د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داولس نه پوهيږي چاته مراجعه وکړي؟

حبيب الله غمخور 05.01.2012 04:36

نن مي يو ځل بيادتيرپشان دډله ايزو رسنيوپه مټ دروزگان ولايت دکړېدلواوله دولت نه بېگانه ولايت دخلکو ساندي ترغوږوسوې !

يو خوکه رښتياسره ووايودبهرنيو ځواکونوپه شتون کښي هم داسي ښکاري لکه چي روزگان دافغانستان دخاوري يوه مربوطه سيمه نه وي  اونه هم داپه نامه ولايت دافغانستان په ملکي وېش پوری تړلۍ وي! هغه پدې خاطرچي پدې ولايت کي دامنيتی نا اراميوتر نامه لاندي ددې ځاي دعاموخلکوپه گټه يوکارهم نه دی ترسره سوی .

داولايت يوزراعتی ولايت دی اوس دهر ورځې په تېرېدوسره په ډاگ بدليږي .دکروندگروسره ئي دروغجنه مرسته کيږي دنړيوالودغولولپاره په ډله ايزو رسنيوکي دمرستی خبرونه خپرېږي خوکله چي دولس نه وښتنه کوو ،وايي کومه مرسته ؟ چاته ؟ اوکله رسېدلې ده؟

په ارزګان ولايت كي بزگران وايي چي د دولت له لوري ورسره  د اصلاح سوو تخمونو اونوروكرهنيزوتوکو د مرستي  ژمنه سوي ،خوتراوسه ئي موږ کومه بېلگه نده ليدلې ،دوي  وايي دغه مرستي که کوم څه دلته راځي نوهغه هم ددي ولايت ملکانو او يا خانانو ته رسيږي او بې وزلي کسان بي مرستي پاتي دي  .

روزگان سره له دې چې په تېرولسو کلونوکې چې په افغانستان کې د نړيوالو بې حسابه  مرستو د لگولو کلونه گڼل کېږي اوبې حسابه ډالر دې وطن ته دمستې په نامه راغلل که يوچاته حه رسېدلي نودروزگان دبياږغاونې اودلته دعامې گټې اخيستنې اقتصادي اوکرهڼيزوپروژواوپه ماشيني بڼه دکرهڼيزومحصولاتوڅخه دتوليدياپروسس په برخه کي هيح ندي سوی. دغه تش په نامه پروژي چي دپي آر ټي دمرستوترنامه لاندي گوياپلي سوې ددي ولايت دکرهڼيزي اوصنعتي پراختياپه برخه کښي ئئ هيڅ گټه نده رسولې .داولايت عملأ دپرمختيايي کارونوپه ټولوبرخوکښي دافغان  دچارواکو اونړيوالي ټولنې هيردی اوهيڅ ډول پاملرنه نه ورته کوي  .

د روزګان ولا یت اوسېدونکي هره ورځ چيغې وهی چي دولت  ورته د بیارغونې کارونه او پراختیايي پروژې نه دي پیل کړي . هغوی وايي ولایت یې په هره برخه کې پاملرنې ته اړتیا لري، خو دولت پرې سترګې پټې کړي . دوي وايي  چي سړكونه ،ښوونځي روغتيايي مرکزونه  او دې ته ورته كارونو ته اړتيا لري خو دولت تر اوسه په يادو برخو كي ورسره دپام وړ کارندی  ترسره كړی ،ښه بېلگي ئي داچي  په ټول ولایت کې پوخ سړک نشته .

ددې ولايت ولي ښاغلى شېرزاد دولس خبري تائيدوي وايي : ((اروزگان د نورو ولايتونو په پرتله ډېر وروسته پاتې دى. هلته بيارغونه نه ده شوې، معارف فلج دى، د بې کارۍ د کچې لوړوالی، بې وزلي،دمرکز او ولسواليوترمنځ  لویو لارو خرابوالی ،حکومتدارۍ برخه کې ستونزې هغه ننګونې وبللې چې ددغه ولایت اوسېدونکي ګواښي.))

څه موده وړاندي ئي بېچاره وال  ښاغلی محمد عمر شيرزاد مجبورسوتردولتي مسوليت  تر کمبلې پښې تيري وغځوی  وئې ويل که تاسو يعني اړونده مرکزي اداروچارواکي  ددې ولايت دخلکو سره مرستی نه کوئ نوموږ پرېږده اوطالبان ،داچي ديوه ولايت يووالي دې خبر ته اړيستل کيږي داددې ښکارندوي دي چي دولتي مرکز ي اړونده وزارتونه اواداري دروزگان سره دميريزي ورورچلندکوي اودې ولايت خلکو ستونوزوته کومه پاملرنه نه کوي .

دبېلگې په توگه پدې لسو کلونوکښي دبهرنيو ملياردونوډالروسره پد ولايت کي معارف ددې پرځاي چي وغوړېږي دادی فلج کېدوپه لوردرومي کېداي سي لکه دکندهار ولايت حق چي وزير صاحب په نوروخوړلۍ ووددې ولايت حق ئي هم داڅوکاله دزورواکوميشتو ولايتوباندي خوړلۍ وي ،بهانه خوپخه شته چي ووايي والله امنيت نه وو نوڅه موکړی واي !

په ډله ايزورسنيوکي په تکراتودروزگان ولايت په وړاندي دښوونې اوروزنې وزارت بې تفاوتی ته گوته نيول سوې ليکلې ئي دي ،((د اروزګان ولايت د پوهني چاري ددي ولايت د نورو چارو په څېر په ټپه ولاړي دي او ددي ولايت د پوهني د چارو مسولين هم په روزګان کې اوسنى معارف تخيلي بولي او وايې چې دلته هرڅه مخکي تر دي هم خراب ول .

له بلي خوا ددي ولايت نارينه او ښځينه زدکوونکي د ښوونکوستونزه لري، په همدي اړه ددي ولايت د پوهني رياست چارواکي هم دامني چې په دي ولايت کې د ښوونکو د نشت لويه ستونزه پرته ده، وايې چې يوازي څلور سوه ښوونکي يې د درس ورکولو دي او پاتي اته سوه تنه يې د شپږم ټولګى زدکوونکي دي . دا نه يوازي په ترينکوټ بلکي ددې ولايت په ټولو ولسواليو کې ورته ستونزي پر خپل حال پاته دي .

تاسو فکر وکړئ دشپږم ټولگی فارغ به څنگه وکولاي سي نورشاگردان وروزي؟ اوبيازموږ چارواکي اعلانوي چي دروزگان ولايت دليسو له فارغانودکانکورآزموينه واخيستل شوه .داچي دکانکورسوالونه دکابل دنازولودليسوپه کچه اولته ئي ښوونکۍ ددولسم اوياشپږم فارغان دي ټول سترگي پرې پټوي ،نوڅنگه کېداي سي ددې ولايت اوياورته شاته پاته اوهيرشوو ولايتوځوانان دعالي تحصيلاتو موسسوته لارپيداکړي ؟ بياواي ولي داخلک له طالبانو ملاتړ کوي ؟ دوي پر حق دی چي ددولت پرخلاف ودرېږي .

دروزګان کې ټول دوه سوه او نهه شپيته ښوونځيوله جملې نه  تر سلوزياتي ښوونځۍ  د زدکوونکو پر مخ تړلي دي اوهغه چي گويافعالي دي نه کتاب اونه هم ددرس نوراړين توکي درک لري،تعميرخوددې ولايت دماشومانوهيردی اوهغوي نه پوهيږي چي يوماشوم دي داحق ولري چي پر چوکۍ کښېني اودميزپر سرپه يوه خونه کښي درس ووايي .

تر ټولوجالبه  او دشرم نه ډکه خبره چي ډله ايزورسنيوته ويل کيږي دامهال په روزګان کې پنځه اويا زره تنه زدکوونکي درس وايي، ولي غير رسمي سرچيني دا شمېره تر شل زره هم را ټيټ  ښيي اوهمداډول وايي  په دي ولايت کې نهه زره نجوني ښوونځيو ته ځي ولي دا شمېره هم د غير رسمي سرچينو د معلوماتو له مخي نهه سوه تنه دی .زه فکر نه کوم چي نه زره نجونې دې په کندهارکي ښوونځيوته تللي وي نوڅنگه کېداي سي په روزگان کښي داسي شميري وښودل سي .تاند

داچي دا ولايت  کي کال ۱۲ مياشتي بهاند رودونه لري برق نه پېژنې،په ټول ولايت کي يوروغتون اودوه درې ډاکتران ،دموراوماشوم سره مرستو موسسې نشتوالی ،يووړه فابريکه اويابله کومه صنعتي پروژه ،سوداگري په ټپه ولاړه ده اوزراعتي محصولات ئي ورستېږي داخوپرېږده .کنه حقيقت دادی هغه  امتيازات چي يوشمير په جنگسالاروپوري تړلو ولايتوته ورکړه سوي  اوهغوي په همدې وسيله پدې سيمو کښي خپل نفوذ اواعتباردنن اوسبا ورځي گټو ساتلوپه موخه  ساتي، په روزگان ،زابل ،هلمند،بادغيس،نيمروز ،فراه ،لغمان ،کنړ ،دايکنډي،غور اوداسي ورته ولايتونوکي درک نلري .

دتير کال دسمبرپر  ۲۱   دروزگان والي دځينو وزارتونوله نه پاملرنې نه ددې ولايت دخلکوسره په جرگه کښي شکايت کاوه اودائي ويل چي دلته امنيتي ستونزي دومره نسته لکه چي دولتي چارواکي چي ئې په گوته کوي اړينه داده چې ددي ولايت خلکوته دکارزمينه برابره شي اودلته ددوي دزراعتی محصولاتودپروسس اوله هغونه دتوليدي توکوزمينه برابره شي .تاند12.21.2011,

پورته ناخوالي پر خپل ځاي پاته دي چي دادی اوس ددې بېحاره خلکودکوردړه يوبلې ستونزي چي دوينوبوي ترې راځي وروټکول :

دډله ايزورسنيودخبرله مخې په خاص روزګان کي د سیمه ییزو پولیسو نادودو خلک پاڅون ته تیار کړي .د روزگان ولایت یو شمیر  اوسیدونکي وايي، په دې وروستیو کې نړيوالو ځواکونو د سیمه ییزو پولیسو په نوم یو شمېر کسان وسله وال كړي چې ددوي  په ونیا چور او تالان کوي.د سیمی خلک ادعا کوی چی امریکايي ځواکونو په سیمه کې هزاره قوم ته پریمانه وسلې او پیسې ورکړې او د شجاعي په نوم یو تن وسله وال چې ځان د دغو ناقانونه وسله والو مشر بولي په سیمه کې مطلق چور تالان پیل کړی دى، هر پښتون د طالبانو او ترهګرو په نوم نیسي او بیا یې یا د ډیرو پیسو په بدل کې خوشى کوي او یا یې هم بهرنیو ځواکونو ته سپاري.

سیمه ییزو پولیسو (اربکیانو) نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د روزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې هم د ملې پولیسو سره نښته کړې وه چې په کې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې وه. د روزګان چارواكي دامني چې  په خاص ارزګان ولسوالۍ كې سیمه ییز پوليس قومي او ژبني تعصبات پالي .

 فکر کوم د روزګان خلک پر حق دي و وایي،که په دغه ولایت کې  دا وضیعت روان وي،يوئي په يوه اوبل ئي په نامه زوروی اوترټی  نوخلک به له طالبانو سره لاس یو او د دولتي واکمنۍ په وړاندې  ودریږي  .تاند    01.04.2012 

يوخوله له لويه سره موږ ددې مليشونه ښه خاطره نلرو،همدې ملېشوپه کندهار،پکتيا،پکتکااويوشميرنوروپښتون ميشتو ولايتوکي دخپلو ناوړه اوظالمانه کړنو چوراوچپاول په نتېجه کښي خلک  دهغه وخت ددولتي حاکميت پر خلاف راوپارول ،چي له بده مرغه  هغه وخت هم چارواکوداخبره جدی ونه بلل .دخلکوپه وړاندي دملېشوناوړه اونارواکړنوخلک تر سږموراوستل ،ترڅوپايله داسول چي په شمال کښي ئي دملېشوپه نامه شمالي ټلوالي  دمرحوم نجيب الله اومرکزی دولت پر خلاف دبغاوت اعلان اوامرنه منلو ږغ پورته کړ .

دولتی چارواکي اونړيواله ټولنه بايد پدې ښه پوه وی چي  سيمه ايزو پوليسوپه نامه امنيتي ډلگۍ دامنيت ساتلوپه موخه نه بلکي په مهلاتوکي دزورواکانواوجنگسالارودمحلي استازودپوځی قدرت ساتلوپه موخه جوړېړي ،داملېشه ده چي اوس هرنوم څوک ورکوی دغه ليکوته هم ټول کسان ددې لپاره راځی چي په رسمي کاليو کښي برلاسي اوخلکونه پسي اونورشيان کوم چي دوي ئي غواړي دبرچې په زورواخلي . دااربکي ندي اربکي نوردي اوهغه پدې ډول دامنيت ساتلولپاره نه راټولېږي .داربکيو عنعنه يوازي په پښتنو کښي ده اوهغه هغه وخت اربکي راټوخلېدل کله ي به دسرحد ساتلواوياددکوم تيری کوونکي سره دجگړې خبره مطرح وه .

دادی اوس ئي ټول وينو چي نه يوازي په روزگان بلکي دوې درې اونۍ وړاندي په بغلان اوکندوز کي هم خلکوله دې وحشی گريونه سرټکاوه . داپدې معنا چي يوځل بياداترخه تجربه چې  هيڅ گټه ئي نده لرلې تکرارېږي اوهغه پدې بڼه چي په داسي يوه ولايت کښي لکه روزگان چي پښتانه اوهزاره وروڼه په څو ولسواليودهغه جملې په خاص روزگان ولسوالی کي گډ اوسي اوهلته دهزارگانوديوه کس ترنامه لاندي چي هرومروبه په خليلي صاحب اويامحقيق صاحب پورې تړلۍ وي يوه مليشه جوړه سوېده،اوددوي له کړنودادی اوس دخاص روزگان دولسوالۍخلک سرترېنه ټکوي .

څه موده پخوا د روزګان والي محمد عمر شيرزاد ،د همدې ستونزي د حل دپاره دخاص روزگان  ولسوالۍ ته تللى وو وايي چي د ولسوالۍ چارواكو ورته ويلي دي چي د ايساف خاص ځواكونه د محلي پوليسو(مليشو) ته ددي لپاره امكانات برابروي څو د دوى منځنو كې تاوتريخوالى زيات شي او يوه دبل سره وجنګيږي چي له امله يي د هزاره قوم د محلي پوليسو قوماندان شجاعي دسيمي پښتانه اوسيدونكي د طالب او ترهګر په نوم وهي ، ټكوي او حتى په زندان كې د تورو تمبو شاته غورځوي . داسي ويل کيږي چي اوس دا قوماندان تښتېدلی،خوداخبره دقيقه اوکره نده .

پدې ټول پوهيږي  چې نه طالبان يوازي پښتانه دي اونه هم دپښتنو استازيتوب کولاي سي ،دپښتنو عام ولس دطالبانوسره هيڅ ډول خواخوږي نلري داچي دوي ته ځاي ورکوي داله يوې خواپه کليواوبانډوکښي دوسلې په زوردبېوزلوخلکوډارولواودبلې خواپخپله دافغان  دولت اوددوي دبهرنيوملاتړودظلمونواونارواکړنوپايلي دي .

دطالب په  نامه دپښتنو وژل، ژوبلول ددې غيرتي ولس سره دپاکستاني،ايراني اونوروبهرنيوپښتنودښمنو هيوادو ددښمنئ سرته رسولومعنالري نورڅه نه دي . نړيواله ټولنه اوښاغلی کرزی بايدپوه وي چې پدې بڼه په هيوادکي دسولي اوثبات اميدواري ونلري .

د روزګان والي  د يادي ولسوالۍ د خلكو په يوه غونډه كې وويل چي د بهرنيوخاص ځواكونو مداخله چي د ژبني او قومي تعصباتو د پراخولو دپاره يي كوي دوى ته د منلو او زغملو وړ نه ده . شيرزاد زياته كړه روى محمد چي په خاص ارزګان کې د محلي پوليسو يو پښتون قومندان دى هم يو له هغه کسانو څخه دى چي له ډيري مودي راهيسي يي ورته ظلمونه کړي دي .د والي په وينا د محلي پوليسو يو قوماندان روى محمد يي له ځانه سره مركز ترينكوټ ته راوستى دى او د شجاعي په نوم د محلي پوليسو د قوماندان چي تښتيدلى دى د لټون هڅي رواني دي .

نوکه ددې سيمي تاريخ ته وگورواودکرزی صاحب  ددولتي حاکميت دماڼۍ دنغري چاپيردوستانودملي وحدت خلاف هڅواوشعارونوته پام وکړو،داله ورايه برېښي چي دلته بايد دغه ملېشه پر پښتنو ظلم اوتيری وکړی،چکه چي هغوي ئې هڅوی .زه نه پوهيږم چي ولي چارواکي يانړيواله ټولنه په افغانستان کي دننه  قومونه يودبل په وړاندي وسله اوسره جنگوی ئې؟ ددې جگړه مارواوياپه عادي اصطلاح مليشودقوماندانانواوعاموخلکودستونزودحل اوخوشحالی لپاره به کرزی صاحب اوامريکاپه کوم هيوادکي دفترپرانيزي اودکوم زندان  څخه به  بنديان ورولېږی؟ اخير چارواکي اونړيواله ټولنه په سرکي امريکابايد دغو ملي باريکوته جدي پام وکړي . که دې اودې ته ورته مسلوته جدي پاملرنه ونسي داپه ډاگه وايم چي پالې به ئي ملي ناورين اودحل لپاره به ئې نه قطراونه هم سعودي ،ترکيه اوياتهران کي  دفترونوپرانستل  مرسته وکړاي سي .

دنړيوالوټولنې اوپه ځانگړې توگه امريکانه موغوښتنه داده چي دعاموخلکوزړونوراخپلولوته پام وکړي ،زموږ دولتي چارواکي پدې ښه پوهيږي چي ددوي اوعام ولس ترمنځ واټن اوبې باوری دومره زياته سوې چي نږدې کول ئي خوب اوخيال دی ،ځکه خوکرزی صاحوب اويوشميرنوردخلکودغولونوپه موخه ناري سوري وهی اوخلک ورباندي خاندي .

داثابته سوې چي په ملېشواو وسلوسوله اوثبات نسي راتلاي .دولت اونړيواله ټولنه مسوليت لري دروزگان اوروزگان ته ورته ناارامو اوليري پرتوهيرسو ولايتونوخلکو غوښتنو اووړانديزونوته غوږ سي اوپدې ولايتو کښي اړين اوگټوراقتصادي اوټولنيز کارونه چي گټې ئي ترهرکور پوري ورسېږي پلي کړي .

که ناپوهی دښمن دی نوبېکاری ددښمنۍ راپيداکېدولپاره لارپرانيزي ،که سوله غواړونوامنيتي دندوترڅنگ دبېکاري اوافغانستان په ټولوولايتونوپه ځانگړې توگه شاته پاته ولايتونوکښي پراخواقتصادي اوصنتعي پروژوپرانيستلوته حياتي اړتيابايد رفع سي ترڅودعاموخلکوپه اقتصادي اوټولنيز ژوندکښې مثبت بدلون راسي .