د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

درڼا جام

صدیق کاوون توفاني 22.12.2011 10:41

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول


تا ته په یاد وي که نه،
هغه شېبې چې ما په مینه مینه،
تا ته د زړه جونګړه پرانیستله،
ته مې د هیلو نښتېځلي باغ ته وبللې،
ما ویل ته به راشې
او پسرلی به راشي
او توتکۍ به په وزرونو کې ګلونه راوړي،
او د غوټیو ښایسته ډمې به،
دوچو لښتو د یادونو په بام ونڅېږي.
***
ما ویل زه به ستا د سترګو له روښانه چینو،
د رڼا جام وڅښم.
او د ژوند هره شېبه به د رڼا په سین کې ولمبوم،
او تروږمۍ به مې د زړه له سوزیدلي ښاره وباسمه.
څومره ساده ومه زه.
***
زه د وږمې تږی وم،
ما د باران د راتلو لار څارله،
ما په شنو لښتو کې د سرو ګلو خوبونه لیدل.
ما ویل ته که راشې
نو پسرلی به راشي،
زه به دشنې وږمې په شنو وزرو والوزمه،
په غرو رغونو کې به وګرځمه،
د وچو بوټو په رګونو کې به شور ویښ کړم
د سپېرو څانګو په غوږو کې به ایت د ژوندانه ووایم.
څومره بېځایه هیله.
***
تا ته به یاد وي که نه،
خو زما هېره نه ده،
هغه شېبه چې ته زما د زړه جونګړې ته راننوتې،
بیا مې د هیلو باغ کې وګرځېدې
د لمبو ختې دې په غاړه پرتې،
او په پښو دې د سکروټو سرې پڼې ښکاریدې.
ستا له راتګه سره،
زما د هیلو باغ د اور په سمندر پرېوته.
نه مې وږمه ولیده
نه ستا د سترګو د رڼا جامونه،
نه توتکیو په وزرونو کې ګلونه راوړل
او نه باران په وچو دښتو د الماسو دانې ولونلې.
***
اوس مې د زړه جونګړه،
د تروږمیو په څپو کې ډوبه
اوس مې د هیلو نښتېځلي باغ کې،
د سرو غوټیو په ځای
د سرو سکروټو، سره ګلونه خاندي.
زه د رڼا د جام په یاد په خپلو ټولو ساده ګیو ژاړم،
او په خپل زړه کې مې د هیلو د مزار په څلي، اوښکې شیندم.
آلمان (۲۰/۷/۲۰۰)
د کاروان په هیله
ستا هغه مستې خبر لوڅې سترګې،
چې یې په سلو ژبو،
ما ته سبق د محبت راکاوه.
او د ساړه ژمي په شپو کې به یې
زما د زړه کوډله،
مدام روښانه او توده ساتله.
اوس د سړې څیلې په توره شپه کې
ستړې،
خاموشې،
او سړې،
ښکاریږي.
زه ستا د سترګو د خبرو تږی
د شپې په توره، ناڅرګنده دښته،
لکه ستومانه مسافر چې د یوه څاڅکي اوبو په تمه،
د کوم بې نومه، ناڅرګنده، کاروان لاره څاري
د شپې په توره او شګلنه دښته،
د تا د سترګو د خبرو د کاروان په هیله،
شپې
تېروم.
آلمان (۲۶/۴/۱۹۹۹)
شاعر : صدیق کاوون توفاني
ترتیب کوونکی: عبدالقادرمسعود