د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګروسمین به دنورو ګروهاوو ترڅنګ له طالب چارواکو سره هم وګوري

بخت الرحمن بخت 17.01.2012 01:39

واشینګټن: په دي وروستیو کی داباما د اداري له لوري خبرونه خپاره شوی دي چی کیداي دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکي دمتحده ایالاتو خاص استازي ګروسمین سیمي ته په خپل راتلونکي سفرونو کی دطالبانو له نمایندګانو سره وګوري.
دامریکي دمتحده ایالاتو دملکي چارو رسمی ویاندي ویکټرویا تیره ورځ په یوه خبره ناستی کی خبریالانوته وویل، زه تراوسه پوری په څرګنده توګه نشم ویلی چی دطالبانو اوامریکایانو ترمنځ څه ډول خبری روانی دي، خو دومره باید ووایم چی دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکي دمتحده ایالاتوخاص نماینده ګروس مین به وسیمی ته په خپلو راتلونکو سفرونه کی دطالبانو له نمایندګانو سره وګوري.
دافغانستان اوپاکستان لپاه دامریکي دمتحده ایالاتو خاص استازي ګروس مین درواني میاشتي له ۱۵ نیټي څخه بیا تر ۲۷ اوه ویشتمی نیټي پوری دسیمي ځیني هیوادونو لګه، انقره، ریاض، ابو دوبي، کابل او دوحي په سفرونوروان دي ترڅو افغانستان کی دسولي په اړه له مختلفو اړخونو سره خبري وکړي اودسیمي دسولی اوثبات په اړه خپلی هڅی نوری هم تیزي کړي.
ویکټرویا وویل دافغانستان دسولی لپاره کوښښونه به دافغانستان دحکومت په مشوره اوموافقه مخ په وړاندی بوزِی، هر قدم چی اخیستل کیږي هغی کی به دافغانستان داولسمشر حامد کرزي، دلویی جرګي او ددغه هیواد داولس نظر او رایی شاملی وي.
دیوه سوال په جواب کی چی ایا طالبانو دلچسپی ښودلی ده چی دسولی په پروسه کی راګډ شي، نوموړی زیاته کړه، مونږ له طالبانو سره کوم ستونځمن مشکل نه لرو، ځکه تاسوته به مالومه وی یو وخت کی افغانستان کي طالبانو حکومت وو، مونږ هیڅکله ددوی په چارو کی کومه مداخله ونکړه اونه مو دغه هیواد باندی وسلوال برید وکړ، دامریکي متحده ایالاتو هغه وخت افغانستان باندی وسلوال برید وکړ کله چی له دغه هیواد څخه پرمونږ باندی برید ترسره شوو، اوهغه برید هم دطالبانو له لوری نه بلکه دالقاعدي لخوا څخه زمونږ هیواد باندی ترسره شو، نولکه څرنګه چی مونږ مخکی له طالبانو سره کوم مشکل نه درلود اوس یی هم نه لرو.
دیوه سوال په جواب کی چی ایا دامریکی متحده ایالات به دسولی دپروسي له پیل کیدو سره یوځاي افغانستان کی دوسلوالو په وړاندی خپلو نظامی عملیاتو ته دپای ټکی کیږدي؟
نوموړي زیاته کړه نه داسي نه ده نړیوال ځواکونه به دسولی له پروسي سره یوځاي دغه هیواد کی فوځي عملیاتو ته هم دوام ورکړي، په ځینوامورو کی به له خبرو اومذاکراتو له لاري دافغاني کړکیچ دحل کولو کوښښ کوو اوپه ځینو نورو ځایونوکی به بیا عسکري ځواک په کاراچوو.
په ګوانتانامو کی دطالب بندیانو په اړه دسپیني ماڼي ویاندی وویل تراوسه پوری دامریکي حکومت کومه پریکړه نه ده کړی چی ګوانتانامو کی زندانی طالب زندانیان دی خوشي شي، نوموړی زیاته کړه که کله هم له ګوانتانامو څخه کوم طالب زندانی خوشي کیږي دهغه خلاصون به دکانګریس له پریکړي څخه وروسته او دامریکی دمتحده ایالاتو له قانون سره موافق وي.
دیادولو وړ ده چی سیمي ته دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکي دمتحده ایالاتو داستاځي ښاغلي ګروس مین سفر ډیرمهم بلل شوی دي، ګروس مین به په خل لس ورځني سفرکی دسیمی ټولو هغو هیوادونوته سفرکی وکړي کوم چی د وروستیو کی یی هڅي په کاراچولی دی ترڅو په افغانستان کی روان کړکیچ ته دحل لاره را وباسی.
ګروسمین به دخپل سفر په دوران کی، دترکیی، سعودی عرب، عرب اماراتو، قطر او افغانی چارواکو سره وګوری، نوموړی به دغو کتنو کی له طالبانو سره دسولی په اړه روانو خبرو کی مختلف اړخونه به اعتماد کی واخلي.
قطر
له دی څخه مخکی چی په قطر کی دطالبانو لپاره کومه سیاسي نمایندګی خلاصیږی داسي ګمان کیده چی دغه نمایندګی به په سعودی عرب او یا ترکیه کی خلاص شي، داچی دقطرهیواد په دي وروستیوکی دډیرو مخالفوډلو او حکومتونو ترمنځ دخبرواترو کوربه پاته شوی دي، نو دغه وو طالبانو هم د امریکی له متحده ایالاتو او نړیوالو سره دافهام اوتفهیم لپاه خپله سیاسی نمایندګی په قطرکی خلاصه کړه. له دی څخه مخکی چی طالبانو له خپلو مخالفینو سره دخبرو لپاره دغه هیواد غوره کوي، قطردسوډان هیواد دحکومت اومخالفینو ترمنځ، دحماس او اسرائیلو ترمنځ دخبرو اترولپاره کوربه پاته شوی وو اوهمدارنګه دعربي نړي دروانو کړکیچونو په اړه هم هم چی کله دکوم هیواد په اړه کومه قاطع پریکړه دملګرو ملتونو اویاهم دامریکی اواوروپایی ټولنی له لوري رامنځ ته شوی ده ددغه هیواد له لوری پیشنهاد شوی اوکله چی پریکړه شوی ده هغه وخت هم دعربي نړی له ټولو هیوادونو څخه اول دقطرله لوری ددغي پریکړي هرکلی شوی دي.
دافغانستان په وړاندي چی کله له نن څخه څه دپاسه لس کاله مخکي دامریکي متحده ایالاتو افغانستان باندی وسلوال برید وکړ له دغه هیواد څخه یی دبرید پیلامه وکړه، بیا چی کله تیرکال دامریکی متحده ایالاتو داروپایی ټولني اوناټو هیوادونو په ملتیا دلیبیا پرهیواد باندی هوایی برید وکړ، له عربی هیوادونو څخه دقطرهیواد اول هیوادوو چي ددغي ټولني مرسته یی وکړه اوځیني باروړونکي الوتکي یی ددغو ځواکونوپه واک کی ورکړي.
همدارنګه له نن څخه دوی ورځي مخکی یوځل بیا دغه هیواد په عربي نړی کي دسوریی د حکومت په خلاف لومړي هیواد وځلید، دغه هیواد یوځل ییا په سوریه کی دبشارالاسد دحکومت کړني وغندلی او له عربي نړي څخه یی غوښتنه وکړه، چی سوریی کی داولسی وګړو دژغورولو اودیوي بی طرفه اداري درامنځ ته کولو لپاره دی دغه هیواد ته دعربي ټولنی وسلوال ځواکونه داخل شي.
نوداچی قطرپه دی اخیرو کی کوښښ کوی په سیمه کی دیومهم هیواد په توګه رول ولوبوی، سیمه کی دمتخاصمو ډلو ترمنځ دسولی اوخبرولپاره ددریمګړی په توګه برخه واخلی.
دیوه عربي ورځپاڼي مدیروایی قطر یوه عجیبه هیواد دی، که یی یوه وداني کی دامریکي دمتحده ایالاتو دحکومتي شرکتونه دفترونه دي، خو له دغي ودانی سره څیرمه بیا دفلسطین دجهادي ډلي حماس ګوند دمشر خالد مشعل داوسیدلو وداني ده، که له یوه لوري ځینی امریکایی او اوروپایی پانګه والو دپانګی او ژوند لپاره ښه هیواد بللی دي، له بله لوري بیاد مصر لوی او سترعالم یوسف القرضاوي دغه هیواد خپل دوهم کوربللی دي، همدارنګه دلیبیا هیواد یو بل دینی عالم دقطرپه اړه ورته نظرلري.
حماد الانصاري وړاندی وایی دقطر هیواد داسی یو هیواد دی چی هلته که تاسو له یوه لوري دیموکراسي ویني، خوله بله لوری به مو بیا اسلام پلوي اوسخت دریزي ترسترګوشي، نوموړي وایی دقطرهیواد ډیرډیموکراټه ډیرسخت دریزه اوډیر تیزچالاکه هیواد دي.
حماد وایی دغه هیواد یو شعار لري ( رایی ولي، ویی نازوي، پیسي ورکړي وروسته یی پریږدی خپله به کاروکړي)
قطر له دی څخه مخکی دلیبیا هیواد دپخواني ټولواک معمرالقذافي په راپزولو کی دلیبیا حکومت له مخالفینو په تیره بیا داسلام پلوه وسوالو له مشرانو سره نژدی اړیکي درلودي، دلیبیا هیواد دسخت دریزه اسلام پلوه وسلوالو دوو مهمو مشرانو لکه عبدالحکیم بلحاج او شیخ سید الصلابی ته دغه هیواد کی کورونه ورکړل شوی ول، دغه دواړه مشران هغه کسان وو چی دلیبیا حکومت په وړاندي دتیرکال له اولسي پاڅون څخه مخکی یی هم ددغه هیوادپه وړاندی قطرکی دفترونه خلاص کړی وو، له دغه ځای څخه یی دلیبیا دحکومت په مخالفت لاس پوری کړي، سرچینی وایی دلیبیا دحکومت دراپرزلو لپاره قطر هیواد له لویدیځ څخه دجنګی ستراتیجی ماهرین دغه هیواد داخل کړل ترڅو دلیبیا دحکومت په خلاف خلګ تربیه کړی جنګي تاکتیکونه وروښیی اوورسره مالی مرستی وکړي، چی اخیرکی دقطرهیواد هڅی په دغه لاره کی بریالیتوب ته هم ورسیدی او دلیبیا هیواد څلویښت کلنی ډیرټینګ اومظبوط حکومت یی په داسي شکل رانسکور کړل چي په نژدي تیرشوی تاریخ کی یی ډیرکم ساري لیدل کیږی.
او له بله لوري داسي هم ویل کیږی چی دامریکی متحده ایالات غواړی چي دغه هیواد په عربي نړي کی دیومهم هیوادپه توګه رامنځ ته شي، نوپه سیمه کی هغه ستونځي چی امریکایان یی دحلو کولو په لټه کی وي او رښتیا هم غواړی چی باید نوري حل اودپای ټکی ورته کیښودل شي، دهغو حل کولو لپاره دغه هیواد ددریم ګړي په توګه ټاکي ترڅو نړیوالو اوسیمی ته وښیی چی قطر دسیمي په سیاست کی څومره اهمیت او ارزښت لري.
بخت الرحمن (بخت)