د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مسؤول څوک دی؟

عبدالباري جهاني 27.12.2011 22:19

د یکشنبې په ورځ د تخار ولایت د تالقان په ښار کی د جنازې په مراسمو کی یوه ځانمرګې حمله وسوه او په نتیجه کی یی د پارلمان د یوه   وکیل عبدالمطلب بیګ، څو تنو نورو  مخورینو په شمول څه باندي شل تنه ووژل سول او څه باندي پنځوس تنه ټپیان سول.ویل کیږی چی عبدالمطلب بیګ  د سیمي یو پخوانی جهادي قوماندان او د اوسني نظام د کندوز او تخار پخوانی د امنیه قوماندان وو. عبدالمطلب بیګ به د جهاد د پخواني قوماندان او په اوسني فاسد نظام کی د امنیه قوماندان په حیث، حتما، د خپلو جنایتونو سزا لیدلې وي. خو له هغه سره د بمب د چاودني په دغه حمله کی ګڼ شمیر بیګناه ملکی کسان وژل سوي دي، چی ښایی له وژل سوي قوماندان سره به یی هیڅ ډول اړه نه درلوده. د دې حملې مسولیت چا نه دی اخیستی او، د جمهوریس حامد کرزي په شمول، نورو حکومتی مقاماتو دا وحشیانه عمل محکوم کړ.
          په جنازو، هدیرو، جوماتونو او د خلکوڅخه په ډکو سیمو کی دا نه لومړنی چاودنه وه او نه هم ښایی وروستنی چاودنه وي. خو سوال دا دی چی دا حملې څوک کوي، ولي کیږی، تر کومه به دوام لري او د افغانستان کړیدلي اولسونه، چی له خدای ج څخه پرته هیڅ ډول مخافظ، ساتونکی او باډي ګارډ نه لري، له چا څخه پوښتنه وکړي. وزیران او عالي رتبه مقامات خو د تورو زره پوښو موټرونو په کاروانونو کی ګرځی او د مرګ چنداني زور نه په رسیږی، خو د اولس د ساتني مسؤولیت هم څوک لري کنه؟
         طالبان، تروریسټان، د حکومت مخالفین او راز راز دسیسه جوړونکي خو د خلکو د وژلو، جوماتونو خرابولو، مکتبونو سوځولو او د لویو لارو د امنیت د خرابولو مسولیت لری او موږ د هغوی په باره کی له سره خبري نه کوو. خبره د افغانستان د دولت ده. که د دولت وسله وال مخالفین، خپلو اهدافو ته د رسیدلو په لاره کی، د بیګناه ملکی خلکو، ښځو او ماشومانو د وژلو مسؤولیت لری نو په مقابل کی یی دولت د خلکو د امنیت د خوندي کولو مسؤولیت لري.  د اولس د امنیت خوندي کول د دولت تر ټولو مهمه او لومړنۍ وظیفه ده. د مځکي پر مخ، د لومړني دولت د ایجاد له ورځی څخه تر نن پوري، دا د ټولو دولتونو او اولسونو ترمنځ  د شفاهي قرار داد روح دی چی اولس له خپلو ځینو ازادیو څخه تیریږی، د دولت له خوا وضع سوي قوانین مني، دولت ته به مالیه او عسکر ورکوي، او په مقابل کی به دولت د هغوی امنیت خوندي کوي. که یو دولت د خپلو اولسونو امنیت خوندي نه کړای سي نو دا د هغه د ناکامی تر ټولو لوی دلیل دی. څه باندي لس کاله کیږی چی د افغانستان فاسد نظام د غربی هیوادونو د عصري وسلو، لس هاوو زرو پوځیانو، بې شمیره پیسو او تبلیغاتي ملاتړ سره سره په هیواد کی د خپلو اولسونو تر ټولو لومړنی غوښتنه، چی د سولي او امنیت تامینول دي، پوره نه کړه. د قرارداد یوه خوا د خپل قول په پوره کولو کی پاته راغلې ده. قرار داد عملا منسوخ دی او د افغانستان فاسد نظام غیرقانوني دی. که د افغانستان له واکدارانو سره لږ اخلاقي جرأت ورسره وای باید چی په خپله خوښه یی له کاره لاس اخیستی وای، او ریښتونو انتخاباتو ته یی لاره هواره کړې وای.
        څه باندي درې کاله مخکي د وردګ ولایت د یوه قاضي څخه د یوې معتبري غربي ورځپاڼي یوه خبریال پوښتنه کړې وه چی موږ اوریدلي دی چی د ولایت اوسیدونکي خلک د خپلو دعوو د فیصله کولو لپاره طالبانو ته ورځي. قاضي په زغرده ورته ویلي وه چی بلې! لږه موده مخکی د هغه ولایت په یوه کلي کي د یوه دوکاندار دوکان غلو وهلی وو. هغه دوکاندار د طالبانو محکمې ته شکایت کړی وو. اته څلویښت ساعته نه وه تیر سوي چی طالبانو د هغه دوکاندار مال ورته راووړ او ورته ویلي یی وه چی غل به په سزا ورسوي. دا هغه کار وو چی ما په کلونو هم نه سوای کولای. ځکه نو خلک د دې پر ځای چی حکومت ته شکایت وکړي، طالبانو ته ورځي.
     خلک مجبور دي چی د خپلو دعوو د فیصله کیدلو لپاره هم په میاشتو او کلونو په ادارو کی وځغلي او هم د دعوې د جریان په ټولي مودې کي په هر دفتر کی جلا جلا رشوتونه ورکړي. اولس یا پر خپل حکومت باندي د بې باوری له امله، یا له طالبانو سره د علاقې درلودلو له امله او یا له طالبانو څخه د ډار او ویري له امله، چی حکومتی ادارو ته د ورتللو په سبب د مرګ ګواښونه ورته کیږی او حکومت یی ساتنه نه سي کولای، طالبانو ته ورځي. په ټولو صورتونو کی حکومت په خپلو اجرآتو کی ناکام دی.
     د کابل فاسد نظام د لومړنیو شپو ورځو څخه په خپل داخل کی د لیوانو ترمنځ د دسیسو ښکار وو. لا یی د عمر دوې میاشتي نه وې پوره سوي چی د هوا ګرځنی وزیر ډاکټر عبدالرحمن په سپینه ورځ د خلکو په مخ کی په الوتکه کی په چړو ټوټې ټوټې سو او مړی یی له الوتکي څخه لاندي را وغورځول سو. هغه جنرالان چی د نوموړي وزیر د قتل مسولیت ورپه غاړه دی، او تقریبا هر څوک یی پیژني، اوس هم سرې سترګي ګرځی، او لا په لوړو حکومتی مقامونو کی کارونه هم کوي. د کابل د فاسد نظام د عمر، ایله، شپږ میاشتی  کېدلې چی دفواید عامې وزیر حاجی قدیر د کار د پیل په لومړی ورځ پر موټر سایکل سپرو کسانو وواژه. نه یی چا قاتلین تراوسه پیدا کړي او نه چا تلاښ ورپسي کړی دی. ځکه ناروا ټول سره خبر دي او یوازي ملت دی چی په تیاره کی ساتل سوی دی. د کندهار لوی محبس دوه ځله مات سو او دوهم ځل ماتیدل خو یی بالکل د هالیووډ او بالي ووډ د سینماګانو د پرډیو سرانو کار وو. په دومره لویه رسوایی کی، یوازي، د کندهار د لوی محبس مدیر او څو تنه عادي صاحب منصبان برطرفه سول او قضیه ختمه اعلان سوه. د کابل بانک څخه زیات و کم زرمیلیونه ډالره ورک سول. بانک د ډیوالي کیدلو سرحد ته ورسیدی. ټول غله معلوم او اعلان سوي دي. خو ټول اوس هم سرې سترګي ګرځي او هیڅوک هیچا ته څه ویلای نه سي. که د نړۍ په هر کونج کی، په هر ډول  فاسد نظام کی دونه لویه مالی رسوایی پیښه سوې وای څوک بې سزا نه پاته کیدل. په افغانستان کی به څوک چاته څه ووایی. ځکه چی ټول ناروا په فساد، قتلونو او جنایاتو کی لاس لري. او هغوی پخپله د حکومت په سر کی دي. د دې دسیسو په منځ کی پخپله د جمهوریس کرزي ورور احمد ولي کرزی هم په کندهار کی په خپل کور کی ووژل سو. د هغه د مرموز قتل په باره کی هیچا تحقیق ونه کړ او قضیه ختمه اعلان سوه. دوې میاشتي مخکی ماته په کندهار کی ډیرو کسانو وویل چی د احمد ولي له وژل کیدلو څخه وروسته په کندهار کی د قومي مشرانو او مخورینو د وژل کیدلو لړۍ ختمه سوې ده. په داسي حال کی چی د احمد ولي د څه کم لس میاشتي قدرت په زمانه کی په کندهار او د کندهار په شاوخوا کی څه باندی یو زر پنځه سوه قومی مشران وژل سوي او د یوه مقتول قاتل هم ونه نیول سو.
     د شمال د زون د امنیه قوماندان جنرال داوود، چی مخکي په داخله وزارت کی د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوی!! ریس وو، د قتلیدلو په باره کی هیچا تحقیقات ونه کړل او هغه دوسیه وتړل سوه. ځکه چی د قتل مسولیت یی طالبانو واخیست. او له طالبانو سره به څوک حساب کوي؟ د روان کال د عاشورا په مراسمو کی پر شیعه ویرژلو باندي ځان مرګې حمله وسوه. خبره پر هماغه ځای پاته سوه. ځکه چی جمهوریس کرزي او ټولو مسؤولو مقاماتو هغه یو وحشیانه عمل وباله. طبیعی خبره ده چی یو ډیمکراټیک، د خلکو په خوښه انتخاب سوی او عادلانه نظام د وحشیانه عمل په باره کی تحقیقات کول د ځان لپاره عار ګڼي. د ایساف د ودانۍ مخي ته په څوارلس پوړیزه ودانی کی، چی تر اوسه لا بشپړه سوې نه ده، شپږ تنه وسله وال د ایساف پر ودانی باندي راکټونه اوروي، څه باندي څلیرویشت ساعته مقاومت کوي، او هیڅوک دا پوښتنه نه سي کولای چی په دغه اندازه وسلې او راکټونه د کابل دښار منځته، هغه هم د ایساف د ودانی مخي ته چا او څرنګه راوړل. که چا سوال کړی وای نو جواب څرګند وو. طالبان له آی ایس آی څخه مرستی ترلاسه کوي او هغه خطرناکه اداره هر څه کولای سي. البته په دې اړه دونه پوښتني دی چی په یوه مضمون کی نه ځاییږي او کتاب ایجابوي.
        څه باندي لس کاله کیږی چی د ناټو او متحده ایالاتو قواوي، د عصر له ترټولو عصري وسلو سره، افغانستان ته ورغلي دي. د دې قواوو یو هدف د طالبانو او ټروریسټانو کمزوری کول او بالاخره د ریښو ایستل او له منځه وړل دي. د لویدیځو هیوادونو مطبوعات په یوه سلا چیغی وهي چی د طالبانو د عایداتو یوه لویه منبع تریاک او له هغه څخه لاسته راغلي هیرویین او نور نشه ای توکي دي، او طالبان، له دغه درکه، په کال کی، لږترلږه، شپږمیلیارډه ډالر ترلاسه کوي. په زړه پوري خبره دا ده چی پر افغانستان باندي د نجات د فرشتو د حملو د پیل راهیسی د تریاکو او غیر قانونی مخدره موادو تولید او قاچاق هر کال نور هم زیات سوی دی. نو یا خو طالبان د کوکنارو د کښت او کروندې په سیمو کی دونه غښتلي دي چی ناټو له خپلو ټولو عصري وسلو او روزل سویو عسکرو سره هغي سیمي ته ورتللای نه سي. البته دا سیمه باید ډیره پراخه وي. ځکه چی د شپږو میلیارډو ډالرو په اندازه کوکنار یوازي د هیلمند په ولایت کی نه سي کرل کیدلای. نو ناټو او د افغانستان فاسد نظام هسی غولول کوي چی وایی طالبان مو کمزوري کړي، ځپلي او حتی نیژدي له منځه وړي دي. یا، طبیعی خبره ده چی، د نجات د فرشتو جنرالان، عالی رتبه مقامات او د افغانستان د فاسدي ادارې چارواکي د هیرویینو په قاچاق کی برخه او ونډه لري. د تریاکو د تولید بندول کومی لویی معجزې ته ضرورت نه لري. څه باندی لس کاله مخکی د طالبانو مشر ملامحمد عمر فرمان صادر کړ او د کوکنارو کرل یی منع کړل. ټولي نړی وليده چی د هغه له فرمان سره سم، د طالبانو تر ولکې لاندی سيمو کی د تریاکو تولید صفر ته ورسیدی. خو ناټو او د افغانستان د فاسدي ادارې چارواکي یی په چاره پوري حیران دي. او لا د کوکنارو کښت او د مخدره موادو قاچاق ورځ تر بلي زیاتیږی. نو بیا؟؟؟
         د افغانستان حکومت او ناټو ته څرګنده سوه چی د طالبانو سره یوازي د جنګ د لاري موضوع نه حلیږی باید چی له هغوی سره د سولي خبري پیل سي. څوڅو ځله یی په سعودی عربستان او وروسته په دوبی کي د طالبانو له استازو او یا د هغوی په نوم له څو تنو نورو کسانو سره وکتل. عکسونه او ویډیو کلیپونه یی هم راووتل او بالاخره خبره د جمهوریس کرزي سره د طالبانو د عالي رتبه استازي مخ په مخ خبرو ته ورسیده. هغه رسوایی د ټولی نړۍ په مطبوعاتو کی خپره سوه چی د کوټي څخه د ملامنصور په نوم یو سړی څو ځله د شپې په پټه  په هیلی کوپټرونو کی د کابل ارګ ته ورسول سو او پخپله جمهوریس پر خپلی کابینې باندي زیری وکړ چی خبري وروستي پړاو ته رسیدلي دي. بالاخره معلومه سوه چی هغه په کوټه کی یو عادي دوکاندار وو او د کابل له ملاقاتونو څخه یی څو میلیونه ډالر ترلاسه کړي او په خپله مخه تللی دی. د کابل امنیتی اداره او مامورین باید له شرمه ویلي سوي وای. یا لږ ترلږه برطرفه سوي وای. مګر خبره پر هغه ځای پاته سوه او د سولي چاري د سولي عالي شورا ته وسپارل سوې.
    جمهوریس کرزي د سولي یوه عالي شورا جوړه کړه چی ټولو زړو ګناهکارانو، قاتلانو، جنګ سالارانو او د کابل او ټول افغانستان د تباهیو مسؤولینو برخه پکښی درلوده. د دې شورا لپاره په سل ګونو میلیونه ډالر منظور سوي وه او جمهوریس کرزي دونه زیاتي پیسې پر بل چا پیرزو کولای نه سوای. د دې عالی شورا ریاست یی، د افغانستان د جهاد او مقاومت د مشرانو  تر ټولو لوی شیاد او حیله ګر مشر، رباني ته وسپارله. رباني، پرته له دې چی یو قدم پرمختګ دي وکړي، خپل سر پکښی وخوړ او تر څو ورځی ماتم وروسته، چی وایی جمهوریس کرزي ویرژلو ته ویلي وه چی کشکی د استاد پر ځای زه مړ وای، کیسه پای ته ورسیده او دا دی بیرته لوبه له سره پیل سوې ده. که څوک له طالبانو سره سوله کوي نو  بیا د خبرو او مرکو لپاره رباني، فهیم او سیاف نه لیږی.  داچي له طالبانو سره د سولي خبري ښه کار دی کنه هغه بله خبره ده خو  زه یقین لرم چی جمهوریس کرزي ته  د دې کار لپاره اهل کسان معلوم وه او که یی اهل کسان انتخاب کړي وای نو که د سولي لپاره ډیر کار سوی نه وای، لږترلږه، ځای پر ځای به ولاړ نه وو.
      د ډیري پخوا زمانې راهیسی، په تیره بیا پر افغانستان باندي د ناټو د قواوو د حملې او په نتیجه کی یی د طالبانو د بیرته غښتلي کیدلو سره، د افغانستان حکومتی چارواکي د هري حملې پړه پر پاکستان اچوي او د هري ناوړه پیښي تر شا د پاکستان لاس ګوری. زموږ ځینو منورینو او لیکوالانو هم، له بده مرغه، دغه یو منتر زده کړی دی او چی هره ناوړه پیښه کیږی دوی په یوه سلا آی ایس آی ته بد رد وایی او د افغانستان د ټولو بدمرغیو مسؤول یی بولي. البته په دې کی هیڅ شک نسته چی آی ایس آی او د پاکستان حکومت د افغانستان تر ټولو سخت دښمن دی او د ډیرو زیاتو تباهیو مسؤولیت لري. مګر زموږ حکومت، چی د ناټو په څیر قوه یی شاته ولاړه ده، د پاکستان د دسیسو د مخنیوي په برخه کی هیڅ مسؤولیت نه لري؟ د پاکستان په مقابل کی د افغانستان د فاسد رژیم دریځ څه دی. زموږ جمهوریس یوه ورځ پاکستان ته دونه په قار سو چی نیژدې یی پر سټیج باندی توره را ایستلې وه او نارې یی وهلي چی
ګرنداني غیرت افغانیم               چون به میدان آمدي میدانیم
ایله څلیرویشت ساعته تیر سوي وه چی د پاکستان قونسلګری ته د رسیدلي تاوان د ورکولو او د ودانی د ترمیمولو ژمنه یی وکړه او په داسي عاجزانه کلماتو یی بخښنه وغوښته چی تا به ویل د پاکستان ټول پوځونه او ټانکونه د افغانستان پولي ته راغلي او دم ګړی حمله کوي. د پاکستان سره یوه ورځ د سولي او وروی خبري کیږی او بله ورځ د بدو پیښو مسول ګڼل کیږی او په دې ترڅ کی خو یوه ورځ زموږ جمهوریس دونه احساساتي سو چی د پاکستانی ټلویزیون خبریال ته یی وویل چی پاکستان زموږ سکنی ورور دی او که چیري هند او حتی امریکا پر پاکستان باندي حمله وکړي موږ به د پاکستان سره ودریږو. د پاکستان په ټلویزیونونو کی مي د جمهوریس کرزي پر دې مرکې او دریځ باندي دونه ټوکي او خنداګاني واوریدلې چی، خدای سته، د یوه افغان په حیث می زړه ورباندي وسو. داچي امریکایانو او نورو به لا څونه خندلي وي، د هغوی خندا می نه ده لیدلې البته په مطبوعاتو کی یی جدی عکس العمل وښود. د پاکستان سره د جمهوریس کرزي د ورور ګلوی ایله څو ورځی تیری سوي وې چی د عاشورا د مراسمو په ترڅ کی د بمونو چاودني وسوې او پاکستان بیرته د یوه غلیم هیواد په حیث اعلان سو.
یو دولت چی د خپلو ګاونډیانو په مقابل کی ثابته پالیسي نه لري، جنایتکاران تعقیب نه کړي، له سره تر پایه په اداري فساد کی ډوب وي، د لومړی ورځی یی لومړۍ خښته په فساد ایښودله سوې او په ټاکل کیدلو او قدرت ته په رسیدلو کی یی د خپلو اولسونو هیڅ ډول اراده شامله نه وي هغه باید چی د ټولو ناوړو پیښو مسؤول وبلل سي.