د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکا بايد ماته شي !

لطف الله خيرخوا 31.01.2012 10:57

که په مذاکراتو کېدلای نو اوس به حماس له فلسطينه اسرائيل پاک ويستلي وو او له الفتح ګوند سره به يې په ګډه حکومت کړی وای. حماس چې څومره له خپل جهادي موقفه تنازل وکړ، هغومره الفتح او اسرائيلو خپله خبره ټينګه کړه!!
که په م‍ذاکراتو کېدلای هندوانو به لا پنځوس کاله مخکې کشمير پرېښی و، خو کشميريان جهاد نه کوي او نور خلک يې په "شه رګونو مه رګونو" غولوي او هندوان بې له جهاده په بل څه رام کيږي نه!
که په مذاکراتو کېدلای نو سوډان به دوه ټوټې کېده نه...که په مذاکراتو کېدلای نو عبدالله نوري به اوس په تاجکستان کې اسلامي حکومت اعلان کړی و، همداسې يې وغولول لکه دا اوس يې چې موږ ته لومه ايښې. دادی تاسې واورېدل چې اوس په تاجکستان کې له اتلس کلنۍ مخکې څوک نه مسجد ته تلای شي، نه قرآن ويلای شي او نه حج ته تللای شي!!
سوال دادی چې ولې مذاکرات نه کاميابيږي ؟ ولې مذاکرات د حل لاره نه ده ؟ ځواب ساده او ډېر لنډ دی : "ارزښتونه مو سره په تضاد او تناقض کې دي".
موږ په ايکي يو الله جل جلاله داسې ايمان لرو، چې يوازې همغه په هره چاره کې خپل حاکم او خدای ګڼو، زموږ بندګي يوازې او يوازې همغه ته ده او بندګي يوازې او يوازې همغه پورې خاص ده، دا زموږ د کلمې طيبې لومړۍ جمله ده(لا اله الا الله).
موږ بې له اسلامه بل هيڅ شريعت او قانون نه منو. موږ له اسلامه پرته بل هيڅ ثقافت د انسان له قيمت سره برابر نه ګڼو، زموږ فيصلې به په محمدي شريعت کيږي، زموږ اساسي قانون همدا محمدي شريعت دی، دا مو د کلمې طيبې دوهم جزء دی(محمد رسول الله).
امريکا موږ سره دا مني ؟ د امريکا په نيلي سپاره ټپ اندي چارپوهان، سياستوال، ملايان، ليکوال او شاعران يې راسره مني ؟ هغه زاړه بې رحمه او نا لايقه کمونستان خو لا په ځای پرېږده چې له پخوا يې حقد او بغض په سينه کې دی!
دوی هغه وخت ولې مذاکرات نه کول چې (يا له موږ سره يا له دښمن سره) جمله يې د ژبو پر څوکو سپره وه ؟ جګړه موږ پيل کړه، که دوی ؟ چا چې جګړه پيل کړې همغه دې توبه وباسي او د جګړې تاوان دې وګالي.
موږ پوهيږو چې اسلامي امارت تراوسه داسې اقدام نه دی کړی چې د مذاکراتو په رابطه نا اسلامي وي، شايد د { وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا} پر اساس دا اقدام شوی وي، خو دلته څه سلوکيات شته چې بايد په دې مذاکراتو کې د هغې مراعات وشي :
صراحت او قاطعيت : د حديبې صلح په اړه چې د سيرت علماو کوم روايات ذکر کړي، چې د صلح بندونه او د بندونو د ليکلو محتوی يې څنګه برابره کړې، نو ددې وخت ضعيف الايمانه مسلمان يې هم نشي زغملی! نه پوهيږو چې هاغه وخت به د حضرت ابوبکر، حضرت عمر، حضرت علي او نورو صحابه رضي الله تعالی عنهم اجمعين په زړه څه تېر شوي وي ؟
د صلح د سختۍ او په صلح کې د ظاهري تنازل له امله نږدې صحابه کرامو د حلق پر مهال يو بل له غمه وژلي وای، خو حتی ددې خپګان د رفع کولو او د مسمانانو د مشاعرو د ساتلو لپاره هم رسول الله صلی الله عليه وسلم صلح په پټه ونکړه، ځکه چې هغه دا دده د امت حق ګاڼه چې په خپل برخليک بايد پوه وي، هغه څه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په پټه کول چا ترې پوښتنه نشوای کړای چې څه دې وکړل ؟ خو هغه کله داسې کول چې خپل پيروان له واقعيتونو لرې وساتي ؟
موږ د داسې فلسفې پيروان يو چې بې له واقعيته هيڅ خيالي او وهمي تعامل نه مني. دا يو واقعيت دی، چې د قطر مسئله يا عموما د مذاکراتو مسئله تر اوسه له ملته پټه پرته ده. مثلا د امارت لخوا بايد د خپلو مذاکراتي اصولو اعلان په ښکاره او واضح موقف کې وشي. د مذاکراتو د اجنډا تعيين او تحديد بايد له هر څه لومړی وشي. د دې دومره لويې قضيې په اړه دوه پراګرافه اعلاميه بس نه ده. بايد د مذاکراتو د طرز او د اجنډا مهم نکات په ګوته شي او خلکو ته وښودل شي. موږ دا جنګ چا سره په پوله پټي نه دی روان کړی، نه مو څه ذاتي معامله شته چې د شرم باعث به شي.
دا له هرڅه وړاندې د اسلام خبره ده، که له اسلمي حيثيت پرته ددې خاورې مجرده خبره وای اوس به يې کرزی سرچپه زوړند کړی و، خو خبره اسلامي ده او بلې خواته بېول يې له اسلام او اسلامي عقيدې سره جفا او خيانت دی.
د مذاکراتو په اړه دې ټول معلومات له قطر څخه ورکړل شي
دفتر خلاص شوی او په اړه يې نظامي وياند ذبيح الله مجاهد له نامعلوم ځايه څرګندونې کوي!! د قطر د مذاکراتو په اړه بايد ټول جزئيات له قطر څخه خپاره شي، تر ځو د هغه دفتر د فعاليت او رغنده حرکت ثبوت وړاندې شي. دلته بيا خبره ابهام ته ورګرځي، چې تر اوسه حتی د امارتي مذاکرينو برخليک هم خوندي نه بريښي. يا خو دې ذبيح الله مجاهد هم قطر ته لاړ شي يا دې د قطر دفتر ځانګړی وياند وټاکل شي.
که موضوع داسې وي، چې قطر دفتر خلاص شو، خو مذاکرين دې د بندو دروازو تر شا کيني، نه دې ژورنالستان ورپرېښوول شي، نه دې دوی کومه اعلاميه له هغې دفتره خپره کړي، نو ددې دفتر پرانستل څه معنا ؟ ددې پر ځای که چرته له کومې هسکې څوکې اواز راوتلای نو اغېز به يې تر دې ډېر و. د اسلامي امارت د حيثيت خبره دقطر دفتر پورې تړل د اسلامي امارت حيثيت پورې خندا ده. اسلامي امارت ځان په ميدان کې ښوولی او هغه خلک په دې ښه پوه دي، چې اسلامي امارت سره مخامخ په جګړه بوخت دي. د قطر دفتر پرانستل د اسلامي امارت د سياسي نشاط څرګندوی دی، خو اغېز به يې هله منل کيږي چې همداسې ترې امريکا وترهيږي، لکه له ټوپکه چې زاره چاودې شوه او همداسې پکې بغاوت ښکاره شي لکه په مقابله کې چې ترې ياغي باغي غورځنګ وهي.
ددې معنا هيڅکله دا نه ده چې لهجه دې خرابه وي، يا دې سياسي نزاکتونه مراعات نکړي، بلکې دا دفتر بايد په خپل سياسي قوت پراته قدغنونه مات کړي او په خپله ژبه او څېره نړۍ ته مخاطب شي، نو دا به په سياسي ميدان کې د امريکا ماتې وي او امريکا بايد ماته شي!
هغه چانسونه چې امريکا ته د مصئونيت ضمانت ورکوي، بايد ددوی له لاسه وتروړل شي او له هغو چارو ځان وساتل شي چې موقف کې تغيير راولي يا هم په سياسي کمزورۍ دلالت کوي.