د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوشال خان او د هغه عصر

عبدالباري جهاني 08.02.2012 23:35

خټک څوک دي؟
خټک د پښتنو د نورو لویو قبایلو په څېر یوه لویه قبیله ده او په زغرده ویلای سو چی له نورو ټولو قبایلو څخه یی لوی امتیاز په دې کی دی چی خوشال خټک پکښی زېږېدلی دی. د خوشال خان ژوند پخپله د پښتنو د فرهنګي، پوځي او سیاسی ژوند یو لوی او ځانګړی فصل دی. خټک له ډیری زمانې راهیسی په همدغه اوسنی سیمه کی، چی د یوسفزیو له مځکو څحخه نیولې د سیند د دریاب تر څنډو پوري غځېدلې ده اباد دي. د خټکو د قبیلې د سرچینې په باره کی، د پښتنو د نورو ډیرو پښتني قبایلو په څير، یوازي فوکلوري روایتونه موجود دي. انګریز محقق والټر بیلیو، چی د پښتني قبایلو په باره کی یی ښه زیات تحقیقات کړي دي، او کوښښ کوي چی د تقریبا ټولو پښتني قبایلو سرچینه راجپوت هندوانو ته ورسوي، په دې عقیده دی چی خټک هم د راجپوت قبیلو یو ښاخ دی. بیلیو وایی چی خټک په اصل کی د سلیمان د غرونو په ختیځو لمنو کی د شامل او برمل په علاقو کی اوسیدل. او په هغه سیمه کی ساتک، شاتک او شیتک بلل کیدل. خو کله چی د وزیرو قبیلي دوی له خپلی سیمي څخه مهاجرت کولو ته مجبور کړل نو دوی د شمال پر لور وخوځېدل او په هغه علاقه کی خپلو ګاونډیانو خټک وبلل. ۱ البته د بیلیو دا خبره ځکه د منلو وړ نه ده چی یو خو شیتک او ساتک په ښ نه لیکل کیږی چی د یوسفزیو او پیشور د سیمي په لهجه کي په خټک تبدیل سي او بل دا چي شیتک پخپله د کرلاڼي یوه لویه قبیله ده چی پر لس هاوو ښاخونو ویشل سوې ده او په لس هاوو لویی او وړې قبیلي ورته منسوبي دي. او له خټکو سره، پرته له دې چی دواړه د کرلاڼي قبیلي ته منسوب دي، نور نیژدیکت نه لري.
د خټکو په باره کي، د پښتنو د نورو قبایلو په څیر، لیکلي معلومات نه لرو، خو د قبایلو په باب تقریبا ټول لیکل سوي متنونه موږ ته وایی چی خټک له خپل لومړني ټاټوبي څخه په زور ایستل سوي او دغی اوسنی سیمي ته په مهاجرت کولو مجبور سوي دي. طبیعی خبره ده چي په خپل وروستي ټاټوبي کی هم نورو شاوخوا پښتني قبایلو پر ارامه نه دي پرې ایښي. دغه علت دی چی د خوشال خان د کورنی مشران، په عمومي صورت، د نورو قبایلو او د خټکو د لویی قبیلې په دننه کي د خپلو تربرونو سره په جنګونو کي وژل سوي او یا یی ټول عمر په جنګونو کی تیر کړی او پر نورو یی وار د مخه کړی دی.
په ابا او په اجداد خان او سردار یم کارنامې لرم د جنګ او د جدال
که بری که هزیمت واړه لیدلي خوی خصلت لرم د قتل د قتال
پلار نیکه مي شهیدان و ګورته تللي پښت پر پښت مي هنر دادی آل په آل
که د جنګ د پرهارونو درته وایم چي له درده مي په تن وو لکه نال
یو پرهار به مي لاروغ په وجود نه وو بل پرهار به مي په تن شو یا په ډال
چي قضا د سړي نه وي سړی نه مري که یی درست صورت په غشیو شي غربال
قدر دان زما د کار شاه جهان وو د اورنګ بادشاه ښکاره دی خود احوال 
په پښتو ژبه کی موږ ته بل هیڅ شاعر داسي دیوان او اشعار نه دي پرې ایښي چی د خپلي ټولي زمانې او شاوخوا چاپیریال د پیښو او اجتماعي شرایطو د بشپړ تاریخ حیثیت دي ولري. هغه حتی خپل شخصی ښه او بد دونه سپین ویلي دي چي په بیخي لږو انسانانو کی یی په دونه څرګند ډول د اظهارولو جرأت لیده کیږی.
د خوشال خان خټک د لمسي افضل خان خټک له کتاب، تاریخ مرصع، څرګندیږی چی ، د ملک اکوړي له زمانې څخه نیولې بیا د اورنګزیب په بندیخانه کی د خوشال خان تر زنداني کیدلو پوري، د خټکو تقریبا ټول قام، د خپلو سردارانو او خانانو تر رهبری لاندي، د یوسفزیو او اپریدیو په مقابل کی د مغولو په ګټه جنګیدلي دي. د بند څخه د خوشال خټک د خوشي کیدلو نه وروسته د خټکو په قام کي ډیر لوی اختلافات منځته راغلي دي. څوک د مغولو سره دریدلي، څوک هسي په خپله مخه تللي او بیطرف پاته سوي او چا د مغولو په مقابل کي توري ته لاس اچولی دی. د خوشال خان لمسی افضل خان، چي خوشال خان پخپله د خټکو خاني ور تسلیم کړې وه، تر مرګه د مغولو سره وفادار پاته سو او د هغه زوی بهرام، چی د خپل پلار خوشال خان او مشر ورور اشرف خان په مقابل کی یی د مغولو نوکري غوره کړې وه، کله کله له مغولو سره جنګیږی. یو ځای خو موږ ګورو چی د اورنګزیب زوی بهادر شاه په کال ۱۷۱۰ کي د بنو څخه حرکت کوي او د سین په تنګي کي د وزیرو، دوړو او د خوست اولسونه حملې ورباندي کوي او لښکر یی دړي وړي کیږی. په ډیر زحمت ځان تر کابله رسوي او په لاره کی بهرام د خیانت په تور بندي کوي، خو هغه په کابل کی تښتي، د غلجیو او بنګښو پر لار څوترې ته رسیږی او هلته د مغولو په مقابل کی په ښورښونو او حملو کی برخه اخلي. ۲
البته په کال ۱۷۰۷ کی د مغولو د وروستي مقتدر پاچا اورنګزیب تر وفات وروسته بیا په کال ۱۸۵۷ کی د انګریزانو په لاس د مغولو د سلطنت تر وروستي سقوط پوري د مغولو په دولت کی دونه زور پاته نه سو چی یا د پښتنو په سیمو کی پوځونه تیر کړي او یا له هغوي څخه منظمه مالیه واخلي. پښتنو قبایلو او اولسونو ټولو په هر ځای کی د خپلو سردارانو او خانانو تر بیرغونو په مستقله توګه ژوند کاوه او د خپلو سردارانو په مشري یی په وړو او لویو جنګونو کي برخه اخیستله. په کال ۱۷۱۰ کی پر مغولي پوځونو باندي د اشنغر اولسونو حمله وکړه او یوسفزي یی هم مرستي ته را وبلل. به هغه جنګ کی د مغولو د پوځ له زرو سپرو او پیاده عسکرو څخه ایله څلویښت تنه ژوندي او روغ پاته سول او باقي پاته یی تول تلف سول. پښتنو ډیري اولجې وکړې. خو کله چی یی له افضل خان څخه د مرستي او ملګرتوب غوښتنه وکړه نو افضل خان ورته وویل چی زما له مغولو سره دښمني نسته. زما په سیمه تاسي غرض مه لری او زه به ستاسي سره غرض نه کوم. ګواکي افضل خان، سره له هغه چی د مغولو سره یی دوستي درلوده، په دغه جنګ کي بیطرفي اختیاره کړه. ۳
افضل خان لا ډیر ځوان وو چی خوشال خان هغه ته خپله خاني ورتسلیم کړه، او طبیعی خبره ده چی دا د خټکو د قبیلې د نورو مشرانو، د هغه د تربرونو او د کاګانو لپاره، چی هر یوه، که خاني د ځان حق نه باله نو، لږ ترلږه افضل خان یی هم د مشر په حیث نه سو منلای، د منلو وړخبره نه وه. راورټی وایی چی د خوشال خان زوی عبدالقادر خان خټک غوښتل چی د خټکو خاني هغه ته ورکړه سي. له هغه سره خپلو نورو وروڼو ملګرتوب وکړ خو ګټه یی ونه کړه. افضل خان د هغه وخت د رواج سره سم بله چاره ونه لیده او عبدالقار خان او د هغه لس وروڼه او د هغوی ځینی زامن یی په زمان ګهړي کی میلمانه کړل او ټول یی ووژل او په یوه قبر کی یی ښخ کړل. په دې توګه یی ځان بیغمه کړ او خاني یی ترلاسه کړه. ۴ . البته راورټی موږ ته نه وایی چی دا معلومات یی له کومه کړي دي خو افضل خان لیکلي دي چی آخر کار په هسی حد ورسید چی له صلاح په فساد راغی او مصلحت می تر وهلو، شړلو وژلو په قید کی ولیدی. په کال ۱۷۱۲ کی عبدالقادر خان او شهباز خان د فرزندانو سر او عبدالله او محمد مي واړه قید کړل. مفسدان دوی وو. فساد له دوی نه وو. چی دوی دلې په قید شول فساد هم ختم شو. ۵ که څه هم چي افضل خان د هغوی پر وژلو باندي اقرار نه کوي خو له وینا څخه یی داسي ښکاري چی د راورټي خبره به سمه وي. ځکه چی افضل خان هغوی ته مفسدان وایی او وایی چی د هغوی له نیول کیدلو سره فساد ختم سو. ځکه چي د ادبیاتو په هیڅ تاریخ کی د عبدالقادر خان خټک د مړیني نیټې ته کومه اشاره نه ده سوې.
د افضل خان خټک د وفات څخه وروسته د هغه د کورنۍ او د خټکو د قبیلې په منځ کی بیا اختلافات پیدا سول. د افضل خان درې، د یادوني وړ زامن پاته سول. سعدالله خان، محمد علي خان او مشهور شاعر کاظم خان شیدا. داسي ښکاري چی کاظم خان شیدا د کورنیو اختلافاتو له امله خپله سیمه پرې ایښې او هند ته به مهاجرت کولو مجبور سوی وي. ځکه چي په خپلو ډیرو زیاتو شعرونو کی د روه او د خپل پلرني ټاټوبي سرای یادونه او د لیدلو ارمانونه کوي. او ښایی دا ارمان یی تر مرګه پوره سوی نه وي. سعدالله خان په اکوړه کي خاني اعلان کړه او محمد علي خان تیرې ته ولاړ.د احمد شاه دراني په پاچهي کی د سعدالله خان زوی سعادت خان له شاهي پوځونو سر ه هند ته ولاړ او هلته یی ډیره مړانه وښودله. په دغه وخت کی د محمد علي خان زوی لښکرخان پر اکوړه باندي حمله وکړه او سعدالله خان یی وواژه. سعادت خان ډیر ژر خپل کسات واخیست او لښکر خان یی وواژه. تیمور شاه دراني هغه ته د سرفراز خان لقب ورکړ او دا د خټکو وروستنی مشر دی چی پر خپله ټوله قبیله یی حکومت کړی دی. ۶
خوشال خان خټک او د هغه عصر
د خټکو تحریک نه د بېگانه گانو او استبداد په مقابل کی د پښتنو لومړنی، نه وروستنی او نه تر ټولو پراخ تحریک دی. بلکه د پښتنو د مقاومتونو د اوږده تاریخ په ځنځیر کی د یوې مهمی کړۍ حيثيت لری.
هغه وخت چی په تاریخ کی د لومړي ځل لپاره د خټکو د قبیلې نوم اخیستل کېږی، یو سفزیو او ځینو نورو پښتني قبایلو د مغول پاچا جلا ل الدین اکبر په مقابل کی بیرغ پورته کړی وو. او د خټکو قبیلې ، په تېره بیا د تري څانگه، چی د خوشال خان پلار او نیکونو هم اړه په درلوده، دمغولو په خدمت کی ودرېده او د اټک د قلا پر پوری غاړه باندی یې د لارو د ساتلو او د حکومتی او تجارتی کاروانونو د حفاظت ذمه ورته ووهله. مغول پاچا په بدل کی د اټک څخه تر نوښاره پوری ټولی ځمکي د تري قبیلې مشر، ملک اکوړي ته په جاگیر ورکړې او راهداري یا د لاري د مالیاتو د ټولولو امتیاز یې هم دغی قبیلې ته ورکړ. دا هغه زمانه وه چی د پښتنو لوی قبایل د خپلو سیمو د ساتلو او د نورو قبیلو د مځکو د لاندي کولو او مالونو ترلاسه کولو او بدل اخیستلو دپاره په خپلو کی په جگړو کی لگیا وه. د خټکو قبیله نه یوازي د یوسفزیو او بنگښو په شان لویو قبایلو سره په جگړه لگیا وه، بلکه د خټکو د قبیلې د تري او بولاق لویی او مهمي څانگی هم په خپلو کی په داخلي جنگونو لگیا وې. په دغو جنگونو کی په لس گونو او کله په سل گونو جنگی مېړونه پرېوتل او پښتنو قبایلو د یوه بل کلي سوځول او چورول.
په هغو شرایطو کی د مغولو د شاهنشاهانو او نورو لویو پاچاهانو او فاتحینو په خدمت کی درېدل ، د هغوی دپاره توري وهل، د هغوی دپاره د اولسونو اېلول او د ښارونو فتح کول د هر سپه سالار او جا گیردار او په مجموع کی د هري قبیلې او قوم بېل افتخار وو، او لویو پاچاهانو او فاتحینو ته د نن په مفهوم د بېگانه په سترگه نه کتل کېدل. که پښتنو خانانو او قومي مشرانو د هندوستان د مغولي پاچاهانو خدمتونه کول او منصوبه یی تر لاسه کول نو د مغولو د پاچاهی څخه مخکی د سوري پاچاهانو او لودي پښتنو پاچاهانو په دربارونو کی هم د نورو قومونو، او حتی راجپوتانو او جاټانو، چي په هندي قومونو کی یی د اشرافو حیثیت درلود، مشرانو خدمتونه کول او لوی لوی منصبونه یې ترلاسه کول. په هند کی د نورو مسلمانو پاچاهانو او واکدارانو په پوځ او اداره کی ، په تېره بیا د مغولو په پوځی خدمت او ملکي چارو کی په سل هاوو زره هندوان په خدمت لگیا وه، په داسی حال کی چی مسلمانو واکدارانو د هغوی خاوره ورڅخه لاندی کړې وه، او ډېرو مسلمانو پاچاهانو او د هغوی جنرالانو د سرونو د وهلو او مالونو د لوټلو ترڅنگ د هغوی لوی لوی معبدونه وران کړي وه. مغول شاهنشاه محی الدین اورنگزېب نه یوازي په لومړي سر کی د نویو معبدونو جوړېدل منع کړل، ور پسې یې د زړو معبدونو ترمیمول بند کړل، بلکه د خپل فرمان په دریمه مرحله کی یې د معبدونو د خرابولو حکم صادر کړ.۷
خو هم هندوراجاگانو او مبارزینو او هم پښتنو مشرانو او لویانو په خپل وار د مستبدینو په مقابل کی قیامونه کړي دي او کله کله خو یې د سرونو په کاسو کی اوبه ورکړي دي او د دې تر څنگ یې بیا د هغوی سلطنتونو ته داسی زړه ور جنرالان ورکړي دي چی د هغوی د فتوحاتو د تاریخ سره یې نومونه د تل لپاره ژوندي پاته سوي دي.
لنډه داچي د خوشال خان خټک او له هغه څخه مخکي او وروسته کلونو کی ډهلي او آګره د مسلمانانو د قدرت مرکزونه ول چی د پیړیو راهیسی د مسلمانانو په لاس کی ول، او پښتنو هغو ته د بیګانه په سترګه نه بلکه د مسلمانانو په سترګه کتل. د لودي او سوري پښتنو پاچاهانو څخه مخکي د هند د ډیري زیاتي برخي قدرت د ترکانو پاچاهانو په لاس کی وو. او پښتانه د هغوی منصبداران او ساتونکي ول او کله چی د ډهلي او آګرې او تر دکن او بنګال پوري قدرت د پښتنو پاچاهانو لاسته ورغی نو هماغه ترک جنرالان د پښتنو په خدمت کی ودریدل.
خان جهان لودي ، چی وروسته د شاه جهان په مقابل کی یاغي سو او د خپلو ټولو زامنو او نیژدې ملگرو سره یو ځای د مغولو په مقابل کی په جنگونو کی ووژل سو، د مغول جهانگیر په پوځ کی پنځه زری منصب او د فرزند خان لقب درلود. خان جهان لودي د شاه جهان د پاچهی په لومړیو شپو ورځو کی په پوځ کی اوه زری منصب، چی په هغه وخت کی تر ټولو لوړ مقام وو، ترلاسه کړ. کمال الدین روهیله، چی د خان جهان لودي د ښورښ په ملاتړ له شاه جهان څخه یاغي او د روښانیانو سره یو ځای سو. د شاه جهان په پوځ کی څلور زري منصب او د شېرخان لقب درلود. ۸
د جلال الدین روښاني زوی اود پیر روښان لمسي اله داد د جهانگیر په پوځ کی څلور زري منصب او د رشید خان لقب درلود.۹ رشید خان د شاه جهان مغول د پاچهی په څلورم کال ١٦٢٥ کی د دکن په هغه جنگ کی برخه درلوده چی شهباز خان روهیله پښتون، چی څلور زري منصب یې درلود، د خپل زوی سره یو ځای ووژل سو. بهادرخان روهیله پښتون، چی پنځه زري منصب یې درلود، په هغه جنگ کی ډېر سخت ټپی سو او په میدان کی ولوېدی. د رشید خان ورور او نیژدې خپلوان په هغه جنگ کی ووژل سول او خپله رشید خان ډېر سخت ټپی سو.۱۰ د هغه زوی الهام الله خان د خپل پلار رشید خان د وفات څخه وروسته د مغول شاهنشاه اورنگزیب په دربار کی درې زري منصب او د رشید خان لقب درلود. دغه راز د جلا الدین روښاني بل زوی هادي داد خان تر مرگه پوری د مغول شاه جهان منصبدار وو. ۱۱ د جلال الدین روښاني دریم زوی میاداد تر مرگه پوری د مغولو په دربار کی منصب درلود.۱۲
رشیدخان، میاداد، هادی داد او د نورالدین روښانی زوی میرزاخان انصاری په داسی وخت کی د مغولو د پوځ منصبداران وه چی د شیخ عمر زوی اود پیر روښان لمسي احداد او د جلال الدین روښاني بل زوی او د پیر روښان لمسي کریم داد د مغولو د شاهنشاه د پوځیانو او صوبه درارانو دپاره د پښتونخوا سیمه سره تبۍ کړې وه ، او خان جهان لودي، چی د شاه جهان په مقابل کی یې بیرغ پورته کړی وو، غوښتل چی پېښور ته ځان ورسوي او دهغو پښتنو سره یو ځای سی چی د مغولو په مقابل کی یې وسلې را اخیستي وې.۱۳
دا وخت د پېښور د ښار ، سوات، باجوړ او د خیبر د درې د شاوخوا اوسېدونکو قبایلو خپل اختلافات شاته پرې ایښي وه او بنگښ، توري، د اشنغر محمدزي، گگیاڼي، خلیل، مهمند، یوسفزي او ترکلاني پښتانه ټول په یوه آواز د روښانیانو د مشر، احداد د زوی عبدالقادر او د جلال الدین د زوی کریمداد تر مشرۍ لاندی راټول سوي وه او د مغولو څلور زري جنرال رشیدخان روهیله هم ځان ور رسولی وو او داسی پښتني سیمه پاته نه وه چی مغولو ستونزي نه پکښی درلودلې.۱۴
په زړه پوری خبره داده چی روښاني ادبیات هم د جلال الدین زوی رشید خان او د هغه وروڼو او میرزاخان ته، چی د مغول جهانگیر او شاه جهان په خدمت کی ولاړ وه، د مخالف او غلیم په سترگه نه گوري او په حالنامه کی، چی د روښانیانو مفصل، او تر ډېره ځایه پوری د اعتبار وړ تاریخ دی، رشید خان تر پایه پوری خان عالی شان بولی. او هغه او میرزا خان انصاری، د روښانيانو د نورو مشرانو په څېر، په ډېر درانده نامه یادوی.
د بلی خوا که څه هم چی د پښتنو تقریبا ټول قبایل د مغولو سره مخالف وه او هر وخت به چی موقع ورته برابره سوه په لویو او کوچنیو ښورښونو به یې لاس پوری کاوه ، خو دهغوی په خپلو منځونو کی نظم او یوالی موجود نه وو. د مغولو له دښمنی او لښکرکښی څخه به لا بېغمه سوي نه وه چی د یوه بل په وینو به یې لاسونه سره کړل. مگر په دغه حال کی یې هم د مغولو یو واکمن پر کراره نه دی پرې ایښی. او هغوی په خپل ټول قوت نه سو کولای چی یوازي د پوځ او توپونو په زور د هغوی قوت مات کړی. نو د زور تر څنگ به یې تل د زرو څخه کار اخیستی. په یوه وخت کی خو مغول اورنگزیب مجبور سو چی د خپلو تجارتي کاروانونو ، خزانو او پوځونو د سالمو تېرولو په بدل کی د پښتنو قبایلو له مشرانو سره هر یوه ته په کال کی شپږ لکه روپۍ ومني. مگر مغولو نه په زور او نه په زرو دا سیمه کراره کړه، او وخت په وخت به نوي مشران پیدا کېدل او ناکرارۍ او ستونزي به یې پیدا کولې. ۱۵
په دغه وخت کی چی پښتنو مشرانو د مغولو ډېر قوي واکمنان ، صوبه داران او جنرالان کراری ته نه وه پرې ایښي، په خپلو کی یې نه یوازي دایمی یوالی نه درلود، بلکه د یوه بل پر قواوو او پوځونو به یې داسی زوروري حملې کولې او دونه تلفات به یې یوه بل ته واړول چی د مغولو دولت اوپوځ نه سوای ورته رسولای. د کال ١٦١٦ په شاوخوا کی د مغول جهانگیر د پاچاهۍ په یوولسم کال قدم اپرېدی، چی د مغول دربار یو ملگری او طرفدار قومی مشر وو، او د خیبر د لاري ساتنه یې پر غاړه درلوده، اود خیبر د درې ټوله راهداري په ده اړه درلوده، یاغی سو او د اپرېدیو ټوله سیمه یې ناکراره کړه. ١۶ قدم او د هغه ملگري اسحق اپرېدي د دې ترڅنگ نه یوازي د احداد روښاني متابعت ونه مانه ، بلکه د هغه قدرت ته یې خطر متوجه کړ. جهانگیر د قدم او اسحق د ښورښ د ځبلو دپاره د رشید خان څخه مرسته وغوښتله او هغه میرزا خان انصاري ته ولیکل چی د روښانیانو په مرسته د قدم او اسحق چاره وکړي. میرزا خان انصاري د یوسف اپرېدي، چی د قدم او اسحق سره یې تربور گلوي درلوده، او د روښانیانو په مرسته قدم او اسحق له منځه یوړل. کله چی د قدم او اسحق د وژل کېدلو خبر جهانگیر مغول ته ورسېدی نو هغه میرزاخان انصاري، د جلال الدین زوی میاداد او د حالنامې د مولف پلار ابوبکر منصبونه زیات کړل او ټولو ته یې یوه یوه توره ورکړه١۷
د خټکو قبیله او مغول:
د جلال الدین اکبر د زمانې څخه مخکی د خټکو د قبیلې په باره کی چنداني معلومات نسته، خو د یوه ځایه څخه بل ځای ته د کوچېدلو او کوچول کېدلو څخه یې ښکاري چی د هغه وخت د زورورو پښتني قبیلو، یوسفزیو ، وزیرو، بنگښو او اورکزیو په مقابل کی ډېر کمزوري دي او دخپلو سرحداتو او مځکو څخه چنداني د دفاع کولو توان نه لری. ١۸
کله چی د جلال الدین اکبر ناسکه ورور میرزاحکیم، چی د کابل صوبه دار وو، د ډهلی د تخت د نیولو په غرض له کابل څخه را وخوځېدی او لاهور یې ونیوی، نو اکبر د هغه سره د مقابلې او هغه ته د سزا ورکولو دپاره روان سو. میرزاحکیم سمدستی لاهور خوشی کړ او بیرته کابل ته پر شا سو. اکبرپاچا په دغه کال ١٥٨١ د اباسین پر غاړه د اټک قلا جوړه کړه. اکبر په دغه سیمه کی د څه مودې دپاره پاته سو او په دغه وخت کی د خوشال خان ور نیکه ملک اکوړی، چی دخوشال خان په قول یې د خپلو زړه ورو سپرو په مرسته د مغولو د تجارتی کاروانونو امنیت خراب کړی وو، په ورین تندي ومانه او هغه ته یې له اټک څخه تر نوښاره پوری د لارو امنیت وسپاره. ١۹ جلال الدین اکبر ملک اکوړي ته د لویی لاری د ساتلو د خدمت په بدل کی د خیراباد څخه تر نوښار پوری مځکی په جاگیر کی ورکړې. اکبر دغه راز د بټني، موسی دره، جلوزي او سپین خاک د ټولو سیمو مالیات هغه ته ورکړل او د دې ترڅنگ یې د هغو کښتیو څخه د پیسو اخیستلو، یا په اصطلاح راهداري اخیستلو امتیاز هم ورکړ چی د اټک له قلا سره د سیند له اوبو څخه پوری وتلې. ۲۰
ملک اکوړی د خټکو د بولاق د قبیلې سره په جنگ کی ووژل سو. د هغه زوی یحیی خان او د یحیی خان زوی عالم خان د خټکو د حسن خېلو د څانگی د څینیو د ټبر سره، چی د یحیی خان تربرونه وه، په جنگ کی ووژل سو. د یحیی خان بل زوی شهباز خان، چی د خوشال خان خټک پلاروو، د خپل پلار او ورور د وینو د بدل اخیستلو په منظور د څینیو پر کلیو باندی حمله وکړه. ډېر کسان یې قتل کړل او د څینیو ډېر کلي یې وسوځول. ۲۱
مغولي پاچاهانو د یوسفزیو مځکی هم خټکو ته په جاگیر کی ورکړي وې. د دوی مطلب دا وو چی هم یوسفزي، چی د مغولو دولت تل ستونزي ورسره درلودلې، کمزوري کړي او د مځکو او مال اختیار یې د خټکو قبیلې ته وسپاري او هم دخټکو او یوسفزیو ترمنځ جنگونه او دښمني ابدی کړي. په دې صورت کی به خټک، چی د نفوس او مالي قوت له مخی تر یوسفزیو ډېر کمزوري وه، دخپلو جاگیرونو او خپل قوم څخه د دفاع دپاره تل د مغولو پر دولت باندی د تکیې کولو ته مجبور وی. په دې سلسله کی د خوشال خان پلار شهباز خان په کال ١٦۴٠ کی ، چی د شاه جهان د پاچاهۍ دیارلسم کال وو، د یوسفزیو د اکازیو پر قبیلې باندی یرغل وکړ. د دې حملې علت دا وو چی د اکازیو قبیلې شهباز خان ته مالیات ورنه کړل او شهباز خان هغوی ته د سرکښۍ د سزا ورکولو دپاره حمله ورباندی وکړه. د اکازیو مالونه یې لوټ کړل او تر زرو زیات څاروي یې ورڅخه غنمیت کړل. یو سفزیو په هغه شپه پر شهباز خان باندی متقابله حمله وکړه . شهباز خان په هغه جنگ کی سخت ټپی سو او د هغو ټپونو د لاسه مړ سو. د خټکو ډېر نامتوځوانان ووژل سول او خوشال خان د خپل پلار پر ځای باندی د خټکو د خان په حيث وټاکل سو.۲۲
د وخت او زمان شرایطو او قبیلوي قوانینو او ارزښتونو خوشال خان ته حکم کاوه چی تر هر څه دمخه د پلار انتقام واخلی. هغه لومړی خپل شیخ رحمکار ته ورغی، دعا یې وغوښتله او بیا یې نو د ښکار په پلمه لښکر جمع کړ. هغه د اکاخېلو پر کلیو باندی حمله وکړه، او خپلو سړیو ته یې امر وکړ چی سړي، سپي او هر څه چی په مخه ورځی قتل یې کړی. چارپای، نر، ښځي، هلکان او هر څه چی یې مخی ته ورتلل هغه یې قتل کړل او د هغوی په انگړونو کی یې د وینو رود روان کړ. د سپیو د سړیو ویني گډی بهېدلې. د اکا خېلو سره نیژدې درې نور کلي یې هم وسوځول. کمال زیو او امازیو لوگي ولیدل، شپږ زره سړي ورپسی راووتل. جنگ پیل سو. مگر تر ماښام پوری هغوی ټول مات سول او د خوشال خټک له پوځ څخه یوازي یو تن وویشتل سو او ووژل سو. ۲۳
دیرش کلونه وشول چی مي پلار دی شهید شوی
مړ کړ یوسفزیو ما هم اور کړه باندي سمه
نور پښتانه ډیر دي خو یو زه پکښی توره یم
واخلم، ورکړم، بند کړم، پریږدم، ووژنم تر دمه
ډیرو ولسونو غلیمي راسره وکړه
سر یې راته کوز کړ هله خلاص شول له ماتمه
د خټکو او یوسفزیو قبیلوی اختلافاتو هغه وخت ډېر زور واخیستی چی خوشال خان شاه جهان ته وویل چی د یوسفزیو سیمه دي هغه ته په جاگیر کی ورکړي. هغه به د تل لپاره د یوسفزیو له خوا د مغولو د سلطان زړه پر کراره کړی. هغه شاه جهان ته قناعت ورکړ چی د یوسفزیو ډېر زیات شمېر کلي خوشال خان ته په جاگیر کی ورکړي. ۲۴
د دغه ځایه څخه د خټکو او یوسفزیو دښمنیو زور واخیستی. ډېري کمی شپې ورځي به وې چی د خټکو او یوسفزیو ترمنځ واړه او لوی جنگونه نه پېښېدل. په یوه جنگ کی د یوسفزیو د لوی خان باکو خان زامن قتل سول او د یوسفزیو څه کم دوه سوه مېړونه ووژل سول. په بل جنگ کی د یوسفزیو درې سوه مېړونه قتل سول. ملک جانم امازی په جنگ کی ووژل سو. ملک پیرو کمال زی خټکو ته ژوندی په لاس ورغی او حتی د اټک سره نیژدې یې د یوسفزیو دوژل سویو کسانو کله منار جوړ کړ.۲۵
دغه وخت د یوسفزیو مشر باکو خان د شاه جهان دربار ته ورغی او له هغه څخه یې وغوښتل چی د یوسفزیو مځکي د خټکو له جاگیر څخه خلاصي کړي. د شاه جهان زوی داراشکوه د باکوخان ننگه وکړه او خپل پلار یې په د ې قانع کړ چی د یوسفزیو سره د جنگ پر ځای د روغی جوړي لاره ونیسی. کله چی د شاه جهان د سختی ناروغی په وخت کی د ډهلي د تخت د نیولو دپاره د هغه د زامنو تر منځ مبارزه پیل سوه او داراشکوه د اورنگزیب د لښکرو په مقابل کی ماته وکړه نو باکو خان داراشکوه ته بلنه ورکړه چی یوسفزیو ته ورسی . مگر خوشال خان اټک ورته نیولی وواو داراشکوه یې د یوسفزیو د زوروری قبیلې سره د یوځای کېدلو او دهغوی له ملاتړ څخه بې برخی کړ. کله چی اورنگزیب قدرت ته ورسېدی نو د خوشال خان جاگیر او منصب یې د پخوا په شان پر خپل حال پرېښودل.۲۶
د اورنگزیب د قدرت په لومړیو کلونو کی د عبدالرحیم په نوم یوه سړي ، چی د افضل خان په قول یې د خوشال خان سره سخت مخالفت درلود ٢۷ د بهاکو خان یوسفزي ملاتړ وکړ او د اباسین څخه د تېرېدلو د مالیاتو د فسخ کولو فرمان یې له اورنگزیب څخه واخیست. دې فرمان د خټکو قدرت ته ، چی د ملک اکوړي له وخته یې د اټک د قلا سره د اباسین نه د تېرېدلو راهداري اخیستله، سخته صدمه ورسوله.٢۸
په دغه وخت کی اورنگزېب د کابل صوبه دار مهابت خان دکن ته واستاوه او د هغه پر ځای یې امیر خان مقرر کړ. امیرخان، د خوشال خان د اکاگانو بهادرخان او فیروزخان په ټونگ، اورنگزېب ته یو رپوټ ورکړ او ورته ویې ویل چی تر څو پوری یې خوشال خان بندي کړی نه وي، نه د اټک راهداري لغو کېدلای سی او نه به په سیمه کی امنیت ټینگ سی. ٢۹ اورنگزېب هم خوشال خان لومړی د ډهلي او بیا د ګوالیار د ستري قلا په بندیخانه کی واچاوه. خوشال خان د خپلو خټکو تربرونو څخه، چي د پښتنو په منځ کی یې له یوه بل سره بدي او دښمني ډیره طبیعی ده، سخت ګیله من دی او په یوه لویه قصیده کی یی اشاره ورته کړې ده.
په بل غشي په توپک ویشتلی نه یم که ویشتلی یم خو بیا په خپل توپک یم
چی شهپر مي بټي خیل وو کنډ کپر شول پروادار په لنډو پرونو د بارک یم
د خټکو حقیقت راته ښکاره شو زړه مي بد له خپل ځانه چی خټک یم
سکه وروڼه مي تري دي حال یی دادی له بولاقو نه لا لیري یو څپک یم
تف په ږیره د همه واړو بارک لا زما په ږیره هم که زه بارک یم
نن خو قام راسره ډیره جفا وکړه ګانده بیا د خدای و حکم وته څک یم
که خټکو راته شا کړه مخ یی تور شه زه یوازي په تکیه د خدای شیرک یم
اورنګزیب غوښتل چی د خوشال خان پر خیلخانه باندي حمله وکړي او ښځي اوماشومان یی بندیان کړي خو په دغه وخت کی د یوسفزیو مهم خانان د خوشال خان د کورنۍ مرستي ته ورغلل او هغوی یې د سرای څخه خپلی سیمی ته بوتلل. ۳۰
د اورنگزېب له خوا د خوشال خان بې موجبه بندي کېدلو هغه ته دا وښودله چی د بېگانه په دوستي اعتماد په کار نه دی. او د یوسفزیو خانانو مړاني هغه په دې پوه کړ چی خپل که دي مړ کړي لمر ته دي نه غورځوی. تر دغه وخته پوری موږ خوشال خان د پښتنو د یوه داسی با کلتوره او عالم قبیلوي خان په حيث پېژنو چی پښتانه به یې تر قیامته ادبی خدمتونه هېر نه کړی. او د بند څخه وروسته موږ هغه د مغولو پر ضد د یوه داسی باتور مېړه په حيث پېژنو چی د نامه د یادولو سره یې د پښتنو سترگو ته د قلم ژبه او رنگ دونه نه درېږی لکه د توري شرنگ چی یې غوږونو ته رسېږی. 
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ او آشکار
همیشه فتح و نصرت دی لا تر اوسه
پس له دا ده بیا تکیه پر کردګار
اورنګزیب راته یو کال وشو چی پروت دی
په صورت حیران پریشان په زړه افګار
کال په کال امرایان دي چی پریوځي
چي توپان شولې لښکري کوم یی شمار
خزانې د هندوستان دي را خورې شوې
سره مهران دي ننوزي په کهسار
دا د هیچا په اتلس فکره نه وه
چي به دا کارونه شي په دا دیار
پښتانه که نور څه فکر کا نا پوه دي
بیله توري خلاصی نشته په بل کار
تر مغولو پښتانه په توره ښه دي
که په پوهه پښتانه وای څه هوښیار
اولسونه چی سند وبله وکا
بادشاهان ورته سجود کاندي اختیار
اپریدي، مومند شینواري ګوره څه کا
د مغولو لښکر پروت په ننګرهار
زه تنها پکي په غم د نام و ننګ یم
یوسفزیه فراغت په کښت و کار
مرګ زما په پوهه ښه تر دا ژوندون دی
د عزت سره چي نه وي زیست روزګار
همیشه به په جهان کي ژوندون نه وي
د خوشال خټک به پاته شي یادګار
نه د خوشال خان د اکاگانو او تربرونو سره ، چی مغولو د خټکو سیمه ور وسپارله، دونه قومي او سیاسی هوښیاري وه چی د خټکو سیمه دي سمبال کړي، او نه دونه پوځی لیاقت او زور ورسره وو چی پر لویو لارو باندی د یوسفزیو او نورو پښتني قبایلو د حملو مخه ونیولای سي. خوشال خان د اټک قلا سره دغره په شان ټینگ ولاړ وو او اورنگزېب دا غر په لوی لاس نړلی وو. اورنگزېب د خوشال خان په بندي کولو کی خپلی اشتباه ته متوجه سو. د پښتنی سیمو د امنیت ورځ په ورځ خرابېدلو سخت وارخطا کړ، او د کابل د صوبه دار پر ځای یې پخوانی صوبه دار مهابت خان بیرته مقررکړ. مهابت خان د اورنگزېب له بند څخه د خوشال خان د خلاصولو تکل وکړ او اورنگزېب هم هغه نه یوازي بیرته خوشی کړ بلکه منصب او جاگیر یې هم بیرته ورکړ. خو خوشال خان د اورنگزېب څخه وغوښتل چی د ده خاني او جاگیر دده مشر زوی اشرف خان ته ورکړی او هغه هم دا غوښتنه ومنله. ۳۱ خوشال خان د رنتبور په بندیخانه کی د ځان سره فیصله کړې وه چی نور نو د مغولو سره د روغی جوړي او د هغوی د خدمت وخت تېر سوی دی او باید چی هغوی ته د دوست په سترگه نه بلکه د دښمن په سترگه وگوری
پسله بنده دی دا عزم د خوشال د خاطر جزم
یا نیولی مخ مکې ته یا مغولو سره رزم
که څه هم چی اورنگزېب شپږ کاله خوشال خان په ډهلی او ګوالیار کی بندی وساته ۳۲ مگر د خوشال خان د خوشي کولو په وخت کی یې د هغه دونه قدر وکړ چی پر خپل خاص آس باندی سپور یې وطن ته واستاوه.۳۳ مگر خوشال خان د مغولو له خدمته لاس پر سر سوی وو . خپلی سیمی ته د رسېدلو سره سم یې خپله خاني خپل مشر زوی اشرف خان ته وسپارله. داسی ښکاری چی د مغولو په بند کی د شپږ کاله تېرولو د خوشال خان قبیلوی قدرت ته سخته صدمه رسولې وي، ځکه چی د هغه خپل زوی بهرام د ده فیصله ونه منله او دخپل پلار او ورور په مقابل کی یې توره را واخیستله. ۳۴
که مخکی له خوشال خان سره خپل اکا بهادر خان او نورو تربرونو مخالفت کاوه او د ده قومی زور یې کمزوری کړی وو، اوس یې خپلو زامنو هم له ده سره او هم په خپلو منځونو کی بدي را واخیستله او د خوشال د بازو او توری زور یې د تل لپاره کمزوری کړ. البته خوشال خان ته د خپلو نورو پښتنو قبیلو سره بدي او دښمني یوازي د خپل پلار او کورنی څخه نه بلکه د خپلو نیکونو او نسلونو څخه په میراث پاته وه. هغه باید یا د خپلي خانی او حتی سر څخه تیر سوی او تسلیم سوی وای، چی د هغه د خانی غرور منلای نه سوای، او یا باید په یوازي ځان او ډیر لږ قدرت جنګیدلی وای. د اورنګزیب له بند څخه د خوشي کیدلو نه څه باندي لس کاله وروسته په کال ۱۶۷۵ کي د بنګښو د قبیلي جنګ ور ترغاړي سو او په هغه جنګ کی، چی د ګنبت په نوم سیمه کی وسو، او د خان له اوږدې قصیدې څخه ښکاري چی د هغه زوی عابد خان ډیره توره پکښی کړې ده، خوشال خان ماته وخوړه.
د بنګښ په توره مات نه یم باور کړه
د ګنبت په جنګ مي ماته اسماني وه
نه بنګښ وو نه یی توره نه یی زور وو
د موشکو د سینیو شیطاني وه
چی وغره و ته یی تیښت وکه بې جنګه
د ځینې تنبه له ځایه نقصاني وه
چي مي ښه سواره د ځان د وړاندي نه کړل
هم به دا سبب را پيښه پښیماني وه
چي په توره یی شیرخان پرې ایست له آسه
په میدان د عابد خان پهلواني وه
چي سردار د بنګښ پریووت خټک مات شو
په داهسي رنګي چاري حیراني وه
د ګنبت په جنګ کي د ماتي له خوړلو څخه څه باندي څلور کاله وروسته د ډوډې په سیمه کی خوشال خټک، چی دا وخت یی عمر تر پنځه شپیته تیر وو، یو ځل بیا د بنګښو سره مخامخ سو. دا ځل بری د خوشال خان په برخه سو او هغه هم د خپل دغه بري ډیره ستاینه کړې ده. سړي ته داسي ښکاري چی دا زمری اصلا د زړیدلو لپاره پیدا سوی نه وو، چی په دومره پر مخ تللي عمر کی یی لا د جنګونو قومانداني کوله او لا یی بری په برخه کیدی. که څه هم چی د اورنګزیب له بند څخه تر خوشي کیدلو وروسته، د خوشال خان په افکارو، نیت او عمل کي ډیر تغیر راغلی وو، هغه د ټولو پښتنو د یوموټی کیدلو چیغی وهلې او د پښتنو د یو موټی کولو لپاره کلي يه کلي ګرځیدی خو له پښتني ننګ او بدل اخیستلو څخه تیریدل د هغه په وس کي نه وه او د کورنی او قام اصولو هغه ته د کسات اخیستلو حکم کاوه. خوشال خان په دې ښه پوهیږی چی د پښتنو ترمنځ د خپل منځي جنګونو ګټه بالاخره مغول اورنګزیب ته، چي د ټولو پښتنو مشترک دښمن دی، رسیږی مګر د وخت او زمان شرایطو بل ډول حکم کاوه او فیصله یوازي د ده په واک کي نه وه.
څو وانه خلي له غلیمه انتقام
مرد نه خوب کا نه خوراک کا نه آرام
چي د ننګ او د ناموس اندوه یی نه وي
د هغه سړي به نه وي احترام
د ګنبت غصه مي ووته له دله
خدای چي راکړ په ډوډه د فتحي کام
چي په مخ یی فتحه درومي عابد خان دی
په هر ځای د خپل بابا کا تازه نام
خدای یی عمر د خپل پلار کړه کام و نام هم
په غلیم دي یی لاس بر اوسي مدام
د ډوډې حصار یی درست په وینو سورکړ
په ډوډه باندي چی وشو قتل عام
د ټوپکو د ویشتلو په لوګیو
بل اسمان اتم پیدا شو کبود فام
د خټکو نیزې هسي تلې په زغرو
لکه ستن په خیمه درومي د خیام
د بنګښو شامت خپل سزا یی داده
چي به غوښو یی مړیږي دد و دام
هسي غم الم ماتم ورباندي راغی
رڼا ورځ شوه د کوهاټ په عالم شام
د کوهاټ په عالم واړه عالم ډک شو
د بنګښو کډه ولاړه تر بګرام
د ډوډې په جنګ کی بیا له میو ډک شو
په ګنبت کی چی خالي وو هغه جام
ښه چی مهخ د هغي سوبي را ښکاره شو
چي لیدله مي په خوب او په الهام
د ګنبت جنګ مي په ننګ د پښتانه وو
بل غرض مي په منځ نه وو نه مرام
یو په لس ورباندي وشوه یو په شل وه
که لښکر په ډوډه کړی وي مقام
د دې جنګ نارې به درومي په ملکونو
پرې خوښیږي به همه پښتون په نام
چي د دې سوبي اواز وشي په هند کي
بیا به ږغ شي د بادشاه په خاص و عام
چي په نام پښتون غوڅیږي پرې خوښیږي
اورنګ زیب هسي بادشاه دی د اسلام
د خټکو قبیله پخوا هم د یوسفزیو، اپرېدیو او اورکزیو په مقابل کی یوه کمزورې قبیله وه ، مگر د خپلو مشرانو ، په تېره بیا خوشال خان د توري او عقل په زور او د مغولو په ملاتړ یې ځان د نورو قبایلو له تاړاک او یرغل څخه ساتلی وو. مگر د خوشال خان د بندي کېدلو او د هغه په کورنۍ او تربرونو کی د مخالفتونو د پیدا کېدلو سره وروسته نور د خټکو په قبیله کی هغه پخوانی زور پاته نه سو او نور یې د دوست سره د دوستی او دښمن سره د دښمنی توان نه درلود.
چی د ننگ توره دي واخیسته خوشاله
درومه سوات ته څه خټک څه یې لښکري
که څه هم خوشال خان بیا تر مرگه پوری د مغولو ملگري ونه کړه او چی پخوا یې ملگري کړې وه هغه هم د مجبورۍ څخه بولي.
هغه ملا مي چی په هوډ سره لوی غر وه
په ناکام کړه و مغول ته خمه ما
هم د بخت و ماته شا سوه هم د خلکو
په مغول کړ ځکه مخ له همه ما
که می لاس وای په رضا به می کښې نه ښول
د مغول پر لوري دوه قدمه ما
خو هغه څه چی خوشال خان غوښتل هغه تر مرگه ممکن نه سول، او هغه آرزو چی ده درلوده هغه تر مرگه پوره نه سوه. هغه نه یوازي د پښتنو د یو کیدلو ارمان ګورته یووړ بلکه په خپله کورنی کي يې خپل وروڼه او تربرونه ورته دښمنان سول او حتی د خپلو زامنو ترمنځ یی هم اتحاد ونه لید. د خوشال خان دوهم زوی بهرام ، چی خوشال خان یې هر وخت نوم په بدو یادوی، د خوشال خان او د هغه د مشر زوی اشرف خان په مقابل کی د خټکو یوه لویه ډله جوړه کړه او څو ځله د جنگ میدان ته ورسره ووت. په یوه جنگ کی بهرام د اشرف خان لاسته ژوند ورغی مگر هغه په غوړه ژبه ځان ورڅخه خلاص کړ، او اشرف خان یې وغولاوه. بالاخره یې اشرف خان د مغولو په بند کی واچاوه ، او هغوی د بېجاپور قلا ته واستاوه. اشرف خان هلته لس کاله تېر کړل ، او په پردېسۍ او بند کی وفات سو. ۳۵ البته خوشال خان د اشرف خان څخه هم ښه زړه نه درلود، او د اشرف خان څخه دونه خپه وو چی یو ځل خو یې سلام ته د ورتللو اجازه ورنه کړه او د خانۍ بگړۍ یې په خپل لاس د اشرف خان د زوی افضل خان پر سر کړه. ۳۶
خوشال خان د پښتنو او په خاصه توگه د خټکو د قبیلې د یوموټی کولو دپاره ډېري هلی ځلی وکړې، مگر لږترلږه د خپلی کورنۍ او حتی د خپلو زامنو په یو موټی کولو بریالی نه سو. خوشال خان د مغولو خدمت پرې ایښی وو، مگرد پښتنو تر غوږونو یا د ده ږغ نه رسېدی او یا یې غوږونه کاڼه ورباندی اچولي وه.
د مغول منصب می پرېښو هسی خوښ یم
لکه خلاص د لویه بنده بندیوان شي
دا نادره عقیده لکه زما ده
لا عجب که بل پیدا هسی افغان شی
که می چېری ننگیالي په لاسو کښېوزي
پرې به لیری دا زما د زړه ارمان شی
ومغول و ته به هسی کار ښکاره کړ
چی راضی راڅخه روح د فرید خان شی
په دې کی شک نسته چی فرید خان، یا سوری شېرشاه، د پښتنو په تاریخ کی یو هوښار پاچا او زړه ور جنرال وو او حتی بېگانه هم پر دې خبری اقرار دي چی د هند په ټول تاریخ کی، د انگرېزانو په شمول، هیڅ حکومت د دغه پټان هوښیاري نه درلوده. ٣۷ خو خوشال خان ته د فرید خان شرایط برابر نه وه. هغه په داسی سیمه او د زمان په داسی شرایطو کی ژوند کاوه چی ټول تاریخ یې د قبیلوي جنگونو غم لړلی داستان وو. هلته قبایلو د یوه بل کلي سوځولي وه او د یوه بل بندیان یې په بازارونو کی د غلامانو په څېر خرڅ کړي وه. هغه د خټکو په قبیله پوري اړه درلوده او پلار او نیکونو یې یا د تاریخی ضرورتونو او د خپلی قبیلې او خلکو د گټو څخه د دفاع په منظور او یا د خانۍ او منصبونو د امتیازاتو د ترلاسه کولو دپاره څلور نسله د مغولو خدمتونه کړي وه. خو کله چی خوشال خان د مغولو په مقابل کی د مقاومت بیرغ پورته کړ نو د هغه خپلی قبیلې او حتی خپلو زامنو یې مخالفت وکړ او د مغولو په خدمت کی ودرېدل. حتی د خوشال خان لمسي افضل خان، چی پلار یې د اورنگزېب په زندان کی وفات سو، تر مرگه پوری د مغولو دپاره توري ووهلې. د خوشال خان زوی بهرام ، چی خوشال خان یې بهرام بدفرجام بولي، مغولو ته دونه وفادار وو چی د مغولو دپاره یې د خپل پلارد وژلو او ژوندي نیولو په منظور لښکري وربانی وروستلې. خو د دې زاړه زمري نیول یا وژل د بهرام تر وس تېره خبره وه. هغه په پنځه اویاکلنۍ کی د بهرام د پوځ مخی ته را ووت. پر لوړه غونډۍ ورته ودرېدی او په زوره یې ږغ کړه چی څوک مېړه سته چی مخي ته راسی. درې ورځی پرله پسې د بهرام په پوځ کی دونه مېړه پیدا نه سو چی پر هغه باندي د لاس پورته کولو زړه وکړی، او په پای کی ټول پوځ بیرته پر شا سو.٣۸
خوشال خان د بهرام او مغولو د لاسه د خپل کلي او قلا پرېښودلو ته مجبور سو او بالاخره د اپرېدیو سیمی ته ولاړ او د اته اویا کالو په عمر د خپل کور او ټاټوبي څخه لیری په پردېسی کی وفات سو. هغه د ژوند ټول ارمانونه گورته ورسره یوړل، او په ژوند کی یې تقریبا هیچا نه پر چیغو غوږ ونیو او نه یې د توري تر سیوري لاندي پښتانه را غونډ سول.
زه یې چا لره وهم قدر یې چا زده
په اور وسوځه دا توري قلمونه
څه یوازي په ما ننگ راغلی نه دی
پښتانه ډېر دي په غرونه په رغونه
یا به واړه د مغولو درم پرېږدي
یا به زه هم په لاس واخلم درمونه
لکه څرنگه چی یوسفزیو ته د بابر د وخت څخه نیولې تر اورنگزېب او د هغه تر اولاد پوري د مغولو د ښمني په میراث پاته وه، او د ټولو هغو پښتنو او خانانو سره یې دښمني کوله چی د مغولو منصبونه یې خوړل. دغه راز خوشال خان ته هم له یوسفزیو سره دښمني په میراث پاته وه او هم د مغولو منصب او د مغولو سره دوستي د څلورو نسلونو څخه په میراث ورته رسېدلې وه. د یوسفزیو سره د دښمنۍ پرېښودل د خوشال خټک په وس پوره نه وه ، ځکه چی د هغوی سره په جنگ کی یې پلار مړ سوی وو او وجود یې پرهار پرهار سوی وو. هغه ته د پښتونوالي ننگ او خپلو تربرونو حکم کاوه چی ویني په وینو پرې مینځی. دغه راز د مغولو د منصب اودوستي پرېښودل هم د ده په اختیار کی نه وه. کله چی خوشال خان د مغولو منصب پرېښود، نو نه د خټکو قبیلې او نه حتی د ده خپلو زامنو د هغه پیروي وکړه. او د ده زامنو او لمسیانو مغولو ته د خدمت کولو پرسر پر یوه بل تور ی را وایستلې. د ده زامن بهرام خان، اشرف خان، عبدالقادر خان، عابد خان، سعادت خان او د ده لمسیان افضل خان، نامدار خان، مکرم خان او د ده بې شمېره تربرونه د مغولو خدمت ته حاضر سول او د یوه بل ویني یې تویی کړې.
زما زویه د ننگ نه دي نمړی تار دي
پرې پوهېږم چی همه واړه مردار دي
نه یې لویه اندېښنه نه یې لوی کار شته
د مغلو و طباخ وته تیار دي
د منصب د اضافو خبری کاندي
په عزت په حرمت کله خبردار دي
اتفاق یگانگي یې سره نشته
همگي روان په بېله بېله لار دي
یو څرگند قابل هر گز په دوی کی نشته
که و دېرشو ته نزدې ځما په شمار دي
شکایت له نورو مه کوه خوشاله
چی خپل زویه هم په ننگ له تا وېزار دي
خو کله چی یو سفزیو د خوشال خان سره په دوستي کی وار دمخه کړ او له خپلو ټولو هغو وینو څخه چی خوشال توی کړي وې تېر سول او د تنګسې په وخت کی یی د خوشال خان کهول او ماشومان له سرایه څخه د یوسفزیو سیمو ته بوتلل او د مغولو له حملې څخه یې وساتل نو خوشال خان هم تر مرگه پوری د یوسفزیو پر ضد توري ته لاس نه کړ. که څه هم چی د یوسفزیو څخه په عمومی صورت ښه زړه نه لری او په سوات نامه کی یې د یوسفزیو هر څه ته بد ویلي دي. 
یا د سوات خاوري ګنده به کار د کشت دي
یا له ځایه یوسفزیه بد سرشت دي
ویش قسمت چي د وفا د مروت وو
یو سفزیه په دا کار کی بد قسمت وو
پول پیسه پکښی د واړو دین مذهب ده
اندیشه یی خود د سیم او د ذهب ده
خوشال خان، لکه څرنګه چی په خپل یوه شعر کی یی ویلي دي چی ځینی څه لویی دعوې لرم په زړه کښي، ښایی لوی کارونه په خیال کی درلودل، او په دې لاره کی یی ښایی پر یوسفزیو باندي، چي هم په شمیرکس زیات او هم په توره تر ډیرو پښتنو بهتروه، ډیر حساب کړی وو مګر د هغه تلاښونو نتیجه ورنه کړه. ځکه وایی:
لویه چار د پښتانه د لاسه نه شي
مګر چار یی اسماني ده کمه کوزه
په فساد کښي هیڅ فایده نشته خوشاله
د فساد په سر کښي سر ښخ دي واښه دروزه
هغه چار چه عاقبت لره ښه نه وي
د هوښیارو په مذهب ده لا یجوزه
یوسفزیه ننګیالي پښتانه نه دي
د بې ننګو پښتنو له مینځه ووزه
یا د بنو په لور درومه ټوله وکړه
تر خوشابه پوري ملک کړه شنه ډډوزه
یا په کنج ګوښه عزلت کښېنه طاعت کړه
یا مکې لره ځه بس دا دري رموزه
خوشال خان تر مرګه له یوسفزیو سره مخالف پاته سو خو تر مرګه یی بیا د هغوی په مقابل کي توري ته لاس نه کړ. د کابل صوبه دار مهابت خان، چی خوشال خان یې د اورنگزېب له زندانه خلاص کړی وو، هغه ته وویل چی هزاری منصب او د یوسفزیو اربابي قبوله کړي او په یوسفزیو کی د لنگرکوټ د قلا په ساتلو کی مرسته ورسره وکړی. خوشال خان ورته وویل چی ما د یوسفزیو د سرونو منارې جوړي کړې، مگر هغوی په بده ورځ کی زما د ناموس ساتنه وکړه او تر څنگ می ودرېدل. او د مغولو چی مي پنځوس کاله خدمت کړی وو بېگناه یې بندي کړم. زه څرنگه نن د مغولو د خدمت لپاره د یوسفزیو پر ضد توري ته لاس کړم او زه به په کومو سترگو د یوسفزیو دښمني کوم. ٣۹
البته خوشال خان د مهابت خان د یوه شخصی دوست په صفت هغه ته سلا ورکړه چی د لنگرکوټ د قلا له جوړولو څخه تېر سي. دا به د مغولو د پاره د ناسور زخم سي، نه به یې ساتلای سی او نه به یې خوشی کولای سی.۴۰
لنگرکوټ مغولو ساز کړ زه په ننگه د افغان شوم
که یوسف وو که مندړ وو د همه وو نگهبان شوم
خوشال خان ته د مغولو د خدمت پرېښودلو یوه لویه شخصي صدمه دا ورسوله چی خاني او قدرت یې له لاسه ولاړ. د هغه خپله قبیله د هغه پر زامنو او لمسیانو را ټوله سوه، او له خټکو پرته، نورو قبایلو او قومونو ځکه دی د مشر په حيث منلای نه سو چی هغوی ټولو خپل مشران درلودل او ده ته یې ایله د یوه محترم سپین ږیری او قدرمن مېلمه په سترگه وکتل.
د مشرتوب حساب پر خانۍ او د خانۍ حساب پر ډوډۍ او سړیو کېدی. او له خوشال خان سره دا دواړه نه وه. سړي په خپله مخه تللي وه او خپل قوم یې شا وراړولې وه، او ډوډۍ د خانۍ او جاگیر د تللو سره د لاسه وتلې وه.
زه له خپله بخته چا وته فریاد کړم
چی پرون یې را ته مخ وو نن یې شا کړه
خوشال خان غوښتل چی ټول پښتون قام یې پر خبره غوږ ونیسی، او په وینا یې عمل وکړي. له هغه سره ډېری لویی طرحی او نقشې ورسره وې.
لا په خوب کی په لړزه پرېوزي له کټه
چی د چا تر غوږو زما د توري شرنگ دی
ځینی څه لویی دعوې لرم په زړه کي
ولي څه کړم چی پښتون واړه بې ننگ دی
مگر له بده مرغه چی پښتون اولس ته د ده ږغ رسېدلای نه سو او قوم په داسی حالت کی وو چی حتی قومی مشرانو خپل قوم او قبایل د توري، مېړونو او مال په زور د ځانونو تابع کول او خپلی خانۍ یې په منلې.
اتفاق په پښتانه کی پیدا نه شو
گنی ما به د مغول گرېوان پاره کړ
هغه کلي په کلي وگرځېدی ، د هر چا دراوزې یې وټکولې، هر چاته یې گرېوان څیری کړ مگر فایده یې ونه کړه.
تیراه می ولیده راغلم تر سواته
پښتون می ولید دا لوی لوی ذاته
عقل همت می د چا ونه لیده
په بیرته راغلم ناست یم ملا ماته
٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥٥
دا منصبونه دا انعامونه
واړه زیندۍ دي واړه دامونه
پښتون مغول به سره یو نه شی
خوشال یې مه وینه دا اکرامونه
البته دا یوازي خوشال خان نه وو چی په دې خبری پوهېدی چی مغول د پښتنو گډ دښمن دی، بلکه دا خبره تقریبا ټولو هوښیارو پښتنو ته معلومه وه مگر له بده مرغه چی پښتانه په داسی تاریخی او اجتماعی شرایطو کی وه چی د یوه مشر تر بیرغ لاندی د را ټولېدلو امکان یې موجود نه وو. د پښتنو چاري د لویو او وړو خانانو او قومی مشرانو په لاس کی وې او تر یوه لوی او عمومی بیرغ لاندی راغونډېدلو د قومی خانانو گټو ته صدمه رسوله. پښتنو یوازي هغه وخت اتحاد کاوه چی د ټولو ناموس او مال ته به گډ خطر پېښ سو. او کله چی به هغه خطر لیری سو نو ټول قبایل به بیرته پر خپلو لارو تلل.
په کال ١٦٧٢ کی ساپیو ، مومندو، اپرېدیو، اورکزیو، شینوارو او نورو پښتنو د کابل صوبه دار محمد امین خان په مقابل کی قیام وکړ. محمد امین خان د ډېر زیات لښکر سره د هغوی د ځبلو دپاره پخپله را روان سو. پښتنو قبایلو د خیبر په دره کی د لنډي کوتل او لنډي خانې تر منځ داسی حمله ورباندی وکړه چی د محمد امین خان ټول پوځ په یوه ورځ تباه سو . لس زره تنه یې ووژل سول او شل زره تنه عسکر او د هغوی ماشومان پښتنو ته بندیان په لاس ورغلل او ټولی خزانې او وسلې یې د پښتنو لاسته ورغلې. ۴۱ د افضل خان خټک په قول مفلس پښتانه هر یو محمد امین خان سو او محمد امین خان مفلس سو. ۴۲
مکافات د کوم ګناه د کوم شامت دی
چی ټبر د میر جمله شو درست ډبر
نه په ډیر ده نه په لږ د خدای په کړه ده
لږ لښکر په ډیر لښکر مومي ظفر
څه شینواري څه مومند څه اپریدي وو
چی یی مات کړ د صوبې واړه لښکر
دا توپان چي په مغولو باندی ساز شو
په کشتن په ولجو هیڅ مه کړه نظر
که آسونه که فیلان که اسبابونه
په انبار انبار سپین زر وو زریا سره زر
هغه ښې پري پیکري د پالکیو
همګي پرې پوري لال وو در ګوهر
په زرګونو پښتنو کړې تر ځان لاندي
دا به څوک کا د مغول له زړه بدر
دا کینه به یو په سله ترې وباسي
که یی لاس شي په جمله پښتانه بر
البته دغه راز اتحادونو ډېر زیات پایښت نه کاوه او کله چی به فتح د پښتنو په نصیب سوه نو پښتنو به ټولو خپلو سیمو او کلیو ته مخه کړه. او کله چی به بیرته د مغولو انتقامي او منظمو پوځونو حمله ورباندی وکړه نو کله منارونه به یې ور جوړ کړل. د دې خبری یو علت دا هم وو چی پښتانه د یوه حکومت او منظم دایمی پلان د لاندی نه جنگېدل او منظم او دایمی پوځ یې نه درلود. هغوی زیاتره هغه وخت جنگونه کول او جنگونو ته تیارېدل چی د کښت او کروندې څخه به بېغمه وه. او هغه هم هغه وخت چی یوه لویه پېښه به وسوه او ټول قومونه به د یوه لوی ماتم او ستونزي سره مخامخ سول. پښتانه ډېر لږ د کښت او کروندې پر وخت جنگونو ته حاضرېدل. ۴۳ د خټکو قبیله د خوشال خان او افضل خان غوندي مشرانو تر بیرغ لاندی را ټول نه سول. نور قومونه هم تر خټکو بهتر نه وه. دریاخان اپرېدی، چی خوشال خان یې په ډېر افتخار نوم یادوی، د خپل زوی فتح خان سره یو ځای ، چی افضل خان وایی په هرڅه کی تر دریا خان بهتروو، د خپلو تربرونو د لاسه قتل سو. ۴۴
د دې قبیلوی جنگونو او تربور گلویو غم لړلی داستان دونه اوږد دی چی په مثالونو یې زرگونه پاڼی تورېدلای سی. او خوشال خان په داسی عصر کی ژوند کاوه چی پښتنو کور په کور او قبیله په قبیله هډونه سره مات کړی وه. د هغه پر چیغو او نصیحتونو باندی څوک غوږ نیولو ته وزگار نه وه.
څوک دي لاپي د خپلویه راته نه کا
چی په حال د نیکو بدو ښه خبر یم
زیست روزگار مي له دې خلکو سره نه شی
زه خوشال د واړو خلکو مرور یم
د پښتنو د تاریخ دغه تر ټولو هوښیار مشر بالاخره حتی د خپلو نیکونو په ټاټوبي کی، چی ده سخته مینه ورسره درلوده، د وروستي نفس د ایستلو فرصت پیدا نه کړ.
د خوشال خټک خوښي نه سی بې سرایه
په هر چا باندی یې خپل وطن کشمیر کړ
خوشال خان داته اویا کالو په عمر د اپرېدیو په سیمه کی وفات سو او خپلو ماشومانو او دوستانو ته یې ، چی په دغه وخت کی ورسره پاته وه ، وصیت وکړ چی هغه په داسی ځای کی ښخ کړي چی د مغولو د آسونو سیوری ورباندی ونه لوېږی. او دوی باید دده قبر په داسی ځای کی جوړ کړي چی مغول یې پیدا نه کړي او بې احترامي ورته ونه کړی. ۴۵
خوشال خټک په حق سره د خپل وخت او زمان تر ټولو هوښیار پښتون وو او په جرأت سره ویلای سو چی د پښتنو په ټول تاریخ کی یې تر نن ورځی ساری نه دی لیده سوی. خو افسوس چی بخت له ده سره یاري ونه کړه. پښتنو هیڅ وخت د مشر په حيث ونه مانه او دا دزمان د واقعیت حکم وو. خوشال خان دا حکم بدلولای نه سو، کنه نو هغه تېره توره چی له ده سره وه د هیچا تر ملا نه وه. هغه سترگي چی ده درلودلې د هیچا په سر کی نه غړېدې، هغه قلم چی له ده سره وو دپښتنو په تاریخ کی هیچا نه وو چلولی ، هغه ژبه چی له ده سره وه خدای بل پښتون ته نه وه ورکړې او تر نن پوری یې خالی ځای چا نه دی ډک کړی.
لا تراوسه یې ماغزه په قرار نه دي
چا چی زما سره وهلی سر په سنگ دی
لا په خوب کی په لړزه پرېوزي له کټه
چی د چا تر غوږو زما دتوري شرنگ دی
د گینډیو په ځیگر کی یې گولۍ دي
چی لیدلی چا زما د ښکار تفنگ دی
که په دا دور می گورې هغه زه یم
چی مي داغ پر خاطر ایښی د اورنگ دی
درست جهان می و مغول وته خیبر کړ
ځای په ځای یې پښتانه وته قلنگ دی
ځینی څه لویی دعودې لرم په زړه کی
ولی څه کړم چی پښتون واړه بې ننگ دی
خو طالع را سره هسی مدد نه کا
گڼه تېر می له فریده نه فرهنگ دی
البته خوشال خټک نه وایی چی هغه څه په زړه کي څه لویی دعوې لري. یوازي د فرید مثال ورکول د دې معنی نه لري چی هغه به ګوندي د پښتنو د پاچهی جوړولو او د پخواني برم د بیرته را ژوندي کولو پلان درلود او که یی درلود نو په هغه کی بری ور په برخه سوی نه دی. پښتانه چی د سلطان بهلول، سلطان سکندر، سلطان ابراهیم، شیرشاه سوري او اسلام شاه سوري د پاره جنګیدل نو هغوی خو خزانې درلودلې، هغوی پوځونه او منصبونه درلودل، هغوی فتوحات کول او غنیمتونه یی په لاس راوړل، بالاخره هغوی د هندو راجاګانو او پاچاهانو سره غزاوي کولې او معبدونه یی سوځول. له خوشال خان سره هغه زور نه وو او یوازي په تشو چیغو هغه نه سو کولای چی پښتانه تر یوه بیرغ لاندي راټول کړي. له هر پښتون سره دا سوال وو چی اتحاد د څشي لپاره. هغه ولي ځان د خوشال خان او یا بل چا لپاره ووژني او د وخت د یوه مسلمان باچا په مقابل کی توره را وباسي. 
د خوشال خټک فرهنګي اهمیت:
یوه خبره چی زموږ باید هر وخت په یاد وي هغه دا ده چی د خوشال خان په باب چی تراوسه پوری هر څه لیکنی سوي دي، او چی د هغه د ژوند او آثارو په باب هرڅه کنفرانسونه او سیمینارونه جوړ سوي دي نو په اکثرو لیکنو کی د مغولو سره د هغه د مبارزې روحیې ته زیاته توجه سوې ده. په داسی حال کی چی د مغولو سره د هغه دښمني او تر هغه مخکي دوستي دواړي د خاصو اجتماعي او تاریخی شرایطو محصول وې. خوشال خان که په ژوند کی ښه کړي دي او که یې بد کړي دي هغه یې د زمان د شرایطو او حالاتو په حکم کړي دي. که د هغه پر ځای بل خان او قومی مشر وای هغه به ده ته ورته کارونه کړي وای او د خوشال خان تاریخ به یې درلودلای. هغه توره چی د خوشال خان سره وه هغه د یحیی خان، شهباز خان ، دریا خان ، باکو خان او بل هر قومی خان سره وه . ځینی به تر ده په مېړانه او زړه ورتوب کی کم وه، خو ځینی به حتی تر ده هم زړه ور وه. خو هغه قلم چی له ده سره وو هغه نه د پښتنو په تاریخ کی تر ده د مخه چا درلودلی دی او نه تر ده وروسته تر نن ورځي پوری چا ځغلولی دی. هغه د پښتو ژبي شعر ته هغه څه ورکړل چی نه چا پخوا ورکړي وه او نه بیا چا تراوسه پوری ورکړي دي.
په فارسي ژبه که نور تر ما بهتر دي
په پښتو ژبه می مه غواړه مثال
بندوبست د پښتو شعر ما پیدا کړ
گڼړه شعر د پښتو وو غیر سال
نه یې وزن نه تقطیع نه یې عروض وو
دوه مصرع یې د خفیف بحر دوه طال
د غزل یې نه مطلع نه یې مقطع وه
نه صفت نه یې تشبیه نه یې مثال
مگر زه یې چی گویا په شاعري کړم
پښتانه یې پوهول ایزد تعال
که له هجوي له غندني درته وایم
فردوسی می په دا کار کی نه دی سیال
فردوسی لري څو بیته له محموده
زه لرم د اورنگزیب د ذم جوال
که د خوشال خټک څخه مخکي د پښتو ادب او شعر په کمی او کیفی لحاظ وگورو نو د هغه د دې خبری صحت ورڅخه ثابتېږی . د خوشال خان څخه مخکی روښاني ادبیاتو د پښتو ژبي شعر ته د مضمون او معنی په لحاظ دونه څه ورکړل چی دا ژبه یې د سیالانو سره سیاله کړه، مگر هغه خوند او ښایست چی د خوشال خان په کلام کی پروت دی هغه تر ده دمخه د هیڅ پخواني شاعر په کلام کی نه لیده کېږی. که د اشرف خان، رحمن بابا، حمید ماشوخېل او عبدالقادر خان شعرونه ښایسته دي نو د ښایستو ترکیبونو ، استعاراتو او تشبیهاتو لومړنۍ خښتي یې خوشال خان ورته ایښي دي. 
په پښتو ژبه چی ما علم بلند کړ
د خبرو ملک می فتح په سمند کړ
یو په حال او په ماضی کی هسی نه وو
چی ښکاره یې د خبرو راته خوند کړ
د میرزا دیوان می ومانډه په گوډي
مسخره می ارزاني خیشکی زمند کړ
که دولت وو که واصل وو که دا نور وو
په خبرو می د هر یوه ریشخند کړ
یا دا چی
په وزن په مضمون په نزاکت هم په تشبیه کی
پښتو ویل مي عین تر فارسي دی رسولي
له چا نه په پښتو کی ما مېزان لیدلی نه دی
میرزا په دا زبان کی ویل کړي دي تللي 

مخزن مي د اخوند چی تمامی په نظر کښېووت
په ده کی نه عروض شته نه یې بحر ما میندلي
خوشال خان په خپلو حماسو کی د توري داسی شرنګ لري چی نه تر ده مخکي او نه تر ده وروسته د چا تر غوږونو رسیدلی دی. د خوشال د حماسې کمال په دې کی دی چی څه باندي درې پیړۍ وروسته اوس هم هغسی خوند لري او زه یقین لرم چی تر حو پښتانه وي دا خوند به یی همداسي پاته وي.
لکه باز په یوه غره نظر په بل کا
بیا زما نطر د سوات په کوهستان شي
د مغول منصب می پرېښو هسي خوښ یم
لکه خلاص د لویه بنده بندیوان شي
دا نادره عقیده لکه زما ده
لا عجب که بل پیدا هسي افغان شي
که مي چیري ننیګالي په لاسو کښیوزي
پرې به لیری دا زما د زړه ارمان شي
و مغول وته به هسي کار ښکاره کړم
چي راضي را څخه روح د فرید خان شي
په جهان د ننګیالي دي دا دوه کاره
یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي
د بازونو د کارګانو مصاف وینم
تر دا منځ به یی د وینو رود روان شي
عاقبت به خدای ظفر کا د بازانو
تار به تار به آواره واړه کارګان شي
چی و کار ته یی حیران دي دا خو لږ دي
دیر عالم به وخوشال وته حیران شي
د مزریو مړنتوب په لښکر نه وي
مټ یی هر کله یوازي په خپل ځان شي
ازادي تر بادشاهیه لا تیری کا
چی د بل تر حکم لاندي شي زندان شي
البته د دې خبري کول یو څه ګران کار دی چی د خوشال خټک د غزل مستي په نورو پښتو غزلونو کی نسته. د پښتو ژبه حمید ماشوخیل او عبدالقادر خان لري خو دا خبره په پوره زړه ورتوب کولای سو چی د خوشال خټک مستي، لکه څرنګه چی دی یی پخپله هم ادعا کوي، له ده نه مخکی په پښتو ژبه کی نه وه. خو دا خبره ورسره زیاتولای سو چی که له ده څخه وروسته پښتو غزل لیکل سوې ده نو په خوږ والي او مستي کی به یی ایله سیالي ورسره کړې وي او تر ده به یی بهتره نه وي لیکلې. د ده په غزل کی د خانی غرور، د کلام ښایست او مستي ټول یو ځای سوي دي او دا ټول شیان یوازي د ده په کلام کی وینو.
چي می خپل مین نیولی تر آغوش دی
د جهان هوس مي واړه فراموش دی
ساقي زه څه هوښیار نه یم باده راکړه
لیونتوب د لیونیو پرده پوش دی
چي پرون یی اهانت د میخورو کړ
نن هغه د میو ډک سبو په دوش دی
ساقي ترس د محتسب د درې نشته
چي بابا یی د مجلس سره مینوش دی
هدایه وقایه څه لولې وماته
چی زما د نای و نی په آواز ګوش دی
دا ګلګون شراب د کومي میخانې دي
چی صوفي یی په جرعه سره مدهوش دی
د شرابو مناهي مګر په داشوه
چی هر کښلی په لبانو می فروش دی
بیا به دا ګلونه نه وي میحوري کړه
د بلبلو په آواز کی دا سروش دی
چی په ډیر ارمان د یار له مخه بېل شو
د خوشال په بخره هر کله خروش دی
د خانۍ هغه غرور چی د خوشال په مینه کی نغښتی دیو د پښتو په ټول شعر کی بې مثاله دی. دا یوازي خوشال دی چی خپلي میني ته وایی چی د ده په مینه دي فخر وکړي. دا یوازي هغه دی چی دونه مست یی پر پالنګ باندي ور خیژي او چي په لیونۍ مینه کی سر ښندي نو د خانی غرور یی دونه مست دی چی د خپل قاتل د قصاص غم یی هم خوړلی دی.
که زه نه وی تا به ځان لره بلل څوک
په پالنګ به دي دا هسي در ختل څوک
واړه عشق دی چی یی سر راته ګیاه کړ
ګڼه زه په ځان مین د سر ښندل څوک
بدرګه که محبت راسره نه وی
یک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک
د دې میو پیالې ډیرو دي اخیستي
ولي ما به غوندي به نه وي لایعقل څوک
ته پخپله راته ووایې چي وایه
ګڼه زه د مینی راز ښکاره کول څوک
ته می وژنه د قصاص انديښنه مه کړه
د خپل خون په تور به ونیسم یو بل څوک
ښه خو دا چي د چا نوم پکي یادیږي
په فاني دنیا به نه وي ژوندی تل څوک
تا پخپله سپینه خوله خوشال ته ورکړه
ګڼه دی دا هسی شونډی کښلول څوک
خوشال خان ښایی د پښتنو په تاریخ کی تر ټولو لوستی پښتون وو. هغه د فرهنگ او لوست په قدر پوهېدی ځکه وایی چی له فرید نه مي فرهنگ تېر دی. د هغه د لوست او مطالعې اندازه او ژور فهم د هغه د کلیاتو، په تیره بیا دستارنامې، څخه ښکاري. په دستارنامه کی هغه داسي کتابونو ته حواله ورکوي چی ښایی نادرو پښتنو به یی نوم اورېدلی وو، لوست خو یی بیخي هاخواته پریږده. هغه د پښتو ژبي او فرهنگ ته یوازي بې شمېره اشعار او نثرونه پرې نه ښودل بلکه د پښتو ژبي ته یې داسی کورنۍ پرېښوده او داسی ادبي مکتب یې ورکړ چی ټول د خوشال خان په شان یوه بافرهنگه پلار د زیار او زحمت محصول وو. سړی په جرأت سره ویلای سي چی که په پښتو ژبه کی بل هر لوی شاعر نه وای او یا له خپل دیوان او اشعارو سره زموږ څخه ورک سوی وای نو ځای به یی بل غټ شاعر نیولی وای او د پښتو په ادب او د ادب په تاریخ کی به یی چنداني خلا محسوسه سوې نه وای. خو که خوشال خان خټک نه وای نو د پښتنو د تاریخ یو ځلانده فصل به نه وای. موږ به د خټکو د ادبي مکتب څخه محروم وای. موږ به عبدالقادر خان، اشرف خان هجري، سکندر خان ، افضل خان او کاظم خان شیدا او په لس هاوو نور لوی شاعران نه در لودلای. زما په عقیده د خوشا خان خټک د شخصیت دغه برخه تر بل هر اړخ درنه ده او دغه خدمت یې تر څه قېمتي دي. قوم په ژبه ژوندی وي او سړی ویلای سی چی دده اشعارو او د ده ادبي مکتب د دې ژبي ژوند دایمی کړی دی. پښتنو د تورو او میدانونو سړي او غښتلي جنرالان ډیر درلودلي دي. هغوی خپل نومونه د تاریخ پاڼو ته سپارلي او تللي دي. خو خوشال خان د خپلي تېرې توري تر څنګ، چی ښایی په چلولو کی به یی تر بل هیڅ مشر پاته نه وو، د قلم تېره ژبه درلوده او سړی په حقه ویلای سي چی د قلم ژبه یی تر توري تېره، موثره او ګتوره وه. هغه د خپل قلم په زور خپل نوم ژبي ته ورکړ او چی تر څو پوري پښتانه او پښتو ژبه ژوندی وي هغه به سم ورسره ژوندی وي.
1. بیلیو ایتنوګرافي ص ۱۰۷
2. تاریخ مرصع ص ۳۵۷
3. هغه کتاب ص ۳۹۰-۹۱
4. راورټي سیلیکشن ۲۶۹
5. مغول امپایر ص ۲۳۴
6. تاریخ مرصع ۸۰۸
7. راورټي نوټس ۴۳۷
8. مغول امپایر ص ٢٣۴-٢٣٥
9. شاه جهان نامه لومړی ټوک ٣١۴-٣١٥
10. ماثرالامرء دوهم ټوک ص ٦٠٠
11. هغه کتاب هغه مخ
12. هغه کتاب ص ٢٠٦
13. شاه جهان نامه دریم ټوک ص ٣٨١
14. ماثر جهانگیری ایلیوټ شپږم ټوک ص ۴۴٠
15. شاه جهان نامه لومړی ټوک ص ٣١٥
16. مغول امپایر ص ٢٣١
17. توزوک جهانگیری لومړی ټوک ص ۳۲۱

((جهانګیر په خپلو خاطراتو کی لیکي چی په هغه ورځ چی ما الله داد خان افغان ته مرصع خنجر ورکړ په هماغه ورځ خبر را ورسیدی چی قدم اپریدی چی موږ ته وفادار وو او د خیبر د درې ساتنه ورسپارله سوې وه یاغی سوی دی. خپل سړي یی لیږلي او پر حکومتی تاڼو یی حملې کړي دي او ډیر مالونه یی لوت کړي او ډیر سړي یی وژلي دي. د دغه لیوني افغان د شرمونکي عمل سره جوخت د کابل په غرنیو سیمو کي نوي بلواوي جوړي سوې. کله چی دغه رپوټونه را ورسیدل نو ما سمدستي د قدم ورور او د قدم زوی جلال، چي په دربار کی حاضر وه، ونیول او د ګوالیار قلا ته مي بنیدان واستول.

18. حالنامه ص ٥۴۴-٥۴٦
19. حیات افغاني ص ٢٠١
20. هغه کتاب ص ٢١٠
21. تاریخ مرصع ص ٢٦٧
22. هغه کتاب ص ٢٧١- ٢٦٩
23. هغه کتاب ٢٧١
24. پټانز ص ٢٣٢
25. تاریخ مرصع ٢٨٨- ٢٨٩
26. پټانز ص ٢٣٣
27. تاریخ مرصع ٢٧٥
28. پټانز ٢٣٢-٢٣٣
29. تاریخ مرصع ٢٧۴-٢٧٥
30. هغه کتاب ٢٧٦
31. هغه کتاب هغه مخ
32. حیات افغاني ٢١١
33. هغه کتاب ص ٢١٢
34. هغه کتاب هغه مخ
35. سیلیکشن راورټي ص ١۴۴
36. تاریخ مرصع ص ٣٥٠
37. ایډونسډ هیسټوری آف انډیا ص ۴٣٣
38. سیسلیکشن راورټي ص ١۴٦
39. تاریخ مرصع ص ٢٩٥
40. هغه کتاب هغه مخ
41. اکبر سید ص ٩٢
42. تاریخ مرصع ص ٢٩٨
43. اکبر سید ص ٧٢
44. تاریخ مرصع ص ٥٠٣
45. سیلیکشن راورټی ص ١۴٦

Bibliography

1. کنبو، محمد صالح . عمل صالح موسوم به شاه جهان نامه جلد اول طبع دوم لاهور ١٩٧٦
2. خټک افضل خان. تاریخ مرصع. یونیورسیټی بک ایجنسی لومړی چاپ ١٩٧٥
3. مخلص، علی محمد. حالنامه. کابل ټایپی نسخه ١٩٨٥
4. ارمغان خوشال . مقدمه د میاسید رسول رسا. پیښور
5. د خوشال کلیات
6. The Maathir ul Umara: Nawab Samsam ud Daula Shah Nawaz Khan and his son Abdul Hayy. Translated from Persian by Beni Prasad. Calcatta 1952
7. Eliot Sir H.M and prof J ohn Dowson. The History of India as Told by its own Historians.
8. Majumdar,R.C. General Editor. The Maghul Empire Bombay 1984
9. Tuzuk i J ahangiri or Memoirs of J ahangir. Translated be Alexander Rogers .Third edition 1978
10. Mohammad Hayat Khan . Hayat i Afghani. Lahore 1874
11. Caroe, Sir Olaf. The Pathans. Oxford 1958 reprinted 1969
12. Raverty, H.G. Selections from the Poetry of the Afghans Reprinted Peshawar 1981
13. Raverty, H.G. Notes on Afghanistan and Baluchistan
14. Majumdar, R.C. An Advanced History of India. Fourth Edition 1995
15. Akbar,S.Ahamad. Pakhtun Economy and Society. London 1980
16. Bellew.H.W . An Inquiry into the Ethnogrphy of Afghanistan
پای