د شهید سیلاب د شعرونو نوی کتاب چاپ شو
23.02.2012 19:42د وتلي خوږ ژبي ملي شاعر شهید امان الله سیلاب ساپي د شعرونو نوې ټولګه چاپشوه.
په دې کتاب کې چې (( کنډولی )) نومیږي ټول ۳۲۵ شعرونه راټول شوي. شعري برخه یې ۵۷۴ مخه ده او په لومړي ځل پکې د شهید سیلاب ۱۸ په زړه پورې انځورونه هم خپاره شوي.
دا کتاب په ښه كاغذ او مجلده پښتۍ چاپ او د ارواښاد ګل پاچا الفت ، مولوي شیرګل رشید کامه وال او ښاغلي زرین انځور سریزې پکې خپرې شوې دي.
د کتاب د ترلاسه کولو لپاره تاسو webmaster@tolafghan.com ته لیک لیږلی شئ او یا هم په لاندې ټلیفون شمیره اړیکی نیولی شئ.
UAE Mobile : +971 56 1222 106
Germany: +4917648186105
په کابل کې د کتاب ترلاسه کولو پته:
د پامیر سیمنا ودانۍ کې په دویم منزل کې (د کتاب ښار) کتاب پلورنځي کې
د ښاغلي زرین انځور سریزه:
د غزليزې شاعرۍ يو سندريز سېلاب
د افغانستان د معاصرې شاعرۍ د دېرشمې لمريزې لسيزې په بهير کې د څو تنو ځوانو شاعرانو نومونه تر نورو ډېر ځلاند وو : سېلاب ، حافظ ، کمين ، ممنون ، فنا ، بختانی ، بينا او يو شمېر نور . دوی ، زياترو يې د شاعرۍ (( شريکه دنيا )) هم لرله ، مشاعرۍ به يې هم کولې او د دوستۍ او ملګرتيا ټينګې اړيکې يې هم سره لرلې .
امان الله سېلاب ساپی په دې لړ کې هغه شاعر و چې د شاعرۍ غزليز او رومانتيک اړخ يې ځانګړې ځلا لرله . سره له دې چې د هغه په شاعرۍ کې د جدي موضوعګانو نور اړخونه هم ر تر سترګو کېږي او په تېره بيا د هغه دور د (( پښتون او پښتونستان )) د مهمې ملي مسئلې په باب يې شاعرانه دريځ ، د شاعرانه ملي احساس په څپو کې راڅرګندېږي او ډېرې په زړه پورې ملي ترانې ترې جوړېږي ، خو د هغه دشاعرۍ اوج ، ښايست او پياوړتيا بايد د هغه په غزلو کې ولټوو .
په دې شاعرۍ کې دسمسور ننګرهار د ښايسته کامې د ګودرونو ښايست هم پروت دی ، د ګوړې خوږلني او مزه يې هم له شاتو کمه نه ده . بيا نو په کې دکابل د عربي دارالعلوم د ځوانۍ او ولولو د دوران په زړه پورې شاعرانه هنګامې هم غزونې کوي . دا هغه ښوونيز مرکز و چې د سېلاب په څېر په کې زموږ نور ګڼ شمېر نوميالي ( خو دهغه وخت زلمي ) ليکوال او شاعران هم روزل شوي دي ، لکه : ممنون ، دوست ، معتمد ،شفيق او داسې نور . دغه علمي مــرکز د هـغــه وخـــت د زلمو د ســالمې روزنـــې پـــــه څنـــګ کې د ادب يو ګــــرم مرکز هــــم و . امان ا لله سېلاب د کابل د عربي دارالعلوم په همدغه بټۍ کې پوخ شو ، شاعرۍ يې په کې پخه شوه او بيا نو دهغه وخت د څو تنو د ګوتو په شمېر شاعرانو په ډله کې حساب شو . په راډيو افغانستان کې د هغه ماموريت او په هنري ـــ ادبي پروګرامونو او بياد پښتونستان په پروګرام کې د هغه د اوږدو کلونو کار او خدمت د هغه شاعرۍ د وتليو افغاني هنرمندانو په خوږو غږونو کې سندريزه کړې ده . په دې توګه دغو سندريزو هنګامو د هغه د شاعرۍ په شهرت او محبوبيت کې ونډه لرلې ده .
زما په نظر د شهيد امان الله سېلاب په شاعرۍ کې په عمومي ډول او په غزليزو ټوټو کې يې په ځانګړې توګه دغه څو ټکي د پاملرنې وړ دي :
1 ـ په رومانتيکه ـــ غزليزه شاعرۍ کې دهغه شاعرانه بيان ډېر روان او ساده دی ، لکه په نويو غزليزو بېلګو کې چې د اولسي شاعرۍ ښايستونه ځای شوي وي .
چې سور ټيک دې ملا تړلی پهلوان دی
خدايږو ياره په ريښتيا چې جادوګر يې
او :
د خيال ماشوم مې کلانکار غوندې دی
دا اسپکی د تېزرفـتار غوندې دی
ګوتې ورنه وړې چې نېشـــــه به دې کړي
دلته هر بوټی د کوکنار غوندې دی
د مينې هر قانون څه بل شــــــــــــــانتې دی
د بڼو رپ د نـــيم اقرار غــــوندې دی
2 ـ ټنګ ټکور او موسيقي د شهيد سېلاب د غزليزې شاعرۍ خوند او رنګ دی . لکه هغه چې دغزليزې پنځونې په حالت کې خپله هره غزله له ځانه سره په شونډو کې زمزمه کړې او سندريزه کړې وي .
د هغه وخت د راډيو افغانستان د وتليوهنرمندانو په غږونو کې د هغه د غزلو سندريزې انګازې له هماغه وخته راهيسې تر اوسه خپرې دي او همداسې به خپرې وي :
لېونۍ مينې کړم اشــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــنا د بيابانه سره
پرېږدۍ چې ګــــــــــــــــــــرځــــــــم لېونـــــــــــی په غــــــــــــرونو
ـــ ستا دسترګو بلا واخلم، بيا دې سترګې ولې سرې دي
پام چې وار دې خطا نه شــــــــــــــــــي ، ما منلې غرغرې دي
ـــ ناڅاپه خوا له شاليلا راغله د نازه ډکه په خندا راغله
ــ نن بيا زړه سوز د مينې پارولی غوندې دی
قلم يې په سرو ســـــــــترګو ژړولی غوندې دی
او :
بيا وهي موجونه ــــ په ګرېوان اوښکې زما
يا ـ زېری راغـــی چې ګلـــشن لره مالـيــار راځي
نن مې يار راځـــــي ، نن مې يار راځـــــــــــــــــــي
دا ريبار چې ســــــــــــــــــــــــانيولی په تلوار راځي
نن مې يار راځــــــــــــي ، نن مې يار راځـــــــــــــي
دغه سندريز شعرونه، په تېره بيا د ارواښاد استاد اولمير ، ايوب ، ناشناس ، مېرمن رخشانې او نورو په ښکليو غږونو کې ، د مينې ، ښايست اوهنريت ولولې راپاروي او په بيا بيا اورېدو يې هم د بيا اورېدو تنده همداسې پاتې کېږي . په دغو سندريزو ټوټو کې د شعر او موسيقۍ دواړه هنره سره يو ځای شوي او د ښايستونو کاروانونه يې راروان کړي دي . دغه کاروانونه بيا د شعر او هنر تږو لارويانو ته په هر دمه ځای کې د مينې او ښايست منګوټي او کنډولي وروېشي .
3 ـ د وخت دملي شاعرۍ انګازې هم د د شهيد سېلاب په شعر کې ښې اوچتې اورېدلی شو :
مادفطرت په پوهنځي کې لوستي
د ژوندانه دازادۍ درســـــــــــــــونه
ما ته دا ټوکې مســـــــخرې ښکاري
چې بندوي مې څوک ازاد وزرونه
د وختونو د ضرورت وړ ملي شاعرۍ ډېرې بېلګې يې د راډيو افغانستان په ارشيف کې د افغاني ملي ترانو په بڼه خوندي دي او اوس يې هم د دې عصر د ملي ـــ افغاني ترانو په توګه خپل ارزښت او پرتم ساتلی دی .
په 1357 ل . کال کې داسې يو توپان راغی چې ((سېلاب )) يې په مخه کړ ، د هغه د مينې له ترانو يې د هغه نوم سانسور کړ او په دې يې هم بسنه ونه کړه ، زموږ د مينې د ښايستونو د بهيرونو د دغه شاعر پر مرۍ يې بې له کوم دليله چاړه کېښوده او د تل لپاره يې راځنې واخيست ، زموږ غزلبول يې راشهيد کړ او نور يې د هغه ستونی د وطن د مينې د ترانو او د هېواد د ښايستونو د زمزمو له پنځولو ناتوان کړ . هغه بدمرغه ((توپان)) د ((سېلاب)) په څېر ډېر نوميالي له موږه واخيستل .
خو اوس چې له هغو کلونو ډېر وخت تېر شوی دی ، د خوشالۍ خبره دا ده چې د دغه شهيد غزلبول يو فرهنګپال زوی ښاغلي الله نور سېلاب دهغه د شاعرۍ د کلياتو خپرېدو ته مټې رانغاړلې دي ، په همت دې برکت وي چې دغه شاعرانه غږونه يو ځل بيا په همدغو پاڼو کې خوندي او تلپاتې کړي.
په مينه او درنښت
زرين انځور