د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قطر کې د طالبانو سیاسی د فتر خلاصونه بریا ده که اشتباه

فرهاد افغان 01.02.2012 23:23

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د ډیری مودی څخه داسی خبرونه به خپرېدل چی د امریکایانو او ‌طالبانو ترمینځ په مختلفو ځایونو کی لیده کاته شوی او خبری روانی دی خو د اسلامی امارت ویندویانو به همیشه دغه خبری د ماتی خو‌ړلی  دشمن وارخطایی ګڼله او ددی نه زیات به یی څه نه ویل ، خو اخره کی غربی نړی رسنیو دغه خبری راوسپړلی او په اخره کی ټولو لورو دا ومنله چی هو مذاکرات روان دی او د هرچا خپل خپل تحلیل وی خو زه هم غواړم په همدی هکله خپل د زړه خوالی درسره شریکی کړم .

لومړی دا چی : کله په امریکا کی د یولسم سبتمبر پیښه رامینځ ته شوله او امریکایانو سم د واره د پیښی الزام  په افغانستان کی میشت  د افغانانو سره د روسی ښکیلاک سره د جکړی اتل او ددوی د ټولو ښو او بدو کی شریک شیخ اسامه رحمه الله ته ونیوله  او د افغانستان څخه یی غوښتل چی محترم شیخ صاحب امریکایانو ته وسپاری او د هغوی د خوښی ملا تړ وکړی چی څه یی زړه غواړی هماغه پری وکړی نه یی ددنیا اصول منل او نه یی افغانی عنعناتو ته کومه توجه کوله  ، او هماغه وه چی د افغانستان اسلامی امارت خپل دریځ وړاندی کړلو چی که دنیا او په ځانګړی ډول امریکا سره د شیخ صاحب په خلاف کوم ثبوت او شواهد وی نو د افغانستان په داخل کی د محکمی ته وړاندی کړی ترڅو همدلته پری محکمه وچلول شی او که تورن وپیژندل شی چی محاکمه هم شی خو  امریکایان د خپل غرور په نیلی سپاره وه او همدا یی غوښتل چی یا مونږ سره او یا هم زمونږ ددشمن سره ، او طالبانو د بیا بیا غوښتنی پسی بیخی سر نه ګرځولو او دا به یی ویل چی د خبرو وخت نه دی بلکی د عمل وخت دی باید د نورو په شان زمونږ غوښتنه په عن او من سره و منل شی، خو د اسلامی امارت رهبری شوری او په ځانګړی ډول امیرالمومنین به خپل موقف تکرارولو چی مونږ افغانان میلمه پال خلک یو او هیڅکله زمونږ دینی امور مونږ ته دا اجازه نه راکوی او نه هم زمونږ ملی عنعنات دا اجازه راکوی چی مونږ دی داسی شومه  ګړنه ترسره کړو او افغانانو ته یی په خپل وینا کی وویل چی زه به هیڅکله داسی څه ونه کړم چی د افغانانو ګټلی نوم پری وشرموم او یا هم هغوی ته کوم پیغور جوړ کړم ، او طالبانو غوښتل چی دغه مسله د خبرو اترو د لاری حل کړی خو د بده مرغه چی امریکایانو به دا نه منله او همیشه یی خپله غوښتنه تکراروله چی مونږ ته یی و سپاری او مونږ پری د خپل قانون لاندی محکمه وچلوو ، نو خبره دا شوه چی د افغانستان اسلامی امارت د لومړی سر نه د مذاکراتو غوښتنه کوله خو امریکایانو ردوله خو د الله په فضل نن د افغانانو د قربانی په  برکت دادی نن امریکایان دیته مجبور شول چی د اسلامی امارت د استازو سره غواړی چی کینی او مذاکرات ورسره تر سره کړی خو دا چی د اسلامی امارت د استازو د خوندیتوب   مسئله وه نو هماغه وه چی د اسلامی امارت د خپلو استازو د خوندیتوب لپاره دا ومنله ترڅو په خارج کی یوه سیاسی نماینده کی ولری او د نړیوالو سره د افهام او تفهیم یوه غوره لاره ورته همدا ښکاره شوی دا پخپل ځای خو اوس خبره داده چی کومه یوه به ښه وی چی ایا د طالبانو اسلامی امارت د خپل نظامی فعال حضور سره چی هره ورځ یی نړیوال او په ځانګړی ډول امریکایان یی د سر په سترګو ګوری او یا هم په بله اصطلاح هره ورځ ورته  د سر په کاسه کی اوبه ورکول کیږی چی کوم ځای دوی ته د امن او حفاظتی ښکاری د اسلامی امارت سربازان هلته ځان رسوی او ددوی سره په هغه ژبه خبری کوی چی دوی پری ښه پوهیږی او هماغه د ټوپک د شپیلی خبره ده او یاهم ورته ځان پوری بم تړی او ددوی د ټانک او موټرو سره ځان الوزوی نو ښه به دا وی چی طالبانو د دفتر د خلاصونی پر ځای امریکایانو ته خپل زوړ موقف کلک ودریدل په کار وه او همدا یی ثابته کړی وی چی  دا منو درسره چی د امارت موقف د لومړی ورځی نه د مذاکراتو پلوی وه خو چی تاسی ونه منله نو نن چی زمونږ  مقاومت د بری تر پولی پوری رسیدلی دی نو مذاکرات هیڅ معنی نه لری بغیر ددی نه چی  د مقاومت مسیر بل اړخ ته واړوی او یا هم د مقاومت تعبیر نړی ته غلط وړاندی کړی شی بله هیڅ معنی نه لری ، او د افغانستان اسلامی امارت رهبری شوری دا باید په یاد ولری چی کله هم چا د امریکایانو سره سترګی په سترګی کړی او د هغوی هری ناروا غوښتنی ته یی د نه ځواب ورکړی او یا یی هم خپل حق د هغوی څخه  په زور غوښتی نو هغوی سر لوړی وی او د خپل ملت سره وی او چی کله هم چا د امریکایانو سره د خبرو او یا هم هغوی ته د غلامی سر ټیټ کړی نو نتیجه یی دا راوځی چی هم یی دین لاړ شی او هم یی حکومت او یا هم د هغوی په مرګ تمامه شوی وی که لری لاړ نه شو او یواځی د عراقی او لیبیایی مشرانو شالید وګورو کله چی د عراق ولسمشر صدام حسین    د امریکا سره د خبرو لار نه وه نیولی او یا یی هم د هغوی د لابیانو  تر تاثیر لاندی نه وو نو خپل ملک باندی یی بی تاجه بادشاهی کوله خو کله چی د امریکایانو  دلاس اله شوه نو هماغه وه چی لومړی یی په کویت ورګرم کړلو او ورپسی یی خلیج ته خپل عسکر هم داخل کړل او دادی په اخره کی مونږ ولیدل چی د عراق حکومت یی نسکور کړلو او صدام حسین  یی  د اختر په ورځ په دار راوځړولو هم ، او همدارنګه د لیبیا ولسمشر ډکرمن قذ افی چی کله د امریکا  دشمن وو او د لاکربی د واقعی عاملین یی چی نه غوښتل امریکا ته وسپاری او همدارنګه یی په هیڅ صورت کی نه غوښتل چی ددی پیښی مسوولیت د ومنی نو هماغه وو چی سری سترګی ګرځیدلو او هماغه کرنل قذافی وو چی د ملل متحد په د فتر کی یی د ملل متحد منشور شکولو او بیا یی د ناستو د نړی د مشرانو مخی ته غورځولو خو چی کله یی بیا د خپلی دغه موخو شاته و غورځول او حاضر شولو چی د لاکربی د واقعی متهمین امریکا ته وسپاری او ددی سره په څنګ یی د هاغه امریکایانو چی په پورتنی واقعه کی مړه شوی وه د هغوی دمړو ورثو ته یی په میلونها ډالر هم ورکړل او د هغوی سره یی روغه جوړه وکړله او هم یی د هغوی د هری خبری د منولو لپاره سر خم کړلو نو هماغه شو چی نړی وکتل چی د لیبیا حالت څه شول او هم په ځانګړی ډول د ډګرمن قذافی زخمی بدن او هم د هغه مړی یی د لیبیا په کوڅو کی کش راکش شولو او نړی ولیدلو، او یا هم لږ مخګی د اسلامی نړی یو بل اتل عمر المختار وو چی کله یی استعمارګرانو سره د خپل هیواد په اړه مذاکرات وکړل اګر که هغه بیا هم په خپل موقف ټینګ وو او هیڅ یی د تنزل ونه کړلو خو بیا هم دښمن ته موقع په لاس ورغلله  او هماغه شولو چی د لوی جنګونو تابیا یی ونیوله او د عمر المختار په نیونه او ورپسی په اعدام یی تمامه شوله .

نو همدا لامل دی چی مونږ د خپلی لر لید په اساس د افغانستان اسلامی امارت رهبری شوری ته په یاد ورکوو چی خیال کوی هسی نه چی خدای مه کړه ګټلی مقاومت د معمر القذافی او یا هم د صدام حسین په برخلیک وا نه وړی او یا هم خپله قهرمانی د دغسی بی هوده او خوشی عبث مذاکراتو ښکار نه شی .

بله دا چی مونږ وایو چی کاش مذاکرات شوی وی خو په داخل د افغانستان کی ځکه دنیا هم دا منی چی د افغانستان اسلامی امارت اتل او قهرمان ځوانان د افغانستان په مختلفو ولایاتو کی شتون لری او حتی بعضی ولایاتو کی مختلفی غټی ولسوالی هم ددوی سره شته که داسی ممکن وی نو د هغی ولسوالی او یا حتی د هماغه ټول ولایت ضمانت اخستل شوی وی او همالته د نړیوالو سره مذاکرات هم شوی وی ځکه ټولی نړی ته بهتره معلومه ده چی قطر د ټولو خلیجی هیوادو څخه زیات د امریکا تر تاثیر لاندی دی او که په بل عبارت وویل شی چی ټول قطر د امریکا  د یو غنډ مثال لری کمه به نه وی نو ښه دا وه چی د امارت مشرانو د قطر پرځای داخل ته غوره والی ورکړی وی  او همدا یی په نړی منلی وه چی په رشتیا هم د امارت سره څه واقعی ځمکه شته.

بله دا چی د امارت د رهبری شوری څخه دا غوښتنه لازمی ګڼم چی امریکا کی یو ځانګړی ډله وجود لری چی ددغسی مذاکراتو لپاره تری کار آخستل کیږی چی هغی ته لابی وایی او دغسی مذاکراتیانو ته لابیستان ویل کیږی چی په هره دوکه بازی او فریب کی ساری نه لری د هغوی د پاره د خپل کمزوری ټیم لیږل هم د ناکامی په لور بیونکی دی ، زما مطلب دا نه دی چی لیږلی ټیم د کار وړ نه دی خو مګر دا وایم چی لیږلی ټیم څخه زیات هوښیار او د سیاسی پوهی خاوندان د امارت په لیکو کی شته دی باید هغوی دی خدمت ته وړاندی شوی وی ځکه زما په اند دغه ټیم کی څه داسی خلک وجود لری چی هغوی یواځی په انکلیسی ژبه او عربی قواعدو برلاسی لری ددی نه زیات هیڅ نه دی سیاسی بصیرت او درایت یی کمزوری دی او په هیڅ صورت د هغه لابیستانو مقابله نه شی کولی ځکه په همدی ډله کی داسی خلک فعلا وجود لری چی د سیاف او طالبانو تر مینځ یی مذاکرات او ضمانتونه کړی وه خو هماغه وه چی شیخ الحدیث سیاف بیا تری خپلی ګټی پورته کړی او د امارت سره د مذاکراتو هیڅ پروا یی نه ده کړی او بیا ددی سبب شول چی د مسعود په مشری ایتلاف د طالبانو څخه چهاراسیاب ونیسی ، او داسی هم شوی چی مذاکرات د کمزوری ټیم له خوا مخکی وړل شوی چی نتیجه یی د دشت لیلی قتل عام شوی او یا ورپسی د قلعه جنکی  خیانت مخی ته راغلی .

نو پکار ده چی اسلامی امارت خپل مذاکراتی ټیم لږ پیاوړی کړی همدا وجه ده چی ددوی مقدماتی خبری کول هم ډیر کمزوری مخی ته راغلی.

یوه خبره چی تر اوسه تر مخه راغلی هغه د بندیانو د تبادلی خبره مخی ته راغلی هغه داده چی تر اوسه پوری د میډیا د لوری دا خبره مخی ته راغلی چی د اسلامی امارت کاری ټیم د هغه دری تنو بندیانو راخلاصی مخی ته راغلی چی د هغوی د جملی نه  ملا فضل ، ملا نوری ، ملا خیرخواه نومونه ښکاره شوی خو د بده مرغه دا ډیره کمزوری خبره ده ځکه د ګوانتانامو بندیان ټول د اسلامی امارت د وخت بندیان دی او هغوی که عرب دی او که عجم افغانی دی او که د هر هیواد خو دا ټول د اسلامی امارت اعضا وه او یا یی هم میلمانه ، نو میلمانه هم د افغانی دود سره سم د کوربه حق ګرځی چی د هغوی د راخلاصی د پاره هڅی وکړی لکه د خپلو وګړو د پاره یی چی کوی ، او همدارنګه د افغانستان په داخل کی او په پاکستان کی هم د اسلامی امارت وتلی اتلان بندیان دی د هغوی د خلاصی هڅی د چا په غاړه دی ؟ دا ټول د اسلامی امارت د وجهی د امریکا دپاره نیول شوی ځکه دوی د امریکا دګټو مخالف دی نو همدا لامل دی چی باید د اسلامی امارت یی د امریکایانو سره  د ټولو بندیانو د خلاصی په اړه خبری وکړی.

او بله خبره د تور لسټ ده دا باید په پام کی ونیول شی چی د امریکایانو تور لست ډیر محدود دی او یواځی څه د پاسه دوه سوه کسه پکی شامل دی خو د هغی د جملی نه څه  د پاسه پنځوس کسه خو فعلا د ددوی سره غاړه غړی دی او یا هم ددوی د نظام لاندی شپی او ورځی تیروی خو امریکا یانو چی په دا تیرو لسو کالونو کی په زرهاو افغانان ښځی او سړی یی نیولی او د ګوانتانامو او بګرام او ورسره په پټو زندانو کی  شپی او ورځی تیروی نو ایا هغوی هم  چرته په تور لستو کی وه ، خو خبره داده چی د امریکایانو تور لست د افتخار خبره ده ، ځکه څوک چی د امریکایانو په سپین لست کی دی هغوی د ذلت شپی او ورځی تیروی خو د تور لست خاوندان یی د فخر او عزت شپی او ورځی سبا کوی.

نو اوس دی خبری ته راځو چی د اسلامی امارت پورته یادو شو نقطو سره په پام نه لرلو کی ایا دوی بریا تر لاسه کړه او که اشتباه یی وکړه همدا یقینی خبره ده چی څوک د هر چا په خوله پاستی نه شی غوړولی خو همدا یو حقیقت دی چی اسلامی امارت د خبرو او مذاکراتو د لاری دا یوه اشتباه ده چی اسلامی امارت وکړله او هغه داده چی باید مذاکرات شوی وی خو په داخل د افغانستان کی نه دا چی په خارج کی شوی وی او نه دا چی د قطر په شان د امریکایانو د یو قوی قرارګاه په څنډو او غاړو کی بله دا که د خبرو ضرورت وی نو باید د قوی ټیم له خوا مخګی بیول شوی وی نه دداسی کسانو چی د هغوی سره په سیاسی ډګر کی هیڅ انډول نه دی باید د هغوی سره یی د خپلی لیکو څخه یی د قوی ساسی بصیرت او درایت خاوندان یی مخی ته کړی وی او ورپسی یی د یو قوی مقدمی او تمهیدی خبرو سره مخی ته راغلی وی ترڅو نړی او په ځانګړی ډول افغان  ولس ته دا معلومه شوی وی چی مذاکرات د ‌طالبانو مجبوریت نه دی بلکی دا د مقابل لوری مجبوریت دی او طالبانو ددوی د مجبوریت څخه د خپل هیواد او هیواد والو ته  د ګټی او سرلوړی په باب خبری اتری تر سره شوی وی .