د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګرانه وطنه

الحاج الهام الدين قيام 10.01.2012 22:49

په تا اوري، د اورونو شيګره ده
په لمن دې ،دسره اورلمبه خوره ده

خپل دې بولي خوپردي دي،سوزوي دې
ګران وطنه ! درته چا کړی،خيره ده

ستاله هرې کوڅې شنې لوخړې خيږي
شته دې وسول ،پاتې شوی دې ايره ده

په تاګران بچيان دې،غېږه کې دروژني
جلادانو په دوی، ګډه غر غره ده

دبچو په ويرکې ناست،په اور کې سوزې
ګران وطنه ! ستا لمن په وينو سره ده

ستاکوڅوکې،ښکته پورته جنازې دي
اوس دکليو جواس نه شته ،هديره ده

ګران وطنه ! دښمنانو وران ويجاړ کړې
لائې طبعه درته ښه نه ده، سپيره ده

دبچو په ځای دې بل څوک ،تصميم نيسي
ددښمن اورقيب، دواړو مشوره ده

دښمنانو پريکړه کړی ،ويشوي دې
اوس دغټ شيطان همدغه دستوره ده

دافغان دښمنان بيا،په جرګو سردي
خرڅوي دې،که دلاسه ئې پوره ده

که افغان ئې ږغ دې پورته کړه قيامه
که در پاتې دغيرت ،کومه ذره ده

والدروف/جرمني
09.01.1012