شعر
22.02.2012 16:12داسې زه خراب شوم ټوکو ټوکو کې
عشق کې دې کباب شوم ټوکو ټوکو کې
شونډې مې چې ستا په شونډو کیښولې
غرق زه په شراب شوم ټوکو ټوکو کې
ګلې زه یو بحر د خوښیېو وم
څاڅکه د دریاب شوم ټوکو ټوکو کې
ستا د مینې تور چې په ما ولګید
ترنګ زه د رباب شوم ټوکو ټوکو کي
تا چې ځواب راکړ هغه تیره ورځ
تاو لکه ګرداب شوم ټوکو ټوکو کې
خیر دي یادګاري که زه عذاب یمه
یار ته خو ثواب شوم ټوکو ټوکو کې

