د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سيمې ته د ګراسمن سفر او د افغان حکومت بایلونکې لوبې

نجیب منلی 21.01.2012 12:31

په کوم اعتبار؟

ولسمشر کرزي ته نېږدې کړیو په دې وروستیو کې له مطبوعاتو سره خواله ډېر کړي او په یوه خوله وایي چې «امریکایان موږ له خبرو لېرې ساتي». د ولسمشر د دفتر رییس وایي چې «امریکایان موږ په منظم ډول په جریان کې ساتي خو موږ له ټولو جزییاتو نه یو خبر!»
افغان ولسمشر له کلو راهیسې له «مرورو وروڼو» سره د پوخلا کېدو په لټه کې و خو په دومره موده کې پر دې هم بریالی نه شو چې ولس ته جوته کړي چې مرور وروڼه څوک دي. د سیاسي اپوزیسیون په نامه تنظیم شوو ډلو ټپلو ته چې کله هم موقع په لاس ورشي د ولسمشر «وروڼه» په مسخرو یادوي. په لومړي سر کې افغان ولسمشر د خپلو «وروڼو» له پاره په بهر کې د یو سیاسي دفتر د جوړېدو هيله وکړه. په میاشتو، میاشتو افغان چارواکیو له «وروڼو» سره خبرې اترې درلودې، ان تر دې چې د سولې د عالي شورا د رییس قاتل هم د همدغو چارواکو په مرسته د استاد رباني تر استوګنځي ځان ورساوه. د استاد رباني تر مړینې وروسته د ولسمشر او د هغه د دیپلوماتانو خیالونه په ناڅاپي ډول بدل شول. هغه «وروڼه» چې ولسمشر ورته د یو پوستي آدرس په لټه کې و، په یوه شپه کې په بې هویته اشخاصو بدل شول او ولسمشر اعلان وکړ چې نور نو یوازې له پاکستان سره خبرې کول غواړي. بیا چې کله په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو خبره وشوه افغان حکومت د یو ناڅرګند منطق پر بنسټ خپله ناخوښي څرګنده کړه، خپل  سفیر یې له قطره راوغوښت، او څو ورځې پرله پسې یې ساړه او تاوده یو ځای پوکول. د ولسمشرۍ ماڼۍ لا تر دې حده معقولیت ته لغته ورکړه چې ویل یې «د طالبانو دفتر باید په افغانستان کې وي!»
وروسته، کله چې د ګوانتانامو له شرمېدلي زندان څخه د څو تنو طالب مشرانو د خوشې کېدلو خبره وشوه، افغان حکومت بیا د یو عجیب سیاسي منطق له مخې دا چاره خپل «ملي حاکمیت» ته ګواښ وباله.
اوس چې د امریکایي چارواکو او د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفینو ترمنځ د خبرو لړۍ یوڅه دوامداره برېښي نو افغان حکومت وایي چې د خبرو مشري باید د دوي وي او امریکایانو ته ګوته نیسي چې ګواکې د دوی له سلا پرته له مخالفینو او ګاونډیانو سره ناستې ولاړې لري.
په دې کې هېڅ شک نه شته چې د افغانستان په اړه که خبرې کېږي باید د افغانانو تر منځ وي او د افغانستان حکومت، د نړۍوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوی سیاسي جوړښت، یې باید مشري وکړي. د افغان حکومت وسله والو مخالفینو په وارو وارو ویلي دي چې هغوی د ښاغلي کرزي حکومت د یو خپلواک لوري په توګه نه پېژني او امریکا سره نېغ په نېغه خبرې کول غواړي. ډېرو افغانانو، د حکومت د یو شمېر کړیو په ګډون، د مخالفینو دغه دریځ له ملي ګټو سره په تضاد کې وباله. د استاد رباني تر مړینې وروسته بیا د ولسمشرۍ له ماڼۍ سره نېږدې کړیو داسې څرګندونې وکړې چې افغان حکومت له پاکستان سره خبرو ته لېواله دی. که د مخالفینو هغه دریځ له ملي ګټو سره په تضاد کې و نو د ولسمشر دغه دریځ چې پاکستان ته یې د خبرو لوری وایه هم له ملي ګټو سره په تضاد کې و. پاکستان د ولسمشر غوښتنو ته، هغه د چا خبره، «د دوو نخودو ارزښت» هم ور نه کړ، امریکا د افغان حکومت له څپڅپاند دریځ سره ګوزاره کول د خپلو ګټو له پاره تاواني وبلل او یوه بله پروسه یې پیل کړه. افغان حکومت په خپل ټول قوت د دغې نوې پروسې د ناکامولو هڅه وکړه خو اوس چې په خپلې دغې هڅې کې پاتې راغی د سیاسي پروسې مشري غواړي.
د افغانستان د جنګ د ختمولو هڅې باید د افغانانو تر منځ د مخامخ خبرواترو له لارې وي. د خبرو د پروسې مخکښه اړخ باید د افغانستان قانوني حکومت وي. بهرنیان باید په دې پروسه کې یوازې د چارو د اسانولو په موخه شریک شيٍ او د تصمیم نیولو حق ور نه کړل شي. دا ټول هغه څه دي چې د افغانستان ګټې او سیاسي منطق یې غواړي خو په تېرو څو میاشتو کې د افغان حکومت ضد او نقیض دریځونو، له ډېرو ابتدایي سیاسي موازینو څخه د ولسمشر او د هغه د نېږدې چاپېریال سرغړونو، بې منطقه او ان، کله کله لېونيو، غوښتنو افغان حکومت دومره بې اعتباره کړی دی چې، د خبرو مشري خو لا پر ځای پرېږده چې څوک یې نه ورکوي، هغه د خبرو په اړه مالومات هم ورسره تر فلتر کېدلو وروسته شریکېږي. په دې شرایطو کې د افغان حکومت وروستۍ غوښتنې سړي ته هغه متل وریادوي چې «چا په کلي کې نه پرېښوده، ده ویل اس مې د خان په کور کې وتړئ!»
سیمې ته د امریکا د خاص استازي، ښاغلي ګراسمن، سفر داسې یو فرصت دی چې، که افغان حکومت ترې په هوښیارۍ ګټه واخلي، کولای شي چې د سولې خبرو اترو ته یو نوی او له ژمنو ډک لوری ورکړي. په تېره بیا چې په دې وروستیو کې د پاکستان د نظامي-استخباراتي دستګاه له خوا دیکته شوی سیاست تر ډېره  ځانمرګو عملیاتو ته ورته ښکاري.
وګورو چې افغان حکومت دا نوی فرصت بیا څه رنګه له لاسه ورکوي!