول حکومتونه د وسله والو ډلو، ګاونډیانو او بهرنیو قدرتونو او هیوادونو د مستقیمو او غیر مستقیمو مداخلو په نتیجه کي قدرت ته رسیدلي دي او په جوړیدلو کی یی د افغانستان د خلکو اراده نه پوښتل سوې او نه تمثیل سوې وه . د بُن د بدمرغه جرګې او، په  نیژدې او لیري راتلونکي کي دغه راز، نورو جرګو د ناکامیدلو علت به همدغه خبره وي. که څوک غواړي چي په راتلونکي کي د افغانستان لپاره یو مشروع حکومت جوړ کړي چي هم د تل لپاره امنیت او هم ثبات تضمین کړای سي هغه به د قانوني او شفافو انتخاباتو په نتیجه کی منځته راغلی حکومت وي. په دې کي هیڅ شک نسته چی افغانان نه د داسي انتخاباتو توان لري، نه به یی پیدا کړي او نه به یی څوک په راتلونکي کي ریښتونو انتخاباتو ته پریږدي. مګر که له بین المللی لویو قدرتونو سره په افغانستان کی د حکومتونو د چپه کولو زور سته، له افغانانو سره د دغه راز ملي او د خلکو پر اراده ولاړو انتخاباتو لپاره هم لاره هوارولای سي.
       د افغانستان د نسبي ثبات په له منځه وړلو او د نسبي سمسورتیا او ارامۍ څخه د دې هیواد د مظلومو خلکو په محرومولو، تباه کیدلو، وژل کیدلو او په وچ زور مهاجر کیدلو کي ګاونډی هیوادونه، لوی قدرتونه او ملګري ملتونه وجداني او اخلاقي مسولیت لري. اوس که یو ځل بیا میدان پریږدي نو د هغوی د بې وخته تیښتي په نتیجه کي د ټولو سل هاوو زرو بیګناه انسانانو د وژل کیدلو مسولیت یو ځل بیا ور ترغاړي کیږي. البته لوی قدرتونه او ملګري ملتونه په خپله خوښه خپلو مسولیتونو ته نه متوجه کیږی بلکه دا هم د افغانستان د خلکو اراده او زور دی چی هغوی خپلو مسولیتونو ته متوجه کوي او دې ته به یی مجبوروي چي په افغانستان کی د قانوني حکومت د جوړیدلو لپاره داسي انتخاباتو ته لاره هواره کړي چي په هغو کي د افغانستان خلک پرته له ډار څخه برخه واخیستلای سي. ملګري ملتونه، لوی قدرتونه، ګاونډي هیوادونه او اسلامي هیوادونه یی نظارت وکړي او  تر ممکنه حده پوري د انتخاباتو قانونیت او مشروعیت تضمین کړي او په نتیجه کي قدرت یوه داسي حکومت ته وسپارل سي چي د خپلو اکثریت خلکو د رایو په نتیجه کی به منځته راغلی وي. لوی قدرتونه، تر یوې ټاکلي مودې پوري، زموږ د پوځ او پولیسو د مالي لګښتونو د پوره کولو او روزني مسولیت لري. ځکه چی زموږ پوځ او پولیس د دوی د پالیسیو په نتیجه کي له منځه تللي او له کاره لویدلي دي.
     دا کارونه تر یوه ځایه پوري غیر ممکن ښکاري خو له  خپلو خلکو سره پر وطن مینو منورینو په مرسته، او له دواړو سره د لویو قدرتونو په مرسته هر څه کیدلای سي. د افغانستان کړیدلي او زوریدلي خلک له جنګونو او ناکراریو څخه دونه ستړي سوي دي چی د هرډول سوله ایز حرکت ملاتړ کوي. که موږ لوی قدرتونه د خپلو وجدانی مسولیتونو منلو او په افغانستان کی د ریښتوني سولي او ثبات په لاره کی مرستي کولو ته مجبور کړو او په افغانستان کي یو قانوني او مشروع نظام ټینګ کړو بیا به ګورو چي افغانستان به ورو په ورو د سولي او پرمختګ پر لور ګامونه پورته کوي. که په وروسته کي هر څه بدمرغه پیښي کیږی مسولیت به یی پخپله د افغانانو پرغاړه وي. د افغانستان ثبات هم د لویدیځو هیوادونو او هم د سیمي او ګاونډیو هیوادونو په ګټه دی. او بې ثباتي یی په هماغه اندازه په تاوان ده. د غونډو څخه څه نه جوړیږي. د بُن د غونډي په نتیجه کي د طالبانو نظام نسکور سو، او د نوي نظام د منځته راتلو په نتیجه کي، په دې څه باندي لسو کالو کي په لس هاوو زره بیګناه انسانان وژل سوي او تباه سوي دي. د قطر د غونډي په نتیجه کی به د شمال د ایتلاف او کرزي حکومت، چی اوس یی نو ټول مشروعیت او اعتبار له لاسه ورکړی دی، نسکور سي او بیا به د طالبانو نظام ټینګیږی. بیا به هغه زړې کیسې، هغه ورور وژني او خونړي کساتونه له سره پیل کیږی. معلومه نه ده چی دا بدمرغه لړۍ به تر کومه روانه وي. که څوک په افغانستان کي سوله غواړي نو د قدرت سوله ایز او قانوني انتقال تر ټولو بهتره، البته ډیره مشکله لاره ده.
ایشیا یک پیکر آب و ګل است   «««««««««   ملت افغان در آن پیکر دل است
از ګشاد او ګشاد ایشیاست    «««««««««««   وز فساد او فساد ایشیاست
                                                                        علامه اقبال