د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پنیرو کولچه

محمود نظری 15.02.2012 19:30

طنز

یو پشکي تللی و عسکري ته

دمور وطن چوپړاو سربازي ته

د جنګ په اړودوړکې سو ټپي

ترنامه لاندې یې پرې سو خصوصي

له ترخیص وروسته راغلی کاله ته
موریې دوستان راټول کړه واده ته
هلک ځان دیخوا هاخوا کاوه
مګرمور یي دا انکار کله مانه
اخیریې وغوښتله ورته یوه جنۍ
هغه نه پوهیده څه وکړی له غمجنۍ
پيدا یي کړ د ماشوم د شیدو چوشک
تر هغه یې کاروی چې پرې وسو شک
اخیر وتښيد هندوستان ته له شرمه
هلته به تجارت اخته و له ډیره غمه
نهه میاشتی وروسته ورته راغلی خبر
چي میرمن یې ده به زیږنتون کې بستر
هغه ډیر شکی سو په خپله ارتینه
ډیر سو د هغې په دې ناروا کړو خپه
له بازاره يې رانیوله یو جوهرداره چاړه
چې وکړي د حراموني او موریې چاره
زیږنتون ته ورغلی له خنجر سره
لومړی ولید په زانګو کې حرامزاده
خنجر یې ونیوی په لاس کې تیار
چي دهغه په لیده پر وکړې ګذار
په زانګو کي پرو ت ویوه کولچه پنیر
د هغه په لیدو سو هم خوشاله هم زهیر
خنجر یې پورته کړ، پرې يې کړه یوه ټوټه
ویل رښتیا چې نه دی دا حرامزاده
***
موږ ته د خپلو بزرګانو ده راپېښه
هر یو يې اخیر کوي له وطنه تېښته
چې تر څو ونه ویني خپله کولچه پنیر
په شک کې دي د ولس د خبرو په تدبیر