د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکابل په کوڅوکې... فقيرمحمد درويش

نظرمحمد مطمئن 24.02.2012 12:50

په زړه پوري اواز، خوږ اواز مې د ترنم په ډول تر غوږ شو، د خوشحال مېني په کوڅو کې د يوه دوست ليدو ته روان وم، مخامخ درې ځوانان را روان وو، دموبايل د ګوښۍ په کارولو يې په زړه پوري ترانه اوريدله، د ترانې ږغوونکی د دوو ملګرو په منځ کې او په يو مناسب لوړوالي ټولو په ګډه اوريدله.
له ځوانانو څخه د څوقدمه تيريدو وروسته زه هم ودريدم، هڅه مې کوله چې د ترانې ځيني ټکي ياد کړم. په زيات اټکل سره چې (راغلی امتحان دی ايمانونه تلل کيږي : مؤمنو را بيدار شئ غيرتونه تلل کيږي ) ترانه وه. د فقيرمحمد په زړه وړونکي او خوږ اواز کې زمزمه کيدله، ډيري سړې هوا او دکابل واورينو سړکونو هسي هم چاپيريال ته ښکلا ورکوله، د فقيرمحمد درويش له سوزه ډک او دروند اواز رسا د سړي زړه په نښه کاوو.
د درې تنو څخه دوو يې په دري ژبه او يوه يې په پښتو په خپلو منځو کې هغه وخت لنډه خبره وکړه چې ماته يې پام شو. زړه مې غوښتل چې ويې پوښتم چې د کوم لامل له مخي د کابل په کوڅو کې په داسي وخت کې چې د امريکا او ناټو ګڼ شمير بهرني پوځيان شتون لري، د حکومت او غرب له خوا هره ورځ په ميلونو ډالر ددې لپاره کارول کيږي چې ځوانان بې لاري او منحرف کړي، ګڼ شمير ټلويزونونه او راډيوګاني يې استخدام کړي او مالي مرسته يې کوي چې د افغانانو کلتور، دود، حيا او سموکړو ته بدلون ورکړي، ځوانان د بې حيايې او فحشاپه لور سوق کړي ، دغرب او حکومت له ټولو هڅو سره سره کوم احساس دی چې تاسي په عامو لارو حماسي او جهادي تراني اورئ؟
د امريکا او ناټو له خوا د طالبانو د نظام له منځه وړلو وروسته نږدې درې مياشتي وروسته له ملګرو سره د دفتري کارلپاره دهلمند ولايت د کجکي ولسوالي ته ولاړم، دولسوالي له بازار څخه چې کله ووتلو، لږ وروسته چې دښت ته پورته شوو، چلوونکي د موټر له يو پټ ځای څخه کيسټ راواخيست، ويې ويل که اجازه وي چې کيسټ وږغوو.
دابيا همهغه د خواږه اواز لرونکی فقيرمحمد درويش وو. موږ چې څو مياشتي وروسته په موټر کې ترانه اوريدله په داسي حال کې چې بهرنيان نوي راغلي وو او دکابل په ښار کې په يوه ورځ په زرونو د سرود کيسټونه وپلورل شول.
په کابل کې د سلمانيانو (ويښتانو جوړونوکو) دوکانو مخي ته د ځوانانو اوږده قطارونه ولاړ وو چې خپلي ژيري ددوی په اصطلاح له بنده خوشي او ازادي کړي.
په کجکي کې بيا دا ډول کړني سړي ته يو بل ډول احساس ورکاوو، له چلونکي څخه مې پوښتنه وکړه، چې ولي دي کيسټ دومره پټ ځای ايښی دی. هغه وويل چې د ولسوالۍ کسانو بنديز لګولی دی، که د طالبانو کيسټ له هر چا سره پيدا کړي، سخت يې وهي او ټکوي او د وهلو سربيره پيسي هم ورڅخه اخلي.
د اوسني حکومت د راتګ په لومړيو وختونو کې په نږدې ټولو ولايتونو او ولسواليو کې د ترانو په ږغولو غير رسمي بنديز وو. لږ وروسته دغه تښه نعت ويونکو ډکه کړه، او موده وروسته به په ځينو لږ شمير کوچنيو د سپاري په موټرکې د نعت کيسټونه ږغول کيدل.
د طالبانو د واک په وخت کې مې يو مشر چارواکي ته وويل ددي پر ځاي چې په زور خلک د سرود له کيسټ ږغولو څخه د امرباالمعروف او نهي عن المنکر په کيبل منع شي ښه به داوي چې په وړ او مناسبه عوضي لاره کار وشي، ترڅو دځوانانو ذهن خپله دې ته چمتو شي چې له سرود څخه ډډه وکړي.
دکابل ښار ګڼ ټکسي چلونکې د ترانو تنده دکيسټ په ځای د اصلاح راډيو، دعوت راډيو او عالم راډيو له لاري د سپارلي سره په ګډه ماتوي.
دکابل پوهنتون ګڼ شمير محصلين په خپلو موبايل ګوښيو کې ډول ډول تراني په خلاص وخت کې اوري، د رحمن بابا او خوشحال بابا د ليسو ليليه زده کوونکې خو د ترانو اوريدو او په لوړ اواز ږغولو کې افراط کوي.
د اخترونو او مذهبي ورځو د لمانځلو په وخت کې د کابل ښار فضاء ټوله د لوډسپيکر د لاري په لوړ اواز نعت او ترانو ږغولو رنګينه کړي وي.
د ولسي خلکو په ځينې مظاهرو اوځينو لويو غونډو کې هم اوس موږ په لوړ اواز د ترانو اوريدو شاهدان يو.
د روان کال د لړم په مياشت کې د کابل پوهنتون د شمالي دروازي سره د ملي يوالي او بهرنيو اډو سره د مخالفت جبهي لويه جلسه وه چې په زرګونو خلکو پکې ګډون درلود، په لوړ اواز د مجاهدينو دوخت تراني ږغول کيدلې.
د اوسني دولت په ځينو دفترونو کې هم کارکوونکې د خپلو کمپيو ټرونو دلاري ترانې اوري، دا ډول د بهرنيانو سره په دفترونوکې افغان کارکوونکې هم دا ډول تراني په خلاص او فارغ وختونو کې اوري.
يوه ورځ مې له يو ملګري سره په موټر کې سپور شوم. د بهرنيانو په دفتر کې په لوړه چوکۍ کار کوي، ډير زيات کاريې ددولت له لوړپوړو چارواکو سره د انسجام او ظرفيتونو د لوړوالي پروګرامونه دي. ويل يې د چا اواز دي خوښ دی، زه حيران شوم. چې څه ورته ووايم. ويې خندل د نعت خوانانو او ترانه ويونکو اواز درته ښېم. بيا هم څو شيبي د فقيرمحمد درويش په اړه وږغيدو، له ملګري سره په ام پې تري MP3 کې دومره زياتي تراني وي چې زه ورته حيران شوم، ومې ويل چې له کومې ستونزي سره مخ نه شي. ځکه په ځينو حماسي ترانو خو لا اوس هم د دولت له خوا بنديز دی.
پام مو وې چې فقيرمحمد درويش د طالبانو دوخت نه بلکه د جهاد دوخت خوږ ژبی ترانه ويونکی دي. د جهاد د وخت دتنظيمونو دخپلمنځي اختلافاتو سره سره په پېښور، کويټه او نورو سيمو کې د ټولو ګوندونو مجاهدينو د فقيرمحمد درويش تراني اوريدلي.
زما ددغه خوږ ژبي ترانه ويونکي زړه وړونکی اواز هيڅکله له غوږو څخه نه ووځي چې د ۱۳۶۹ کال په وروستيو او ۱۳۷۱ کال په لومړۍ مياشت کې مې د سهار د لمانځه وروسته د ورسک غرنيزه او کرنيزه سيمه کې د سيد جمال الدين افغان په ليسه کې اوريد.
د سيدجمال الدين افغان د ليسي ځينې فارغان او د نوموړي ليسي ‌ ډيری پخواني زده کوونکې په اوسني دولت کې په ښو دندو ګمارل شوي او کار کوي چې وزيران، معينان او عمومي رئيسان هم پکې شته، فکر کوم چې دهغوی په غوږونو کې به هم کله ناکله د فقيرمحمد درويش حماسي تراني کړنګهار کوي، خو د خپلو شخصي او ياهم نورو مجبوريتونو له امله يې هغه وختونه هير کړي دي او دروسانو پر ځای (له روسانو سره يې جهادکاوو) له امريکايانو سره اوږه په اوږه کار او مرسته کوي .
پای