د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوخوب اویوتریخ واقعیت

پوهندوی آصف بهاند 14.12.2011 23:08

پرافغانستان باندې داسې توپان راغلی دی چې دنوح توپان خوشې یوباد ورته ښکاریږي.باد،تونده سیلۍ،توپان،بم،راکټ،بمابري،چاودنه،وژنه،ورانول،سوځول،وژل،تښتول،ډارول،کړول او ... په افغانستان کې ورځنۍ عادي چارې دي.اوس افغانستان یوسل کلن زاړه موټرته ورته دی،اوبخت یې دومره خواردی،چې دحامد کرزي په نامه یوډریور ورته ګومارل شوی دی چې دوه جا لبې اودپام وړځانګړنې لري:
۱ ــ له موټرنه هم زوړاوکپړی دی.
۲ ــ یوزروڅلورسوه کاله مخکې زمانه کې ژوند کوي.
ددې زاړه موټر دا هوښیاراوزیرک ډریورغواړي دا بې وزلی موټر دیوزروڅلورسوه کاله پخواني قانون له مخې وچلوي.شاوخوا ته یې داسې زمریان،پړانګان،لیوان،ګیدړان اوډول ډول څاروي راټول شوي دي چې ډیرځلې دده له سترګوهم نه ډاریږي.هغوی هم د ډریورد نظروړقوانینوپه چوکاټ کې ژوند کوي،یوازې په دې توپیرچې داوسني وخت دتمدن اوپرمختللې تکنالوژۍ له ټولوامکاناتونه ګټه اوچتوي اوهرهغه څه یې چې زړه غواړي، د بوش ډوله دیموکراسۍ تربیرغ لاندې یې ترسره کوي.چیرې داسې سترګوراوزړه ورچې مخې ته یې ودریږي،ورته ووايي چې:
څه کې کاکا!
ولې؟
اود څه له پاره؟
که چیرې کوم پروطن اوخلکوباندې زړه سواندی یې مخې ته ودریږي اودپوښتنې په نامه خوله ورته خلاصه کړي،نودزمریانو اوپړانګانودکاروان دلارویانوپه جیبونوکې دکمونست اوطالب ټاپې پرتې دي اوسمدلاسه یې ورته په تندي اوکوناټي نښلوي،بیادې نوپرخلکواووطن باندې زړه سواندې له ټاپوسره ګرځي.
دزاړه موټرډریورخلیفه کرزی لګیا دی هره ورځ تیروتنې کوي،پخوا یې په لاسونوخوړل،اوس یې سمې کاچوغې ورته بندې کړې دي اوپه دواړو زامویې خوري.دهرې ورځې رنګارنګ تیروتنې یې لږپه خبره پوه خلک داسې زوروي،لکه د چا په بربنډ وجود چې دسرې وسپنې داغ کیښودل شي.
پاکستان هره ورځ دمرګ استازي ورلیږي،دی وايي: پاکستان زموږ ورور هیواد دی،که امریکا یا هند حمله پرې وکړي،موږ یې په خوا کې ولاړیو.
ایراني اخوندان لګیا دي بیخ اوریښه یې وچوي،تیل ورشیندي اواور ورلکوي،دی وایي:ایران جګرګوشه ی ماست.
ډیربه لرې نه ځم،څو ورځې مخکې یې ښه لوی پټی خوش بویه اورنګه ګلان وکرل،وې فرمایل:دوه پاسپورته خلک په اداري فساد لړلي دي او ... که پوښتنه ځینې وشي چې داخلک چا راوستل؟ دچا په امضا مقررشول؟قرار دادونه او واک چا ورکړل او ... بیا نوچیرې داوریدوغوږ.ښاغلی جمهور رييس(؟) چې سهارڅه ووايي،بیګاه ته یې هیروي.پخوا به سیاسي مشرانوچې تیر وتنې وکړې،داخبارونود چاپ په وخت کې به بیرته سمیدلې اوکه به له تیروتنوسره چاپ شوې،نوپړه به د مطبعې په طباعتي تیروتنواچول کیده،خواوس ددپرمخ تللې تکنالوژۍ له برکته هماغه شبیه دنیا والو ته رسیږي اوکله چې یې دتیروتنوبوی دمیډیا له لارې جګ شي،بیانوښاغلی مشر غلی وي،کوم یومشاوریا ویاند یې وايي: ژورنالستان دولسمشرپه خبره پوه شوي نه دي اوهغه یې غلته تعبیر کړي ده او ... ښاغلی مشاوریا ښاغلی ویاند هره ورځ ناست وي دولسمشرخبروته نوې پردې او نوي کالي سکڼي.
له بده مرغه په افغانستان کې د « سرزمین قهرمان پرور» تربیرغ لاندې ټول قهرمانان دي،په تیره بیا ټوپکیان اوددوی قومندانان اوسروالان،له سرنه ترپایه پورې په یوډول نه په یوډول قهرمانان دي.مجسمې یې درول کیږي،په ملیونونوپیسې یې دعکسونه په چاپولوباندې لګیږي اوبیا دقهرمان په نامه دښارونوددیوالونوپراوږوباندې باریږي،خودډیرولږوخلکوپام دې ترخه حقیقت ته وراوړي چې ترعکسونو لاندې څه تیریږي.دقهرمانانوترعکسونولاندې ،دقهرمانانودقهرمانۍ له برکته کونډه شوې بې وزله میرمنې له خپل تي خوري ماشوم سره ناسته وي اودیوې مړۍ وچې ډوډۍ له پاره سوال کوي،سپین ږیری بوډا دخپل وژل شوي زوی دماشومانوله پاره خیرغواړي اوکوچنیان ...
انسان چې داحا لت اوداکیسې یا اوري اویا یې ګوري،لکه وچ ځوز سوخي؛خوبیا هم دزړه دتسلا له په پاره دکوم پوه داخبره سترګو ته دروي چې ویلي یې وو: ځینې مجسمې باید ددې له پاره ودرول شي چې خلک لاړې ورتوکړي.
لکه د چا خبره اوس خو موږ دخبرونو د اوریدو په مرض اخته شوي یو.پرون ماښام(۱۳- ۱۲ـ ۲۰۱۱ ) مې بیا دخبرونوداوریدودمحکومیت په سلسله کې خبرونه اوریدل،چې یو تازه زورونکی خبرراغی:درباني دجمیعت دډلې ځینوغړوله حامد کرزي سره په لیدنه کې له کرزي څخه ځینې غوښتنې درلودې.یوه په کې دا وه چې په کابل کې دې دښوونې اوروزنې دپوهنتون نوم واړول شي اودرباني په نامه دې ونومول شي.کرزي دخپلې هوښیارتیا په سلسله کې في المجلس داوړاندیزمنظورکړ.سمدلاسه مې لکه دوچوځوزانوغوندې اورواخیست اودککرۍ په کنبده کې مې دې خبرې آزانګې کولې چې:
یا پاکه ربه پوهنتونونه خوباید دپوهانو،ستروشاعرانواومفکرینوپه نامه ونومول شي،نه دقاتلینو،جاسوسانواو وطن پلورونکوپه نامه.
کله چې کرزي درباني په نامه دیوه پوهنتون نومول ومنل،داسې مې وانګیرله چې نورنوهغه پوهنتون اورواخست اوکه یې ژبه درلودلای،چغې به یې کړې وای اوپه چغو چغوبه یې ویلي وای:
دخدای پار دی،مرګ اوپوپناه کیدل منم،خودیوقاتل،وحشي وطنپلورخایین اوجاسوس نوم مه راباندې ږدئ.
دهمدې خبردغم لړلوسوچونوله درانه پيټي سره ویده شوم چې په خوب کې دکابل پوهنتون دښوونې اوروزنې دپوهنځي رییس،زما ګران دوست اوګاونډی ډاکترغلام دستګیرحضرتي خوب ته راغی.دګیلوپه ترڅ کې یې راته وویل:
دا څه حا ل دي،چې په کلال دی،
نا ځواني اونا پوهي خوهم حد لري،
دښوونې اوروزنې پوهنتون ګوره اودیوه ناپوه اوقاتل له نامه سره یې تړل ګوره،
زموږ دا اوسنی نسل اوپه دې پسې راتلونکي نسلونه به څه وايي؟