د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دضیا قاریزاده طنزونه

پوهنمل محمود نظری 09.01.2012 19:26

ضیا قاریزاده  د قاری دوست محمد زوی په  کال(۱۳۰۱ ل) په کابل په زاړه ښار کې زېږېدلی دی هغه یونامتو شاعر، لیکوال،  سندرغاړی، سندری جوړونکی او طنز لیکوال و. له هغه شعرونو څخه ښه کمپوزونه جوړسوي او د هیواد ټکره سندرغاړو لکه استاد سرآهنگ، استاد یعقوب قاسمی، استاد رحیم بخش، استاد شیدا، ځلاند، خیال، ناشناس، احمدولی، احمد ظاهر، جواد غازی یار، ساربان، صابر شیرزوی، ابراهیم نسیم، میرمن پروین، میرمن رخشانه، آزاده، ژیلا اوخپله يي هم د کبوتر په نا مه سندرې ویلي دي . 

د ضیا قاریزاده یوه وتلې ځانګرتیا دا ده چې د افغانستان ټولنیز مسایل بیانوي هغه څه چې نورو لیکوالو او شاعرانوهغه ته لږ پام کړی دی ، هغه یو ډیر بشر دوست انسان و هڅه یې کوله ټوله د غفلت له خوبه راوېښ کړي او د نورو له رنځونویې خبرکړي.
د قاریزاده په شعرکې ظرافت او ادبي ښکلا لیدل کیږي د هغه ټولنیزشعرونه په دوو برخو ویشل کیږي یوه د ټولنیزو بدمرغیو یادونه ده چې شتون يې هغه ځوروي اوبل يي هغه دولتي نا خوا لي دی چې د سانسور له ډاره په طنز او ټوکو یا هم د مناظرو په ډول چې یو ادبی فرعی ډول دی بیانوي.

دضیا قاریزاده مهم اثرونه لکه : نگینې، ادبی طنزونه، نینواز (منظمه رساله) ، د ازادګان (منظومه رساله) ، هدف ( نوی اشعار) ، د ژوند منی ، پیام باختر( نوی اشعار)ا و د طبیعت ژبه دي



لومړی هغه په ټولنیزو مسایلو کې د یتیمانو د ژوند یو انځور باسي او وايي :
ز درد بي پدري هر زمان دلم تنگ است
بهار عشق يتيمان به داغ خون رنگ است
د بې پلاری له درده مي هروخت زړه تنګ دی
د یتیمانو د مینی پسرلی دوینو په داغ رنګ دی
دویم هغه دیو بل ټولنیز ربړ یادونه کوی چي هغه د ځوانانو ته د واده دولور ستونزه ده هغه په د ی هکله وايي:

كلبي بچه اي مقصود ساكن ركاخانه
زن كرده و درمانده درپيسه ي طويانه
بي كند و بي ارزن، افتاده به فكر زن
دارد كه شود از غم آواره و ديوانه
اين دخترك انسان است، ني مال و ني خوايان ست
حيف است كه بفروشند، چون پنبه و پندانه

یو هلک چي اوسیده په رکاخانه کي
کوزده يي وکړه پاته سو په طویانه کي
بې کندو او ږدنو په فکرکې سو د ښځې
لیونی او ا واره به سي له غمه په دې کانه کي
داجنۍ انسانه ده نه مال او نه خواړه دی
افسوز چې هغه پلوری لکه پنبه په دې زمانه کې
او په درېیم ټولنیز ربړکې هغه د د غریبانو د ځور ډک ژوند یادونه داسې کوي
دیروزبیوه یی به گدایی کشید دست
از زیر برقعی که بجز آستــر نداشت
صــد پــاره بود پیرهن پینه، پینه اش
چیزی بنام جامه زپا تا به سر نداشت

پرون یوې ګونډې په ګدایي لاس کړ بهر
له چادري څخه پرته یې نه لره بل آستر
سل ټوټې او پينه پينه کمیس یي
د کالو په نامه یې څه نه لرله له پښونه تر سر
او څلورم ټولنیز ربړ چې هغه یې یادوی د غریبانو او ژمی ستونزه ده هغه وايي
سرما شد و افزود به آلام غریبان
افگند خنک لرزه به اندام غریبان
احوال دل غمزده راغمزده داند
هرکس نبود محرم پیغام غریبان
ژمی سو او ډیر سول غمونه د غریبانو
واچوله یخ رېږده په غړو کې د غریبانو
د غمزده د زړه په حال غمزده پوهیږی
هر څوک نه دی د پيغام محرم د غریبانو
قاریزاده په خپلو شعرونو کي په څو څو ځله شاعرانو ته د وطن دوستی او اتحاد شعرونو لیکولو ته هڅوی او په هغو ټینګار کوي او وايي

خوش ان خامه کان شعر موزون نوشت
به عشق وطن نیک مضمون نوشت
ښه هغه لیکوال چي شعرموزون لیکي
د وطن په مینه ښه مضمون لیکي