د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علامه محمود طرزی طنزی شعرونه او مقالې

پوهنمل محمود نظری 27.12.2011 17:03

۲

محمود طرزي د امیر حبیب الله په مدح کښې د هزل په قالب کې وايي :

« قهر و عقاب و جودت دارد خواص مرهم

از بهر زخم ريشم قهر تو گشت درمان

قهرت چنين چو باشد، رحمت بگو چه باشد

احيا كني چو عيسي اين مرده را به يك آن»

ستا غوسه او خښم او سزا د مرهم اثر لري
زما د دناسور ټپ لپاره ستا غوسه سوه درمان
چې غوسه دی داسې وی رحمت به دي څرنګه وي
لکه عیسی ژوندی کوې دا مړی په یو ان
که څه د طرزی په شعرونو کې وزني غلطی لیدل کیږي خو له شعر څخه د هغه موخه دهغه وخت په وضعیت نیوکې او د خلکو ښوونه وه نه یو هنري اړخ
طرزي صاحب د امير حبيب الله خان دکر کانو په ښکار نیوکه کوي او په طنز وايي :
بیا ببین که در جهان، چگونه گشته کارها
جهان جهان ریل شد، زمان زمان تارها
چه بحرها که بر شده، چه خشکه ها بحارها
چه کوه ها شکاف شد، گذشت از آن قطارها
جهان جهان علم و فن، زمان زمان کارها
بس است صید بودنه، میان کشت زارها

راسه وګوره نړۍ ته ، پند واخله له کارو
نړۍ نړۍ د ریل سوه، وخت وخت سو د تارو
ډیر سیندونه وچ سوه ډیرې وچې سوې سیندونه
ډیر غرونه سوري سوي، له هغه تیریږي ریلونه
نړۍ نړۍ د علم اوفن ده وخت وخت د کارونو
بس دی د کرکانو نیول په منځ کي د کښتونو
طرزی صاحب د امير حبيب الله خان د هوسیانو په ښکار هم نیوکه کوي او په هزل یې رټي

همه آهوان صحرا سر خود نهاده بر كف
به اميد آن كه روزي به شكار خواهي آمد
ټول سارایې هوسیانوسرونو نیولی په اور غویو کي
په امید ددې چې کومه ورځ به هغه ښکار ته راسي
میر غلام محمد غبار لیکي چې محمود طرزی خپل یو ملګری ته لیکي وه
«نن د نصف النهار دوساعته تیر سوه ،چې زړه پوه دستورو پوځ،په ډیر فخر دحرم
دښځو او د لوړو مصاحبینو دیوې ډلې سره د سمانی ښکار لپاره د جبل السراج صیفیه پخوا رهی سو!»
دا د امیر حبیب الله یوه هجویه ستاینه ده
په سراج الاخبار کي د هغه یوطنز « د سراج الاخبار غواړي موذن سي»په نامه یوه مقاله خپره سوه چې منځ پانګه يې د یوکوټوال په بې کفایتي او د واکلرونکو د غلاو بیلګې یې دقصر د اوسیدنکو تر غوږه رسوله
د« جنګ اوسولې» طنزي مقاله کې یې د پردو په استعمار نیوکه وه او د« زه هیڅ وخت نه لرم» طنزی مقاله یې په بې مسؤلیتو رییسانو طنز ي مقاله وه


سراج الاخبار




دسراج الاخبار جریده د امیر حبیب اله خان د واکمنۍ پر مهال په دوو پړاونو کې د کابل په سنګي مطبعه کې چاپ سوه . لومړی ځل دا دوه اوونیزه د سراج الاخبار افغانستان په نوم د مولوي عبدالروف کندهاري ، چې په خاکي مشهور وتر مشري لاندې خپره سوه . دغه ګڼه په (۳۶) مخونو کې وه چې بیلا بیل موضوعات پکښي ځای سوي وه او بیه یې یوه عباسي وه .
خو د لومړۍ ګڼې له خپریدو سره ددې نشریې په چارو کې ځنډ راغلی ، د تاریخ پوهانو په باور امیر حبیب اله د انګریزانو تر فشار لاندي راغی چې دخپلواکي غوښتني د ذهنیت د خپریدو د مخنیوي لپاره د نورو ګڼو د چاپ چاري ودروي .
شپږ کاله وروسته یانې په ( ۱۹۱۱م) کال کې محمود طرزي ددې نشرېې دویم پړاو مسؤل سو او د سراج الافغان د خپریدلو چاري یې پر مخ یووړي چې د ګران هيواد د خپلواكۍ تر وخته يعني تر (۱۹۱۹)کال پوري يې دوام درلود، په دغه وخت كي د افغانستان سياسي اوضاع ډېره كړكېچنه او د اختناق په حالت كي وه، ځكه د شاهي مشروطه غورځنګ حركت ځپل سوى او د دې غورځنګ يو زيات شمېر وګړي د وخت د رژيم لخوا مړه او يا په زندان كې وه، خو په خپله علامه محمود طرزي په مستقيم ډول ددې غورځنګ غړى نه و، مګر د نوموړي جريدې په واسطه يې ددې نوي حركت لاره پالله
سراج الاخبار خپریدو د افغانستان د ژورنالیزم په اصولو کې یو نوی باب پرانیست چې ټول ادبي او ژورنالیستیکي ژانرونه یې رانغاړل.
په عمومي ډول سراج الاخبار د خلکو فکرونه له نړیوالو صنعتي پرمختګونو سره هم آشنا کول . كه څه هم په سراج الاخبار كې خپاره سوي شعرونه له هنري اړخه كمزورى وه،خو دې شعرونه د مضمون او منځ پانګې،فكر او مانا له مخې د نوي سياسي او ټولنيزو شعرونو بنسټ كيښود
سراج الاخبار د شمس النهار په خلاف نه یوازې په لوړ واکو کارمندان باندی نیوکې کولې، ان د هغه څنډه تر امیر حبیب الله پوری هم ورسیده اوپه هغه کې عکسونه او کاریکاتورونه طنزي شعرونه لکه ايپي گرام، پامفليت هم خپریدل
په سراج الاخبار کي د طنز لیکنې د تاداو لومړی ډبره طنز ویونکو او منتقدو شاعرانو لکه عبدالهادي داوي، عبدالرحمان لودین (کبریت) صالح محمد هوتک ، عبدالعلی مستغنی لخوا کیښودل سول او د اد وخت پر حکومت د نیوکو ډیره اغیزنامه لاره وه
د امیر امان الله خان په پاچا کیدو سره دسراج الاخبارخپرونه د اتم کال له شپږمې ګڼې وروسته بنده سوه اوپر ځای يې «امان افغانیه» په خپریدو پيل وکړ
که څه په سراج الاخبار کې د مشروطه غوښتونکو نیوکې د حکومت په اړه شفافی نه وې ځکه هغوی له دربار سره په مشوره مخ ته تلل نو دهغو نیوکې د مدح سره ګډي وي اوکله به د هزل په قالب اوکله به د یوې ټوکې په ډول لیدل کیدل او ډیری لږی طنزي نیوکې هم په کې لیدل کیدی.
په سراج الاخبار کې زيات سياسي موضوعات په ادبي پېرايه كي خپریدل
علامه محمود طرزي د اول ځل دپاره د دموكراسۍ روح د ادبياتو په زاړه كالبود كي پوه كړه
سراج الاخبار ښوونیزو، انتقادي او طنزي ادبیاتو ته لاره پرانیستله او په طنز يي حکومت خپل مسولیتونو ته ځیر وی او جدیت ته یې هڅوی چې د هیواد د چټکې وده لپاره غټ ګامونه پورته کړي .