د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان دقهرمان اولمړني ستورمزلي درناوی دهغه له ټاټوبي څخه بهرکيږي

حبيب الله غمخور 20.01.2012 02:10

 داڅېرې دهېرېدونه دي !


لومړنی افغان ستورمزلی قهرمان عبدالاحد مومند

دمځکې پر مخ ټول ولسونه دخپلو وتلوهيوادوالوپه برياو وياړي،هغوي نازوی اوتاريخوال هغه دتاريخ پاڼوته رسوی ترڅودهيواد راتلونکي نسلونه دخپل هيواد دټولنيز،علمي اوفرهنگی برياواودهغوي له قهرمانانونه پوره خبرتياترلاسه  کړي .

متا سفانه زموږ په هيواد کي هرڅه دشخصې سمپتيو،اړېکو،حزبي ،سازماني،قومي اومنطقوي روابطوپر بنياد تاريخ پاڼوته سپارل کيږي اويادهغه کارنامې ديوه نسل نه تربل پوري رسېږي .

ځکه خو زموږ عام خلک وايي چي ژوندی وي په کاڼوئي ولي اوچي مړسی پرې ساندي وايي .داخبره ترډيره بريده دعالمانو،شاعرانو،اديبانو،هنرمندانواونوروکلتوري شخصيتونوپه هکله کېږي ،دبېلگې په توگه دابوريحان البېروني اودهغه پشان پخوانيو عالمانوله نومونوسره زموږ دااوسنۍ نسل اشنايي نلري ،سيدجمالدين افغان له وطن څخه فرارته مجبورسو،زموږلوي ليکوال اوپېژندل سوې څېره  کاتب هزاره ، دپياوړي وطنپال قيام الدين خادم صاحب ،اوالفت صاحب  نومونه دافغاني چارواکودخوښی پر بنياد يادېږي، پياوړی ليکوال اوسياسي څېره ښاغلي عبدالروف بينوا هډونه په امريکاکي خاوري سول،ښاغلی رښتين،استاد برېښنا،عبدالهادي داوي، عبدالرحمان پژواک ، تاريخ پوهان هريو غلام محمد غبار،احمد علي کهزاد،سيد قاسم رښتيا،نورمحمد تره کي،پوهاند عبدالحی حبيبي ،مير محمد صديق فرهنگ ،مشهورعالم رشاد،نوميالي اوهغه غوندي نور په سلهاووکسان چي که دټولونومونه راپيادکړم اودلته ئې وليکم زماليکنه به ددولت داوسنيواوپخوانيو چارواکو په وړاندي دنفرت وثېقه جوړه سي .داچي ژوندی دي هغه خودټولوهير اونړۍ په ډکه ده ،ددې پرځاي چي ددوي له عملي پانگې نه دخپل هيوادپه گټه استفاده سوې واي ،متاسفانه دمهاجرت په ستوزمنوشرايطوکښي شپې او ورځې سباکوي .

غواړم خپل ځوان نسل پدې خبرکړم چي تاسو دنړۍ دنوروهيوادونودولسونوپه دودډير وياړلي شخصيتونه اوڅېرې لری ،خومتاسفانه زورواکانواودولت واکانويوازي دخپل دولتي حاکميت دساتلواودوام په هکله فکر کړی ،دهغوي نه تاريخ ،تاريخي وياړونه اوتاريخي ارزښتونوساتل ،دعلمی ،فرهنگي اوادبی شخصيتونونازول اوهڅول نه داچي هيروه اودی ،بلکي ددوي لپاره بيگانه ول .ځکه خوياددوي له جملې يوشمير زموږځوان نسل ته په غلطه ورپېژندل سوی اوياددوي په علمي،ادبي اوتاريخي هڅواووړتياباندي دخپلو شخصی تنگ نظريواومختليفوتعصباتوپر بنيادسترگي پټې سوی دي .

 که هنري برخي ته راسودلته هم زموږ خوږژبې هنرمندان په ژوندکي ترټل سوی اوپه مړينه ورباندي ژاړي،دبېلگې په توگه استاد اولمير ،رحيم غمزده ،استاد رحيم بخش ،استاد سراآهنگ اوداسي نور .

په حقيقت کشي زموږ دوياړلي هيوادددنگودنگوغرونوپه لمنوکښي دټولنيز ژوندپه ټولواخونواوبرخوکښي وياژلي شخصيتونه روزلي خوپه تکراروايم زموږ دولتي چارواکودهغوي دناه ژوندي ساتلواوددوي له علمی پانگي نه دولس په گټه استفادې ته هيڅ ډول پاملرنه نده کړې .

هرڅه زموږ دولس نه پټ اوياددوي له نظره ليري ساتل سوي ،چي ډيره ښه بېلگه ئي همدا عبدلاحد مومند دي،پدې پوره باورلرم هغوي چي په ۱۹۸۰ کال زېږېدلي چي اوس ۳۲ کلن کيږي غوڅ اکثريت ئي ددې وياړلي شخصيت له نامه اوکارنامونه خبرتيانلري .

سوال پيدا کيږي داددوي گنا ده اوکه ديوبل چا؟ نه داددوی گناه نده ،داددولتي چارواکواواړونده علمي اواکاډيميکوادارو اومؤسسوگناه ده چي دبيلابيلوتعصباتوپر بنياد ئي کوښش کړی اويادې ملي مسوليت ته متوجه سوی نه دی چي ددې افغان ستورمزلي نوم دډله ايزورسنېواويانوروعلمي پروگرامونوله لاري زموږ تر ځوان نسل اوپه عامه توگه ترټولوورسوي .

زه به دده لنډ ژوندليک تردي تبصرې وروسته نشرکړم ،خوغواړم دې ټکی ته ستاسو پام راواړوم چي تاسوپه بل کوم هيوادکي ليدلي اويااورېدلي دي چي ديوه هيواد قهرمان اوهغه هم دعلم پداسي برخه کښي چي ولس پرې وياړلاي سی په مهاجرت  کښي ژوند وکړي اوخپله پوهه  دپردولپاره په کارواچوي .

عبدالاحد مومنددجگړې قهرمان نه بلکې لومړنۍ افغان ووچي دهغه وخت دشوروی نظام په مالي اومادي مرسته ئې فضاته سفر وکړ اوپه خپل دې سفرسره ئي نه يوازي داچي دافغانانواستعداداوتوانايي نړيوالونندارې ته کښېښودل بلکې ټوله نړۍ پدې خبره سول چي يوافغان هم فضاته پورته سواوپدې بڼه دعلم اوپراکتيک په ډگرکښي افغانان دنيک نامۍ اوسرلوړی لامل شو .

هغه لمړ نۍ افغان وو چي ديوه مسلمان په توگه ئي په نړيوال فضايي ستېشن (تم ځاي )کښي دقران کريم څومبارک آياتونه تلاوت کړه .

مومند لومړنۍ افغان ووچي دچارواکوپه سترگو اونظرونوکښي رټلې پښتو ژبه ئي دکوسموس اوفضایي اړيکوياپه بله اصطلاح ددوستوروژبه کړه .

اوس تاسو قضاوت وکړۍ !که لږ شاته ولاړسوله نن څخه زياتو کم ۵۱ کاله اوڅومياشتي پخوادپخواني شوري نه همدې تشيالۍ ياخلاته  يوري گاگارين دلمړنی انسان په توگه فضاته سفر وکړ ،هغه سفردومره اوږد نه وولکه دعبدالاحد مومند،مگر کله چي مځکې ته راستون سونونه يوازي داچي دهغه وخت شوروی نظام ټوله مشرتابه ئي مخته ورغلل بلکې سمدواره دشوروی نظام دحاکم حزب عمومی منشي اوسياسي بيروغړو ورسره وکتل اودده سره ئي دهغه دهڅونې په موخه يادگاري عکسونه واخيستل ،دشوري اتحاد دقهرمان لقب ورکړه سواوپه بې شمېره دولتي مډالونواونښانونوونازول شو.

ترهغه وروسته يوري گاگارين نه يوازي په ټول شوروي اتحاد کي چي دهغه وخت دحاکميت په کچه ئي دمځکې دکرې دريمه په واک کي وه وگرځاوه ،بلکه دامريکا په گډون په پنځولويووچوکې دزړه له کومي مېلمه اوهلته ئې سفرونه وکړل.

مگرعبدلاحد مومند چي وطن ته راستون شودعامو وگړولخواپه رښتياسره په خاصه مينه اومحبت اولمانځل سوخو دقهرمانی دلقب اودازادی دستوري نښان ترورکولووروسته لکه چي اړينه وه هغه ډول درناوي ونسو اونه هم ونازول سو،ترهغه نظام راوروسته خوتاسو خبرياست هيوادپرېښودلوته اړيستل سو .

متاسفانه زموږپه هيوادکښي هرڅه داډيالوژی ،سياسي،مذهبي اونوروسمپاتيواوانتي پاتيو،قومی اوژبنی اړېکوپر بنيادارزول کيږي ،همدا دليل دی چي دافغانستان لمړنۍ ستورمزلی ددې پر ځاي چي دهرچاپه حاکميت کښي ئي بايد ديوملي سمبول اوملي وياړلي  څېرې په توگه درناوي سوی واي ،دنوروعادي روڼ اندوپه ډول دوطن پرېښودلوته مجبور سو. هغه المان ته مهاجر سواودافغان چارواکوتل لپاره هيرسو. ديوه نظام چارواکو دکرزی صاحب په گډون دعبدالاحدمومند پوښتنه اوگروېږنه ونکړه اونه ئي هغه دې ته وهڅاوه چي خپل هيوادته ددې هيوادديوه ملکي قهرمان په توگه راستون شي .دوي يوازي خپلوان ،داړيکوپر بنياد شناخته گان اوپدې ورستيوکي چي امريکاپه افغانستان کي دکرزی اودتنظيمونورهبرانو ،جنگسالارو اوددوي په خوښه کسانوته  دولت جوړاو واک ئي ددوي پلاس ورکړ ، دافغانستان اوافغانانوسره دميني اودوي ته دخدمت ژمنتوب  ئې ټول له سرۀ هير کړل ،دوي اوچاپېريال ئي چي په مختلفودولتی دندوگمارل سوي يوازي دسبالپاره په بهرکي دځان اوخپلو کورنيولپاره مالي اومادي زيرموجوړېدوپه فکرکښي دي .

ماپه ۲۰۱۱ کال دجنوري پر ۲۸ مه يعنې له نن څخه يو کال اواته ورځي وړاندي  ديوې ژباړي په درشل کښي د((    دروسې باروړونکي هوايي بېړۍ دټاکل سوی هدف په لور وتوغول سول )) په بهانه پدې موخه چي ممکن زموږ کاڼه اوړاندي چارواکي خپلې تېروتنې ته پام وکړي دې خبرې ته اشاره کړې وه .

هغه داسي وه :  ((مسکوته څېرمه دروسې هوايي  پروازونودرياست له مرکز نه خبرورکوي چي نن دجنوری ۲۸ دروسې هوايي باروړونکې بېړۍ ((پروگريس)) دمسکوپر وخت پر څلوربجو اوڅلوېښت دقيقو د بايکانوردتوغنديوله توغونکی مرکز نه په بری سره دټاکل سوی هدف په لورهواته وتوغول سول اوخپل ورکړه سوی مدارپه لوردرومی .. . . . غواړم ځوان نسل ته ورپه يادکړم چي له همدې مرکز نه په ۱۹۸۸ ز کال داگست پر ۲۹ عبدالاحد مومند دشوروي فضانوردانو ولادیمیر لیاخوف اوډاکتر والری پولیاکوف سره يوځاي په يوه درې نفری گروپ کي فضاته ولاړ .ددوي هوايي بېړۍ سايوز ټي ام – ۶ هم دبايکانورله مرکزنه وتوغول سول .
ددوي بېړۍ دصلح په نامه هوايي ستېشن سره يوځاي شول . افغان هواباز ښاغلی عبدالاحدمومند په ټوله هغه موده کښي چي په فضايي بېړۍ کښي و،علمی تحقيقات سرته وروسول اوپه بری سره مځکې ته راستون شو.
عبدالاحد مومند افغان ولس يو وياړلی افتخاردی خومتاسفانه دافغان ولس دتاريخي وياړنودښمنان کوښښ کوی زموږدوياړلي تاريخ داورقه ورکه او دراتلونکی نسلونه دغه وياړلې څېره هيره کړي .
اميدواريم چي زموږ ځوان نسل دهغه درناوی وکړي اوډله ايزی رسنۍ دهغه په هکله څېړنيزی ليکنې اومقالې خپرې کړي ترڅوزموږ څوان نسل دقدرت دمستواوليونواوله هيوادسره دبېگانه ووله منگولوخلاص اوپه خپلو وياړنو پوره خبرسي ، داورته معلومه سي چي ددوي دوياړنودښمنان کوښښ کوي دافغان ولس افتخارات دکورنيواوبهرنيوتعصوباتوپر بنيادتر خاورولاندي کړي .
په شمشادتلويزيوني خپرونوکي کله کله وايي (( راځی چي خپل دوياړه ډک تاريخ ته په درنه سترگه وگورو اوخپل مشران ولمانځو))،داښه خبره ده خويوازي دمشرانوپه لمانځنونه کېږي راسی چي دخپل ولس ټول وياړونه راوسپړواوهغه نه يوازي داچي ولمانځوبلکي پرې ووياړواوراتلونکونسولونوته ټئي وروپېژنو.

پدې لسوکلونوکښي چي کرزی صاحب او انډيوالان ئي ددموکراسي اوغوړېدنې کلونه بولي دڅوگوتوپه شمير عالمانو،اديبانو،شاعرانو يادسوی اوهگه هم هغه وخت سوی کله چي ددوي په ياد غونډه کښي دولتي حاکمانوخپلې گټې ليدلې .که داسي نده نو ولې دکرزی اودهغه دنغري شاوخواکسانو،په ځانگړې توگه ددفاع وزارت  داشخص هير سو؟؟

ايادادشرم خبره نده ؟؟؟  چي پسله شاوخوا ۲۳ کالو دهغه چا کوم چي ورته دافغانستان قهرمان اولومړنۍ ستورمزلی خطاب کېږي  په ياد غونډه هغه هم په يوه بيگانه هيواداودافغان کډوالولخواجوړېږي اوټول افغانان ئې پدې ملي چوپړ وياړي . ولي ددې افغان دافغاني چوپړ  ياد غونډه اودده ددې ملي چوپړ چي په  رښتياسره ئي افغان ولس دنړئ له نورو پرمخ تللو هيوادو دولسونوسره جوگه کړ دلته بهر جوړېږي ؟ ايادادشرم خبره نده چي تير کال داپريل پر ۱۲ ديوري گاگارين دکيهاني سفردپنځوسمې کليزي نړيوالي غونډې ته دروسيې لخواهغه ته بلنه ورکول کيږي ؟خوپدې غونده کښي دافغان چارواکويواستازی هم گډون نلري  .

دروسانوئي کورودان چي دغه ويالی افغان ئي هيرنه دی اودنوروکيهانوردانوپه ليکه کښي ددوي دفعاليتونوديادپه خاطرغونډوته بلنه ورکوي .

په هغه محفل کښي چي  فضاته دلمړنی انسان يوري گاگارين دالوتلو(پورته کېدلو)دپنځوسمې کليزي په مناسبت  د۲۰۱۱ زکال داپريل پر ۱۲ جوړ سوی وو،فضا ته د عبدالاحد مومند له سفر څخه ددرويشت کالو له ترېدو وروسته دروسيې ولسمشر دميتري مدويديف لخواپه کرملين کښي روسی اوبهرنيو هوابازانوته مدالونه ورکړه سول .دنښانونواومډالونودوېشلوپه لړکښي چي دنړۍ دمختليفو هيوادنوهوابازانوته ۱۴ ددوستۍ نښانونه توضح شول .ښاغلي عبدالاحد مومند ته هم دروسيې دجمهوررئيس دميتري مدويديف دد۲۰۱۱ کال داپري د۱۲ مه ((۴۳۷))لمبر فرمان له مخې ددوستۍ نښان ورکړه سو.

که څه هم زورونکې ده خوبياهم تر نيست داښه ده چي افغانان که په خپل هيوادکي ديوچادهڅونې اودرناوی توان ،جرأت اوحق نلري ،نوپه بهرکي خوافغان چارواکي له نېکه مرغه پردوي خپل حاکميت نسې منلاي .

همدا دليل دي چي يوازي په همدي سويډن اوپه ځانگړې توگه دمالمو ښارکي دې ملي تشې ته دپاملرنې پر بنياد دخپل هيواد ټولوهغوشخصيتونودرناوی په خاطر غونډي جوړي سوي اودالړۍ به دوام ولري کوم چي په افغانستان کي دنابللو چارواکوله نظر ه ليري پاته سوی دی .

دادۍ دهمدې ملي چوپړپه درشل کښي دروان ۲۰۱۲ زکال  دافغانستان دهمدي هير سوي قهرمان اولمړنی ستورمزلی په ياد اودرناوی دده په گډون په مالمو کښي دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکزپه نوښت  لويه اوتاريخي غونده جوړېري .

پدې غونده کښي چي زمادمعلوماتوله مخې په افغانستان دننه اوبهردټولوافغانانولخوائي ملاتړ اوهرکلۍ سوی داروپايي هيوادودفرهنگی ټولنويوشمير شخصيتونه اودافغانستان دپخوانۍ هوايي قواويوشمير پېلوټان په وياړ سره پدې غونډه کي دگډون په موخه دنړۍ له مختليفو هيوادونه تشريف راوړي  .

افسوس ! سل ځله افسوس !

کرزی صاحب نوي ټېلوټان روزی خوزموږ هغه هوابازان چي نړۍ ددوي په برياو،پروازونواووطن سره ميني ته گوته په غاښ نيولې  اوس يوازي دخپل هم مسلکه په ياد غونده کي برخه اخلي اودهيوادنه ليري دمهاجرت له ستونزوسره لاس اوگرېوان دي.

دزړه درد مي دهري پېښي په ليدودومره ډير سي چي غواړم په يوه شپه کتابونه وليکم خو فيزيکي اوتخنيکی توان ددې کاراجازه نه راکوي ،هغه زمادهيوادوالوخبره کې ددې سياسي سوداگرو درغلیو اوخيات ته زيات متوجه وې ليونې به سې .نوزه نه غواړم هغه خوشحاله کړم کوم چي دافغان په نامه ئي دخپل وطن پلورلواوبربادی ته ملاتړلې اوهر هغه څه په وياړ سرته رسوی کوم چي دده گمارل سوی ورته امر کوي .خبره دوياړلي اوښاغلي عبدلاحد مومند لند ژوندليک په ليکلو رانغاړم .

له هوابازۍ نه تر ستوريونۍ

ښاغلی عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹ز کال دنومبر دمياشتي په لمړۍ ورځ د غزني ولايت د سردې د کلي  د محمد سرور په متدينه کورنۍ کښي کې دنياته سترگي غړولې دي .ابتدايه زده کړې يې تر ديم ټولگۍ پوري د سردې کلي په ابتدائيه ښوونځۍ او وروسته د غزني  دسلطان شهاب الدين ليسه کي شامل سوی اوبيا د کابل دحبيبې  ليسې کښي زده کړوته دوام ورکړ چي په ((۱۹۷۶)) زکال دحبيبې دليسې نه فارغ اودکانکورتر آزموينې  وروسته د کابل د پولي تخنيک انستيتوت  کښي  دجيولوجي په انستيتيوت کي عالي تحصيلاتوته تر دوهم صنف پوري دوام ورکړ .

ښاغلی مومندپه ۱۹۷۸ ز کال د پيلوټۍ په برخه کې دزده کړو لپاره شوروي اتحاد ته ولېږل سو،چي په ۱۹۸۱ زکال  ئې  دکراسنودار اوکيف  په  پوځی هوايي مسلکي مکتب کښي  د پيلوټۍ په برخه کي مسلکي زدکړي  په برياليتوب سره پاي ته ورسولېاو وطن ته رستون سو .

ښاغلى عبدالاحد مهمند هيواد ته له راستنيدو وروسته او له ۱۹۸۱ نه تر ۱۹۸۴ کال پوري  د بگرام په هوايي ډگر کې د هوايي قواوو د پيلوټ په توگه دنده سرته رسول . د ۱۹۸۴ زکال نه  تر ۱۹۸۷ زکال  پورې د لوړو اومسلکی زده کړو لپاره دوهم ځل داوکراين هيواد د کيف په ښارکي ديوري گاگارين په نوم پوځی هوايي اکاډمي  کښي عالي اومسلکي تحصيلات وکړل  .

په ۱۹۸۷ زکال دنومبر په مياشت کښي ښاغلي  عبدالاحد مومندله نوروپيلوټانو سره لکه محمد دوران ،محمد جهيد،اقا جان،سراج الدين،امير خان،خيال محمد،شير زمين سره يو ځاى د کيهاني پرواز لپاره په روغتيايي معايناتو کې برخه واخيستل ,دغومعايناتو پنځه  مياشتي دوام وکړ . له روغتيايي معاناتونه وروسته ،دووستورمزلوښاغلی محمد دوران اوښاغلی عبدالاحد مومنددکيهاني پرواز لپاره وټاکل شول .

د۱۹۸۷ زکال ددسمبرپر ۱۲ عبدالاحد مومند داتوکانديدانوله جملې نه يوله هغوکسانوڅخه وټاکل سودچي پرواز لپاره اماده سي .د۱۹۸۸ کال دجنوري په مياشت په مسکوکي عبدالاحد مومند داساسی کانديد ددوبلور ياځاي ناستي په توگه وټاکل سو،دهمدې کال دفبروري دمياشتي پر ۲۶ مه ښاغلى عبدالاحد مومند او ښاغلی محمد دوران  محمد دوران چې اوس دافغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان دی،دکيهاني پرواز د چمتوالي لپاره ديوري گاگارين په نوم کوسموس (خلا)ته دپروازونوپه مرکزي کي  زده کړي پيل کړې ،داپريل په مياشت کښي داساسي پرواز کونکی په توگه  تر روزنې لاندي ونيول سو .

ددې کاردليل داو چې ښاغلی محمد دوارن  د اپنډکس په ناروغۍ اخته سواوداپنډکس عمليات ئي وکړ . دهمدې دليل له مخې کوسموس (فضاياتشيالی )ته دالوتونودقانون  له مخې هغه چاته اجازه نه ورکوي چي تر عملياتو وروسته پداسې الوتنه کښي برخه واخلي ،ځکه نوداپريل په مياشت کي ښاغلي مومند داصلی هوابازاوفضاته دتلونکی په توگه د چمتوالي لپاره تر روزنې لاندي ونيول سو .دشپږومياشتوپه موده کي د فبروري نه تر اگست پوري دکيهاني پرواز د چمتوالي لپاره دا ټولې زده کړې او تمرينات په بری سره تر سره کړل .

دروغتيايي معايناتو اوځانگړي زده کړي وروسته ښاغلى عبدالاحد مهمند د ۱۹۸۸ کال د اگست د مياشتې په ۲۹ مه دشوروي اتحاد (( د اینترکسموس))  د پروګرام پر بنسټ خپل کيهاني تحقيقاتي پرواز د سويوز ام شپږ فضايي بيړۍ په مټ پيل کړ .  د سهار پر څلوربجواو۲۳  دقيقو له کيهاني بېړيودپروازله ډگر بايکانورنه  د((مير ستيشن )) په لورچي په فضاکښي موجودووددوي بېړۍ وتوغول  شوه ،دا بيړۍ په برياليتوب سره د مير له فضايي تمځای سره يوځای شوه اوهلته ئي له دونور ستورمزلوسره چي له پخوانه دمير په نړئوال کيهاني تم ځاکي وه  خپله پوهنيزه او څيړنيزه پروژه پېل کړه .له ښاغلي عبدالاحد مومند سره په دې سفرکي ولاديمير لياخوفاو ډاکترواليری پولياکوف ملګری وو چې د سويوز تی‌ام-٦ ډوله تشیال بېړۍ په ډله کې شامل وه .

دمشعل راډيوسره په ځانگړې مرکه کښي ښاغلی مومند وايي ((چي ماشوم وم دالوتکي اوپيلوټۍ په هکله مي فکر هم نسو کولاي ،خوکله کله چي به زموږ دکلي پر سر الوتکه تېرېدل مافکرکاوه چي الوتکه هم بسونواولاری موټر غوندي کلېنر لري ،نودابه مي په فکر کي راگرځېدله ،کاشکي ددې الوتکې کلېنرواي ،څومره به ښه واي،داخومې هيڅکله تصورنسو کولاي چي زه به پيلوټ اوخلاته کيهاني سفر وکړم ))

ديادولووړده کله چي يوري ګاګارين د لومړنی انسان په توګه فضا ته ولاړ ،هغه وخت عبدالاحد مومند دری کلن ،يوري ګاګارين فضا ته له تللويوکال وروسته په يو تاريخي سفر افغانستان ته راغی،هغه وخت ښاغلی مومد څلورکلن وړوکی ماشوم وو ،ځکه به ئي  به هيڅکله فکر نه کاوه چې لومړنۍ افغان کيهانورد به شي .

دښاغلي مومنددکيهاني سفر جزئېات :

عبدالاحد مومند څلورم مسلمان تشیالیونی افغان  ووچې ددوي بېړۍ دسپتمبر پر۳۱  پنځوبجواو ۴۱ دقيقودمير استېشن کيهاني سره يو ځای شوه او په مير نومي استيشن کي د تيتوف او مسلمان ازربايجانی ماناروف له خوا دوي درو واړوهوابازانوته  ښه راغلاست وويل شو او په همدي ورځ ئي د ستړتيا له رفع کولونه وروسته د فضايي څېړنولپاره دکار پلان  په هکله  خبري سره وکړي.

داسي پرېکړه وسول چي له علمي تحقيقاتووروسته به په ((سيوز تي ام 5 ))کي ولاديمير لياکوف او عبدالاحد مومند ځمکي ته راگرځی او په مير نومي استېشن کي به دوي دری نفره پاتيږي .

ددې ورځې دخاطرې په هکله بياهم ښاغلی مومند دمشعل رډيوسره وايي : کله چي موږ دې ستېشن ته ورننوتلو اوهلته مېشتو هوابازانولخواهرکلی راته وويل سودايوه نه هېرېدونکي اوډيره په زړه پوري خاطره وه ،داستيشن په حقيقت کي سره لدې چي يولوي کيهاني لابراتوار اوڅېړنيز مرکزدي ،دادکيهانوردانوکورهم بلل کېداي سي .پدې ستېشن کي تل مدام هوابازان اوسی اوتحقيقات کوي ،دمځکې له لوري اداره کيږې ،ډير کم به داسي پېشه سوی وې چي داستيشن مسافر ونلري .

دسپتمبر لمړئ ورځ ،دوی پنځو واړوپه تحقيقاتو پيل وکړ له څوگړيو وروسته  مومند او مسلمان ازربايجاني ملگري ئې تيتوف د قران پاک تلاوت وکړ . تر تلاوت وروسته مومندپه بېړۍ کښي خپلو ټولوملگروی په شنوچايو ونازول اوددوي لپاره ئي شنې چايي جوش کړې . ديادونې اووياړ خبره ده چي مومند لومړنۍ مسلمان کيهانورد وو چي قران کريم ئي له ځان سره دغه ستېشن ته يو وړۍ اولته ئي دقرانکريم طلاوت کاوه .

د سپتمبر دوهمه ټول په خپل وظايفو بوخت وه او مومند شاوخوا(( ۱۵ ))ساعته په علمي څېړنواو فلم اخيستلومصروف شو د سپتمبر دريمه دټولو په گډون دطبي ،فزيکي او بيولوژيکي څېړنولپاره ځانگړې سوې وه اوپدې برخه کښي ئي څېړنې وکړې .

د سپتمبر په  څلورمه او پنځمه دټولوترسره سووڅيړنو او تحقيقات نتېجې سره راټولي او دسيوز تي ام 5 بېړۍ په ځانگړې سيسټم (صندوق) کښي ځاي پر ځاي کړل .

ښاغلی مومند وايي  زماسفر دوې موخې درلودې ،يوه سياسي اوبله علمي اوتحقيقاتی :

په سياسي برخه کښي ماله کيهان څخه دهغې تشی څخه دنړئ ټولوحارواکو،زبرځواکو اوافغانانوته پيغام وړاندي کړ چي زموږ په هيواد افغانستان کښي نوری سيالی بندي اوجگړه پايته ورسوی .مادوي ته په خپل پيغام کښي په روښانه ټکو داخبره وکړه چي موږ افغانان له جگړې ستړي اوسولي ته اړتيالرو ،که تاسو زموږ سره مرسته کوی نودسولي اوثبات راوستلوپه لارکشي ئي راسره وکړی .دادی اوس هم افغان دسولي تږي دي اونړيوال ه پدې پوهېدلي چي سوله دملي تفاهم له لاري راتلاي سي اوسوله نه يوازي دافغانانوبلکي دټولې نړۍ په ټه ده .

دوهمه برخه علمی تحقيقات وه دې برخې دوه جزه درلودل :

اول : پدې برخه کښي موږ دطبي تحقيقاتوله مخې دپيلوټانودفزيکي جوړښت دمختليفوبرخو په هکله څېړنې کولې ،دبېلگې په توگه يوپېلوټ په هواکښي څنگه خوب کوي ،دده زړه څنگه فعاليت کوي اوداسي نوري څېړنې وې .

دوهم : دابرخه ترډيره بريده زمادنده وه م دځانگړوتخنيکي وسائيلواوکامروپه مټ  دافغانستان دخاوري عکسونه واخيستل ،پدې عکسونه معلوميږي چي په افغانستان کي تر مځکې لاندي کومي زيرمي اوچيري سته ،ترمځکه لاندي اودمځکې پر سر اوبه ،هغه سيمې چي تل په واوروپوښتل سوې وي .

ددغوعکونه بيادطبعي زخيروپه پيداکېدو،سپړلو کي استفاده کيږي . ماداټول عکسونه واخيستل ،کله چي مي داعکسونه اخيستل افغانستان دومره ښکلۍ هيواد دی چي تصورئي نه کيږي . هغه وايي ددې ښکلا ليدل دالوتکي اويادمځکې پر مخ ليدل ناممکن دی ،ددې خلانه دافغانستان ښکلا يوه جالبه منظره اونه هېرېدونکې خاطره ده.

ددغو عملياتوترسره کېدو وروسته دشپې پر لس بجواوپنځه پنځوس دقيقو هغه بېړۍ چي ښاغلي لوياکوف او ښاغلي مومند پکښې دي له ميرنومي  ستېشن نه جلا کيږي او د ځمکي په لور حرکت پيلوی .

دويته سپارل سوې  دنده  په اتو ورځوکي پاي ته ورسېده ،د اسي پتېيل سوې وه چي ددوي بېړۍ دسپتمبرپر  ۶ مه دورځې پر دو بجواوپنځلس دقيقوبايد ځمکي ته راکښته شوي واي، کله چي ئي غوښتل دځمکې په لور راستانه شې،ددوي راوړونکې بېړۍ له تخنيکي ستونزوسره مخامخ سول ،دغه پرواز د پلان له مخې بايد اته ورځې دوام کړى واي،خود تخنيکي ستونځو له کبله داسفر شاوخوا((۹)) ورځو ته ورسيديعني دوي په فضاکي(( ۸ ))ورځې ،((۲۰ ))ساعته او ((۲۶)) دقيقې پاته سول . دوي ددې بېړۍ دتخنيکي ستونزي درفع کولونه وروسته د سپتمبر پر اوومه د سويوز ټي ام 5 فضايي بيړۍ له لارې ځمکې ته را ستانه شول  .

په همدي ورځ يعني دسپتمبر پر شپږمه دجهان ټولو راډيو گانو دااعلان وکړچه ((سيوز تي ام 5 ))هوايي بېړۍ د تخنيکي ستونزو له کبله په هواکښي سقوط کړئ ،ځينو اعلان وکړ چي سوځېدلې ده .دامريکا اوشوروی ترمنځ دساړه جنگ زورآزموينې پدې سفرونواوددې بېړئ اوهوايي تم ځاي دبې اعتبارکېدوپه خاتريودبل پر خلاف تبلېغات کول ځکه خوکله چي دڅو ساعتو لپاره دهغه بېړۍ چي مومنداوملگریې بايد مځکې ته راستانه کړه واي لادرکه کېدل غربی هيوادو ته دا امکان پلاس ورکړ چي قجيب اوغريب تبلېغات وکړي ،دبلې خوا پدې ورځ مسکو راډيواوټولوډله ايزورسنيو شاوخوا ((۲۴)) ساعته دډاراوتشويش په حالت کښي په چوپتياانتظار وايست . کله چه  له ځمکي سره ددوي اړېکې ټينگي سوې ،ټوله نړۍ دډله ايزورسنيوپه مټ خبره سول چي داهوابازان ژوندی دي،د ځمکي سره ددوي داړېکواوخبرو په وخت کښي دوي دواړه دعالي مورال خاوندان وه اوپه خندا ئې وويل دا يوه لوبه وه،دسپتمبر په ۷ نيټه ددوي بېړۍ په بری سره مځکې ته راکښته سول .

کله چې ښاغلي مومند په خلا کې وۀ دخپلې  مور ،زوي اود افغانستان جمهوررئيس مرحوم ډاکټر نجيب الله سره دځانگړي تليفون په مټ په پښتو ژبه خبرې وکړې ،چې په همدې توګه پښتو د دوو ستورو د واټن جوګه ژبه په اسمان کې په پښتو ژبه د نړۍ څلورمه ژبه وګرځېدله  .

عبدالاحمد مومند په ۱۹۸۸ ز کال کې له همدغې تشيال الوتنې نه وروسته د ګڼ شمېر افغانانو له خوا وستايل شو او د هماغه وخت د ولسمشر له خوادبريد جنرال  پوځي رتبه ((دآزادی لمر)) نښان اودافغانستان دقهرمان  په لقب ورکولو ونازول سو .

اړینه ده وویل شي ، چې له تشیال الوتنې نه وروسته ښاغلي مومند ته  د هماغه مهال شوروي اتحاد اتلولي  لقب اودلينين عالی دولتی نښان  ورکړ ه شو .

ښاغلى عبدالاحد مهمند هيواد ته له راستنيدووروسته سمدلاسه بيرته د ارکانحربي د زده کړو لپاره په ۱۹۸۱ کال مسکوته لاړ اوپه ۱۹۹۱ کال ترمسلکي عالی تحصيلاتوپاي ته رسېدونه وروسته افغانستان ته راستون سو.

په افغانستان  ئي د علومو اکاډيمۍ په تشکيل کښي دفضايي تحقيقاتو انستيتيوت  جوړاوهلته ئي په تحقيقاتي کار پيل کړ . پدې انستيتيوت کښي تر څه مودې کارکولونه وروسته هوانوردى او توريزم د وزرات د تخنيکي معين په توگه په دنده وگمارل شو ،پردې دنده ئې دشپږومياشتو لپاره کارته دوام ورکړ.

ښاغلى مومند د ۱۹۹۲ کال د اپريل په مياشت کې له هيواد څخه لکه نور روڼ اندي اووطنپال دهيوادپرېښېدوته مجبورسو، د آلمان فدرالي جمهوريت ته راغلۍ اودهمدې هيوادشتوتگارت  په ښارکي کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي . دښاغلي مومند دگډکورنۍ ژوند ثمر  دوې  لوڼې او يو زوى دي .يوه لورئي پوهنتون کښي عالي تحصيلات کوي بله لورئي په ښونځۍ کښي زده کړوبوخت اوزوي ئي په وړکتون کښي دي  .

ښاغلى عبدالاحد مهمند په آلمان کې څه موده د شتوتگارت پوهنتون د کيهاني تحقيقاتو په انستيتوت کې کار کړى او اوس په يوې شخصي کمپنى کې دکار تر څنگ ديوکال لپاره په تحصيلاتومصروف دی .

ددې سفر په وياړ زموږ دهيواد تکړه ليکوال اوژورناليست ښاغلي طاهر کاڼي د(( عبدالاحد مومند، لومړنى افغان كيهانورد)) په نوم کتاب ليکلئ چي ددانش خپروندي ټولنې لخوابه ډير ژرلوستونکوته وړاندي شي .البته ديادونې وړئي بولم چي پدې کتاب کښي ښاغلي طاهر کاڼي له ډيرو معتبره علمي اوکره سرچينونه استفاده کړي اودمعلوماتوپه راټولوسره یي دعبدلاحد مومند سفر ارزښت نه يوازي افغانستان بلکي دسيمي دهيوادوپه گټه راسپړلی دي  .

ښاغلی طاهر کاڼی وايي ،زما په اند كيهان ته د لومړني افغان كيهانورد او څېړونكي الوتنه زموږ د ډېر وروسته پاتې هېواد لپاره يوه ډېره په زړه پورې او كمپېښه ( نايابه ) پېښه وه او ده چې زموږ د هېواد په تاريخ كې به تل ژوندۍ وي ..

زموږ په اندكيهان ته د لومړني افغان ستورمزلي ياكيهانورد اوڅېړونكي ۲۳ کاله پخوا الوتنه زموږ د ډېر شاته  پاتې هېواد شريفواوغيرتی خلکو لپاره يوه ډېره په زړه پورې وياړلې  پېښه وه چې زموږ د هېوادپه تاريخ كې به په زرينوکرښو دتل لپاره ليکل سوې پاته  وي . 

تاسو گرانو هيوادوالوته بلنه درکوونوراشی چي خپل دوياړه ډک تاريخ ته په درنه سترگه وگورواوخپلواتلان اووياړلې څېرې په خپله دلته په بهرکي ولمانځو؛راسئ چي دخپل ولس ټول وياړونه راوسپړواوهغه نه يوازي داچي ولمانځوبلکي پرې ووياړواودنړيوالوتر غوږئي روښانه بېلگې ورسوو.

 په سويډن کي دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکز دکنفرانسونو جوړولو په لړ کې دادۍ دا ځل  د  ۲۰۱۲ زکال د جنوري دمياشتي پر ۲۱ مه دافغانستان دلومړنی ستورمزلي (کيهانورد)  عبدالاحد مومند دقدردانۍ اوستاينې په وياړ علمی او ادبي درنه غونډه جوړه کړې ده . 

ددې لپاره چي دښه کارسرته رسول هيڅکله هم ناوخته نه وي ،نوددې لمړنی افغان ستورمزلی چي نړيوال شهرت لري دملي چوپړددرناوي اودده دنوم ژوندی ساتلوپه موخه دبې شمېر افغانانوپه غوښتنه وړانديزکوم  :

لومړی : دغزني ولايت يوه ليسه دي دده په نوم ونومول سي .

دوهم : دپښتونستان څلورلاري نه تر هوايي ډگرپوري داواټ دې دعبدالاحدمومندواټ په نوم يادشي .

دريم :دحربی پوهنتون هوايي پوهنځی دي دده په نوم ياده شي .

څلرم :دبگرام هوايي ډگرته دې دعبدالاحد مومند هوايي ډگرنوم ورکړه شي .

خپله ليکنې پدې ټکو رانغاړم :ښاغلی عبدلاحد مومند تاسود ټولو افغانانو ویاړ یاست موږ افغانان په تاسواو ستاسوپدې تاريخي سفردتل لپاره  فخر کوو.ومن الله التوفيق

اخځونه :

دعبدلاحد مومند په هکله په لراوبر ،بېنوا ،تاند،بي بي سي پښتو ويب پاڼه کي دافغان ليکوالودخخپرې سوې ليکنې اوهمدا ډول په رسوی ژبه دهغه بيوگرافی اواتر تاس روسي خبري اژانس له خپاره سوو ليکنو نه استفاده سوې .