د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جالب چارواکي لرو!

حبيب الله غمخور 23.02.2012 03:31

يوازي پياوړی اويوموټی دولت دسولې اوپخلاينې جوگه کېداي شي!

تر اوسه لادقطر مسلې درواغ اورښتيا معلوم ندي ، چي دارښتيادپخلاينې لپاره هڅي دي اوکه يوه بله سياسي لوبه ده چي پايله ئې لکه پيل چاته  نه معلوميږي .

خوزموږ چارواکي دترگدروړاندي بوټونه باسي ،داځکه چي لمبېدل ئي نه دي زده .ددې خبرې نه مي موخه داده له هغه ورځې چي دامريکالخوادطالبانولپاره په قطرکي ددفترپرانستلوخبره دډله ايزورسنيوپر ژبه سول اوپدې هکله تر اوسه گډو وډ،گوډ اوړانده معلوماتونه خپرېږي زموږ دولتي چارواکي وارخطاسول،کله وايي زموږ سره مشوره سوې ،موږددې دفترپرانستلوسره موفق يو اوکله بياوايي چي دازموږ په کورنيوچاروکي لاس وهنه ده ،دطالبانوسره خبري زموږ په رهبری اومشرتابه لاندي وسي،ان دقطرڅخه ئي خپل سفير داحتجاج په توگه راوغوښت اوتراوسه بياندی تللۍ.ددوي له دې ډارېږي چې که امريکاله طالبانوسره يوجوړجاړي ته ورسېږي طبعي ده چي دحزب اسلامي په گډون دنورټول مفالفيو اوموافقو چي په دولت اودولتي کاروبارکښي لازمه ونډه نده ورکړه سوې  هم راتلونکي دولتي جوړښت کي ونډه ولري،نوداټول چي ونډه ولري ددوي (اوسنی چارواکو)ځاي به چيري وي ؟ دوباره به بهرنيو هيوادوته ځي؟ سره لدې چي دومره ئې پيداکړې چي کړوسيان به ئي لادملت په وينوکښي لامبوکوي،خوبياهم په بهرکي به يوځل بيادمهاجرپه سترگه ورته کتل کيږي،دا ارگاه اوبارگاه به  په خوب ويني، دادډوبې سفرونه لکس ماڼۍ شيرچوراوشيرچورغوندی نورچورځايونه  اونازونه خوبه له خاوروسره خاوري سي .

همدادليل دی چي نه يوازي په دولت کي هغه کسان چي دب ۵۲ په مټ واک ته رسېدلي اوبېله استحقاق نه دهرڅه خاوندان سوی،دپارلمان ځيني وکيلان يوشمير نورداسي کسان چي دملي پخلانې په حاکميت کښي ځان نه وينې په يوه اوبله بهانه په ډير مهارت ،عجيبو،غرېبو بهانو اوشعارنو دطالبانواونوروډلوسره دخبروپه پروسه کښي خنډونه جوړوي اومخه ئې نسي .

دوي هم هغه څه وايي چي دښاغلی کرزی صاحب دژبې ويردگرځېدلئ اوخلک ئي په اورېدو حيران پاته سي چي داڅه وايي ؟ جالبه داده چي اوس دښځودحقوقواودهغوي دازاديو نه ددفاع په  نامه همدغوچي دخپلو ويناو يوې خبرې ته هم وفادارنه دي اونه پرې ايمان اوباورلري داډول څرگندونې چي گويامخالفين دهغوي تاريخي دښمنان دي . سره له دې چي لمړۍ بايد باورپيداسي ،بيادخبروامکانات برابرسي اودخبروپه ورستيواويامنځنيو برخوکي ددولتي جوړښت اونوي اساسي قانون په هکله خبري کيږي .دخندا وړده چي اړتياوي دښځودحقوقوخبري کوي خوکله چي ئي چاره وسول بياهمدا ښځې ان په پارلمان اودولتي اداروکي سپکوي  .

ښه بېلگه ئي داطلاعاتواوفرهنگ دوزير صاحب فرمان دی چي وايي : (( د دولتي او خصوصي تلویزیونونو درستې ویندویانې باید غلیظ سینګار ونه کړي او ټیکری پر سر کړي .))پردې اوس نه ږغېږم چي وزير صاحب اودنظرپلويان ئې دسترگو مشکل لري،خوداخبره اړينه ده چي څرگنده شي پدې هدايت په حقيقت کښي دښځواوپه ځانگړې توگه هغوي چي کارکوي اوپه حلاله تخواخپلې کونۍ ته خواړه پيداکوي ،سترتوهين اوسپکاوی شوی اوددوي پر انساني حقوقوبربنډ تيری دی . دلته بيادښځودحقوقودلالان  پدې خبره دخپل ولس پر پاکو احساساتو سوداگري کوی اودوي ته څرگندوي چي څومره اسلام ته وفاداردی اوحجاب غواړي ،خوداله نظر غوځوی چي څومره پر خپل نفس حاکميت نلري اودبل ناموس او اولادته چي ښځينه وي که ئي ښکلي کالي واغوستل اوفيشن ئي وکړ په بده سترگه گوري او دهغوي په ليدوسره ترشحواني غلبې لاندي راځي .

دمشرانوجرگه له داسي کسانو کرزی جوړه کړې چي دتمدن سره په دښمنۍ کښي ددوي بقانغښتي ده ،کنه سوال دادی چي ديوې نطاقي په ليدوسره دهغه چاچي پراسلامي عقايدوتربل هرچازيات تجارت کوي څنگه نفسي خواحشات راپارېږي ؟ ولې دليدوپه وخت کښي  پدې هکله فکرنه کيږي چي داخوربه حومره اقتصادي ستونزي لري اوياپري ووياړي چي زموږ خويندي هم لکه دنوري مسلماني نړۍ ښځي دکاراوکسب جوگه دی .دايادغه ښاغلي چي دښکليو نطاقانودليدونه په نفساني تجاوزاخته کېږي يوچاپوښتنه کړې چي دا په اسلام کښي رواده چي دهري تورسري په ليدوبايد ددغو ښاغلو نفسي خواحشات راوپارېږي؟زماپه نظر بهترين مسلمان هغه څوک دی چي پرخپل نفس ئي غلبه درلوده اودبل چادناموس اواولاداحترام ولري .کارکول اوحلاله ډوډۍ پيداکول جرم اوبې شرمی نده . بايد څرگنده کړم چي زه هم دپرمختلی نړۍ دبداخلاقواوبې گزته جاموپلوی نه يم ،چکه دلته هم ديوې درنې  اوعالمې کورنۍ نارينه اوښځينه سالمي اومنظمې جامې اغوندي .

په اروپااودنړۍ په نورو هيوادوکي هم مسلمانان ژوندکوی خودلته داستونزه نشته،دااړينه ده چي زموږ خوندي افغاني حجاب ته درناوی ولري خونه دجنسي ناروغانوپه هدايت نسي کېداي دوي ځاني ورځنۍ چاري پرمخ بوزي  .

زماپه اند ددوي لپاره د رسنیو د څارنې دډلې نای غړې اغلي  زرغونه روښان حرگندونې کفايت کوي چي وايي  : (( چې لس کاله یې په رادیويي ژورنالیزم کې کار کړی، وايي:«څرنګه چې موږ د سولې او پخلاینې د جدي خبرو په ابتدايي مرحله کې یو، حکومت غواړي وښيي چې دوی هم د طالبانو غوندي دي. دا غوښتنه بې ګټې ده ځکه چې د ټولو تلویزیونونو ویندویانې ټیکري پر سروي .))  خبريال ويب پاڼه 02.15.2012

خو اوس چي يوه ترې بد وړي اوبل ترپاکستان اوسعودي پسي ځغلي جالبه ښکاري!

ترټولوجالبه خبره داده چي ددې پروسې اوياپه بله اصطلاح دکرزی ددي سياست په وړاندي چي هغه ورته دولتي سياست وايي ولي ځيني دولتي چارواکي دطالبانوسره دخبرواوهغوي ته په دولت کښي له گډون سره مخالفت کوي؟

زه دهيچا وياند اوتراوسه هيچادطرحي پلوی نه يم ځکه تراوسه ماته ښکيلې خواوي دخبرودپيل په هکله جدي اوخپلواک نه ښکاري .

دډله ايزورسنيودخبرله مخې دفبروري پر ۱۵ مه دافغانستان دجمهوررئيس کرزی صاحب د ملي امنیت سلاکار په کابل کې له یوه خصوصي ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وايي ((که طالبان بیرته واک ته را ګډ شي هغوی به حالات خراب کړي او هیڅوک به یې و نه مني.))

سپنتیا صاحب په دې هم ټینګار کړی چې که حکومت واک ته د طالبانو د راوستلو تکل وکړي نو دی به په حکومت کې  دنده پرېږدي او غوره به وبولي چې اوزګار وي.هغه وویل چې که چیرته طالبان واک ته ور ګډ شي نو افغان واکداران د ده په شمول به تاریخ او خلکو ته شرمنده وي او دی غوره بولي چې بیا له حکومته ووځي. بي بې سي  ويب پاڼه

خوکه سپنتاصاحب نه افغانان داپوښتنه وکړی چي داوسنې چارواکي څومره دملت استازي اوڅومره ملت ژمن اودهغوي دقبول وړدی؟ فکرکوم جواب به ئي بېله چوپتيابل څه نه وي ،ځکه پدې ډاډه يم  چې نومړئ ديوه استاد اوديپلومات  په توگه چي يو وخت دبهرنيو چارو وزيروو دخپل وجدان دحکم اوملي ارادې پرخلاف څرگندونې نه بايد وکړي .

ښاغلی سپنتیا ټینګار کوي چي د طالبانو چل او هنر یوازي وژنه ده او هر څوک چې د جنایتاکارانو ترهګرو مشر ته اتل ووایي هغه خاین او د افغانستان د خاورې او خلکودښمن دی. تاند ويب پاڼه

زه پردې نه ږغېږم چي طالبانوڅه کړي اوڅه کوی اونه هم ديوې ډلي ژوندي اومړه ته قهرمان ويلاي شم ،ددې لقب ورکولولپاره لاډير وخت پاته دی، اميد چي سپنتاصاحب پدې خبره زماسره هم نظره اوسي ،ولي په تکراروايم چي دادنظراختلاف چي تردې بريده دۍ؟ څنگه کېداي سي دکرزی سره يوځاي کاروکړۍ اويادي دهغه سره په ورځنيو چاروکي مرسته وکړۍ ؟ ځکه ترهر چاوړاندي کرزی صاحب کله په ادرس پيداکولوپسي سرگردانه وي کله وايي چي هره ورځ ورسره گورو،خبري ورسره کوواوکله چي دژورنالستانوپه وړاندي دخبرو وار ورسېږې همدايوه خبره کوي طالبانو ورڼو راسئ اوزمادغوښتنو مطابق راته تسليم سی .

دې موخي يعني دکرزی صاحب په وينادطالبانوسره دپخلاينې موخي ته رسېدولپاره ئي سپنتاصاحب نه يوازي داچي په خپلو سترگو ويني بلکې په ټولوسفرونوکښي ورسره ملگری وي .

دروان ز کال دفبروري۱۶ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په اسلام اباد کې د پاکستان له مشرانو سره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د روغې جوړې د پروسې په باب خبرې وکړې .

تر هغه وروسته ئي دپاکستان له يوشمير سياسي اومذهبی مشرانوسره وليدل اوله هغوي نه ئي گوياغوښتنه داوه چي دده سره ددوستۍ لپاره دطالبانوپه هڅونه کښي مرسته وکړی ،که څه هم يوشمير دغوکسانو وويل موږ پوه نه يوچي کرزی صاحب څه غواړي اودپاکستان وبهرنيو چارو وزيري خوله اخلاقی اوديپلوماتيک ادب نه بهرخبري وکړې .

موږته داهم جالبه ده چي دسپنتاصاحب ترڅرگندونووروسته همدا سپنتاصاحب دکرزی صاحب سره دپاکستاني اوايراني چارواکوليدوته پاکستان ته ولاړاوهلته ئي په ټولوخبروکښي نېغ په نېغه برخه درلوده .سوال پيداکيږي چي که په رښتيادومره مخالفت لري نوولي دکرزی ملگرتياکوي،ځکه کرزی صاحب هرچاته وايي طالبان زماسره پخلاکړی چي دامريکا اواروپاله احسان څخه خلاص شم .

داسي نظرهم تردې سفروروسته راپيداسوی چي کرزی صاحب دسپنتا لکه ديوشميروله بهرنه تپل سووکسانوسره حساب نسي کولاي اونه هم هغه ته ويلاي سي چي ستاڅرگندونې ددولتي پاليسی مخالف دي .اوسپنتادبل چاپه هدايت په سفرونوکښي برخه اخلي ترڅوهغوي دسفرپه ټول جريان خبروي .حقيقت دادی چي ددې اړېکواوپاليسۍ  ټول اړخونه  دافغان ولس دگټوسره په ټکر کي دي .

دښاغلي سپنتا څرگندونې دافغانستان په حکومت کښي دحکومتونودشتون روښانه بېلگه ده .هغه يوامنيتي سلاکاردی خوڅرگندونې ئي دکرزی ،اودډله ايزورسنيوله لاري خپرې سوې دولتي پاليسۍ اوټولوافغانانودغوښتني خلاف دي ،ولي بياهم پر خپل مقام دخپل ټول مخالفت سره ديوچاپه زورساتل کيږي .

اړينه داده مخکښي له دې چي ددولت له مخالفينوسره خبري وشې دولتي چارواکي بايد داسي کسان وي چي يوه طرحه اويوه خبره وکړي ،پدې اوتوبتواوگډووډاو له جنجالونونه ډک دولت چي هرچارواکی ئي ځان پاچابولي اوپرخپل سر ويناوي کوي ددولت مخالفين ددولت سره خبروته زړه نه شه کوي اونه هم پرې باورکولاي سي ، پدې حالت کښي دطالبانوڅه گناه دچي وايي دافغان دولت سره خبري نه کوو،دکوم دولت سره خبري وکړي؟ دکرزی سره ؟  چي پر څرګندونو ئي ملت شک لري او وايي چې کرزی  د روغې جوړې خبرې د خلکو د تېر ایستلو لپاره کوي ،اوکه دهغه امنيتي سلاکاراو يا  مرستيالانوسره چې داسي جوړي ته زړه نه ښه کوي،ځکه خپل مقامونه په خطرکي ويني؟اونه هم دهغوورسره صلاح اومشوره ده کوموچي پردې مقامونوساتلي دي .

دسولي اوپخلاينې دخبرودپيل لپاره اړينه اوحياتی خبره داده چي  دولتي چارواکي  يوه خوله اوله يوه دريځ نه دملي گټوڅخه ددفاع په خاطر څرگندونې وکړي .افغانانو ته پر ستونزو دبري لپاره ، د مرکزي دولت له پیاوړتیا پرته بله دحل لار نشته .يوپياوړۍ، ملي گټوته وفاداريوموټۍ دولت کولاي سي په افغانستان کي دادڅولسيزو ناخوالو ته دپاي ټکی کښږدي اودملي پخلاينې دبريالي پروسې جوگه سي .

موږپدې پوهېږوچي کرزی صاحب هم لکه نړيواله ټولنه وخت غنيمت بولي اوپدې لارکښي ئي تراوسه صادقانه اوگټور گام ندی پورته کړئ .ددې گوتنېونې دلنډپخلی لپاره دښاغلي اسدالله وفاصاحب چي زموږ يوسپينږ يری دی خبروته اشاره کوم چي د رویترز خبري اژنس سره په خبروکي وايي:په افغانستان کې د سولې خبرې اترې ډیرې ورو روانې دي، افغانان چې د بېلابېلو شخړو شاهدان وو، د سولې د پیچلې پروسې په اړه یې خپل اعتماد له لاسه ورکړی .

 وفاصاحب هم  د سولې د شورا د موثریت په اړه شک لري هغه وايي په دې شورا کې د ډیرو کسانو شتوالی طالبانو ته د حکومت رسیدل ګران کړي دي . کېداي سي  دوفاصاحب لخوااشاره کونکوکسانوله جملې يوهم ښاغلي سپنتا وي .

وفاصاحب خپله وايي : ما دا جمهور ریس ته وویل او هغه ژمنه وکړه، چې د سولې عالي شورا به ورغوي، دهغه په باور د سولې د عالي شورا په ترکېب کې مناسب خلک نشته یا هم داسې کسان په کې دي چې پخوا د طالبانو پر ضد جنګیدلی دې ترکېب سولې ته د طالبانو علاقمندي کمه کړې ده.

وفاصاحب  پر پاکستان هم نیوکې کړې او واېې،چې د سولې په خبرو اترو کې خنډ جوړوي، هغه پاکستان په دوه ګونې سیاست تورنوي وايي  پاکستان د سولې په اړه د کار کولو ژمني کوي، خو په عین حال کې طالبان او نورې ډلې په افغا نستان کې دخپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره وسیله ګرځوي .

وفاصاحب  زیاتوي،پاکستان وايي یوڅه او کوی بل څه ،په دې کې هیڅ شک نشته د طالبانو مشر ملا محمد عمر په کوټه کې دی او موږ لږ تر لږه دا دیرش کاله دي چې د خپلو ګاونډیانو له امله له سولې بې برخې یو. ازادي راډيو پښتو ويب پاڼه

خوبل لورته متاسفانه کرزی صاحب دپاکستان پر دوستۍ بې کچي ډاډمن اوهغوي ته وفادار پاته شوی دي .البته نه يوازي دکرزی صاحب بلکي دنوروچي په گاونډيو هيوادوکي راجوړ سوی اوپدې حاکميت کښي پر ملت تپل سوي ديوشميرنورومجبوريتونوله مخې چي دويته ترهرچاښه څرگنددي نشي کولاي زموږ دگاونډچارواکوپه وړاندي دافغانستان دملي گټوددفاع په سنگرکي ودرېږي . 

لس کاله څوځله کرزی صاحب پاکستان اوايران ته سفرونه وکړه ترهر سفروروسته ددې سفردگټوپه قيصونه مړېږي ،خوملت ته عملأ کومه گټه نده رسېدلي،که رسېدلې مهرباني کرزی صاحب دې څرگنده کړي ؟

ترهمدې نن پوري چي اغلي حنااوزرداري دافغانستان سره ددوستۍ خبري کوی موږ ئي ددوستۍ گټه نده ليدلې بل مقابل دزيانونواوکرغېړنولاسوهنودلاسه ئي سره نشوپورته کولاي .زمور دهيواداوهيوادولوټولي بدبختۍ اوناورين ددوي ددوستۍ برکت دی .

پدې هيله چي افغانان په ځانگړې ټوگه ځوان نسل،هغه ډلي اوگوندونه ،ملي شخصیيتونه اوديني علما چي ځانونه   افغان  ولس ته ژمن بولي اوپردې ملت ئي په رښتياسره زړه خوږېږي دسولي راوستولپاره په ټول قوت اوطاقت زياروباسي ،دهرډول اختلاف نه ډډه وکړی ،کوم چي دسولي اوپخلاينې پروسې ته زيان رسوی .

افغانستان دټولو کوردی ،ددې کوردجوړېدوپه وړاندي ټول يوشان مسوليت لرو.دافغان ولس کورنی اوبهرنی دښمنانو دهرډول څرگندونواوکړنوپه وړاندي بايد هوښياراوسواوپرې نږدوچي په جالبواوغولونکوشعارونوچي کله دملت په استازيتوب اوکله دنهظت په استازيتوب دځان ساتلوپه موخه وړاندي کيږي .هوښيار اوبيدارملت تل بريالی اوسرلوړی وي .ومن الله التوفيق