د ټاکنو په خپلواک کميسيون کې مهم بدلونونه راوستل شول
25.12.2011 20:01پنځه تنه دټاکنو دخپلواک کمېسيون دغړيو په توګه وټاکل شول
کابل ( پژواک ٤مرغومى ٩٠) : د ولسمشر د فرمان پربنسټ پنځه تنه دټاکنو دخپلواک کمېسيون دغړيو په توګه وټاکل شول.
د ولسمشر د وياند له دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمد حسین ګرزیواني ، مومنه یاري، سید محمد هاشم فولاد، ډاکتر غلام دستګیر آزاد او ریدا عظیمي په دې پنځو تنو کې شامل دي.
سرچينه زياتوي چې دغه اقدام دافغانستان د اساسي قانون د ١٥٦ مې مادې پربنسټ او د ولسمشرۍ د مقام د٥ /١١/١٣٨٣ نېټې د٢٣ ګڼې فرمان په اساس اوپه هېواد کې دټاکنو په پروسې پورې اړوندو چارو د شفاف تنظيم اودنصاب دپوره کېدو په موخه ترسره شوى دى.
دافغانستان داساسي قانون په يوسل اوشپږپنځوسمه ماده کې راغلي چې دټاکنو کمېسيون د هرډول ټاکنو او دخلکو رايو ته له مراجعې څخه دڅارنې او دهغې دادارې په موخه، دقانون دحکمونو پربنسټ ټاکل کېږي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د وياند نورمحمد نور د معلوماتو پربنسټ ، دغه کمېسيون اوه تنه غړي لري ، چې د درې کلونو لپاره ټاکل کېږي.
هغه څرګنده کړه چې مومنه ياري او محمد ګرزيواني له تېرو درې کلونو راهيسې ددې کمېسيون غړيتوب درلود او د نوي فرمان له مخې ددوى د کار موده ديوې بلې دورې لپاره وغځېده.
هغه زياته کړه چې دايوب اصيل ، مستورې ستانکزۍ اوسليمان حامد پرځاى چې ددوى کاري دوره پاى ته رسيدلې ده، درې تنه نور محمدهاشم فولاد ، ريدا عظيمي او غلام دستګیر آزاد ټاکل شوي دي.
نوموړي وويل چې ددې کمېسيون د رييس فضل احمد معنوي اوددې کمېسيون د غړي عبدالخالق حسیني پشه یي د کار موده تراوسه نه ده بشپړه شوې .
مومنې ياري خپلې زده کړې تر ليسانس درجې پورې دحقوقو اوټولنيزو علومو په څانګه کې د پاکستان په پېښور پوهنتون کې بشپړې کړې دي.
نوموړې په ١٣٨١ او١٣٨٢ کلونوکې دښځو چارو وزارت دحقوقو د رييسې په توګه اوپه ١٣٨٣ کال کې د بشري حقونو دخپلواک کمېسيون دښځودحقونو دپراختيا اوملاتړ دڅانګې دمسوولې په توګه دنده ترسره کړې ده.
مومنې ياري په اضطراري او د اساسي قانون په لويوجرګوکې هم غړيتوب درلود اوپه دري ،پښتو،انګليسي او اردو ژبوسره بشپړه اشنايي لري.
پوهاند محمد حسين ګرزیواني په ١٣٣٥ کال کې د فارياب ولايت په ګرزيوان کې زېږېدلى ،خپلې زده کړې يې دليسانس تر درجې پورې دکابل پوهنتون دطبيعي علوموپه پوهنځي کې بشپړې کړي او د ماسټرۍ سند يې دځمکې پېژندنې په څانګه کې دآذربايجان له پوهنتون څخه ترلاسه کړى دى.
نوموړى دکابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې پوهنځي د استاد او رييس په توګه اوهمدارنګه دملي شورا دچارو د ادارې داداري رييس او د ولسي جرګې دطبيعي زېرمواو چاپيريال دکمېسيون د مشاور په توګه دندې ترسره کړې دي.
محمد هاشم فولاد د سولې دعالي شورا غړى او غلام دستګير آزاد د نيمروز ولايت پخوانى والي اوريدا عظيمي پخوا په مشرانو جرګه کې د سناتورې په توګه دندې ترسره کړې دي.