د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نړيوال بايددافغان ولس خپلواکی اردې ته درناوی وکړي

حبيب الله غمخور 15.01.2012 01:12

دمرکزی نظام بدلون په فدرالي دافغانستان د وېش پيلامه ده!  

ددې اونۍ په پيل کښي په يوشمير ويب پاڼوکي خبرخپورسوچي ددې مياشتي پر نهمه اولسمه باندي د المان په پلازمېنه برلين کي د يوې غونډي په ترڅ کي په افغانستان کي د فډرالي سيسټم د رامنځته کېدو په اړه دشمالي ټلوالي اوڅلوروامريکايي سناتورانوترمنځ بحث او خبري کيږي.

معلوماتوله مخې پدې غونډه کي دگډون لپاره  ډاکترعبدالله عبدالله، کریم خلیلي دکرزی دوهم مرستيال ،جنرال عبدالرشید دوستم، محمد محقق، احمدضیا مسعوددکرزی پخوانۍ مرستيال اوداحمد شاه مسعود ورور، عطا محمد نوردمزار والي ، محمد یونس قانوني، ډاکترحسین یاسا او فیض الله ذکي اولطيف پدرام ته بلنه ورکړه سوې وه . مگردنامعلومودلايلوله مخې د ولسمشر کرزي دوهم مرستیال کریم خلیلي، د بلخ والي عطا محمد نور او د ملي ايتلاف مشر ډاکتر عبدالله، دملي امنيت پخوانی رئيس امرالله صالح  ،محمد یونس قانوني، ډاکترحسین یاسا او فیض الله ذکي اولطيف پدرام په کنفرانس کې ګډون نه دی کړی.

د ملي ایتلاف ګوند له مشر ډاکټر عبداله د ازادي راډیو خبریال سره په  مرکې وويل : ((د برلین غونډې ته بلل شوی و،خو دا چې ویل کیدل په کې د افغانستان د سیاسي نظام د بدلون په اړه خبرې کیږي په کې یې برخه وانه خیسته . هغه وايي په افغانستان کې د سیاسي نظام په اړه هرڅوک دنظر ورکولوحق لري، ولي هرڅوک نه شي کولای د افغانستان د ټولوخلکو استازیتوب وکړي . ډاکټرعبدالله هم دامني چي د سولې خبرې اترې باید د افغانستان په دننه کې ترسره شي او په دې برخه کې چې هر پرمختګ کیږي، باید د دې هیواد خلک پرې خبروي . 21.10.1390

داسي برېښي چي دالمان ددې غونډي ترنامه لاندي نوې لوبه هم د۲۰۱۴ کال دټاکنولپاره پيلېږي ،فکرکوم امريکا اويابل کوم هيواد غواړي ترکرزی وروسته واک شمالي ټلوالي ته وسپاري ،ددې لپاره چي پدې کي يوڅوک زموږ ساده دله ملت ته نږدې سي نوئي ډاکتر عبدالله ددې غونډي دگډون څخه پدې نامه منصرف کړچي گوياهلته دفدراليزم په نامه خبري مطرح کېدلې،که ډاکتر عبدالله ددې کارپه رشتيامخالف وي نوبايد هلته ئي گډون کړی په هغومنطقوچي دفدراليزم پلي کول زموږدولس په گټه نه بولي نو ئي هلته المانيانواوامريکايي سناتورانو ته ويلې وايچي فرالي نظان دافغان ولس لپاره تراوسه لاوختی دي  اوپه يومطبوعاتي کنفرانس ګښي دافغان دښمنه دسيسه رسواکړې واي،خو دا سي نه ده ،دوي له يوه اطاقه خوپر دودروازو راوزي ، وبه گوروچي دقطراوبرلين څخه دانوې راپيل سوې لوبه پرکوم لوري  درومی .

فکرکوم خليلي پدې خاطرحي دجمهوررئيس دوهم مرستيال دی ،مقوماندان عطاپدې خاطرچي غواړي دجمعيت گوندمشرتابه ته ځان کانديد،اويونس قاناوني پرې پوهيږي چي داوړۍ نه ښړۍ کيږي پدې ناکامه غونډه کي دگډون څخه ډډه کړېده .

پدې خاطرپدې غونډه کښي له افغانستان څخه دملي جبهې په نوم جوړې شوې ډلې مشرانوچي دشمال داقليت گوندونونه جوړه سوې ده يوازي د جنرال عبدالرشيد دوستم ، حاجي محمد محقق، احمدضیا مسعود ، ا و امرالله صالح  دامريکا دجمهوري غوښتونکی گوندله څلروسناتورانو، ډانا روهرابکر، لاریټا سانچیز ،لويي ګوهمرت  او سټیف کینګ  اويوشمير المانيانوگډون درلود کوم چي دجنوري پر اتمه د برلین په اسپین انستیتیوت کې جوړه سول  .

دا کنفرانس د امریکا د کانګریس د هغو کسانو له لوري ترتیب شوی چې پخوا یې هم په افغانستان کې د فدرالیزم نظر یا تیوري مطرح کړې او د افغانستان شمال ته یې سفرونه کړي او د دې نظر ملاتړ یې کړی دی.

داغونډه دخپاره سوی خبرخلاف ددې مياشتي پر  پراتمه او نهمه باندی د آلمان برلين په ښارکي کښې په ظاهر ((افغانستان ۲۰۱۴، فرصتونه او ستونزې)) ترنامه لاندي ،خودپردې شاته ، د افغانستان د راتلونکي حکومتي سيسټم د څرنګوالي په اړه،دتړلودروزاوشاته په  پټه غونډه جوړه شو .داخبره مي ځکه وکړه چي نه پوهيږم دکوم ډارله مخې ئي دخپلوپټو کړيوله مخې ديوه جالب خبرپه توگه ددې لپاره چي دواړي خواوي دخپل دغه افغان دښمنه کړنې په اړوند دافغانانوغبرگون څخه خبرشي اوازه خپره کړه چي ددې مياشتي پر نهمه اولسمه داغونډه جوړېږي.پداسي حال کي چي داڅلورښاغلي ددې مياشتي پراوم تاريخ دبرلين ښارته ورسېدل   اوغونډه پر اتم تاريخ جوړه سوه .ممکن دليل ئي داوي ،دوي پوهېدل چي ددې کارپه وړاندي افغانان غبرگون څرگندوي ،همداسي هم سوه ترڅوپه جرمني کښي افغانانوددې غونډي پر خلاف دعاجلې مظاهرې تابيه کول دوي دغونډي دپاي خبردڅونفروژورنالستانوپه راغوښتلوسره اعلان کړ.

که په رښتياسره ددې غونډې دجوړېدوموخه دټول افغان ولس دگټوسره ټه ټکرکي نه واي نوبياولي په پټه دايرېږي ؟ په نړۍ کي خو معمول دادی چي پدې کچه بهرنيانوپه دوهم هيوادکي ددې لپاره سره راټوليږي چي  دهغه هيواد دبرخليک په هکله په يوه دوه ورځنی غونډه کي خبري سره وکړي ،نوټوله نړۍ ورباندي خبرېږي ،دداسي غوندواوکنفرانسونوپه غلا اوپټه جوړولواړتيانسته .

ولي داچي په پټه او پدې ډارن ډول دتړلودروازو اوتورودېوالوشاته داغونډه جوړه سول، دافغانستان څخه ورغلوکړنه  دملت دارادې خلاف اودامريکايي سناتورانولخواددې غونډې راغوښتل دافغانستان په کورنيو چاروکي دبربنډې لاس وهنې ‌اوزموږ دهيوادخپلواکۍ ته په سپکه سترگه کتلوبېلگه ده.

که په رښتياسره دغونډي اجندا داواي ((افغانستان ۲۰۱۴، فرصتونه او ستونزې))   نوبياولي يوازي دشمال ائيتلاف وربلل سوئ دی ،ايا دنظام تغيربه ددوي په خوښه وي ؟اوکه دوي دټول افغانستان استازي ټاکل سوی؟ دغونډي اجندا باندي دخبروحق په حقوقي لحاظ هغه چاته بايد ورکړه سي کوم چي ملت استازيتوب ولري .ددې کنفرانس دجوړېدولپاره خودافغا ن ولس سره چامشوره نده کړې ،دافغان دولت دبهرنيو چارووزارت له غبرگون څخه داسي ښکاری چي ښاغلی کرزی اودبهرنيوچارووزارت سره هيڅ ډول مشوره نده سوې  .يوازي دوي اپوزيسون دی؟ دانورگوندونه چي درسمی ثبت شميره ئي يوسل اويوته رسېدلې ،حزب اسلامي ،طالبان ،داپه دولت کي شاملي ډلي دغوته ولې بلنه نه وه ورکړه سوې ،دوي افغانان اودخپل هيواد دبرخليک ټاکلو حق نلري ؟؟؟اوياکه ددوي سره بياجلاپردې مسله خبره کيږي ؟؟

هغه د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لیوال د برلین ناسته، چې په کې د افغانستان لپاره د فدرالي نظام نعره پورته شوې، هم د اکاډمک او هم د اجرایوي پلوه تر پوښتنې لاندې راوستله: (که د برلین ناستې که یوه علمي او څیړنیزه غونډه ده ولې یو شمېر پوځي قومندانان وربلل کیږي، که دا د اجرایوي سیاست یوه ناسته ده چې هلته به د افغانستان د سیاستونو په اړه بحث کیږي ولې د یوې سیمي او ولې د یوه خاص جهت سیاسي نظريي پلویان په هغه کې ګډون کوي.) ازادي راډيو ويب پاڼه

ترټولومهمه داده چي داساسي قانون پر بنياد چي دهمدې نړيوالي ټولنې په مرسته تدوين اوتصويب امکانات ئي پيدا سول دنظام دشکل ټاکلواوتغير،په اساسی قانون کښي هرډول تغير راوستلو واک يوازي په خلکو پوري اړه لري .دامسله هيڅ يوه حقوقی سندله مخې په بهرنيانوپوري اړه نلري .که چيري بهرنيان موږته په جوړ دولت کي دنظام دشکل دتغېر واک ولري، پدې صورت  کښي لازمه داده چي دنړۍ دټولوهيوادونه دافغانستان په نامه ديپلوماتان کابل ته راوبلل سي اوافغانستان يومستعميره هيواد اعلان سي .

که په طبيعي ډول په يوه هيواد كې دهغه هيواد دټولنيز،اقتصادي،فرهنگی اوسياسي پرمختياپر بنياد هر ډول تغير راشي د ايومعمولي اومنلې خبره ده ،خوکه داديوې ډلې اوبهرنيو ځواکونوپه مټ راځی په طبعی بڼه دهغه هيوادلپاره بېگانه اودمنلو وړندی .

د افغانستان لپاره په اقتصادي ،فرهنګي ،سياسي اوامنيتی  پوځي برخوکې د ګاونډيو ازادانه مداخلو ته لار هواروي، د اقتصادي انډوليز پرمختګ مخه نيسي،سوداګري کمزورې کوي او د ولايتونودحاکمانو تر منځ دمتقابله همکاری پر ځاي نامعقولي سيالی ته لار هواروی . په داسې حال کې چې ولايتونه مو يو بل ته په بېلا بېلو برخو کې متقابلې همکاری اومرستې ته  اړتياوې لري.

د دې غونډې په پای کې  ګډه اعلامیه خپره سول ،چي پکې په افغانستان کې د غیرمتمرکز سیستم غوښتنه سوې او د سولې خبرې یې غندلې دي . د دوی په اعلامیه کې اوخبري غونډه کې د فدرالیزم یادونه نه ده شوې خو له غیرمتمرکز سیستم څخه یې هدف فدرالیزم ته اشاره ده.

دوی له وسله والو طالبانو سره د روانو خبرو مخالف دي ځکه چې په دې خبرو کې ددوي په ويناشمالی ټلوالي  برخه نه ده ورکړه شوې .همداډول ئي په قطر کې له امریکایانو سره د طالبانو د خبرو پر بریالیتوب شک څرګند کړ، ویې ویل: طالبان غواړي چې په دې توګه وخت ضایع کړي .

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې عبدالرشید دوستم،چې د دفاع وزارت درستیزوال هم دی د برلین په اسپین انستیتیوت کې له کنفرانس  وروسته وویل، طالبان ممکن له دې لارې هڅه وکړي چې وخت ترلاسه کړي او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته بریاوې لاس ته راوړي . دوستم وايي :«موږ دومره ساده نه یو چې منفي لور ته د وضعیت د بدلېدو په احتمالي حالت کې له صحنې وتل وزغمو.»

بل لوري ته د کانګریس جمهوري غوښتونکي استازي ډنا روهرابکر وویل،(( ده او په کانګریس کې ورسره درو نورو ملګرو یې په دې کنفرانس کې د دې وېرې په خاطر برخه واخیسته چې د امریکا متحد ایالتونه به (له طالبانو سره) داسي معامله یا جوړجاړی وکړي چې د نه منلو وړ وي.))  جالبه سناتورصاحب دطالبانوسره ددوي ناخوښی معاملې مخه په شمالي ټلواله نسي اوددوي له لاري معلوماتوه ترلاسه کوي .

نه پوهيږم چي   دسناتورصاحبان به څرنګه د خپل ملت په وړاندې ددې غونډې دجوړېدونه دفاع کوي چې ولې له داسي کسانو سره خبرو ته کښېناستل چې د بشري حقونو په سرغړونې او هر یو د زرګونو انسانانو په وژلو تورن دی .

د اعلامیی له مخې روښانه څرگندېږي چي په غونډه کې په افغانستان کې په یو غیر متمرکز نظام، چې له ولسمشر نه ځینې واکونه اخلي ټینګار شوی،اوهمدا ډول  دهېواد د اساسي قانون په ځینو موادو کې د بدلون او د پارلماني نظام سپارښتنه شوې. دا پداسي حال کښي عبدالرشید دوستم او محمد محقق، د  ١٣٨٧ لمريز کال  رياست دجمهورى رياست په ټکنوکښي دکرزي سرسخت پلويان اودهغه لپاره ئي کمپاين کاوه .

 د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي دانا رور هېچر وايي : (( له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونوله وتلو وروسته به ټولې لاسته راوړنې له لاسه ورکړو. زموږ اندېښنه دا ده، چې اوسنی سیاسي نظام کارنده نه دی، ټول قدرت داسې متمرکز شوی دی، چې هېڅ امریکایی یې په امریکا کې زغملی نه شي. د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون لپاره د ملي خبرو اترو غوښتونکي یو. د افغانستان خلک د ریاستي نظام پر ځای د فدرالي نظام غوښتونکي دي .))

له سناتورصاحب نه بايد پوښتنه وسې چي کله جورج ډبليوبوش دطالبانودحاکميت اوالقاعدې سازمان دجرړوايستلوپه نوم پر افغانستان راودانگل ،داتاسو واست اوکه بل څوک چي دهمدې اساسي قانون څخه مونه يوازي داچي ملاتړ وکړ بلکې دهغه دمسودې دليکلواوتصويب لپاره دلويي جرگې دجوړېدوامکانات همدا تاسو برابرکړه ،کرزی صاحب تاسو راوست ،يوه ورځ مودجمهوری غوښتونکوله يوه شخص نه وانه ورېدل چي په افغانستان کي مرکزی حکومت ((په امريکا کي زغملی نشي))اوس څه پېښه سول ؟په اساسي قانون کي دبدلون غوښتونکی تاسو دکوم حقوقی صلاحيت او حق له مخ کېداي شئ؟داخوپرېږده چي له امريکاراغلي ياست اودافغانستان دخلکوپه استازيتوب خبری کوۍ ،که قانوني خبري سره وکړونوتاسودامريکااوحتادهغه ايالت چي تاسو پکښي اوسېږۍ په استازيتوب خبري نسي کولاي .داډول څرگندونې نه يوازي داچي دافغانستان اوامريکا خلکوترمنځ داختلاف راپيداسوی واټن راکم کړي نورئي هم زياتوی .داچي تاسوئي دملت استازي بولي دانه دملت استازي اونه ستاسوسره خواخوږي لري ،دوي دبهرنيانوسره له پاکستاني افسران بلد دی چي څنگه ئي وغولوي ،شنه اوزرغونه باگونه ورته پر گوته جوړکړي ،که ئي څه لاسته راوړه ښه کنه ،ترکيه ،ايران ،تاجکستان اوازبکستان يابل کوم زبرځواک خوسته چي دابېچاره گان ئي دنوکری په موخه دروازه وروټکوي.دابه دهرچااوهرزبرچواک لويه اوتاريخي تيروتنه وی چي په افغانستان کي داکثريت وگړواوازاونظرته درناوی ونسي ،زماد دخبري دسپيناوی اوپدې باندي دپوهېدولپاره دغوسناتورانواونورو هغوته چي په افغانستان کی دخپلې خوښې نظامونه اودخپلې خوښې دلي اوکسان تپي دامشوره ورکوم چي ددې وياژلي ملت دغه لنه درې سه کلن تاريخ څوورقي ولولې .   

ښاغلی هېچر تاسوپدې جرآت داخبري کوی ته به وايه  په خپل کورکي  ناست ياست اوددې ملک ټول واک اواختيار موپلاس کي دی . داسي فکر وکړی چي افغانستان خوپرېږده يوغريب هيواد دی که روسي اوياچينايي چارواکي دا غوښتنه وکړی  چي دامريکاپه قانون کښي دي داياهغه تغيرات راسي اوداياهغه ډول نظام دي پلی سي ،هغه پدې خاطرچي درو،څلورډلوچي دامريکادولس لپاره دمنلو وړهم ندي غوښتنه لري ،ستاسو اوستاسو ددولت غبرگون به هرکلۍ اوچوپتيا وي ؟اوکه به اورواخلۍ اوچيغې به موآسمان ته پورته چي گورۍ نړيوالوتاسوئي په خپلو سترگو گورۍ چي روسان اوياچينايان زموږپه کورنيو چاروکي لاس وهنه کوي زموږ مخالفين راته چاغوي اوددوي غوښتنې دامريکادټول ملت غوښتنې بولي .

نوافغانان که غريبان دي خودپردوهغه لاسونه ئي لنډکړي کوم چي ددوي په کورکښي دمداخلې په موخه راغځېدلې دي ،تاريخ ته يوچل بيامراجعه وکړئ ،مشوره مي داده چي دوهم ځل بېځايه حق ځانته مه ورکوئ .

د۱۹۰۷ دانگريزانوهغه خوبونه چي دافغانستان دوېښ لپاره ئي ليدل که هغه وخت په اوبوکي لاهو سول اوس خو باور ولرئ چي ددې خوبونورښتياکېدل ناشونۍ کاردی ،حوچي يونفرافغان وي تل به دا افغانستان وي .

ددې ترڅنگ زموږ سره داورېدوله مخې چي دقطر په غونډوکي کومې چي دطالبانوسره رواني دي هم داسي وړانديز سوی چي دافغانستان په ((۹)) ولايتونوکي به دويت واک وسپارل سي په کلکه غندو،هلته هم طالبان اويابل ددولت مخالف اوياموافق گونددپداسې  ملي مسائيلوکښي دافغان ولس استازيتوب نسي کولاي . په قطرکي دامريکايي چارواکوبې بنياداوغير عملې وړانديزونوهم په لږکيوپوري تړلوگوندونو،چي کله ديوه اوکله دبل ائيتلاف اوجبهې په نوم سره راټولېږي ،شوموپلانواوطرحوتبرته لاستۍ ورکړ ،وايي موږ له قاتلانو سره نشو چليداى غوره دا ده چې فدرالي نظام وي او هرڅوك په خپل ځاى كې د واك خاوند وي . تردې نامه لاندي دوې غواړي څوژوندی وي په قانوني بڼه ددغو سيموپر بېچاره خلکوخپل واک وچلوی اوکله چې ئي دافغانستان ددښمنانوددې ټاټوبې دعملي ويش قوانده ترلاسه کړه بغاوت اعلان کړي .

زموږدهيواددمنلي سياستوال اوپېژندل سوی ليکوال  عبدالحمید مبارز، چې د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز په بحث کې یي ګډون کړې وو،هم زماددې خبري پخلی کوي وايي : ((په اوس مهال کې د فدرالي نظام پلې کول د هېواد د ویش یوه هڅه  ده،هغه څه، چې اوس مهال موږ ته حساسیت او خطر رامنځ ته کړې هغه دا، چې زه د برلین د غونډې، چې د فدرالیزم په اړه خبرې کوي او د امریکا دا پروژه، چې غواړي د هېواد نهه ولایتونه طالبانو ته وسپاري، څو هلته طالباني نظام حاکم شي ترمنځ  یو ډول ارګانیک اړیکه وینم. له دې سره به افغانستان په شمال او جنوب وویشلې شي او همدا د هېواد د ویش پیل دې.)) ازادی راډيو ويب پاڼه

ددې کنفرانس دواړه گډونکونکی بايد پدې پوه وي چي دملت پر سرسوداگری کومه گټه نلري اونه هم پدې بهانواوبڼوچي کله دفدراليزم اوکله دمليتونودحقوقوترنامه اوکله هم په ولاياتوکښي واليانوته ددير واک په بڼه مطرح کيږي دمنلو وړندي .په ډله ايرو رسنيو له لاري دکلک غبرگون پروسه په درز روانه ده .

تاسو پام وکړئ که چيري داکنفرانس اوداتوکسانوغونډې منطقی او قانوني بڼه درلوداي اويائې اجندأ زموږ دولس په گټه واي نودالمان  اودامريکا بهرنيو چارو وزارت به ددې غونډي نه ، چې په افغانستان کې ورته د شک په سترګه وکتل شول او یولړ عکس العملونه یې وپارول دفاع کړې واي،خو اوس دالمان دبهرنيو چارو وزارت  دجنوري پر ۱۱ په خپله خپره سوې ويناکي وايي : (( دا وزارت په دې خبر دی چې د اسپن انستیتیوت په بلنه د امریکا د کانګرس د غړو او د ځینو افغان سیاسي شخصیتونو ترمنځ خبرې شوي دي . خو د دغو خبرو لپاره د تیاري او د غونډې د ترسره کولو مسؤولیت د اسپن انستیتیوت په غاړه و. د جرمني د فدرالی حکومت استازو په دغه غونډه کې برخه نه درلوده.))

پدې اعلاميه کي راغلي:«نړیوالې ټولنې د ۲۰۱۱ میلادي کال د ډسمبر په ۵مه نېټه په تفاهم سره په افغانستان کې د یوه سیاسي حل په اړتیا ټینګار وکړ . همدا ډول د سولې او بیاپخلاینې پروسه او د هغې پایلې باید د کنفرانس د پرېکړو په ۱۸مه ماده کې د ذکر شویو پرنسیپونو سره په سمون کې وي . د جرمني اتحادي جمهوریت له هر ډول هغو غوښتنو سره همنظره نه دی چې له دغه نړیوال تفاهم سره په تضاد کې وي.»

زه ددې سند د((۱۸))مادې له تکرارليکنوڅخه تېرېږم خودومره وايم چي دالمان دبهرنيو چارو وزارت بايد پدې پوه وايي چي داډول غونډې اوپدې ډول هڅې دهمدې يادې شوې ۱۸ مي مادي دروچې خلاف کاروو.نوځکه دغه انستيتيوت ته بايد څرگنده سوې وايي چي دداسي گونډوکوربه توب دافغانستان په کورنيو چاروکي دبربنډې لاسوهنې معنالري اوموږ نه غواړو دالمان په وړاندي دافغانانوتايخي اعتماداوباورته دحونفروچې هيڅ وخت قانع نه دي اوترخپل استعداد پورته دسياسي واک غوښتنه لري ،په افغانستان اونړیواله کچه نه ښه نوم اونه هم ښه اعتبارلري رابلل دافغانانودخوابدی لامل گرځی.اميد چي دالمان دولتی چارواکي دافغان ولس تاريخي دوستۍ ته دقدرپه سترگه وگوري ،دلنډمهاله موخوپه خاطرافغانان له ځانه بېگانه نکړي .

المان زموږ لپاره هغه هيواد دی کوم چي موږ هيڅ وخت له دوي نه داتوقع نه درلوده چي دالمان ددموکراسی نه په استفادې دې کوم انستيتيوت اوياتردې نامه لاندي کومه ډله داسې کارباندي لاس پوري کړی کوم چي په ليدو او اورېدوئي افغان ولس زورېږي . دوي موږ دافغان ولس هيله مند دی چي ددوست هيوادالمان چارواکي ډير ژرپر خپلوکړنو نوې کتنه  وکړي .اوکه دوي دابهانه کوي چي په المان کي ازادي اودموکراسي ده ،يوخوهرڅه سرحد اوحدودلري بې سرحده نه دموکراسی شته اونه هم ازادي هغودواړوره انارشی ويل کيږي اودبلې خواکه  دافغانستان ،ايران ،پاکستان ،سعودي عربستان اويابل کوم اسلامي هيواديوگوند په جرمني که دغه ډول ورته کسان دجرمني دنظام دتغيرلپاره خپل هيوادته راوبولي،هيڅکله به جرمني چاته اجازه ورنکړي، بيانو جرمني چارواکي څنگه اودکوم نړيوالونورمونوله مخې ځانته داحق ورکوي چي بد نامه اوداډول کسانوپه گډون په خپل هيوادکي ديوې داسي حساسي مسلې په هکله چي دوي ترموږ پرې ښه خبردی دافغانانوله څوکسانوسره دامريکااويابل هيواد دپارلمان اوياکوم گوند دغړوترمنځ دداسي کنفرانس کوربه شي چي پايلې ناوړی اودهغه هيواد دغوڅ اکثريت ولس لپاره دمنلو ونه وي .

پدې پوهيږم چي دافغانستان په شمال کښي دالماني عسکروشتون به ددوي اوشمالي ټلوالي ترمنځ اړېکي نږدې کړي وي ،خودوي بايد پدې پوه وي چي شمال ټلواله پدې هيوادکښي دشمال په گډون نه ټاکونکۍ رول لري اونه هم په هيڅ صورت د افغان ولس استازيتوب خبري کولاي شي،استازيتوب بله معنااوبېل وقوتونواواړخوپه شتون کښي کېداي سي .

ورته گيله دبارک اوباماله ادارې هم لرو ،پدې پوهيږوچي په امريکا کي دولسمشری لپاره دټاکنو کال دی ځکه خوهر سناتوراوسياسي څېره دې خوااوهاخوامنډترړي وهی ،داهم راته څرگنده ده چي داامريکاپه راتلونکو ټاکنو کښي دافغانستان مسله ټاکونکی رول لوبوی .خوپه هيڅ صورت نه بايد دافغان ولس برخليک دامريکادولسمشريزوټاکنوکي دبرياووترلاسه کېدوپه موخه قرباني شي .

موږ دامريکالخواددېغونډې په اړوند  غبرگون چي وايي ((د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د برلین د دې غونډې په اړه وویل چې دوی د کانګریس غړیو ته وړاندیز کړی و چې له افغانانو سره په خپل هیواد افغانستان کې وویني نه په جرمني کې.همداراز دوی وویل شوی وه چي د ټولو افغانانو له سیاسي استازو سره وویني نه د خاصې ډلې یا پرګنې له کسانو سره.)) ته دقدرپه سترگه گورو؛خوددې ترڅنگ مودبهرنيو چاروله وزيري اغلي هيلاري کلتون څخه غوښتنه داده چي دخپل هيواد دولتي اوسياسي چارواکي افغان ولس خپلواکی اوملي غرورته ددرناوی په هکله اړين حقوقی معلومات ورکړي ،ترڅوپه راتلونکی کښي دداسي ناخوالومخه ونيول سي کوم چي ددموکراسی اوبشری آزادی  مخاليفوژبه تېزه کړي .

په افغانستان کې د سیستم د فدرالي نظام لپاره هڅې نوې نه دي، ددې موخې لپاره ددموکراسی دلسيزي نه راپيل دی کله چي د۱۳۴۳ کال اساس قانون نافذ سواوسياسي فعاليتونوته نيم بنده اجازه ورکړه سول ،هغه وخت دبهرنيانوپه اشاره اوهحونه له همدې شمالي لوري دفدراليزم اوازترغوږوکېده .

ددې طرحي پلويان  د افغانستان د ټولو ستونزو اودموکراسی دپلي کېدودحل لاره فدرالي نظام بولي .

په هر هیوادکې چي دنړيوالونورمونوسره قانون مسلط وي  دگوندونواواشخاصولخواسیاسي مبارزي ته اجازجه ورکړه سوې وي ،چي پر بنياد ئي سیاستوال دخپل د هیواد دجوړولواوبرخليک په اړوند ځانگړې طرحي اونظريي وړاندي کوي  اوخپلو طرحود دپلي کېدو لپاره دولس درايو خپلېدوپه موخه مبارزه کوي ،خو په هېڅ هیواد کې هم دا نه دي لیدل شوي، چې سیاستوال اوياکوم گوند دې د خپلې موخې د لاسته راوړلو لپاره له بهرني هيودنه دمرستی غوښتنه وکړی اوهغوي ته دې ووايي زموږ دملت دغوښتنې اوارادې خلاف تاسو دخپلو پوځی امکاناتونه په استفادې سره موږ ته داسي نظام جوړ کی چي زموږ حونفرو خوښ اوپه گټه وي .

زه نه غواړم اوس دفدرالي نظام اومرکزي يارياستی نظام په اړوند خبرې وکړم ځکه داتيوريکه مسله ده ليکنه نوره هم رانه اوردېږي ،تنهاپه لنډوټکوکي داخبر کوم چي داحمدشاه بابادحاکميت له وخته چي اوسنۍ افغانستان دهغه دمبارزې اوتلاشونوله برکته راپاته دی بياترنن اوڅولسيزي به نورهم دمرکزي حکومت درېښودځغليېدولپاره هڅې رواني وي . افغانستان کي فدرالي نظام گټوري پايلې نشي درلوداي يوازنې پايله به ئي کورنۍ جگړه اويادبهرنيانودخوښی سره سم دافغانستان ويش وي ،بله اودريمه لارتراوسه مور نه وينو.

دبلي خواکه رښتياسره ووايواوپه رشتيادملت په غم کښي يونو گناه دنظام دشکل نه بلکه دحکمانواودقانون دپلې کېدوپه اړوند دملي زورواکانواوسرغړونه ده .دغه اوسني فدرالي نظام چي دښاغلی کرزی صاحب په رياستی نظام کي مرموز مسلط دی پايلي دی چي نه جگړه پاي ته رسېږي اونه ملت دهوساژوند څښتن سو . تراوسه مرکزی حکومت پردې ندی بريالی شوی چي دخپل حاکميت مزی ترټول افغانستان اوهري قریې پوري ورسوی ،نوپد شرايطوکښي دفدارلي نظام دجوړېدوخوب دهوښيارودخطايستلو معنا لري ،کله چي هوښيار خطوزي نوغبرگ غاښونه ئي لوېږي .

همدا ډول رياستي نظام هم دنړۍ په زيات شمير هيوادکي ښه پايله لرلې ده خودواړوبياپه يوبل هيوادوکي ناخوالي رازېږولي .

نه رياستی اونه هم فدرالي نظام دنړۍ دبشريت دښېرازی اونېکمرغۍ نخسه ده ،بلکې هرڅه دهغه هوادپه اقتصادي ،ټولنيز ،فرهنگی اوسياسي جوړښت پوري اړه لري .

داوس لپاره دټولوافغانانوهرچيري چې اوسي شمال ،جنوب ،غرب اوشرق يادنړۍ پر بله سيمه په افغانستان کي دسولي اوثبات راوستو،،ټولزوناخوالواوسالمې دولتي ادارې دجوړېدولپاره تلاښونه زموږ دولس لپاره حياتي ارزښت لري ،دنظامونودشکل اوۍوړښت پر سره مبارزه يوازي دقدرت دتږوترمنځ گرمېږي عام ولس په ځانگړې توگه افغانان دنور شيانويعني دایمی سولی اوژوندی پاته کېدوپه هکله فکر کوي .

رښتياخوداده چي پدې نامه اوبهانه  پخواني جنګ سالاران اوسنی سياسي اودولتی سوداگر یوځل بیا غواړي، داځل دفدراليزم ترپلولاندي دامريکاپه مرسته ځو واک او واک تر لاسه کړي.

په اخيرکي  :

په ګران هېواد او دنړۍ په هر ګوټ کې ټول افغانان بايد دې بهرنۍ دسيسې ته چي هغوي ئي دخپلو لاسپوڅوپوسيله پلې کول غواړي اوياپدې بڼه اومهارت زموږ دغيرتي ولس مختليفو قومونوترمنځ دبې اتفاقيواواختلاف تخمونه شندي جدي متوجه اوسي .دبرلين پر غونډه داپلان نه راپيل سوی اونه هم پايته رسېدلی دي داپروسره ډير پخواپيل سوې اوتر ډيره به ددې وريجن اوبيلتون پاله خوب ليدواوددې خوب رښتياکېدولپاره تلاښونه روان وي .دوي به له مختليفو ميتو دونو،بهانو،ښکلو اصطلاحاتو،رنگارنگ  دلايلونه استفاده وکړي،خوټول تلاښ به ئي ددې لپاره وی چي دامريکا، فرانسي،جرمني  اونورو داډول پرمختللي هيواددتجريبونه دمعقولي استفادې ترنامه لاندي زموږ يومټۍ خودڅولسيزو راپدې خوادقدرت پر سرجگړه کښي ښکيل  وسل سره وجنگوی اوپدې بڼه دافغانستان وېش اوکمزورېکېدوته لارهواره کړ ي .

افغانان له دولتی اړونده چارواکوپه ځانگړې توگه ښاغلي کرزی،ددولت له مخالفينو،سياسي گوندونوچي شميرئي ترسلو اوښتۍ،ملي مذهبی شخصيتونو،مدني اوفرهنگی ټولنو نه غوښتنه کوی چې دټولونړیوالو منل سوو اصولواو پرنسيپونوپربنياد له جرمنی ،امريکااوبل هرهيوادنه چي پدې بڼه دافغانستان دکمزوری ،وېش اوميشتو قومونوسره جنگولولپاره بربنډی هڅي کوي اودهيواددراتلونکي په نامه له هغوي سره گويا مشورې کوي کوم چي دهيچالپاره دمنلو وړندي ،په کلکه وغواړي چي دافغان ولس ارادې اوخپلواکۍ ته په درنه سترگه کتوسره ترهرنامه اونښادن لاندي ددې ياهغه کنفرانس دپرېکړودپلې کېدوپه بهانه داډول افغان ډښمنه هڅوته دپاي ټکی کښېږدي .ومن الله التوفيق