د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یووالی

سمیع الدین افغاني 18.02.2012 19:59

یووالی

لا تر څو بــه زمـــــوږ ګران وطن ورانیږي
لا تـــــر څـــــو بـــــه زموږ کــــلي لا نړیږي

ورنو لـــــږ څه د تدبیر نـــــه کار په کار دی
په یووالـــــي باندې هر مشکل سمیـــږي

چې یووالی ورورګلوي یې په نصیب شي
افـغاني وطن بـــــه خـــــا مـــــاخا جوړیږي
----------------------------------------
سمیع الدین افغاني