د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امریکې د دفاع وزیر د کومو دوو هدفونو لپاره افغانستان ته راغلی؟

محمد انور ولید 15.12.2011 00:16

د روان ( ۱۳۹۰)هجري لمریز کال د لیندۍ (قوس) په (۲۲مه) نېټه آزادۍ راډیو په خپله تېره ماښامنۍ خپرونه کې اعلان وکړ چې  د امریکې د دفاع وزیر ښاغلی پنیتا افغانستان ته  پر ته له اعلان څخه په ناڅاپي توګه را غلی ، او له افغان ؤلسمشر حامد کرزي سره یې وکتل . دا چې له یوې خوا دلته په افغانستان او سیمه کې د دوهم بُن تر غونډې د مخه  د پاکستاني پوځونو له افغان او امریکایي ځواکونو سره  د مُهمندو ایجنسۍ تر څنګ د افغانستان په خاوره کې څه پوځي پېښې او ټکرونه منځ ته راغلل ، تېری هم څو څو ځلې د افغانانو په خپله خاوره کې  پاکستاني پو ځیانو کړی ؤ ، په لسګونو افغان کلي یې په هجرت کولو اړ ـ او کلي کورونه یې په پر له پسې توګه ور ته  و نړول . او د لغمان د ولایت په کچه یې د افغانستان خاوره  په هغه سترا تیژیکه سیمه کې د ځان بلله . پاکستاني پو ځیانو او حکومت یې په ګډه  لومړی دا پلمه کوله چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاورې ته ور اوښتي ، او له افغانستان څخه پر پاکستان باندې حملې کوي ، په داسې حال کې چې دغه پاکستاني طالبان چې همدا اوس یې له پاکستاني حکومت سره  خپلمنځي نمایشي اوربند اعلان کړی ، خپله د پاکستان په دستور د همدې پلمې جوړولو له پاره  مهمندو اېجنسۍ ته  ور لېږل شوي وو . خو په اصل کې دوی د افغانستان سترا تیژیکې او حاکمې نقطې  پرې د ځان کولې . د  جګړې پر مهال به د مخه پاکستاني طالبان وو ، او تر شا به پاکستاني پو ځیان او درنې وسلې پر افغان خاوره  ـ افغان کلیو او افغانانو باندې چلېدلې . چې پایله یې په افغان خاوره کې ددوی ددوو تاڼو پر ړنګېدو او په لسګونو پوځي مرګ ژوبلو او جنازو بدله شوه . په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو په نامه د (آی اس آی) د پوځي ادارې دغه پروژه ناکامه ، او دېته اړ شول چې نور باید له طالبانو سره د سولې په نامه خبره اعلان . او خپل ټول استخباراتي او پوځي زور د ور سره اسیرو افغان طالبانو پر مټ په افغانستان کې و آزمایي . ځکه یې د خپل پخواني خصلت له مخې له امریکې نه ګیلې ګرمانې پیل کړې ، د شمسۍ اډې ایستل یې اعلان کړل ، د ناټو د اکمالاتي کتارونو ټانکرونو ته یې  اورونه واچول ، له خپلو استخباراتي کړیو سره تړلو سیاسي مذهبي ګوندونو ته یې  د پاکستان د ملت په نامه  د درواغجنو لاریونونو سپارښتنې وکړې . د دوهم بن غونډه یې تحریم کړه . د انګلیس او چین په ګډو همکاریو یې په کابل ـ کندهار او مزار شریف کې د عاشورا پر ماتم کوونکو د مذهبي تاوتریخوالي او ټکررا منځته کېدو په موخه انتحاري حملې وکړې . چې دغه ټولې مانورې پاکستان له امریکې نه د خپلې تخریبي ملګرتیا تر څنګ په ډېر چل ول او خورا جاسوسي مهارت سره د سیمه ییزو امتیازاتو ـ او له امریکې نه د (۷۰۰ ) مېلیون ډالرو منل شوي  باج تر لاسه کولو له پاره په لاره اچولې دي . اوس غواړي چې په دې پلمو سره پر امریکې باندې هم د افغانستان په خاوره کې د ناټو په لاس خپلې ړنګې تاڼې له سره ورغوي ، د خپلو مړو او ژوبلو پو ځیانو خونبها ترې واخلي ، او هم له امریکې نه د باجونو اخیستلو بهیر له سره پرې را ژوندی کړي . دا په داسې حال کې ده چې امریکې آن له وړاندې نه د پاکستان دغه دوه مخې لوبه په خپل استخباراتي تلېسکوب کې څارلې ده . چې پاکستان له امریکې سره په  خپله دغه سیمه ییزه سترا تیژیکه منافقانه ملګرتیا کې اصلاً  دا څو لسیزې ـ په تېره دا لس کاله  د پو ځي او تجارتي تړونونو هګۍ په چین ، روسیه ، ایران او شمالي کوریا کې اچولې ـ او په درواغو کوړت کوړت  د امریکې تر پوځي  وزرو لاندې کوي .
بل لور ته ایران له یوې خوا د افغانستان پولې ته نږدې  د امریکې یوه بې پیلوټه الوتکه  له ځان سره په خپله پو ځي قرار ګاه کې ساتلې . له دې  الوتکې نه د یوې حربې په توګه کار اخلي  ، او وایي چې دا الوتکه ددوی فضأ یي حریم ته د افغانستان له خاورې  ور اوښتې ، او اېراني پوځیانو را نسکوره کړې ده . خو ډېر زیان یې نه دﺉ لیدلی . اوس ایران له یوې خوا افغانستان  پرې ډاروي ، او په ایران کې مېشت افغان سفیر د احتجاج په توګه په رسمي شکل ور غواړي . او بل لور ته  امریکې ته د الوتکې د نه ور سپارلو ادعأ کوي . داسې شک دﺉ چې دغه الوتکه هم کېدی شي له هغو الوتکو یوه وي چې په پاکستان کې را لوېدلې ، اوس به ایران له خپل ګاونډي او سیمه ییز سترا تیژیک همکار پاکستان څخه  تر لاسه کړې وي . ځکه څو اوونۍ مخکې  رسنیو اعلان وکړ چې پاکستاني طالبانو په جنوبي وزیرستان کې د امریکې یوه بې پیلوټه الوتکه را نسکوره کړه ، او له ځانه سره یې وړې ده ، چې پر دې الوتکه د پاکستاني طالبانو او پوځ تر منځ شخړه هم شوې وه . اوس چې د دغې الوتکې ادعأ  ایران وکړه . او ایران په خپل دغه کرېکټر کې ډېر مهارت هم لري ، ځکه چې د نړۍ ژوندي پیلسوفان  او د پردیو لیکوالانو لیکلي آثار پر خپله بډه وهي . نو د الوتکې په بډه وهل هم  ور ته شوی کاردي . خو بل لور ته ایران د داسې پر مختللو الوتکو د را نسکورېدو وړتیا نه لري . تر عمل یې  تش په نامه شعارونه پیاوړي دي . کېدی شي دوی له پاکستان سره دا معامله کړې وي . تر څو پر افغانستان  باندې له دې لارې فشار راوړي چې افغانستان هم امریکې ته د سترا تیژیک تړون په اړه ځواب ور کړي . او اېران او پاکستان ته  د جهاد او طالبانو د وخت په څېر یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي او سیاسي مداخلو زمینې برابرې شي .
افغانستان ته د امریکې د دفاع  د وزیر دغه ناڅاپي غیر اعلان شوی سفر هم له دغو دوو ټکو نه خالي نه دﺉ ـ ځکه چې له یوې خوا امریکه په داسې افغانستان کې  پو ځي حضور لري چې له څلورو خواوو په وچه پورې تړلی  ـ هېڅ لوري ته سمندري لاره نه لري . پخوا چې کوېټه د افغانستان خاوره وره وه ـ له هغې نه هم انګلیسانو پاکستان جوړ کړ. که نه اوس به امریکې هم له دې لارې سمندر ته لاره لرله ، او اکمالاتي کتارونه به یې د کراچۍ پر ځای له ګوادر بندره تلل ـ را تلل . خو نن پاکستان د همدغه انګلیس په سلا مشورو ګوادر بندر چین ته په ټېکه ور کړی ، چې اوس چین هلته  د امریکې او هند پر ضد نظامي اډه جوړوي . بل پلو پاکستان د امریکې او ناټو کتارونه له خنډ سره مخ کړي . د پاکستان په پېښور ـ ډال بندین ـ او نورو برخو کې چې پاکستان امریکا ته پوځي اډې ور کړې . او هره ورځ یې پر فضأ یي حریم  پروازونه  کېږي ، په بین المللي کچه  د هغوی  ټکس او مالیه ترې اخلي ، خو له کراچۍ نه تر تورخم ـ او له کراچۍ نه تر چمن ښارګوټي پورې د اکمالاتي کتارونو کیسه بیا بل ډول ده . او هغه داسې چې د ناټو ډېر محرم او مهم لوزیستیکي کانتینرونه خپله پاکستاني پوځیان غلا کړي ، او پاتې نورو ته  یې  اور ور واچوي ، او یا یې تش افغانستان ته را ولېږي . ټکس او مالیه هم ترې اخلي . هغه د چا خبره هم ثواب او هم خرما . په خپله فاسده خاوره کې جهاد ناروا ـ او د افغانستان په پاکه خاوره  کې یې روا بولي . او تر دې  شعار لاندې په افغانستان کې ډېر افغانان او بهرني سر تېري  له منځه ولاړل . امریکه  د پاکستان په مستقیم ملاتړ د یوه قرار داد له مخې  افغانستان ته را وستل شوې ده ، اوس امریکه په افغانستان او سیمه کې خپلې ګټې لري . اوس چې پاکستان دا کوهي افغانستان ته  کیندلی ، او په خپله یې دا مهال پر دغه کیندلي کوهي باندې سر شوی ، او نن ورځ تر بلې هرې سیمې په پاکستان کې د امریکې ګټو ته زیات زیانونه رسېږي . او  کېدی شي چې امریکې به د پاکستان د بیا ملګرتیا له پاره  خپل د دفاع وزیر افغانستان ته د همدې هدف له پاره را لېږلی وي . تر څو له دې لارې افغانستان مجبور کړي چې له یوې خوا د پاکستان سره د امریکې د کاروانونو د بهیر په اړه  ـ  او له بل پلوه له ایران سره  د را لوېدلې الوتکې په اړه خپله قرباني د امریکې د ګټو خوندي کېدو له پاره پر ځان ومني . او په رسنیو کې دا هم ویل شوي چې ښاغلي حامد کرزي له ایران څخه د امریکایي الوتکې د ور سپارلو خبره هم کړې ده . دا چې ایران به د حامد کرزي په خبره خپل غوږ وګروي که څنګه ، دا به وخت ته پرېږدو . خو دا بیا عامو او پر فتنون  پوهو او خبیرو افغانانو ته هېڅکله هم د منلو وړ نه ده . چې ناټو دې په افغانستان کې غیر قانوني پو ځي مجهول حضور ولري .  باید چې امریکه او ور سره ناټو ټلواله  یې  په افغانستان کې خپل حضور قانوني ـ او د نړیوالو مقررو او کنوانسیونو له مخې دې  د افغانستان د لوېشت لوېشت خاورې  او فضأ ټکس او مالیه ور کړي . افغان دولت مجبور او مکلف دﺉ چې نور د خپل واک او اقتدار ساتلو په بدل کې پر افغان خاوره او ځپلیو افغانانو باندې خپلې ناروا معاملې او سوړ تجارت له پردو سره ونه کړي . او له نړیوالو ځواکونو سره دې دا خبره په رسمي ډول کره او سپینه کړي چې د افغانستان خاورې ته به د ګاونډ یانو له لوري پراته خنډونه او شته ستونځې په مثبته توګه له منځه وړي . چېرې نه چې د بهرنیانو له وتو سره سم د افغانستان جغرافیه ـ  تاریخ ـ ملي هویت ـ قانونیت او خپلواکي  له منځه ولاړ شي . او یا په سیمه کې د خپلو اوږد مهالو موخو له پاره  د خلیجي هېوادونو په څېرپه کې  وړې ملوک الطوایْفۍ منځته راوړي .