د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژمی په واورو ښه ښکاري

ګل آغا احمدي وردګ 15.02.2012 00:06

د کال هر موسم خپلې ځانګړتیاوې لري او د خپلو مشخصو ځانګړتیاوو له مخې یې د ښکلاوو رنګین بهیر ځان ته رابللی وي. که پسرلی د اورښت، نرمې، هوا، زرغونوالي او ګلونو د غوړیدو سره د انسانانو نړۍ ته میلمه کیږي او په ویناوو، شعرونو او بدلو کې یې ځانګړتیاوې ستایل کیږي نو اوړی بیا د تودوالي غلو دانو او میوو د پخیدو په موسم مشهور دی او توده هوا یې د دې سبب کیږي چې د ځمکې پر مخ را شنه شوي ډکي د پخیدو په لوري روان کړي او د هغه کښت حاصلات انسانانو ته په لاس ورکړي چې د کال په موسم کې یې کرلي وي.

منی بیا د شنو پاڼو رنګ په طلایي رنګ بدل کړي او ځینې هغه میوې او د ځمکې پر مخ راشنه شوي خوراکي توکي چې په اوړي کې د پخیدو په لوري تللي وي د تلې د میاشتې په اوبو سره نوی خوند اخلي او نور نو د شکولو مرحلې ته رسیږي او په داسې رنګونو پوښلې وي چې د ښکلاوو ځای نه پرې کیږي خو د مني عادت دی چې نه یوازې د پاڼو رنګ ورسره طلايي کیږي او زیاتره میوې د پخیدو او ښکلاوو وروستی رنګ خپلوي بلکي همدغه طلايي پاڼې د خزان د طبیعي عادت او خدایي نظام له مخې یوه یوه پر ځمکه را لویږي او ډیر ژر په ځمکه ولاړې ونې  او بوټي ځینې لوڅ او د پسرلي تر راتګ پورې د درانه خوب خواته ولاړ شي.

ژمی چې کله سر را هسک کړي نو په سړو سیمو کې  د یخنۍ سره یو ځای په ځمکه باندې د واورو سپين چادر غوړوي او داسې یو عجیب شکل غوره کوي ته به وایې چې په نړۍ باندې یوازې د سپین رنګ پاچاهي حاکمه شوې ده او کله کله خو د سختو بادوریو له کبله همدغه واوره له لوړو څخه ژورو ته وړل کیږي او د غرو په سرونو یوازې د بادوریو شاهانه واکمني حاکمه وي.

د افغانستان په سړو سیمو کې اوس مهال سخت ژمی یا څله ده په دې مانا چې په اړوندو سیمو کې ساړه زیات شوی، ښوونځي رخصت شوي او په زیاتره سیمو کې هوا د صفر څخه نږدې منفي ۲۰ درجو ته رسیدلې ده. همدارنګه د هیواد په سړو سیمو کې کرنیز حالت په ټپه دریدلی، ونې او بوټي په خواږه خوب ویده شوي، پاڼې یې تویې او سرتور شوي دي. همدارنګه د دې سیمو هستوګن وګړي د خپلو کورونو د تودولو په موخه په کورونو کې اور بلوي، په کوټو کې انګارۍ  ږدي، په تاوه خانو پسې اور کوي او د تودولو هڅه یې کوي چې خپل ځانونه د یخنۍ له خطراتو څخه و ژغوري.

خو له بده مرغه په سیمه باندې حاکمه وچکالي د دې سبب ګرځیدلې چې تیر ۱۵ کلونه زموږ هیواد، سیمه او حتی د آسیا په لویه قاره کې زیاتره هیوادونه د سختې وچکالۍ له څپو سره مخ شي او د هغو واورو د بهیر په آرمان شي چې دا سیمه به یې تر خپل سپین حاکمیت لاندې د ژمي په موسم کې راوستله. همدارنګه په روان کال کې د افریقا یو شمیر هیوادونه لکه سومالیا، اریتیریا، ایتوپیا او داسې نور هیوادونه  هم د سختې و چکالۍ سره مخ دي چې ګڼ شمیر انساني ناورینونه یې رامنځته کړي دي.

خو له نیکه مرغه زموږ په هیواد کې د سږني ژمي د واورو سپین، دوام لرونکی او ښکلي بهیر د ټولو هیوادوالو په زړونو کې د یوه زرغون پسرلي د سپړیدو هیلې راټوکولې دي او هیله ده چې اوریدلې واورې به د دې سبب شي چې په هیواد کې د سختې وچکالۍ کمپله ورټوله او زموږ سیمه د آبادۍ تر ښکلي او سمسور چتر لاندې بیرته د ښیرازۍ غیږې ته ور و ګرځوي.

په دې کې شک نشته چې وچکالي او آبادي د خدایي نظام له مخې د انسانانو د نړۍ په قلمرو باندې راځي خو انسانان او بیا په ځانګړې توګه مسلمانان د دې تر څنګ یو شمیر نور عوامل هم د وچکالۍ د راتللو سبب ګڼي چې جګړې او تاوتریخوالی، په بیرحمانه توګه له غرونو څخه د طبیعي ځنګلونو وهل، د خدای پاک له اوامرو څخه بغاوت او سرکښي، د بیګناه انسانانو وینې تویول، په ځمکه باندې د ناوړه او ناروا بوټو کرل، د چاپیریال ککړتیا او په جګړو کې د ډول ډول باروتو او وسلو استعمال هم په یوه سیمه باندې د وچکالۍ مهم عوامل ګڼل کیږي.

کله چې وچکالي په یوه سیمه باندې حاکمه شي او د اوبو زیرمې له منځه ولاړې شي نو مانا یې دا ده چې په اړونده سیمه کې په ټولیزه توګه ژوند له منځه تللی دی او نن سبا که د افغانستان وچکالۍ ځپلو سیمو ته وکتل شي نو دغه حقیقت به نیغ د سړي مخې ته و دریږي چې وچکالي په سیمه کې د انساني ژوند د ختمولو حقیقي مانا له ځان سره لري.

له بده مرغه چې وچکالۍ زموږ د هیواد د اوبه خور سیستم ته سخت زیان رسولی او زموږ اقتصادي نظام ته یې ملا ماتوونکې ضربه ورکړې ده چې ورسره کروندې له منځه تللې او آبادې ځمکې په شاړو اوښتې دي. همدارنګه زموږ د هیواد د څارویو روزنې، بڼوالۍ او کروندو بهیر ته یې نه جبران کیدونکي زیانونه رسولي دي او د ځمکې په تل کې یې د اوبو اندازه په بې سارې توګه ښکته بیولې ده. له همدې کبله یې زموږ هیواد په ټولیزه توګه په یوه مصرفي هیواد اړولی او د افغانستان زیاتره خلک په وارداتي غلو دانو خپل ژوند مخته بیايي چې بیې زموږ د زیاتره خلکو د اقتصادي توانایۍ څخه لوړې دي.

دا د هر افغان د زړه آواز او له خپل ذوالجلال څخه تر ټولو لومړنۍ غوښتنه ده چې زموږ ژمی یو ځلې بیا په سپینو وارو پټ او زموږ د هیواد دنګ دنګ غرونه پرې ښکلي شي او په هر ناو کې یې سپینې اوبه په مستیو شي خو خبره په دې کې ده چې آیا د دې هیلې او غوښتنې له شرایطو سره مو ځانونه په سمه توګه عیار کړي دي او که نه؟ زما په آند ښه به دا وي چې ټول افغانان نور په هر نامه چې وي له جنګ جګړې څخه لاس واخلي، په خپلو بیوزله او وچکالۍ ځپلو خلکو رحم وکړي او پریږدي چې زموږ سیمه یو ځلې بیا د داسې الهي رحمت په پلوشو کې د آبادۍ په لوري د نڅا څڼې و غورځوي چې د دې ځوریدلې خاروې هر بیوزله اوسیدونکي ته له خوښۍ او خوشحالۍ څخه ډک راتلونکی له ځان سره راوړي.

نو له همدې کبله له ګناهونو څخه ریښتنې توبه، د استسقا لمونځ، له جګړو څخه لاسنیوی، په نورو انسانانو باندې له ظلم او زور زیاتي څخه بیزاري، د طبیعي ځنګلونو له پریکولو څخه لاس اخیستل او په مظلومانو باندې رحم هغه څه دي چې شاید موږ یو ځلې بیا د هغه الهي نعمت وړ و ګرځو چې نښې یې له ورایه را ښکاره شوې او زموږ ژمي ته یې تکه سپینه جامه پوښلې ده.