د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ويښتابه بلاګ د مشورې او فتوا څانګه پرانسته

زاهد جلالي 13.01.2012 19:06

اسلام زموږ د ټولنې يوه نه بېلېدونکې برخه ده او د اسلام له ځانګړتياو څخه دا دي چې نه يوازې دا چې دين دی مګر د ژوند لار ده. دغه دين کې له ټولنيزو اصولو نيولې تر سياسي موضوعاتو او عصري مسايلو پورې د هر څه لپاره ځانته احکام شته. دا دين انسان دې ته نه پرېږدي چې په خپلسرۍ او بې قيد و شرطه آزادۍ انسان له خپل انسانيته د حيوانيت په لورې روان شي.

همدا ده چې موږ د ژوند په هره برخه کې د دغه دين لارښوونو ته اړتيا لرو او په خپلو ټولنيزو مسايلو کې د همدغه دين د متخصصينو مشورو ته اړ یو.

ويښتابه وېبلاګ د دغه ضرورت په درک کولو سره د نورو څانګو په څنګ کې د مشورې او فتوا څانګه هم پرانیسته څو د اړو کسانو ديني مشکلات حل شي او د ژوندنيو چارو د کاميابۍ او د غوټو د خلاصولو لپاره لار خلاصه شي.

په ديني فتوا او مشورو کې د مفتي او مشاور اهليت ډېر مهم دی. دا بايد ښکاره وي چې څوک فتوا ورکوي او آيا مفتي د فتوا اهل دی او کنه. د دې لپاره بايد لوستونکو ته ډاډ ورکړم چې فتوا د معتبرو مفتيانو له لورې ځوابېږي، همدا ډول مشوره هم.

موږ د دې لپاره چې د فتوا د غوښتونکي په زړه کې د فتوا د صحت په اړه په شک کې واقع نه شي بايد دا اعلان کړو چې ستاسو پوښتنې د مصر دار الِافتا ته استوو او له هغو څخه يې حل غواړو، چې هلته به پوښتنې د ازهر د معتبر شيخانو او فقهاوو له لورې ځواب شي.

پاتې دې نه وي چې په دغه څانګه کې به د امام يوسف القرضاوي د فتواګانو له کتاب څخه هم ځينې اړينې فتواوې ژباړل کېږي او که د دې ترڅنګ د کوم بل معتبر عالم فتوا مو هم ليده تاسو ته به يې په پښتو ژبه وړاندې کوو.

د فتوا استولو لپاره لاندينی لېنک کلېک کړئ او خپله فتوا واستوئ:http://awakening.bloguna.tolafghan.com/contacts/new

يا دغه برېښناليک ته فتوا واستوئ:

zahid.jalaly@gmail.com