د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمنشي احمدجان طنزیه کیسې

پوهنمل محمود نظری 20.02.2012 17:50

منشي احمدجان  په کال (۱۸۸۲م) دغزني په مقر کې زېږېدلی دی ، د زده کړې لپاره  پېښور ته تللی دی ،دهغه مشهور کتابونه هغه دغه او د قصه خوانۍ ګپ په نوی رنګ نثری کتابونه دی

دهغه دنثر ژبه خوږه او جملې يې لنډې دي د هغه د کیسو منځ پانګه تاریخي او ښوونییز طنزونه اوټوکې جوړوي ، دهغه هغه دغه او د قصه خواني ګپ کتابونه (طنز ډوله حکایتونه) دی دهغه یوه د پښتو په خواږه نثر ښکلې، په طنزی توله اود متلونو ډکه کیسه داسې ده

قصه : درخانۍ په سوات کې د برې باز درې د یو تاوس خان نومي پښتون لور وه او د پایاوخان نومې یو پښتون چنغله وه . یوه ورځ د درخانۍ د ترور د لور واده وو په هغه کې یې د کوزې باز درې یو ادم خان نومي خانزاده باندې سترګې خوږې شوې ؛ټپ له دواړو لاسو خیزي؛ هغه هم پرې زړه بایلو. دې اور داسې لمبه وکړه چې د واده د خلاصېدو او د مېلمنو د رخصتېدو نه پس دواړه په لاره کې هرومرو یو بل ته په غلا غلا کتل . ماسخوتن په هوجره کې چې ادم خان یوه ګوته رباب ووهلو نو یو سوړ اسوېلی یې وکړو او میرو ، بلو خپلو خوږو یارانو ته یې د زړه حال ووې . د هغه دا مراد وو چې په دې شپه د اشنا دیدن ته لاړ شي . پردو کورونو ته تلل د ؛خالصي دل نه و؛ ولې میرو او بلو ورته حلال کړي چرګان و . سمدستي یې ملا وتړله او شپه په شپه برې باز درې ته لاړل . بلو یې چرته د چوکۍ د پاره ودرولو او دوی دواړه د درخانۍ کور ته ورغلل . میرو ورته وړومبی ګودر سهي کړی و. ادم خان د اشنا کټ ته ورسېدو درخو تار په تار په پالنګ اوده وه ، څنګزنې سپوږمۍ او یو نیم ستوري یې په غلا دیدن کولو . ده یو ساعت په غټو سترګو کتل چې ښه زور او زېر یې ووېست نو ورو غوندې یې د پښې غټه ګوته ترې ونیوه او ویښه یې کړه چې درخو سترګې وغړولې نو هغه بشره ورته ولاړه وه چې د چا په خیال کې وده شوې وه . حیرانه شوه چې دا خوب دی که ویښه؟ څو ځله یې سترګې ومښلې او بیا یې وغړولې چې ښه یقین یې راغی نو پاڅېده او ورته ترغاړې وته ، غوږ کې یې ډېرډېر هرکلی ووې او بیا یې د خپلې مینې دوتر ورته پرانستو . په خلکو لویه شپه تېره شوه او په دوی د سترګو رپ و.
میرو شپېلی وواهه مطلب یې داوو چې چرګانو بانګونه ووې . ملایانو اخ وټوخ جوړ کړ. هسې نه چې شرمیندګي جوړه شي او د اوښ په شامو سپي ونه خوري . ادم درخانۍ د اوښکو ډکې سترګې یو بل نه جداشول .؛ (له قصه خوانۍ ګپ څخه)
((هغه دغه )) له کتاب څخه : دوې طنزیه توکې
ېوه سړي ته یوه لویه عهده ورکړی شوه،او غټ سړی شو یو دوست يۍ چې دا خبره واوریده نو د مبارکۍ لپاره ورغی . هغه چې ولید نو ورته يی ووې چې ته څوک يی او دلته د څه لپاره راغلی يې؟ده ورته ووې څه ته ما نه پیژنې؟زه ستا پخوانی اشنا یم،اوریدلی می وو چې ته ړوند شوی يی نو زه د پوښتنه له راغلم.

***

یو فقیر د یو دولتمند دروازې ته ﻻړ او خیريې ترې وغوښت . له کور د ننه نه چا ځواب ورکړ چې بي بي په کور نشته . فقیر ووې چی ما د ډوډۍ ټوټه غوښتی وه بی بی خو می نه غوښتله چی داسی ځواب مو راکړ.