د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استيضاح د څه لپاره؟

سيدعاصم نږدې 19.02.2012 23:45

تر کومه ځايه، چې قانون موږ ته معلوم دى، نو په ولسي جرګه کې د يو وزير او يا هم يو چارواکي لپاره، چې له ولسي جرګې څخه د برياليتوب رايه اخلي دوه پړاونه دي، چې يو ته يې استجواب او بل ته يې استيضاح وايي.
استجواب داسې يو پړاو دى، چې کله د ځينو مواردو په اړه وکيلان خاليګاوې وويني او يا هم نيمګړتياوې شتون ولري؛ نو ياد چارواکى راغواړي او د موضوع د سپيناوي په اړه ترې پوښتنې کوي، ښاغلى چارواکى د يادې موضوع په اړه ورته معلومات ورکوي او هڅه کوي، چې د وکيلانو قناعت ترلاسه کړي که چېرې يې قناعت ترلاسه نه شي، نو وکيلان ورته لارښوونې کوي او سمې لارې ګودرې ور په ګوته کوي؛ خو که چېرې يې په ياد چارواکي کې څه داسې خبرې وليدې، چې هغه د دې د بې کفايتۍ او يا هم نورو کيسو استازي وکړي او يا هم داسې ځوابونه وړاندې کړي، چې نه يوازې د وکيلانو قناعت پرې ترلاسه نه شي بلکې نور شکونه هم پرې وکاندي؛ نو بيا په دې صورت کې هغه استيضاح کوي او صندوق ورته ږدي، البته له دې مواردو پرته ځينې مهال داسې هم وشي، چې پنځوس تنه وکيلان را پورته شي او د يوې قانونې تشې د له منځه وړلو لپاره ياد چارواکى د استيضاح لپاره را بولي؛ خو د استيضاح معنا دا ده، چې کله وکيلان د دې هوډ وکړي، چې ښاغلى چارواکى بې کفايته دى؛ نو هغه بيا هرومرو له خپلې دندې لرې کوي او پر کور يې کينوي، په دې شرط، چې تشه قانوني او د اساسي قانون او کورنيو دندو له اصولو سره سمه وي؛ خو له بده مرغه په افغانستان کې کيسه بيا اپوټه ده.
په دې معنا د ځينو چارواکو او سياسي چارو شننونکو په اند کله چې ځينې ښاغلي وکيلان بې خرڅه شي او يا هم د دوى ځينې مشروع او نا مشروع غوښتنې ونه منل شي؛ نو بيا هوډ کوي، چې يو ښاغلى چارواکى استيضاح کړي او له دندې يې لري کړې؛ خو که د اشرپيو مخ يې ور وښود نو بيا هېڅ خبره هم نه شته او نه کومه تشه شتون لري، دا چې پر ملت به څه تېرېږي، هغه پر دوى پورې اړه نه لري او نه هم ولس ورته ډېر ارزښت لري؛ البته د دې معنا دا نه ده، چې ګواکې ټول ښاغلي وکيلان داسې دي؛ خو که چېرې کوم يو لږ قدرې تريخى ولري او يا هم د هېواد دوستۍ غم ورسره وي؛ نو تر ټولو ښه د حل لاره يې استعفا او په داسې بې کفايته پارلمان کې نه شتون دى او يا هم د ښاغلي بشردوست په څېر د سپينو سپينو خبرو جرات کول دي، چې له بده مرغه تر اوسه په ډېرو ښاغلو کې لا دا وړتيا نه ده پيدا شوې.
تېره ورځ د افغانستان د ملت کور او په اصطلاح د خلکو استازو له ډېرو ناندريو وروسته دوه تنه ښاغلي وزيران د استيضاح لپاره ولسي جرګې ته راغوښتي ول، چې ګواکې هغوى بې کفايته او په خپل کار کې پاتې راغلي او نور بايد سلب صلاحيت شي او پر کور کښېني؛ خو کله چې د غويامنډ ميدان ته راغلل او د شونډو لاندې يې سره پسه پسه وکړل؛ نو بيا هېڅ خبره هم نه وه، بيا نه بې کفايته ول او نه هم په کار کې پاتې، ځکه چې دوى له ځينو ښاغلو سره پيغامونه تبادله کړي ول؛ خو د هښتيا خبره لا دا ده، چې ځينو ښاغلو وکيلانو دغه ډول کار ته يو عادي او طبيعي کار نوم ورکړ او وايي، چې دا خبرې نن سبا په ټولې نړۍ کې عامې دي يو وزير د استيضاح لپاره راغواړي او بېرته د اعتماد رايه ورکوي.
که چېرې خبره دا وي؛ نو بيا خو ښکاره خبره ده چې ټوله نړۍ بډې اخېستونکي او د بشريت ضد ده، ځکه هر څوک چې د څو ټنګو لپاره ضرورت پيدا کوي نو وزيران به ګواښي او که چېرې يې غوښتنې نه منل کېږي نو هغه به استيضاح کوي؛ ځکه چې دا عامه خبره ده؛ خو که چېرې همدغو ښاغلو ته د نړۍ د هغو پارلمانونو بېلګې راوړو، چې آن ستا په هېواد افغانستان کې يې حتا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې څارنه کوله او رښتيا او درواغ يې درته معلومول نو بيا ښايي د دې خبرو پر وړاندې بې ځوابه پاتې شي.
دا سمه ده، چې د افغانستان پارلمان به نوى زېږېدلى وي، خو په دې خبرې سترګې پټول نه دي په کار، چې دغو ښاغلو کابو د نړۍ د ډېرو هېوادونو پارلمانونه په خپلو سترګو ليدلي او کتلي، چې څه په کې روان دي او څه ډول څارنې کوي. آن زموږ د ګاونډې هېواد پاکستان پارلمان نوې دوره چې کله په کرسيو کېناسته نو سم له واره يې د پرويز مشرف لکۍ ورغوټه کړه او پر کور يې کښېناوه او لامل يې هم دا و، چې هغه په غير قانوني توګه ولسمشرۍ ته راغلى و او همداسې د نړۍ نور هېوادونه هم در واخله؛ نو که چېرې زموږ ځينې ښاغلي وکيلان لږ شرم او ... لري نور دې په دې ولس رحم وکړي او د دې ولس خدمت دې وکړي ځکه همدې ولس وکيلان کړي او د همدې ولس استازي دي او که دا کار هم نه شي کولاى او څوک يې خبره نه مني نو لږ تر لږه استعفا خو ورکولاى شي.
چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي