له افغانستان څخه د انسانانو قاچاق د کال ۱ بلین ډالرو ته ورسید
21.01.2012 23:27واشنګټن پوست د ننۍ ګنی په یو راپور کی راکاږی چه د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او د جرمونو نړیوال دفتر د احصایی پر اساس د افغانستنان او پاکستان څخه د افغانانو د قاچاق تجارت د کال یو بیلیون ډالرو ته رسیدلی دی.
واشنګټن پوست راکاږی چه هغه کسان چه د خپل سفر د نهایی هدف ته د رسیدلو په موخه قاچاقبرانو ته پیسی ورکوی د څو سوه ډالرو نه نیولی آن تر ۲۵۰۰۰ ډالرو پوری رسیږي. چه دغه نهایی اهداف د ایران څخه شروع او تر اروپا او امریکا پوری رسي.
غربی هیوادونو ته د افغان کډوالو دغه غیر قانوني لاری د خطرونو سره سره کله نا کله د ډیپورتیشن (واپس کیدلو) څخه هم ډکی وی، ځکه چه نن سبا اکثره مترقی هیوادونه افغان کډوال سیاسی نه بلکی اقتصادی کډوال ګڼي او بیرته یی خپل هیواد ته واپس کوي. خو بیا هم ددومره خطرونو سره سره یوازی تیر کال په ۲۰۱۱ میلادی کال کی د ۳۰۰۰۰ څخه زیات افغانانو خپل هیواد د نورو هیوادو ته د رسیدلو په تکل پریښودلی دی. چه له دی سره د ۲۰۱۱ میلادی کال د ۲۰۱۰ کال په پرتله د افغان کډوالو د شمیر په نسبت ۲۵٪ زیات وو. دغه احصاییه ۴ کاله وړاندی دری ځلي کمه وه.
تیر کال د دغو کډوالو څخه چه په یوه کشتۍ کی سپاره وو او د استرالیا په لور یی تکل درلود ۲۰۰ تنو په شاوخوا یی په دریاب کی غرق شول. چه البته په کښتۍ کی د نورو هیوادو کډوال هم وو خو زیاته برخه یی افغانان وو.
په دقیقه ډول د افغان کډوالو احصاییه هیچا ته معلومه نه ده او یوازینۍ خبره چه واضح ده هغه دا ده چه د افغان ګډوالو د نړیوال دفتر د راجستر شوی احصایی څخه لوړه ده.
د افغانستان د خارجه وزارت د وینا پر اساس یوازی ۵۰۰۰۰ زره افغانی کډوال په غیر قانونی ډول یونان ته په تیرو دوه کلونو کی داخل شوی دي.