د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وحدت الوجود او پښتو ادب

عاقله سادات 08.01.2012 13:36

ددغو دوو سترو نظرونو بنسټ نقشبنديه طريقه ده، چې په دوو ذهني قطبونو ويشل شوي، چې دا دوه ستر عرفاني مكتبونه يو وحدت الوجود او بل وحدت الشهود دى.
صوفيان وايي، چې وحدت الوجوديان د عاشقانه عرفاني ذهن په سمندر كې ډوب دي.1 لكه حنان باركزى چې وايي:

د جنت معامله ته كوه ذاهده
عاشق نه ګوري په عشق كې نږدې لرې2

څرنګه چې دلته زما د بحث موضوع وحدت الوجود دى، نو كوښښ كوم، چې په لنډ ډول پرې يو څه څيړنه وكړم.

د وجود لفظي معنا:
وجود ته په پښتو كې(شتوالى) په پاړسي كې ورته(بودن) او په هندي كې ورته(هونا) ويل كيږي.
د وحدت الوجود پلويان وايي، چې(ټول دى دى) لكه خوشحال بابا چې وايي:

په هر څه كې ننداره د هغه مخ كړم
چې له ډيرې پيدايۍ نا پديد شو

د وحدت الوجود نه مراد دا دى، چې وجود يا هستي واحده ده. پاتې ټول عدم دي. د وحدت الوجود منونكي الله تعالى(ج) د حقيقي او يو وجود مالك ګڼي او د كائناتو يا نورو موجوداتو ځان له بيل هيڅ وجود نه ګڼي.
د وحدت الوجود معنا(يو كيدل)ده.

د وحدت الوجود مؤسس:
شيخ محمدالدين محمد بن علي مشهور په ابن العربي الحاتمي، چې په( ۶۲۸ق) كې يې ژوند كاوه، منسوب دى. حاتمه طريقه چې علامه حبيبي د ميا فقيرالله په پيژند ليك كې تشريح كړې ده، په ابن عربي پورې اړه لري او وايي، چې ددې طريقې اذكار د قادريې په څير دي، خو اشغال يې د مبدا او معاد د وحدت الوجودي فكر په ډول دى.3


د حق مشاهده:
الف: د وحدت الوجود په مكتب كې:
ب: د وحدت الشهود په مكتب كې:
الف: د وحدت الوجود د مكتب مؤسس ابن عربي په عقيده، عالم د روح نښه ده، چې په دې هنداره كې بريښي، د خداى(ج) غرض د عالم په پيدايښت كې داو، چې خاص حقيقت پكې وويني او انسان هغه روحني مبتدا ده، چې ددې ديدار حقيقت بلل كيږي.

د وجوديانو له نظره، د هر شي وجود د خداى(ج) وجود دى دا نه، چې هر شى خداى(ج) دى، ددوى له نظره وجود نه روح دى، نه ماده، نه عرض دى نه جوهر، بلكي د حق وجود يو شى دى، د وجود نه مطلب دا دى، چې په حقيقت كې يو د حق وجود شته، دا موجودات، چې موږ ته ښكاري په خپله هيڅ وجود نه لري، خو په خپله د هم هغه يو وجود ښكارندوى دي. دوى په دې عقيده دي، چې د خارجي نړۍ تصور ځكه پيدا شو، چې د حق پيژندنه د حق په اسم هوالباطن كې وه، نو هيڅ ټاكل او امتياز يې نه درلود، بلكي عين ذات و، لكه څاڅكى په سيند كې، خو چې كله د حق اسم هوالظاهر ته راغى، نو ټولو د يو بل وجود محسوس او مشاهده كړ، ددې نه د كائناتو تصور پيدا شو، خو په حقيقت كې هغه(ذات الا كماكان) دى، نه ترې څه بيل شوي او نه ور سره يو ځاى شوي، خوشحال بابا د وجودي په عقيده كې بعد او جدايي وهم ګڼي، وايي:
يار مې هسې رنګه ځاى ونيو په سترګو
چې و هر لوري ته ګورم واړه دى دى4

حسين ابن منصور حلاج په دې اند و، چې انسان دا وړتيا لري، چې متخلق د خداى(ج) په اخلاقو شي، ځكه ده خپل ځان د خپلې مينې سره يو كړ او د انالحق نارې يې وهلې لكه حنان باركزى چې وايي:
نوي عشق مې د زړو توبو صف مات كړ
جوړ داغونه مې ناسور كړه بيانو خطو

ابن عربي وايي، چې انسان ستره نړۍ ده، د كيفيت له مخې او عالم ستره نړۍ ده د كميت له مخې، ځكه انسان ته ستره نړۍ وايو، چې د خلافت مقام لري.

ابن عربي او جامي په دې عقيده دي، چې انسان هغه دوه مخيې ارزښتمنه سكه ده، چې هر څه پكې شته، حمزه بابا وايي چې د حقيقي وجودي توحيد انتها دا ده، چې همه ز اوست نه بلكه يوازې اوست ووايو.
په نوموړي مقام كې هيڅ كله دا خيال نشي كولى، چې د وحدت احساس زه يعني صوفي كوي، بلكي دا ګڼي چې حق په خپله د خپل شته والي احساس او ادراك كوي، څاڅكي په درياب كې د څاڅكي توب احساس نشي كولى، بلكي يوازې د درياب احساس پاتې شي.

وجوديان وايي چې كه د مشاهدې په وخت كې د سالك په زړه كې دا شك و، چې حق نه سوا د شيانو وجود هم شته، د هغه مشاهده ناقصه او معرفت يې پوخ نه دى، د حق مشاهده د شيانو ادراك او احساس د رجعت نه وروسته كيږي، چې ورته جمع الجمع وايي، دغه مقامونه درې دي، فرق، جمع او جمع الجمع.

فرق: په فرق كې انسان د كايناتو په ننداره كې دومره ډوب وي، چې حق ترې غايب وي.
جمع: په جمع كې د حق په ننداره كې دومره ډوب وي، چې كاينات ترې غايب وي.
جمع الجمع: هغه وخت چې سالك د سيرالله، سيرفى الله او سير من الله نه وزګار شي او رجعت وكړي، نو د جذب نه بيرته سلوك ته راشي، په دې حال كې د كايناتو مشاهده او تعلق د هغه لپاره د حق سره تعلق او مشاهدې مانع نه وي او نه يې د حق مشاهده د كايناتو د مشاهدې نه پاتې كولى شي، نو وجوديان وايي، چې كاينات د حق تعالى د صفاتو نه عبارت دي.5

د اسلام اصلي او بنيادي تعليم توحيد دى. آنحضرت(ص) خلكو ته د ټولو نه لومړى هم ددې(عقيده توحيد) دعوت وركړى وو، ځكه چې د وحدت الوجود نظريه د اسلام د توحيد د عقيدې سره ورته والى لري. له دې امله صوفيايي اسلام دا خپله كړه او دا يې د توحيد باطني اړخ وګڼلو او د اسلامي تصوف لازمي برخه يې وټاكله او دوى يې داسې تاويلات يې وكړه، چې د اسلام په لومړيو كې موجود نه و او ددې يې داسې تفصيلات او تعبيرات وكړل چې د تصوف په تاريخ كې د يو مستقل باب بنا وشوه.6

وجود د اصل واحد دى او هم دغه واحد وجود د نورو ټولو موجوداتو منبع ده. مطلب دا، چې ددې واحد وجود نه سوا هغه څه چې موجود دي، هم د واحد وجود نمود دى. په خپله يې څه مستقل وجود نشته. دې نظريې ته په اسلامي تصوف كې(همه اوست) وايي. دلته د وحدت الوجود لږ وضاحت كول اړين دي او هغه دا چې په صوفيانو كې، چې كوم د وحدت الوجود منونكي دي او اشيا عين حق ګڼي او د(همه اوست) اعلان كوي، نو له دې څخه مراد دا نه دى، چې اشيا نشته او حق تعالى موجود دى.

ددې مسلك صوفيان اشيا د حق تعالى صفات او اسما ګڼي او د حق تعالى څخه وروسته نور هيڅ نه ښكاري، ځكه چې د محبت د غلبلې له امله دوى له خپل محبوب پرته نور هيڅ نه ويني، ځكه رحمن بابا هم وايي:
زه رحمن د يار په غم كې هسې ډوب يم
چه هيڅ نه وينم په سترګو مګر دى

وحدت الوجوديان يو وجود(حق) ګڼي او غير يې نابود ګڼي لكه چې رحمن بابا وايي:
هرچه دى بغير له خدايه واړه او ګڼي نابود

كله چې انسان د وحدت الوجود په ذريعه د خداى(ج) په ذات كې ځان فنا كړي، نو د هغه د ذات سره بقا مومي، بيا د هغه د طاقت څه انتها نه وي، هغه ددې موجوداتو(والى)شي. په لنډو ټكو كې وحدت الوجود دې ته وايي، چې انسان خپله هستي ختمه كړي او د خداى د هستي مشاهده وكړي. 7

ماخذونه:
۱- جلال آبادي، ميا فقيرالله، طريق الارشاد، د اطلاعاتو او كلتور وزارت، د هنر او كلتور رياست،۱۳۵۹ لمريز كال،۲۳- ۲۴- ۲۵- ۲۶—۴۰مخونه.
۲- د باركزي حنان ديوان، د ژواك په اهتمام، ۷۰ مخ.
۳- حبيبي، پوهاند عبدالحى، د ميافقيرالله پيژندليك، پښتو ژباړه، هيواد مل، ۱۳۵۹ كال، ۷۷- ۷۸ مخونه.
۴- شينوارى، حمزه، د خوشحال خان د فلسفي او تصوفي اشعارو خوا، ننګيالى پښتون، پښتو ټولنه، ۱۳۴۵ لمريز كال.
۵- طريقت الارشاد، ۳۴ مخ.
۶- ننګيالى پښتون، ۵۵ مخ.
۷- داود، پروفيسور داورخان، د رحمن بابا ژوند تعليمات او شاعري، جدون پرنتنګ پريس، پيښور، ستمبر، ۱۹۹۷ كال.