د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلوچستان کې په پاکستاني ځواکونو د بلوچانو بريدونه زيات شوي دي

پژواک خبري اژانس 12.01.2012 08:34

١٤ پاکستاني سرتېري و وژل شول

کوېټه (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٠): د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د بلوڅو وسلوالو په يوه بريد کې ١٤ سرتېري وژل شوي دي.

دا پېښه تېره شپه د بلوچستان ايالت له مرکز کوېټې ښار څخه ٧٠٠ کيلومتره لرې د ايران پولې ته څېرمه د تربت په بليده سيمه کې رامنځته شوې ده.

په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ناپېژانده وسلوالو د اېف سي په نوم د دولتي سرتېرو پر يوه کاروان د لاسي بمونو او وسلو بريد کړى دى.

سرچينې زياته کړې، چې په دغه بريد کې د دوو ا فسرانو په ګډون ١٤ سرتېري وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې په سيمه کې له دې پېښې وروسته د بلوڅو وسلوالو او دولتي ځواکونو تر منځ تر ناوخته پورې ډزې روانې وې.

د دې پېښې مړي او ټپيان د تربت سيمې دولتي روغتون ته وړل شوي، خو د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

بلخوا د بلوڅانو د ازادۍ تحريک (بلوچ لېبرېشن فرنټ) يوه وياند ګورام بلوچ له يوه نامعلوم ځاى څخه د ټيلېفون پر ليکه رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد د دوى له خوا شوى دى.

هغه ادعا کړې، چې په دغه بريد کې ٤٠ سرتېري و وژل شول او ١٥ نور ټپي شو او د هغوى درې موټر هم ويجاړ شوي دي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې پر پاکستاني سرتېرو او ملېشو بريدونه زيات شوي دي.

په تېره يوه اونۍ کې دغه درېيم ځل دى، چې پر پاکستانيو سرتېريو بريدونه ترسره کېږي؛ له دې مخکې هم په خيبر پښتونخوا ايالت کې د دوو پېښو له امله ٢٥ سرتېري وژل شوي وو.