د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هندوستان په پونا کې فرهنګپالو د مشاعره وکړه

محمد ریاض سادات 29.01.2012 15:30

د۲۰۱۲ کال د جنوري په دوویشتمه د هندوستان د پونې په ښار کې افغان مېشتو فرهنګپالو زده کړیالانو یوه مهالنۍ مشاعره ترسره کړه چې په غونډه کې د دوه سوه و څخه ډېرو ګډونوالو برخه اخیستې وه. مشاعره د مازدیګر په پنځه بجو د پاک قرآن په تلاوت سره پېل شوه او ورپسې د هېواد ملي سرود وغږول شو.
د غونډې د پیل په شېبو کې ګډونوالو ته د ځینو ښاغلو ادبي مشرانو غږیز پېغامونه واورول شو او بیا ورپسې ګډونوالو په خپل وار سره خپل شعرونه او ادبي توکي وړاندې کړل. په مشاعره کې د شعرونو تر څنګ د ځینو نومیالیو شاعرانو لکه خوشال بابا، حمزه بابا او عبدالروؤف بېنوا په ژوند باندې هم رڼا واچول شوه.
د غونډې په پای کې افغان شاه زلمیانو خپلې څڼې وغورځولې او یو ښکلی اتڼ یې تر سره کړ چې د ګډونوالو د لاسونو په پړکا سره بدرګه شو. غونډه د ګډونوالو له خوا په په خورا مینه او ولوله سرته ورسېده چې راغلي ملګري د مشاعرې څخه ډېر خوښ ښکارېدل. د غونډې د برخوالو په وینا د مساپرۍ او زده کړیالۍ په جریان کې دداسې غونډو جوړول انسان ته خوښي او حوصله ورکوي او د پښتو او ورورولۍ مینه یې لا پسې تازه کېږي. په غونډه کې د ځوانانو سربېره ځینو پونا مېشتو افغان نجونو هم ګډون کړی ؤ. د مشاعرې ګډونوالو دداسې غونډو په بیا بیا جوړولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې دداسې ناستو لړۍ به جاري ساتي.