د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان بنسټ

نظرمحمد مطمئن 31.12.2011 21:31

په هیواد کې دننه د علمي او ټولنیزو کارونو او خپل زوریدلي ولس ته د خدمت لپاره یوه هیله او ارزو وه، چې وخت ناوخته به متوکل صاحب او ضعیف صاحب یادوله. زموږ د هیواد ستونزي دومره زیاتي وي چې ددغي هیلي او ارزو د عملي کیدو امکانات هم ډیر لیږ سړي ته په نظر ورتلل.
د تیرکال د چنګاښ میاشت کې په یوه کوچني کوټه کې ډاکټر فاروق اعظم ، مولوي وکیل احمد متوکل او مولوي عبدالسلام ضعیف د سهار چاي څښلو پرمهال ددغسي یو علمي او ټولنیز بنسټ په اړتیا خبري کولي او دعملي کیدو لپاره یې په لارو چارو غور کاوه.
کله چې ددغسي علمي او ټولنیز بنسټ په جوړولو موافقه وشوه او دکار دعملي پیل لپاره د مختلفو ادارو څخه د اجازي غوښتلو ته اړتیا وه، په ډیره تیزي او ډیر کم وخت بیا هم دوو تنو له نوموړو ادارو څخه د عملي کار د پیل د اجازې پاڼي ترلاسه کړي. په رښتیا هم که ددغو پاڼو د ترلاسه کولو لپاره بل چا کار کړی وای ، فکر نه کوم چې په میاشتو میاشتو دي هغه د اجازې رسمي پاڼي ترلاسه کړي وای. خو مبارک صاحب او برهان صاحب وکولای شول چې نسبتاً په کم وخت کې هرڅه خلاص کړي.
افغان بنسټ چې چاري يې د مؤسیسنو شوری لخوا رهبري کیږي او د تشکیلاتي جوړښت ریاست يې ښاغلي ضعیف صاحب پرمخ وړي مرستیال یې مولنا عبدالرزاق فتاحي د سوداګري پخوانی وزیر دی، متوکل صاحب د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، فیضان صاحب د سوداګرۍ وزارت پخوانی معین، مولوي نورجلال صاحب د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین او یوشمیر نوريې د مؤسیسنو شوری غړي دي. ترریاست لاندي د ښوونیزو چارو، علمي څیړنو او نصاب، ټولنیزو چارو، د نشراتو، اداري، پلان او اړیکو، او تفتیش مدیریتونه لري. هر مدیریت يې اړوند څانګي لري چې اوسمهال ډیري فعاله څانګي يې د ښوونیزو چارو، علمي څیړنو او نصاب، ټولنیزو چارو او نشراتو مدیریتونه دي.
افغان بنسټ چې له موخو څخه يې یوه داوه هغو سیمو ته چې له ښووني او روزني څخه بې برخي دي د ښووني او روزي خدمتونه وړاندي کړي روان کال د غوايې په میاشت کې وتوانیدل چې د افغان ښوونځي په نوم دکابل په خوشحال خان مېنه کې د هلوکانو او نجونو لپاره بېلابېل ښوونځي جوړ او زده کوونکي ومني. دافغان ښوونځي د ښووني ژبه پښتو ده چې ښوونکي يې په پښتو ژبه تدریس ورکوي، داځکه چې په کابل کې په خصوصي ښوونځیو کې ددغسي یو ښوونځي اړتیا وه. د ښوونځي په نصاب کې د ساینسي مضمونو ترڅنګ دعربي او انګلیسي ژبو، کمپیوټر زده کړي هم شته، په اړین ډول دیني او اسلامي مضمونو ته پکې ځای ورکړل شوی دی، چې دغه تشه پدې کچه لا هم تراوسه په دولتي او نورو خصوصي ښوونځيو کې شته. افغان ښوونځی د هلوکانو او نجونو لپاره ځانګړی یونیفورم (یوډول جامي) لري، دهلوکانولپاره زموږ کلتوري او ملي کالي، سپینه خولۍ او تور بوټونه دي، د نارینه ښوونکولپاره سپین کلتوري کالي، سپینه خولۍ، توره کورتۍ او توربوټونه، داډول د نجونو لپاره کلتوري فولادي رنګه جامي او مروج حجاب او دښځینه ښوونکو لپاره يې د نجونو زده کوونکو څځه په لیږ توپیر سره کلتوري جامي او مروج حجاب ټاکل شویدی.
دافغان ښوونځي د هلوکانو په څانګه کې ټول ښوونکي او اداري کارکوونکي نارینه دي او دنجونو په څانګه کې ټولي ښوونکي او اداري کارکوونکي ښځینه دي. د هلوکانو لپاره ځانګړې ودانۍ او دنجونو لپاره په بله کوڅه کې بيله ودانۍ ده.
په دواړو څانګو کې د ژمي د دریو میاشتو د رخصتي په وخت کې د زده کوونکو لپاره د هغوی د زده کړي د سویې د لوړوالي په منظور د ژمني کورسونو ترنوم لاندي پروګرام روان دي او ګڼ شمیر هلوکان او نجوني ددغه ژمني روزنیز پروګرام څخه ګټه ترلاسه کوي.
دهلوکانو څانګې د قرآن کریم، تفسیر، حديث، عربي او تجوید مضمونونه د الازهر دارالعلوم مصري ښوونکو لخوا تدریس کیږي. د ښوونکو په ټاکنه کې يې ترخپله وسه مسلکي کسان راوستي دي. که د تیر کال په ډول دغه ښوونځی د زده کوونکو مسلکي او علمي ، دیني او اخلاقي روزني ته همدا ډول پام وکړي نو لیري نده چې په کابل کې د نوموتو ښوونځیو په کتار کې به لوړ ځای ولري.
دافغان بنسټ مشرانو غوښتل چې په راتلونکي کال ۱۳۹۱ کې دغه ډول ښوونځي د کابل په نورو سمیو (احمدشاه بابا مېنه، کارته نو، خیرخانه او کمپنۍ) کې هم پرانیزي خو د اقتصادي ستونزو له امله يې اوس پریکړه کړي چې د بګرامي په سیمه کې (د احمدشاه بابا مېني او کارته نو ترمنځ چې ددواړو ځایو زده کوونکي ورته تللای شي) د افغان ښوونځي دهلوکانو او نجونو لپاره بېلابېلي څانګي پرانیزي.
يو ښه او ډیر اړین کار چې د افغان بنسټ مشرانو يې پریکړه کړیده هغه دافغان پوهنتون په نوم خصوصي پوهنتون جوړول دي چې په هیواد کې دننه څوتنه بادرده او بااحساسه په هیواد او ولس مین شتمن حاضر شول چې اقتصادي برخه يې په غاړه واخلي ، اداره او اړوند چاري يې افغان بنسټ پرمخ یوسي ترڅو د ۱۲م ټولګیو څخه خلاص شوو زده کوونکو ته پکې معیاري، مسلکی دیني او اسلامی زده کړي وړاندي شي. د افغان پوهنتون اداره چې افغان بنسټ به يې په غاړه لري یو بشپړ اسلامي چاپیریال به لري، دهلوکانو اونجونو لپاره بېلوالي، دهلوکانو لپاره ملي یونیفورم او د نجونو لپاره ځانګړي جامي او حجاب په نظرکې نیول شویدی. دابه وښئي چې څه ډول کولای شو د ولس د غوښتنو سره سم خویندو او وروڼو ته ځانګړي او جلا د لوړو زده کړو زمینه برابره شي.
جاپانی مسلمان پروفیسور حسن کونکاتا وايې: په جاپان کې ډیر پوهنتونونه د هلوکانو او نجونو بېل او ځانګړي دي، په نوموړو پوهنتونو کې د هلوکانو او نجونو اختلاط نشته، او دجاپان ډیري وګړي لدې سره مینه لري چې خپلې نجونې د هلوکانو څخه جلا او بېل پوهنتون ته واستوي.
نړیوالو څیړنو ښوودلي ده هغه پوهنتونونه او ښوونځي چې دهلوکانو او نجونو ګډوالي پکې نه وي تر هغو ښوونځیو او پوهنتونو يې د زده کوونکو سویه لوړه ده کوم چې ګډ روزنیز چاپیریال لري، داځکه چې په ځانګړو او بېلو ښوونځیو او پوهنتونو کې د نجنو او هلوکانو ذهن ارام وي او یو بل ته زورونه پکې نه وي.
دکابل ښار یو ټکسي موټر چلونکی وايې : زه دوه محصلي نجوني له یوه خصوصي پوهنتون څخه تر کوره پوري ماښام مهال د پوهنتون له رخصتیدو وروسته وړم، هره ورځ زه خپل د ټکسي ځای بدلوم او نجونو ته په ټلیفون وایم چې ژر راشئ زه همدلته درته ولاړم یم، هڅه مې داوي چې زه او نجوني د هلوکانو محصلینو له زور څخه په امن شو. ډیر ځله به زما د موټر څنګ ته ځوان محصلین ولاړ و او هغه دوه نجوني به يې په تکلیف کولي، بالاخره زه مجبورشوم چې خپل موټر بدل کړم اوس مې د ټکسي په ځای شخصي رنګ کوچني موټر اخستی دی، او چې کله پوهنتون رخصت شي هغه نجوني د پوهنتون په انګړ کې انتظار کوي زه هڅه کوم چې دپوهنتون عمومي دروازي ته نږدي ورشم. چې کله ورته ښه نږدې شم بیا ټلیفون ورته کوم او دوي هم په بیړه لکه چې څوک تښتونکي پسي منډي وهي موټرته راپورته کیږي او زه یې په پوره ډار سره ترکوره رسوم.
زموږ په هیواد کې ځینې کارونه عجییه سرچپه کیږي، اوسني حکومت او نړیواله ټولنه چې ترډیره حده هڅه کوي چې پردی او نامساعدکلتور په هیواد کې خپور کړي، په دولتي ښوونځیو کې يې د هلوکانو او نجونو لپاره بېلوالی راوستي دی (خیر دي یوسي)، خو په خصوصي ښوونځیو کې يې له پامه غورځولی دی، په دولتي ښوونځیو کې وړو نجونو ته فیشن او سینګار نه پریږدي، بنګړي، دپزي نتکۍ، د نوکانو رنګول، غټ نوکان، د شونډو سره کول، د جګوپوندو بوټان، ښکلی او جذاب حجاب، دغاړي غاړکۍ داټول پري بند دي (که داکار د امربالمعروف او نهي عن المنکر اداري کړی وای نو د نړیوالو او ... چیغي به تراسمانه پورته شوی وای). الله عزوجل دي وکړي چې اوس د نړیوالو ورته فکر نشي چې ولي اوسنی حکومت دغسي یو په ځای او ولس ته دمنلو وړ کار کړی دی.
دپورته ځانګړتیاوو سره سره د پوهني وزارت او اړوند امنیتي اداري پدې پړه بلل کیږي چې ندي توانیدلي چې د کابل ښار د ځینو لوپرو هلوکانو مخه ونیسي او نجوني ښوونځي ته د ورتک او له ښوونځي څخه دتګ په وخت کې ترکوره ددوي له زوروني او تعقیب څخه خلاصي کړي، ترڅو په ډاډه زړه زده کوونکي ښوونځي ته ولاړي شي او پرته له ویري او ډارڅخه بیرته په ډاډ سره ترکوره ورسیږي.
د نجونو د ثانوي ښوونځیو درخصت پرمهال د ښوونځي مخ ته د لوپرانو او بدعملو ډیري څیري لیدل کیږي، دا رنګه د ځینو شتمنو لوپر زامن به د ښوونځي مخ کې د هغوی درخصت پرمهال په ښایسته او لوکس موټرانو کې ناست وي او دنجونو د زوروني او بې لاري کولو هڅي به کوي. امید دی چې دپوهني وزارت او اړوند اداري پدې برخه کې خپله دنده پرځای کړي.
راځم ديته چې زموږ په هیواد کې د پوهني په برخه کې کوم سرچپه کار شویدی، د پوهني وزارت په ښوونځیو کې د لومړۍ ټولګي ، دوهم ټولګي ، دریم ټولګي چې ډیري وړي نجوني دي پورته یاد شوي د فیشن او سیګار شیان نه پریږدي او دارنګه په لوړو ټولګیو کې ، چې ډیر پرځای کاردی. خو برعکس!
پوهتنون ته چې په ټوله کې لويې نجوني او پیغلي نجوني ځي، هغه نجوني چې له دولسم ټولګي څخه خلاصي شوي وي، هغه نجوني چې عمرونه يې له اتلس کلونو څخه اوښتي وي، د لوړو زده کړو محترم وزارت د فیشن او سینګار ټول ډولونه ورته ازاد کړي دي، د هلوکانو سره ګډوالی او یوځایوالی چې په ښوونځیو کې بند دي دلته ازاد او دپوهنتون په دننه کې ځواني نجوني او ځوان هلوکان یو بل ته خپل دمیني داستانونه بیانوي، په پوهنتون کې د یونیفورم له قیده هم نجوني خلاصي دي او د ورځي دموډ سره سم لنډي، ښایسته او تنګي جامي يې په تن وي، دا ډول په محصلینو هم هیڅ کوم قید نشته چې څه ډول وغواړي په هغه ډول د ځان سینګار او فیشن کولای شی. ډیر محصلین به وویني چې په غاړه يې ځنځیرونه، په لاسونو يې د هند څخه د وارد شوي کلتور له برکته یو خاص ډول بنګړي، فرانسوي، انګلیسي او ... ډول جوړه شوي ژیره او په پښو يې د اوږدو مښوکو لرونکي بوټونه وي.
داچې اوسني دولت د کابل پوهنتون د نجونو محصلینو لپاره لیلیه هم ورکړیده، په لیلیه کې یو شمیر له ولایتونو راغلي نجوني شپي ورځي تیروي، او داډول محصلین خو د پوهنتون له تاسیس څخه بیا ترنن پوري د لیلي اسانتیا لري، وروسته له رسمي درسي وخت څخه د پوهنتون په دننه کې دلیلیي نجوني او هلوکان ازادي لري چې یوځای قدم ووهي.
دسیدجمال الدین افغاني قبر چې د کابل پوهنتون په دننه کې دي، هیواد او نړۍ دده دخدمتونو پوروړې ده، سید جمال الدین افغاني د اسلامي خلافت د بیا ژوندي کیدو او یو اسلامي نظام راوستلو لپاره په ژوند کې ډیرکړاونه ولیدل، ټول وخت يې له هیواده بهر په مسافرت کې تیر او په مسافرت کې مړشو ، خو اوس په مرګ هم هوسا نشو او د اسلامي نظام د نه پلي کیدو او ډول ډول بې لاریو څخه په خپل قبرکې زوریږي.
مازیګرمهال و موږ يې قبرته ددعا لپاره ورغلو، په ډیر ادب او احترام مو دعا کوله، دهغه کارنامي او خدمتونه مو یادول، دهغه په قبر په ډبره لیک شوې لیکنه او دهغه لنډ ژوند لیک مو لوست، د دغه سترعلامه قبر ته نږدې او په شمار څو قدمه ها خوا د ونو سیوري ته د کابل پوهنتون محصله او محصل څنګ ترڅنګ ناست و، مخي ته يې د ټلیفون ګوشۍ نیولي وه، ددوی لپاره په زړه پوري سرود او سندره يې ژغوله.
افغان بنسټ د یتیمانو لپاره په زړه پوري ښوونیز پروګرام لري، دولایتونو(هلمند، کندهار، زابل، غزنی، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل، کاپیسیا، پروان، بغلان، کندز ، غور، بدخشان) څخه يې ډیر اړ او بې وزلي یتمان راټول کړي دي، مجهز او منظمه لیلیه لري، سهارمهال افغان ښوونځي کې درس وايې، د غرمي ډوډۍ او لمانځه وروسته په دوه بجې ماسپښین دیني درسونو ته د افغان ښوونځي له نورو زده کوونکو سره یوځای حاضریږي، دا ډول په لیلیه کې هم تربیتي او ذهني پروګرامونه لري، ځیني وختونه د جمعي په ورځ رحله هم لري.
پاتي دي نه وي چې افغان بنسټ غوښتل چې له ټولو ولایتونو څخه يتیم هلوکان د افغان ښوونځي لیلیه څانګي ته راولي، ولي د ځینو ولایتونو څخه د هغوي د سرپرستانو د خپلو ستونزو له امله افغان بنسټ ونه توانیدي چې د ټولو ولایتونو یتیمان راوستلای شي.
دبامیان ولایت اوسیدونکي چې په افغان بنسټ کې دنده لري هڅه کوله چې مستحق یتیم لیلیې ته راولي، په لومړي سرکې د دوو یتیمانو سرپرستانو ژمنه وکړه خو وروسته د لیریوالي او ځیني نورو ستونزو له امله یو هم حاضر نشو.
اته کلن فیض محمد د پروان ولایت د کوه صافي اوسیدونکی متوکل صاحب ترلاس نیولی د افغان ښوونځي لیلیه څانګي ته دننه راوست، فیض محمد چې له ورایه ښکاریدی چې زیات زورول شوی، شاقه او سخت کار ورڅخه اخستل شوی، په مخ او بدن يې پوستکي نرم او نازک ښکاره کیدی، دهغه لاسونه اوپښي دومره خواري او له غوښي خلاصي ښکاریدي تابه ویل چې په وچ شوي هډوکي نرم او نازک پوښ اچول شویدی.
د لاسونو په ورغو يې تڼاکې پخي شوي وي، او داسي معلومیدل چې سخت او دده له توانه زیات کار يې پري کړیدی. له فیض محمد څخه پوښتنه وشوه چې تا څه کار کاوه، ولي پداسي حالت کې يې؟ هغه وویل: زما پلار مړشوی دی، هغه نشته، زه مې له تره سره اوسیدم، زما مشر ورور يې ایران ته ولیږی، هغه په ایران کې مزدوري کوي، ماته مې تره ویل چې په غره کې تیږي ماتوه، سهار به لاړم، د کورنه به يې یو ټوټه وچه ډوډۍ راکړه، مابه ټوله ورځ تیږي ماتولي، او غرمه به مې هغه وچه ډوډۍ له اوبو سره خوړله، زما تره به هغه تیږي خرڅولي.
د ټولنیزو چارو څانګه چې د یتمانو د سرپرستي او مرستي چاري په مخ بیايې د لیلیه زده کوونکو سربیره پخپلو سیمو او کورونو (هرات، فراه، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، غزنی، لوګر، میدان وردګ پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان،کاپیسیا، کابل، پنجشیر، پروان، بغلان، تخار، کندز، بلخ، سرپل، بامیان او بدخشان) کې ښووني او روزني ته د یتیمانو سره دمرستي لپاره میاشتنۍ نغدي مرسته کوي تر څو د یتیم سرپرست د همدغه مالي مرستي څخه په ګټي اخستلو یتیم ته د ښووني او روزني زمینه برابره کړي.
پلوښه چې د جلال آباد ښار د هډي دفارم په سیمه کې له خپلي مور کوچني ورور او وړي خورسره اوسیږي، د کور د ورځني لګښت لپاره اړ وه چې د ورځي له مخي د جلال آباد ښار کې د خلکو د بوټونو پالش وکړي، هغه به هرسهار له کوره د یوې ګولي ډوډۍ پیداکولو په نیت وتله، په جلال آباد ښارکې به يې د مجبوریت لمخي د موچیانو او خاص ډول سره زموږ په هیواد کې نارینه و ته ځانګړی شوی کار کاوو، پلوښه که هرڅومره زوریدله، او دهلوکانو له خوا به ملنډي پري وهل کیدلي، د ننګرهار په سخته ګرمي کې به بیا هم په تړه ناسته اوهمت يې دلاسه ورنکړ.
بازمحمد عابد دمشال راډیو کارکوونکي ته دي الله عزوجل اجر ورکړي دهغي معصومي ماشومي عکس يې د فیس بوک په پاڼه خپورکړ (http://www.mashaalradio.com/content/article/24392689.html).
دافغان بنسټ د ټولنیزو چارو مسؤل وتوانید چې د خپلو مستحقو یتیمانو په جاري کومک لسټ کې یوه د ترحم وړ بې وزلې یتیمه پلوښه هم داخل کړي، دهغي کورنۍ ته يې د پلوښي د ښووني او روزنې لپاره د دریو میاشتو لپاره ۱۳۵۰۰ افغانۍ ورکړي. اوس پلوښه هم د نورو نجونو پشان په ښوونځي کې زده کړي کوي او خوښحاله ده، تر درو میاشتو تیریدو وروسته به بیاهم د پلوښي کورنۍ پورته اندازه پیسي د هغي د ښووني او روزني لپاره ترلاسه کوي، د پلوښي دغه په زړه پوري راپور د ازادي راډیو نړیوالي څانګي چې په ۲۸ ژبو خپروني لري په انګلیسي ژبه خپور او دپلوښي له خولي لیکي:( پلوښه چې د بوټانو رنګولو کاريې کاو، اوس ښوونځي ته ځي د طالبانو له پخوانیو مشرانو څخه مننه کوي چې دې ته يې د ښووني او روزني زمینه برابره او دهغي مرسته يې وکړه http://www.rferl.org/content/off_mic_mashaal_report_shoeshiner_to_student/24397888.html) .
افغان بنسټ د علمي څیړنو، تألیف او ژباړي په برخه کې کار کوي چې دغه بهیر ډیر ورو روان دی، ترټولو لومړیتوب يې نصاب ته ورکړي، داچې نصاب مسلکي او علمي کدرونو ته اړتیالري، مسلکي او وړعلمي کدرونه جګ معاش غواړي، لدې امله ده چې دغه بهیر ډیر ورو دی. د نصاب په برخه کې د ښوونځيو او مدرسو لپاره خاکه جوړه شویده، پدې اړوند د ډیرو علمي کسانو څخه نظرغوښتنه اوپوښتني شویدي، په ځینو تدریسي مضامینو عملا کار پیل شوی دی، خو لا دوخته ده چې د کامیابي او سرته رسوني په اړه يې څه ووایو.
افغان بنسټ د نشراتو څانګه د افغان بنسټ (www.Afghanfoundation.net) په نوم ویب پاڼه لري چې لايې هم کار بشپړندی. په راتلونکي کې هوډ لري چې په مختلفو مسایلو ځانګړي رسالي چاپ اوافغان ولس ته وړاندي کړي.
پای
۹ جدي ۱۳۹۰