د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داستاد عبدالحق بیتاب په شعرونو کې طنزي توکي

پوهنمل محمود نظری 06.02.2012 17:51

استاد عبدالحق بیتاب د ملا عبدالاحدعطار زوی  په کال  ( ۱۲۶۵ه ش) کې دکابل د ګذرقصاب په کوڅه کې زېږېدلی دی، په کوشنیوالی کې  ماماګانو ملا عبدالغفور اخند زاده او ملا عبدالله وروزی بیا د قارى عبدالله خان شاګرد سو.
بیتاب صاحب دادبیاتو او علوم بشری پوهنځی ولوستل بیا همغلته استاد مقرر سو ، په کال ۱۳۴۴ کې سناتور سو ، په کال ( ۱۳۳۱ )کې يې د ملک الشعرا ستاینوم تر لاسه کړ.
د بیتاب صاحب تالیفات: د بدیع علم، مفتاح الغموض فی علم، قافیه او عروض. علم معانی، د بیان په علم کې روانه وینا، دبیتاب دیوان، او داسې نور
د هغه شعرونه ساده او دولسې اصطلاحاتو او متلونو ډک دي، او په ځینو شعرونو کي طنزی توکې لیدل کیږي
تا دم آخــــــــر به همراه حريف خود زند
دوستدار غيرت مرغ کلنگى گشته ام

تر اخیره د خپل بدو سره وهي
د کولنګی چرګ په غیرت مین سوی یم
یا
براى يار فرش از پرده هاى ديده اندازد
چه شد گر عاشق مسکين ندارد چوکى و ميزى
د یار لپاره به فرش کړم د سترګو پردې
څه کیږی که خوار مین څوکۍ او میز نه لري

گه به دندانش گزم گاهى به چنگالش درم
بــــــــر سر رو به حريف خود پلنگى گشته ام
کله يې په غاښ وم کله يې نوکاری
دخپل حریف په مخ اوسر پړانګ سوی یم
راست گو با من عزيز من به وجدانت قسم
شيوه لشمى است يا از دل محبت ميکنى
ماته رښتیا ووایه زما ګرانه په وجدان دی قسم
دا غوړه مالي ده یا له زړه مینه کوې

داچې طنز دنیوکې اوظرافت یوترکیب دی هغه زړښت په دې ترکیب بیانوي
نوبت پيرى رســـــــــــيد و در دهن دندان نماند
ذوق خورد و نوش رفت و اشتها چندان نماند
ديگران نان و من دلخسته، حسرت مى خورم
غير از اين چيز ديگر از بهر من بر خوان نماند

د زړښت وار راغی په خوله کې غاښونه پاته نسوه
ډوډۍ مي خواته نه کیږي اشتها چندان پاته نسوه
نور ډوډۍ اوزه په مات زړه حسرت خورم
له دې پرته بل شی زما لپاره پر دسترخوان پاته نسوه
داچې استاد خلیلی توړی و بیتاب هغه ته په ټوکو وايي

ندیده ام به جهان چون تو عارف الکن
خصوص که توتوتو می گویی حه حه حه حسن
قه قند یا شه شکر یا گشاده ده ده دهن
هه هی هلا به بیا باش دلبر مه مه من

نه دی می لیدلی په دنیا کې داسې عارف لکه تا الکن
په ځانګړې ډول چې ته ته ته واي يي حه حه حه حسن
قه قند یا شه شکر یا خلاصه خوخوخوله
هه هی هلا را راشه زما ش ش شه زم زم زما زه زړه
بیتاب صاحب ددې ازمایلو په اړه په طنز وايي
از درس آزمون جهان منفعل شدم
تا چند امتحان کنــــم و امتحان دهم
د نړۍ ددرس له امتحانه خجل سوم
ترڅو امتحان واخلم او امتحان ورکړم
بیتاب صاحب د ازادی مین او د استعمار دښمن و هغه په اغراق وايي
ره سيلاب از خاشاک بستن
به مو کوه گرانى را کشيدن
به شستن، بردن از زنگى سياهى
به فرق سر، به لاش کوه دويدن
نباشد آنقدر ها سخت و مشکل
که خود را زير دست غير ديدن
دسیلاب لاره په خځلو تړل
په وېښته دروند غر کشول
زنګي په پریولو سپين ول
په ککرۍ دغره سرته پورته کیدل
نه دی دومره سخت او ګران
لکه ځان د بل تر لاس لاندې لیدل
بیتاب صاحب د خلیلي له مدح وروسته په هغه نیښ جګوی ا و وايي

بهشت، مسکن مستوفی الممالک باد
که رفت و باز نظیراز ین دیار نخاست
ازان بزرگ منش پیشوای اهل قلم
نشان اندک اگر هست در خلیلی ماست
دمستوفی الممالک دي ځای جنت سي
چې ولاړ،دې نړۍ ته به يې ثانی رانسي
دهغه بزرګ او د اهل قلم پیشوا
خولږ څرک يې لیدل کیږي په خلیلی کي
بیتاب صاحب وايي په دې نړۍ کې هیڅ خوشالي بې غمه نه ده هر ګلاب ځوز لري

هر کجا نوش به چشم آمده نيشى دارد
در گلستان جهان يک گل بى خار نبود

هرچیری چي نوش لیدل کیږی نېښ لري
د دې نړۍ په بڼ کې یو ګل بې ځوزه نه دی
دیار د بی رحمی په هکله وايي
ســـــــــــخت تر ميگردد دل ســـــــــــــــــــــــــــــــنگين او
بشکند بعد از نمک خوردن نمکدان بى لحاظ
لاسخت کیږي دهغه بې پروا ډبرین زړه
ماتوی نمکدان د مالګې خوړولو وروسته
استاد بیتاب په کال ( ۱۳۴۷ ه ش) په کابل کې د( ۸۳ )کلني په عمر مړ سوی دی