د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر

م.ر.یادګاری 23.02.2012 18:14

راشه نارنج ګله ښکلا راوله
ښکلۍ ننګرهار ته خندا راوله
راشه له مودو ېو انتظار درته
وشینده عطرونه سبا راوله
مړاوې غوټې ګل کړه په باغونو کې
زړونه را تازه کړه نڅا راوله
وسپړه نارنجه ګل دې وسپړه
زیرۍ د راتګ دې په ما راوله
راشه ته د لمر له تودو وړانګونه
زړونو ته تودوخه رڼا راوله
ګل چې د سبا نسیم ته وخاندې
داسې خوشحالې په هر چا راوله
ستا په غوړیدو کې بهارونه دې
وخانده سپرلي په بیدیا راوله
زه به ورنه سرې شونډې تحفه اخلم
خواته مې یو ځلې آشنا راوله
وشینده ګلان یی د جانان په سر
شونډې یادګاري ته موسکا راوله