د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزى صاحب! ګوړه ګوړه کوه خوله به دې خوږه وي

سيدعاصم نږدې 18.12.2011 22:21

پر رسنيو سربېره د چارواکو له دومره ناندريو سره سره، چې امريکا په افغانستان کې دا کړي او دا کوي او داسې به وشي بيا هم دغه درانه ښاغلي دې پايلې ته ورسېدل، چې د ولس خبرې تائيد او دا ومني، چې امريکا يوازې او يوازې د خپلو موخو لپاره افغانستان ته راغلې نه د کومې بلې خبرې يا موخې لپاره او دا چې څنګه دې هېواد ته يې لاره پيدا کړى واى؛ نو تر ټولو ښه او غوره لاره يې همدا وه، چې ترهګري پلمه کړي او په دې توګه دې سپېڅلې خاورې ته راشي؛ خو تر اوسه پورې يو شمېر ښاغلو داسې ګومان کاوه سره له دې، چې امريکا په افغانستان کې خپلې موخې څه نا څه پلي کوي، اره موخه يې دا ده، چې له افغانستان سره مرسته وکړي او په دې ځاى کې د ترهګرۍ جرړې له منځه يوسي؛ خو اوس اوس چارواکو ته هم زباد شوه، چې دا هسې باټې او خبرې وې؛ نو کومه ترهګري له منځه لاړه او نه هم کوم ځانمرګى پر دار وځړل شو.
که چېرې څو شېبې داسې ومنو، چې امريکا په رښتيا هم د ترهګرۍ له منځه وړل غواړي؛ نو ولې سره له دې، چې ښه خبره شوه او ټولې نړۍ ته زباد شوه، چې د فساد جرړې په پاکستان کې وې او آن د دوى په وينا د القاعده مشر اسامه هم په پاکستان کې پيدا شو- د پاکستان پر وړاندې يې جدي غبرګون ښکاره نه کړ او ولې يې هغه وخت پاکستان ته غاښ ماتونکى ځواب ونه وايه، چې د حقاني شبکې په پلمه او يا هم کېدلاى شي په وسيله د دوى پر سفارت يې په کابل کې بريد وکړ، چې د يوې اونۍ لپاره د ټولو امريکايانو اودس مات و او له ډاره له غاره نه راوتل؟ خو ښکاره خبره ده چې په اوړو کې يې شګه ده او څه نورې کيسې او موخې لري.
په هر حال د امريکا په دغو دوکو او... اوس اوس افغان چارواکي هم پوه شوي، چې امريکا نور دلته د امنيت لپاره کار نه کوي؛ بلکې خپلې موخې يې په پام کې نيولي، چې بايد پلي شي؛ په همدې پار تېره ورځ د ولسمشر کرزي د هغې مرکې ځينې برخې رسنيو ته را څرګندې شوې، چې د امريکايي ټلويزيون سي اېن اېن سره يې کړې وې. ولسمشر کرزي په دې مرکه کې ويلي، چې افغانستان سياسي ثبات ترلاسه کړى؛ خو افغانانو لا تر اوسه پورې خپل ورځني ژوند کې شخصي مصونيت نه دى ترلاسه کړى.
ولسمشر په دې خبره تائيد کړى، چې افغان او نړيوال ځواکونو په دې بريالي شوي، چې د دې لسو کلونو په موده کې د افغانانو او افغانستان سياسي ثبات رامنځته کړي؛ خو له بده مرغه په دې نه دي توانيدلي، چې فردي ثبات رامنځته کړي او دا خبره په حقيقت کې د امريکي لپاره يو سخت ګوزار دى، ځکه که موږ د کرزي له واکمنۍ وړاندې کلونو ته پام وکړو؛ نو په ډاګه ترې څرګندېږي، چې په افغانستان کې پر سياسي ثبات سربېره فردي او وګړنيز ثبات تر ګواښ لاندې و او کابو درې لسيزې افغانانو يو بل سره وخوړل، وينې يې وبهولې او کور په کور جګړې ته يې لاره هواره کړه، چې دغه کار نه يوازې افغانان پو پناه کړل؛ بلکې په نړۍ کې يې هم د دوى عزت او ... ته لوى زيان واړاوه او په همدې پار نړيوالو دغو ستونزو ته د پاى ټکي د اېښودلو په نيامت دې ډګر ته را ودانګل؛ خو اوس ښکاري، چې دوى هم په دې کار کې پاتې راغلي او ويې نشو کړلاى، چې له دومره پيسو او ... سره سره بيا هم فردي يا وګړنيز امنيت او ټېکاو رامنځته کړي.
که سړى لږ دقيق او پراخ فکر وکړي، نو د يوې ټولنې ټول پرمختګونه او اسانتياوې د هغه هېواد د امنيت پورې تړلي او چې کله امنيت تر ګواښ لاندې وي او يا لږ تر لږه يو ازاد او خپلواک انسان د ارامۍ او امنيت احساس ونه کړي؛ نو ښکاره خبره ده، چې د هغه د ذهن ټولې دريڅې تړل کېږي او هېڅکله داسې فکر نه شي کولاى، چې له امله يې ټولنې ته سهولت او اسانتيا برابره شي او يا داسې يوه ښکارنده رامنځته کړي، چې ګټه يې پر خپل هېواد سربېره ټولې نړۍ او بشريت ته ورسېږي؛ نو ځکه سياسي شنونکي ټينکار کوي، چې تر ټولو ښه نعمت امنيت او ازادي ده؛ خو له بده مرغه نړيوالو سره له دې، چې د دغه پديدې د راوستلو ژمنه يې کړې وه په رښتينې معنا يې دا ژمنه پوره نه کړه. داسې هم نه ده، چې ګواکې دوى د دغه کار د ترسره کولو وړتيا نه لري؛ بلکې وړتيا يې هم لري او ډېر ژر يې کولاى هم شي؛ خو که چېرې دا کار وکړي؛ نو هېڅکله به په داسې اسانۍ خپلو موخو ته ونه رسېږي او همدا لامل دى، چې وايي اوبه خړې کړه او کبان ونيسه.