د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان حالات دسخت کړکېچ سره مخ دي

: اطهر الله اطهر 14.01.2012 11:50

اطهرالله اطهر
له يوې خوا طالبان دې ته نه چمتوشوي چې له نړيوالو سره دتفاهم لپاره له امريکايي چارواکو سره وګوري، او له بلې خوا دافغانستان دځينو ولايتونو امنيت په دوهم پړاو کې افغان ځواکونو ته سپارل کيږي اوطالبانو دخبرو ترڅنګ دوسه لوالې مبارزې هوډ هم څرگند کړى ، اوورسره يوه داسې ويدو هم خپره شوي چې امريکايي ځواکونو نه له بنديانو سره سپک چلند کوي. او امريکا هوډ څرگند کړى چې د ګونتنامو زندان به دخپل پلان سره سم تړل کيږي، اوددې ترڅنګ د حزب اسلامي يو پلاوى هم دحامدکرزى او په افغانستان کې دامريکاله سفير سره کتلي اوخپلې خبرې يې ګټورې بللې بله مهمه خبره داده چې، په برلين کې دشمالي پلوالې ځينو غړود فډرالي نظام په يو پلوۍ غونډه کړې چې په کې دامريکا ځينو سنا تورانو او په افغانستان کې د امريکا سفير برخه اخستې وه، که سړى دافغانستان دې ضدرو نقض حالاتو او بدلونونو ته ځير شي نو داترې ښه جوتيږې چې افغانستان د راتلونکې له څو مره ابهام او تيارې سره مخ دى ! دافغانستان کورني حالات هم دسخت کړکېچ سره مخ دي. طالبانو هم خپلو بريدونو ته ادامه ورکړي ، او په قطر کې دفتر دپرانستلو او له امريکا چارواکيو سره يې خبرو چمتوالي هم نيولې خو ولس له سختواند نښتو سره مخ دى ځکه چې د ژمي په دې سخت موسم کې جنګ کول ستونزمن کار دى اوطالبان د پسرلي موسم لپاره د جنګ چمتوالي نسي.

سرپاڼه

ستاسو تبصره