د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څوک سوله نه غواړي؟

عبدالباري جهاني 17.02.2012 22:12

      سوله په افغانستان کی د هر چا په ګټه ده. یوازي د کرزي د حکومت بدماشان دي چی په جنګ کی یی هر څه تر لاسه کړي او په سوله کی هر څه له لاسه ورکوي. امریکایانو او طالبانو د سولي خبري پیل کړي دي. د افغانستان ټولو اولسونو او نړی والي ټولني یی هرکلی کړی دی. د کرزي د حکومت ټولو جنګ سالارانو، یا په پټه یا په ښکاره، خپل مخالفت اعلان کړی دی. په دې منځ کی یوازي کرزی دی چی نه طالبان د سیال په سترګه ورته ګوري، نه یی امریکایان پر سورنا غوږ نیسي او نه یی په دې څه باندي لسو کلونو کی جنګ سالاران له ځان څخه دونه راضي کړل چی د دوست په سترګه ورته وګوري. حقیقت خو دا دی چی، کرزي که په ژوند کی له چا سره صداقت کړی او په ژوند کی یی له چا سره یو ګام په ریشتیا پورته کړی وي هغه به د شمال د بدماشانو او جنګ سالارانو ایتلاف وي. هغه د شمال ایتلاف ته ټول هغه امتیازات چی یوه چا ته ورکول کیدلای سي ورکړل، او یا هغوی په زور ورڅخه واخیستل، خو د هغوی په ريښتونې دوستي یی ارمان ونه خوت. جمهوریس کرزی اوس یوازي پاته دی. دغه علت دی چی کله د حکمتیار سره د جلا خبرو د پیل کولو اعلان کوي، کله په سعودي عربستان کي د طالبانو له بل اړخ سره د مستقلو خبرو ډنډوره ګډوي، خو طالبان یی سمدستي ردوي او کله، چی نوري ټولي لاري بندي سي، نو پاکستان ته د وروری لاس اوږدوي.
        امریکا له سولي سره ځکه علاقه لري چي غواړي د افغانستان څخه ووزي او له طالبانو سره یی د قطر خبري پیل کړي دي. طالبان ځکه سوله غواړي چی نه تر قیامته تلفات زغملای سي او نه د پاکستان په دوستی اعتماد کولای سي. د سولي د خبرو ډیر مهم اړخ، که څوک وغواړي که ونه غواړي، پاکستان دی، چي په افغانستان کی د ثبات او سولي سره هیڅ ډول علاقه نه لري. څه باندي دوه کاله مخکي چي د کرزي حکومت له طالبانو سره لومړني تماسونه ټینګ کړل، پاکستان د طالبانو تر ټولو مهم پوځي قوماندان ملا برادر بندي کړ او تر اوسه یی درک ورک دی. ګواکي طالبانو ته یی وښودل چی د هغوی له اجازې پرته هیڅ ډول، خپل سري، اقدام ته زړه ښه نه کړي. په هماغه شپو ورځو کي یی له کرزي سره د ملامنصور لوبه وکړه او په کرزي بیچاره پوري یی ټوله نړی وخندوله. په دې هفته کی، د پاکستان په جیل کی، د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مرستیال او د طالبانو د رژیم د دفاع د پخواني وزیر، ملا عبیدالله مړینه څه تصادفي خبره نه ده. طالبانو سمدستي وویل چی د پاکستان له حکومتی مقاماتو څخه به د ملا عبیدالله د مړیني په باره کی پوښتنه کوي چی هغه ریشتیا هم د زړه د حملې په اثرمړ سوی  او که د پاکستان په بندیخانه کی د شکنجو د لاسه وفات سوی دی. په دې برخه کی د شکنجو خبره ډیر جدي ده او له هغې څخه د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ بې باوري او سخت اختلاف څرګندیږی. طالبان ځکه له پاکستان سره اختلاف ته دوام نه سي ورکولای او ځکه پر خپل سر عمل نه سي کولای چی د جنګ د دوام لپاره به د پيسو او وسلو چاره له بله ځایه وکړي خو د عسکري روزني د پاره د مرکزونو، مدرسو، د زخمیانو تداوی او اکمالاتو لپاره پاکستان ته سخت ضرورت لري. دغه راز د طالبانو له یوه ځوان قوماندان سره په اسلام اباد کی د سی بی ایس د ټلویزیوني خبریالي له څو ورځي مخکي مرکي څخه څرګندیږی چی د طالبانو، په اصطلاح، ځوان نسل او مشرانو ترمنځ د وخته لا اختلافات منځته راغلي، او یا پاکستان په لوی لاس منځته راوړي دي. د طالبانو ځوان قوماندان د سی بی ایس خبریالي ته په زغرده ویلي وه چی په قطر کی د امریکا او طالبانو د مشرانو ترمنځ هر ډول فیصلې منلو ته تیار نه دی بلکه د طالبانو مشران باید د امریکا سره د هر ډول روغي جوړي په باب د خپلو پوځي قوماندانانو سره سلا مشورې وکړي.
              پاکستان نه غواړي چي د قطر له خبرو څخه دباندي پاته سي. هغه غواړي چي د سولي په هرډول خبرو کی مستقیمه برخه ولري او چي د خبرو په نتیجه کی په افغانستان کي هر ډول نظام منځته راځي هغه باید چی د پاکستان تر مطلق کنټرول لاندي وي. امریکا هم نه سي کولای چی په خبرو کي پاکستان ته برخه ورنه کړي او تر پایه پوري یی بیخبره او بې واکه وساتي. امریکا هم د پاکستان په ستراتیژیک اهمیت پوهیږی او هم دا ورته معلومه ده چی پاکستان هر وخت کولای سي له طالبانو سره د سولي خبري ګډي وډي کړي او د هغوی ټولي هلي ځلي او ډیپلوماټیک کوښښونه بې نتیجې کړي. پاکستان لا تراوسه پوري د خپل بل قوت، د حقاني له ډلي، څخه کار نه دی اخیستی. دا نه ده معلومه چی امریکا له هغوی سره د خبرو د پیل کولو تلاښ کړی دی کنه. که د حقاني ډله، چی ویل کیږی له القاعده او د پاکستان له پوځی استخباراتو سره ډیر نیژدې اړیکي لري، خبرو ته داخله سي نو دا به لا یوه بله ستونزه وي. د حقاني ډلي، چی د کابل په ښار او کابل ته نيژدې ولایتونو کی فعاله ده، د قطر د خبرو په باره کی څرګند عکس العمل نه دی ښودلی او نه یی له امریکا او یا د افغانستان له حکومت سره د خبرو د پيل کولو په برخه کی علاقه ښکاره کړې ده. پاکستان په دې څه باندي لسو کالو کی خپل ټول کوښښ کړی دی چی د کوټي شورا او د حقاني ډله بیل سره وساتي او په کابل کی قدرت ته د احتمالي رسیدلو په صورت کی له دواړو ډلو، او په دواړو ډلو کي له نورو وړو ډلو څخه کار واخلي او د مجاهدینو د اوو تنظیمونو په څیر یی له یوه بل سره وجنګوي او پخپله د خیر پر غوندۍ ورته کښیني. امریکا مجبوره ده چي پاکستان او د هغه هیواد تر کنټرول لاندي ډلو ته به په خبرو کی برخه ورکوي او بشپړ خیال به یی ساتي. ځکه چی کمزوري امریکا ښودلې ده. خبرو ته امریکا حا ضره سوې ده او امتیازات به هم امریکا ورکوي. په دې منځ کی کرزی او د هغه بدماشان، چی یو پر بل اعتماد نه سره لري، دباندي پاتیږی. هغوی نه څوک د سولي په خبرو کي پریږدي او نه  د سولي د خبرو په نتیجه کی خپل خیر ویني. ځکه نو ښایی د قطر د سولي د خبرو په جریان کی ورانکاري وکړي. د وضع څخه داسي ښکاري چی امریکا ښایی د خبرو نتیجې ته تر ډیر ځنډ پوري معطله نه سي او طالبانو ته د امتیازاتو په ورکولو سره خپلي پښې سپکي کړي او خپل ګوډاګیان پر سپین میدان پریږدي. د کابل مقامات سخت وارخطا دي او روحیات یی له لاسه ورکړي دي. په داسی حال کی چی طالبانو د فبروري پر پنځه لسمه خبري آژانسونو ته په لیږلو ایمیلونو کی امریکا ته ویلي دي چي په افغانستان کی د شوروي د سرو لښکرو د مداخلې څخه عبرت واخلي او خپلي قواوي وباسي، د آل وایسیز په نوم خبري  آژانس د فبروري پر پنځه لسمه د امریکا د عالي رتبه مقاماتو له قوله رپوټ ورکړی دی  چي له افغانستان څخه ډیري زیاتي پیسې خارجي بانکونو ته تللي او یوازي د دوبی بانک ته تقریبا اته زره میلیونه ډالره وتلي دي. طبیعی خبره ده چی دا پیسې د هغو جنګ سالارانو دي چی د امریکا او ناټو ل قواوو سره یوازي د لوټ او تالان لپاره افغانستان ته تللي او د خپلو تر لاسه کړو پیسو سره به تښتي.
        په دې منځ کی لا د جمهوریس کرزي حکومت د فبروري پر پنځه لسمه نیټه، ښایی د افغانستان څخه د روسي قواوو د وتلو د کلیزي په ویاړ، اعلان وکړ چی د ټلویزیون ښځینه نطاقاني دي ټیکري پر سر کړي او ډیر زیات آرایش دي نه کوي. هغه ورځ لیري نه ده چي کرز صاحب، د طالبانو د خوشالولو لپاره، په ټول هیواد کی  له ښځو څخه وغواړي چی چادرۍ  واغوندي او ښځینه نطاقاني دي له ټلویزیون څخه وایستلي سي. زما یوه ملګري په ټوکو راته وویل چی کرزی صاحب پخپله ټیکری پر سر کړي هم به یی طالبان ونه مني. د کرزي حکومت ښایی د ټیکریو اعلان د طالبانو له ویري نه وي کړی خو خلک او مبصرین هر څه د رواني وضعي سره په ارتباط کي څیړي، ځکه نو وایی چی کرزي صاحب به ښایی د طالبانو د خوشالولو په منظور د ښځو لپاره د ټیکریو خبره را پورته کړې وي. څو ګوندي د هغوی په زړونو کي د رحم اوبه تیري سي او ده ته د قطر په خبرو کي برخه ورکړي.
       د متحده ایالاتو د سیاټل ټایمز ورځپاڼي پرون د فبروري پر پنځه لسمه رپوټ ورکړ چی د افغانستان جمهوریس حامد کرزی او د ایران جمهوریس محمود احمدي نژاد اسلام اباد ته تللي دي او د هغه هیواد له مشرانو سره عالي غونډه لري. د دې خبرو هدف ګواکي دادی چي له اسلام اباد څخه وغواړي چی د طالبانو سره د سولي د خبرو لپاره لاره هواره کړي. د طالبانو څخه، په څرګنده توګه، مطلب د حقاني ډله ده، چی د قطر په خبرو کی یی برخه نه ده اخیستې او د پاکستان تر مستقیمی حمایی لاندي دي. ځکه چي ټاکل سوې وه جموریس کرزی د مولنا سمیع الحق سره، چی د حقاني د ډلي روحاني پلار دی، په جلا توګه وګوري. سیاټل ټایمز ورځپاڼه لیکی چی سمیع الحق د پاکستان ، ایران او افغانستان له مشرانو څخه غوښتي وه چی د افغانستان څخه د متحده ایالاتو په رهبري قواوو د ایستلو لپاره همکاري سره وکړي. هغه د اسوشییټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي وه چی طالبان په افغانستان کی لویدیځو قدرتونو ته ماته ورکوي او که پاکستان، ایران او افغانستان په دغه برخه کي ټینګ دریځ ونیسی نو د لویدیځو قواوو په ایستلو سره به په سیمه کی سوله او ثبات راولي. البته د افغانستان ، سیمي او نړی خلک شاهدان دي چي پاکستاني پوځیانو له افغانستان څخه د شوروي قواوو د وتلو څخه وروسته په دې هیواد کي څرنګه سوله او ثبات ټینګ کړ. مولنا سمیع الحق، مولنا فضل الرحمن او د پاکستان نورو انګریزي ملایانو او د هغه هیواد جنرالانو پر افغانستان باندي د یو ځل بیا مستقیم تسلط د ټینګولو لپاره هلي ځلي پیل کړي دي او دا ځل ایران هم، چي د امریکا او یا اسراییلو د پوځي حملې له خطر سره مخامخ دی، ورسره ملګری سوی دی. د سیاټل ټایمز ورځپاڼه لیکي چی احتمال لري د ایران جمهوریس له پاکستاني مقاماتو سره هغه هیواد ته د طبیعی ګاز د پایپ لاین د غځولو په باب هم خبري وکړي. امریکا له دې پایپ لاین سره مخالفت کړی دی او پاکستان ته یی پیشنهاد کړی دی چی د ترکمنستان او افغانستان د لاري طبیعی ګاز ترلاسه کړي، خو پاکستان د امریکا په اعتراضونو کی ری نه دی وهلی او ښایی چي دغه پرژه منظوره کړي. امریکا په سیمه کي خپل ځان، په لوی لاس، له ډیرو سختو دښمنانو سره مخامخ کړی دی. دا به وروسته معلومه سي چی هغه په دومره زیاتو جبهو کي، چي ځیني یی یوازي د خپلو اشتباهاتو او بیځایه  دغرور له امله پر خپل مخ پرانیستي دي، مقابله کولای سي کنه. په دې منځ کي د شمال ایتلاف نه د قطر او نه د اسلام اباد په خبرو کی برخه لري.  هغوی هیڅ وخت بیکاره نه دي کښینستلي او هیڅ وخت یی له دسیسو څخه لاس نه دی اخیستی. احتمال لري چی هند او ماسکو د هغوی تر شا ودریږي. په دې کی هیڅ شک نسته چی ایران به په دغه برخه کي د پاکستان په څیر دوه مخی سیاست ولري. هم به جمهوریس کرزي او د هغه نورو عالي رتبه مقاماتو ته نغدي پیسې ورکوي او هم به د شمال له ایتلاف سره خپلي مرستي جاري وساتي.
          د کرزي سره یوازي د خپل ځان او قدرت د ساتلو غم دی. له هغه سره هیڅ وخت د هیواد او خلکو اندیښنه نه وه. هغه پوهیږی چی پخپله هیڅ قدرت نه لري او که غواړي چي ژوندي پاته سي باید چی د یوه چا لپاره ولوبیږی. کرزی اوس د افغانستان د تر ټولو خطرناکو خوني دښمنانو لپاره لوبیږی او دا لوبیدل به یی د افغانستان تاریخ ته تر قیامته پوري په یاد وي. اوس به امریکا یا په قطر کي  د سولي په خبرو کي کرزي ته برخه ورکوي، چي ښایی طالبان یی، لږترلږه تر یو څه وخته پوري، ونه مني او یا به هغه ته اجازه ورکوي چي له اسلام اباد، تهران او مولنا سمیع الحق سره د خپل ولینعمت پر ضد په دسیسو کی برخه واخلي، او افغانستان تر نامعلومي مودې پوري د داخلي جنګونو په لمبو کی وسوځوي. ځکه چی امریکا د اوسنیو ځاني او مالي تلفاتو د زغملو توان نه لري. جنګ یی بایللی دی او غواړي خپلي پښې سپکي کړي او میدان هغو لیوانو ته چی غاښونه یی، د دوی د پوځي او مالي مرستو له برکته، تر پخوا سل چنده زیات تیره سوي دي خالي پریږدي. او که نوري جبهې ورته خلاصیږی نو طبیعی خبره ده چي د وتلو ورځي به یی نوري هم را نیژدې کیږی. مطبوعاتي رپوټونه وایی چی امریکا او روسیی د وخته لا له افغانستان څخه د امریکایی قواوو او پوځی وسایطو د ایستلو په صورت کی د روسیې په خاوره کی د تیریدلو پر سر موافقې کړي دي. اوس حاضر د افغانستان تر ټولو خطرناک دښمنان ایران او پاکستان دی. داسي ښکاري چی موږ د امریکا او ناټو څخه خلاصیږو او یو ځل بیا، د خپلو افغاني مشرانو له برکته، د پاکستاني لیوانو خولو ته لویږو. اوس حاضر په افغانستان کی د امریکا او ناټو قواوي غنیمت دي او د پاکستان تر جنرالانو او ایران تر اخوندانو په سل چنده بهتر دي.
        پاکستان، د پخوا په څیر، خپل دوه مخی سیاست وکړ. دوې هفتې مخکی یی خپل صداراعظم یوسف رضا ګیلاني قطر ته واستاوه چی د امریکایانو او طالبانو سره خبري وکړي او په هماغو شپو کی یی خارجه وزیره حنا رباني کهر کابل ته ولیږله. ښایی په هغه ځل یی کرزي ته ویلي وي چی که په قطر کي ستا لپاره ځای نه وي نو د اسلام اباد غیږه خو د پخوا په څیر درته خلاصه ده. او نتیجه یی ډیره ژر معلومه سوه. پاکستان غواړي امریکا ته وښیی چی په سیمه کی د سولي او جنګ په مسله کی مهم رول لري او د سیاسی سطرنج په میدان کي، د کرزي په څیر، یوه عادي مهره نه بلکه پخپله لوبغاړی دی.
              پاکستان او ایران هیڅ وخت، په افغانستان کی، سوله او ثبات نه غواړي او له اړو دوړ څخه ګټه اخلي. ایران هیڅ وخت په افغانستان کی د دونه نفوذ کولو زمینه نه وه ترلاسه کړې چی ان جمهوریس ته دي اوه اته کاله پرله پسې نغدي پیسې په رشوت کي ورکړي او هغه دي هم د خبریالانو په مخ کی نر غوندي اقرار وکړي. ایران په افغانستان کی د یوه قانوني حکومت د ټینګیدلو په صورت کی، د خپل ناروا نفوذ لپاره، دغه راز امکانات، په هیڅ توګه، نه سي لرلای. دا چي ایران به نورو حکومتي مقاماتو، ګوندونو او موسسو ته څومره پیسې ورکړي وي موږ دقیق اطلاعات نه لرو خو چي  د رشوت اخیستلو خبره جمهوریس ته رسیږی نو سړی اټکل کولای سي چي هیڅ برخه او کونج به یې بې داغه نه وي پرې ایښی.
             سوله د هر چا په ګټه ده، خو داسي ښکاري چی اوس حاضر هیڅوک سوله نه غواړي. د جګړې او ناکراریو ټولي خواوي د خپلو ګټو د ساتلو لپاره په داسي دسیسو لګیا دي چي ښایی د سل هاوو زرو بیګناه افغانانو د وژل کیدلو او یو ځل بیا د ښارونو د تباه کیدلو سبب سي.  خو یوازي د افغانستان مظلوم اولسونه، چی هیڅ وخت یی چا نه رایه اخیستې او نه یی د رایی غوښتنه ورڅخه کړې ده، د ریښتوني سولي غوښتنه کوي. افغانستان له ډیري حساسي مرحلې څخه تیریږی. د رقیبو قواوو له ګواښونو څخه د وینو بوی راځي. که اوس هم ، لږترلږه، د خپلو کورنیو او قومونو د سرونو او مالونو د غم خوړلو په خاطر، له عقل او منطق څخه کار وانه خلو هر څه له لاسه وزي. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. راځی چي په ټولو یی جوړ کړو او د بیا تباهی او د تل لپاره ورانیدلو مخه یی ونیسو.