د غزني د بالاحصار تاريخي کلا برج ونړېد
13.02.2012 09:34غزني ښار (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٠): د غزني بالاحصار د تاريخي کلا (قلعه غزنين) له ٣٦ برجونو، يو بل يې هم پرون ماښام ونړېد.
د غزني د زاړه ښار اوسېدونکي بهاوالدين، چې په دغه برج کې کور هم لري، پژواک اژانس ته وويل، چې پرون ماښام د قلعه غزنين يو بل برج ونړېد او ورسره يې د کور دوه کوټې هم ونړېدې.
د ده په وينا، ياد برج له مخکې کوږ و او دوى په دې پوهېدل، چې دا به يو وخت نړېږي، نو ځکه يې اوس د برج له کوټو څخه کار نه اخيست.
د غزني د تاريخي کلا د رغونې په موخه دوه مياشتې مخکې د دغې کلا د پاکولو کار پاى ته ورسېد او ويل کېږي، چې د راتلونکي کال په پسرلي کې به يې د رغونې چارې هم پيل شي.
د يادې تاريخي کلا، چې د لرغونپوهانو په وينا، لرغونتيا يې يوولسمې زېږديزې پېړۍ ته رسېږي، په منځ کې د غزني زوړ ښار او بالاحصار هم ودان شوي دي.
د جرمني د اخن پوهنتون ژمنه کړې، چې په راتلونکي کال کې به د بالاحصار او د دغې لرغونې کلا د رغونې په موخه شاوخوا دوه ميليونه يورو ولګوي.
د غزني د ولايتي شورا غړي، چې د ياد نړېدلي برج لېدو ته ورغلي وو، د برج نړېدل د چارواکو د بې پروايۍ له امله بولي.
د ولايتي شورا غړي سيد شېراغا پژواک اژانس ته وويل، چې يوه مياشت مخکې د کلا د دېوالونو بېخونه پاک شول، چې دغه کار اوس نه بايد په راتلونکي پسرلي کې شوى واى.
د هغه په خبره، په ژمي کې د سختو واورو او بارانونو له امله د کلا نور دېوالونه او برجونه هم د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د غزني لرغونې کلا، چې ستراتيژيک او پوځي اهميت يې درلود، يو مهال د غزنوي واکنمو پوخ پوځي مرکز و او په بالاحصار کې د غزنوي واکمنۍ مشران اوسېدل.
د دې لرغونې کلا تر ټولو مشهور او تاريخي برج (بالابين) و، چې تېر کال ونړېد، خو تر دغه مهاله يې د رغونې هېڅ هڅه نه ده شوې.
پژواک په دې تړاو د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ له چارواکو څخه د معلوماتو غوښتنه وکړه، خو هغوى په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
د يادونې ده، چې په راتلونکي ٢٠١٣ زېږديز کال کې به غزني د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلازمېنې په توګه وپېژندل شي، چې د افغان دولت له خوا په دغه ولايت کې د ځينو تاريخي ځاينو د رغولو چارې له تېرو دوو کلونو راهيسې روانې دي.