د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی صاحب په فسادککړوفساد له منځه وړي

حبيب الله غمخور 14.12.2011 05:33

دافغانستان دملي غميزي اوناندريو لامل دولتی فساددۍ .

زموږ دهيواد دسرکښ اوسپېڅلي فرهنگی ادبي اوسياسي شخصيت  الفت صاحب پدې شعرئې پيلوم

اعتراف

 

نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي

نه مې چاته ورک شه يا ګم شو  کله ويلي دي

 

نوره ګناه نلرم پدې ګناه مې مه نيسئ

زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي

 

وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه

نه يمه منکر په مظلومانو مې شړلي دي

 

نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې جګه کړه

نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي

 

زه يې په  ليدلو او ويلو ګناهګار شومه

نور يې په کولو او عمل باندې غاښلي دي

 

نه يمه خاين په خيانت د خلکو پوه يمه

پوهه که ګناه ده خلک ټول اوس پوهيدلي دي

 

دا چې ډېر کاږه درته ولاړ دي ټيټ سرونه هم

ستا مخ کې چې سم نه شول سم کله چليدلي دي

 

هيڅ اميد ترې مکړه که څوک ځان دې تا غلام بولي

ما غلامانه ذهنيتونه پېژندلي دي

 

لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي د بل

ډېر پدغه شغل رياست ته رسېدلي دي

 

دروان کال ددسمبردمياشتي پر ۱۱ دکابل ښار داماني لیسې په ستر تالارکې کې داداري فساد پرخلاف دمبارزې دنړیوالې ورځې دلمانځلو په مراسمو کې ښاغلي کرزی دخپلې ادارې جگپوړوچارواکوته وينا وکړه ، هغه وویل : ((د فساد پرضد ځکه نه بریالي کېږو، چې قانون نه پلی کوو، مجرمین بښل کېږي او په هېواد کې کورنۍ او بهرنۍ زورواکي ده.))هغه څرگنده کړه ((معافیت لویه ستونزه ده، څوک چې زور لري، قانون نه ورباندې پلی کېږي، څوک چې بهرنی پاسپورت لري، هرڅه چې کوي، ځان خپل بهرني پناه ځي ته رسوي.))بې بې سي

ښاغلي کرزی وايي : له یوې خوا دهر ورانکاردخلاصون لپاره دټولنې له مخورو څخه نیولې آن  ددولت ترلوړ پوړو چارواکو پورې اړوندو ادارو ته واسطه کیږي، له بلې خوا زموږ نړیوالو همکارانو،نه یوازې داچې له موږ سره یې دقانون دعملي کیدو په لاره کې همکاري ونه کړه، بلکې دقانون دپلي کیدو په لاره کې یې خنډونه رامنځته کړل.

هغه څرگنده کړه  په افغانستان کې دبهرنیانو لخوا افغانانو ته دسترو قراردادونو ورکول دفساد یوه بله برخه ده، ټینګار یې وکړ چې بهرنیان دې نور دافغانستان دحکومت چارواکو او دهغوی خپلوانو ته  دسترو قرارادادونو له ورکولو څخه ډډه وکړي .

کرزی صاحب په فساد کې دزور واکو او دبهرنیو پاسپورت لرونکو کسانو لاس لرل دقانون دپلي کیدو په لاره کې ستر خنډ وباله ، وې ویل: له بده مرغه هغه کسان چې زرور لري او یا بهرني پاسپورتونه لري دقانون منګولو ته سپارل کیدلی نشي او هر جرم چې وکړي له بهرني پاسپورت څخه په ګټې اخیستنې سره بهرنیو هېوادونو ته ځي چې یوه ښه بیلګه یې په دې وروستیوکې امریکا ته  دافغانستان بانګ دپخواني رئیس عبدالقدیر فطرت تیښته ده، له هغه وروسته چې فطرت دکابل بانګ په پیښه ښکیل وبلل شو، امریکا ته وتښتید.

ښاغلی کرزی په خپله ويناکښي نورولاملوته هم گوته ونيول ،هغه دچاخبره کرزی صاحب نورملامت اوځان سلامت څرگند کړ.هغه زورواکان اوبهرنيان تر ټولوملامت وبلل ،چي ترډيره بريده داخبره سمه چي ددولتي فساد اساسي لاملين زورواکان اوجگپوړي چارواکي دي ،بهرنيان به هم پدې ناخوالوکې راښکېل سوی وي .ولي اساسي خبره داده چي دخپله کرزی صاحب چي داساسي قانوخن له مخې دقانون دپلي کېدوضامن دی دالس کاله دټولوناخوالو ننداره کوي .

اوس چي هيواد دومره په فسادککړ سوچي پسله سوماليې په نړۍ کښي په دولتي فساد ککړ دوهم هيواد شمېرل کيږي اودبلې خودبن په دوهم کنفرانس کښي دافغانستان سره دټولومالي اومادي مرستولپاره شرطونه کښېښودل سول چي يوله هغوئي همدا له دولتي فسادسره مبارزه اودسالمې ادارې جوړول دي ،چي کرزی صاحب له المان نه راوگرځېد ددي لپاره چي دپورته په گوته شووشرطونولپاره اساسي لاري چارولټوی اوپه دولتي اداروکشي پر گمارل سوکسانوپه جرأت سره له سره کتنه وکړي دپخواپشان ئي يوبله نوبتي گونده رابلل اوهغه تيره اوزړه سوي وينائي دوباره وکړه .که پدې ويناوددولتي فسادجرړي وتلاي سواي ډير پخوابه داکارسوی واي .حقيقت دادی چي په ويناوو فسادنه ورکېږي بلکې عملي اوکوټلو گامونوته اړتياشته .

داچي وايي په فسادکي بهرنيان هم لوي لاس لري دامنم لري به ئي هغوي هم هغه وچاخبره ملايکې نه دي انسانان دي ،خوکه پر بهرنيانوخيانت اورشوت ثابت شي دهگوي دهيوادوقوانين داوړتيالري چي هغوي محاکمه کړي ،په بهرنيو هيوادوکي قانون پلي کيږي .

په همدې خاطر دښاغلي کرزی دخبروپه وړاندي دادی په کابل کې دامريکاسفير ښاغلي کراکر خودامني چي  ښايي د تړونونو او قراردادونو په کړنلاره کې يې تشه ددې لامل شوې وي،چې دوى دي په نا قصدي ډول په فساد کې ښکيل شي.  دوي خودتيروتنو په وړاندي پلټنه کړې اوهغه کسان چي پدې فسادکښي ئي لاس درلود پدې پنځوکلو کښي تر ((۴۰)) نفروزيات کسان  ئې  په متحدو ايالتونو کې محاکمه کړي اودده په وينا سل ميلونه ډالر ئې  ترې هم تر لاسه کړي دي. bbc

رابسودېته چي دافغانستان څوچارواکي محاکمه سوی اوپيسې تېرنه اخيستل سوی ؟ کرزی صاحب دايودافغانستان  بانک رئېس  پيداکړی چي هره ورځ ئي نوم يادوي وايي امريکاته وتښتېد،هغه هم پداسي حال کښي وتښېتد وېرېده چې  په فسادکي دککړوخپلو شريکانوله لاسه ترورنشي ځکه هغوي تر ده لوړپوړي اوجنگسالاردي .

دا شرم اوخندا خبره ده ده چي پدې غونډه کښي کرزی صاحب هغوته ويناکول چي خپله ئي پر دندوگمارلي همدا دوي يواوبل سره حمايه کوي اوهمدا دوي دي چي ددولتي فساد اساسي لاملين بلل کيږي ،همدا دوي دي چي دملت په وړاندي ددوي نارواکړنوپه پايله کښي بې شمېره کسان غروته پورته سوی اوددولت په وړاندي جگړه کښي دپاکستاني او ايراني څارگروادارو قرباني سوي دي  .

په افغانستان کي ټول دولتي چارواکي دښاغلی کرزی په خوښه اوهوکړه ټاکل کيږي اوټولې پروژې ،اودانجوگانوکاروبارهم هم دهمدغودهوکړې اوياپټې مرستي له مخې ترسره کيږي .عام خلک وايي چي دپروژودپرانستلو،دساختماني اوتعميراتي قراردادنو،انجوگانودکاروبارپيل په دولتي ځوکيوباندي درشوت په مقابل کښي ديوچامقررولودفساداورشوت پل تر ارگ پوري رسېږي نه يوازي داچي په رشوتونو کښي ئي حق دډبري کرښه ده بلکي همدا ډول حمايه کيږي هم . دالمرغوندي روښانه ده چي هر ځڅوکۍ خپل قيمت لري اودپلوروپروخت ئي يودبل سره چنې وهل کيږي ،کله چي مقررسی طبعی ده چي رشوت به خوري تر څوخپل امر ياټاکونکی ته ورکړه شوي رشوت پيسي اويوڅه گټه ترلاسه کړي .

اول به راشودې خبري ته چي کرزی صاحب ددولت دلمړي مسؤل په توگه څنگه کسان پر دندوگماري اودهغوي له کارونه په کومه بڼه نظارت کوي.

يوخوزموږ دحکومت وزيران تراوسه پوره سوی نه دي يوشمېرئي داساسي قانون خلاف دسرپرست په نامه کارکوي ،دليل ئي دادی چې کرزی صاحب اوپارلماني ډل ټپلې يوه خوله نه دي يعني کرزي اوپارلمان مشترکه ژبه نلري ،کله چي په دولت کي دولتونه اوحکومت کشي حکومتونه شتون ولري داخپله دهغه هيواد دمشر مسؤليت دی ،دمسؤليت سرته نه رساول پخپله ددولتي فسادپروسې له غښتلتياسره مرسته اوپه دولتي فسادکي شراکت معنالري .

کرزی صاحب وايي د هېواد په راتلونکې زموږ د خلکو او مامور باور ختم شوی، چې ایا سبا به هېواد په امن کې وي او که نه .ولي ختم سوی داپوښتنه بايد ستاسونه وسي .داپدې ختم سوی چي تاسودداسي يودولتي نظانم دجوړېدولپاره چي هغه له يوې خوا سالم ،خلکوته منلو وړاودبلې خوادځان ساتلوقابليت ولري .له يواپه غونوکښي دميليارډونواوتريلونوډالرودزخېرې خبري کوي اودبلې خواستاسو وزيارن وايي چي دبهرنيانو مالي مرسته نه وي موږ عادي مامورينوته تنخوانسو ورکولاي . نوهغه تريللونونه ډالر حه سول .واياست زمرۍ يم ،که زمريان يو،خوموږ ملت ځان پدې نامه نه ياددو،خودبلې خواهمدا پرون مودچاخبره بهرنيانوته په بن کشي زاری کولې چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته مولس کاله نورهم وساتئ اوپيسي هم راکړي، کنه نه به دولت وي اونه ملت .نړۍ موراباندي خندولې ده ،موږ نه پوهيږوچي تاسو ولي دومره بيچاره سوی ياست چي هر څه درنه ورک دي ،اوبواخيستی غوندي يوې اوبلې خواته لاسونه غورځوئ؟

پدې باوری يم چي تاسو اوستاسولخواټاکل سوی ټول چارواکي موپدي ښه پوهيږي چي ملت په رښتياسره ستاسونه بېزاردی اوهغه ورځ به پردوي اختروي چي رب العالمين ئي له گريوانه ستاسو لاسونه لنډکړي .

کرزی صاحب !پدې شپږوکلونوکښي تاسوته دافغانستان د۳۴ ولايتونه ۵۳ سرخلاصي ليکونه په ويب پاڼوکي خپاره سوي ،بايد ستاسو سکرتريت اوامنيتي ادارې تاسودهغوي په متن خبرکړي ياست .پدې ټولوليکونوکښي ستاسو، ستاسودکورنۍ دغړو،خپلوانواوستاسولخواپه دولتی څوکيوگمارل سوونه سرټکول سوی ،خوتاسوددې پر ځاي چي يوچارواکي ته موقانوني جزاورکړې واي هغه موترپخوانۍ دندي پر لوړه دنده گمارلئ اوپدې بڼه مو دولس دغوښتنو اوگوتنيونوپه وړاندي خپل غبرگون ښکاره کړی .

د سیاسي چارو له شنونکې او مبصر ښاغلي فضل الرحمان اوریاله  دوچې ویله سره په مرکه کښي  په افغانستان کې د فساد د شتون په اړه دقيقه خبره کړې وايي : ((په بنسټیزه توګه په دغه دولت کې له کرزي نیولي تر کوچني ماموره ټول په یو ډول نه یو ډول په فساد کې شتون دي، په افغانستان کې یو داسي ډول فساد شتون لري چې له پاسه رهبري کیږي او سازماندهي کیږي؟ زما موخه دا ده چې فساد د سر له سړي پیل سوی او تر ښکته کچې پوري  ټول پکې ډوب دي، دغه سازمان شوی فساد له مشرتابه څخه سازماندهي کیږي او فساد کارانو ته د مصونیت فضا رامنځ ته کوي، د بیلګې په توګه که چیرته یو والي اختلاص وکړي نو حتماً به د یوه وزیر له لوري ملاتړ کړيږي، دلته مافیایې بانډونه دي چې واک لري او دغه بانډونه د دې لامل سوي چې د فساد بیلا بیلو ډولونو ته لاره هواره کړي او دوي یې مشري کوي .

زموږپه هيوادکي ددولتی فساد دزوراخيستلو اصلي علت دا دى چې تر اوسه پورې هيڅ حگپوړی چارواکی په دې جرم نه دی محاکمه سوی .

موازې ادارې :

هغه وویل د موازي ادارو جوړېدل، د خصوصي امنيتي شرکتونو رامنځته کېدل د فساد ډېرېدو ته یې لمن ووهله .

ډيره جالبه اوحيرانوونکې ده چې کرزی صاحب  له يوې خوا دخپلواکی خبري کوي وايي دافغانستان بيرغ پر ټوله نړۍ رپېږي اوبيادبېواکی اودده تر حاکميت لاندي هيوادکي دموازي ادارو خبره کوي .که دموازي اداروپه وړاندي کرزی صاحب  په رښتيابيواکه دی نوراسئ چي سوال اودهغه په وړاندي  بل ډول مطرح کړو،هغه داچي يوځل بايد خپلواک سواوبياددولتي تشکيلاتو،دولتي فساداوملت ته دچوپړ خبري وکړو.اوددې ترڅنگ نوربايد کرزی صاحب ونه وايي چي موږ يوخپلواک هيواديو،که ئي  دکزي صاحب په خبره ترنوي استعمارلاندي  دولتي واک اوختيار دبهرنيانوپلاس کښي دی ؟ اوپدې خوښ نه دی نوښه خبره داده چي استعفا ورکړی اوپه ډاگه ووايي چي زه تش په نامه جمهور رئيس يم واک دبل چاپلاس کي دی چي ملت پري پوه سي اوخپل سرنوشت وټاکي .

خو داسي هم نده ،يوپښتومتل دی وايي (( يوڅه غم لانده اويوڅه ژرنده پڅه )) ،دامنم چي بهرنيان به تلاښ کوي خپله خبره پرکرسۍکښېنوي ،که هغه يوازي زموږ لپاره نه دي راغلي دامنل سوی ال دی اوهرڅوک پرې پوهيږي چي خپلې گټې لري ،په همدې خاطردسياست اوسياسي اړيکوداصل له مخې دسياست پوهان وايي (( په سياست اوسياسي اړېکوکښي دوستي نشته دگټوخبره مطرح ده))خوکرزی صاحب هم بايد منطق ولري اوهغوي ته قناعت ورکړي دهغوي گټې زموږ ملي گټواوخپلواکی ته ولي زيان ورسوي ؟

داټولي موازي ادارې چي کرزی صاحب گوته ورته نسي اودده لپاره همدايوه دانجوگانواوامنيتي ادارومثال مطرح دي دهمدې کرزی صاحب دچاپيريال په ښکېلاک کي جوړې سوي .يوه انجويوداسي چاته  نده سپارل سوی چي په دولت کښي دې يوچارواکي اوياجنگسالار لاس په شکل د اشکالوپکښي شامل نه وي .اوترټولوښه خبره داده پردې موازي ادارولس کاله تير سول  اوس دکرزي صاحب ورته پام سول چي داموازي ادارې دي!

په هغه اوله ورځ به ئې ددې ادارودجوړېدوپه وړاندي مخالفت کړی واي ،خو هغه وخت گټې پکښې وي اويائي دهغو گټې ساتلې کوم چي نوموړی ئي پخپله په واک  کښي ساتلی دی ، اوس چي دحاکميت وروستی کلونه دي اوله بلې خوانړيوالي ټولنې دخپلو ولسونوپه غوښتنه کرزی صاحب ته سپيني خبري کوي اوعمل ترېنه غواړي ،نوپدې بڼۀ غواړي خلکوته  څرگنده کړي چي دملت سره خواخوږي لري ،خوله نېکه مرغه ملت اوس ددوي سره دددغوچارواکودخواخوږيوپه شعارونوغوږ  هم نه گروي اونه پرې باورکوي .

سوال دادئ  چي کرزی همدا اوس دهغو موازي اداروخبره ولي نه کوي چي هر جنگسالار ئي په خپله اداره کي ځانته ډنگوي ،اوهغه څه کوي چي زړه ئې غواړي اودخپل چاپيريال گټې ئي پکښي خوندي وي سرته رسوي . داچي دځان په نامه په ځان پورتړلې ځوانان دتحصيل لپاره دخپل شهرت په موخه  هرکال بهرته دامتيازي برسونوپه نامه ليږي دا دعالي تحصيلاتوله ادارې سره موازي اداره نده ؟داچي ستاسوهر مرستيال دخپلو پلويانوگټې ساتي اوله هغوي سره ددولتي امکاناتونه استفاده غيرمشروع مرستي کوي او دولتي څوکيوموپرتکمونووېشلې ،داموازي اداره نده ؟داچي معلم عطا دجمعيت قوماندان ستاسو يوه خبره نه مني اووحيد مژ ده په ډير غرور دارياناتلوېزيون يوژرونالست  ته پخپلو خبروکي وويل عطادسولواوپه وسلوبارسړوسره بېله دې نه چي څوک دهغه دتلاښۍ جرأت وکړي دلوي جرگي تالار ته پداسي حال کي  راننوت چي ځينو وزيرانو خپلې وسلې دتالارنه بيرون پرېښودلې ،داموازي اداره نده اوپه لسهاوداي کسان چي تاسوپه يوه بل نامه له ډاره دورځې لس واره هغوي ته سرټيټوی اوبهرنيانوته همدايوه خبره کوی که دوي په حکومت کښي نه نه به تاسو ياست اونه به دموکراسی ،حي په حقيقت کښي داسي نده ،دسپين بولدک ن څوطالبان راښکاره سول همدا ستازمرياتر تاجکستان پوري ورسېدل اويايي دمسکواواستانبول په مېلمستونوکي شپې سباکولې ،همدا اوس بې شمېره افغانان ددوي له لاسه مجبورسوی چي غرونوته پورته سي اياداموازي حکومتونه نه دي ؟ داسي مثالونه بې شمېره سته  .

هغه چي تاسوپرې تکيه کړې ،ستاسو وزيران ،خووالله عالم چي تاسوبه مني دلته تاسو ولي دفساد نوم نه اخلی؟

دبرېښنا وزارت باندي دفوځ پخواني افسار خېټه اچولې ،وايي که له دغه ځایه گوښه کيږم نوبايد دهرات اميراوسم اوکنه ايران ته مي لارخلاصه ځم بيادهغوي په ملاتړ جهاد شروع کوم .

دفرهنگ وزارت هر ورځ پر ايراني اخوندانواونوروزموږ ټوله فرهنگی شتنی پلوری ،موږته دفرهنگ يوازي نوم راپاته دی نورڅه په حيقيق کي نشته .

دسوداگری له زيرصاحب نه هيله کېده خو ترسره نشول ،دمالي وزارت خودگمرکونوپه فساد کي تر غاښوغرق دی ،نوري ناخوالي خوپر خپل ځاي پرېږده .داسي ډير وزيرصاحبان دی چي دولتي فسادکي خپله سياسي اواقتصادي بقاويني .

لويه څارنوالي اودعدلې وزارت ،ددې پر ځاي چي قانون پلی دهغه پر پلې کېدونظارت وکړي خپله په فسادکي دومره غرق دی چي حتا نړيواله ټولنه لاځيغې وهې چي عدلي ارگانونه بايد اصلاح اوپاک سي .

هغه دښاغلي جبار قهرمان خبره دافغانستان په ټولوزندانوکښي لس په سلو کښي پر حق په زندان کي ندي پراته ،محکمې ،څارنوالی اوټول عدلی سيسټم درشوتونواوغير قانوني کارواوکړنودقانوني کېدوپه مرکز بدل سوی  .کرزی  صاحب اياتاسو ددې ملت چيغې دډله ايزورسنيو له لاري نه اوری؟

سره له دې چي افغانستان  يوزراعتي هيواديو،کرهڼه اومال داري موپه ټپه ولاړده ،ددهقانانواوکوچيانونارې ترآسمانه ورسېدې خوستاسوله خوادگمارل سوو غوږونه کاڼه دي .

دزراعتي محصولات لپاره يوچارواکی هم داخوپرېږده چي په بهرکي خپلو محصولاتوته بازار پيدا کړي بېله رشوت په داخل کښي هم کومه مرسته نه کوي چي هغه دباغدارانواودهقانانودهڅونې لامل سي .

دپکتيا،پکتيکا،خوست اوکنړ ځنگلونه دزورواکانولخواپر خپل سر رېبل کيږي اوپلورل کيږي داسي څوک نسته چي پوښتنه ترېنه وکړي ،دادشرم خبره دلته والي صاحبان هم ژورنالستانوته کوي او وايي ،هوپدې کارکي دزورواکانولاس سته .دالاسونه به کرزی صاحب څوک لنډه وي ،دې کارته هم بارک اوباماراسي اوياکه دبل کوم هيواد کوم مشر؟

درې  ملېونه افغانان به په همدې ژمي کې له لوږی سره مخا مخ شي .دمرستو ېو شمېر موسسو خبرداریْ ورکړېدی چې په افغانستان کې به درې ملېونه کسان په دې ژمي کې له لوږې سره مخ شي. BBC

ټول همدا يوه خبره کوی امنيت نسته ،خوپه حقيقت کي ملت ته دصادقانه خدمت اراده اوهوډ نسته ،کنه نو دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند دحاکميت په وخت کښي چې پر خلاف ئي ((۶۷)) هيوادونوجگړه کول بياهم يوشمير کرهڼيز محصولات اولاسي توليدات په بهرنيو بازاروکي خرڅېدل .هغه وخت ټولي  صنعتي فابريکې فعالې وي خو اوس ياپه خرابه بدلې شوې اوياهم تردي نامه لاندي چي ازاد بازاردی دبې سرنويشتۍ په حالت کي په ټپه ولاړي دي .

دکانواوترمځکې لاندي زيرموخوبه خبري نه سره کوو،يوازي پدې شپواوورځوکي تر مځکه لاندي دزياتي شتمنۍ خبره کيږي،داپداسي حال کي چي داپنځوس کاله پخواموږ پدې خبر ووچې موږ تر مځکه لاندي ډير شتمنۍ لرو،خودامشرتابه نلروچي هغه له مځکې راوباسي اودملت په گټه ترنه کارواخلي . ترټولوشرموونکې خولادابله ډنډوره چي وايي دلوگردعينک دمسوکان  ته څېرمه يودتاريخي اثارومرکزدی ،که دغه کان ايستل کيږي نودغه تاريخي ابداتوته زيان رسېږي .سوال دادی کله چي دچين سره قرارداد کېده هغه وخت داداطلاعاتو اوفرهنگ وزير صاحب ولي خوب وړئ وو؟

زموږ دهيواددنفوسو۲،۵ برخه معلولين اومعيوبين جوړوي ،همدانن چي داليکنه کوم دمعلولينواومعيوبينونړيواله ورځ په کابل کښي په شانداره مراسمو ولمانځل سول ،ترڅودډله ايزورسنيو له لاري نړيوالوته حرگنده کژی چي دوي هم ددغواړوکسانوغم خوري .خوپه حقيقت کشي هغوته چي واسطه ئي پيداکړي دمياشتي اوه سوه افگاني تنخوا ورکول کيږي تاسو فکر وکړئ پدغه اوسوه افگانۍ دابېچاره کوم درد دواکړي .د افغان دولت اونړیوالې ټولنې له ژمنو سره سره په تیرولسوکلونو کې په اقتصادي او ټولنیزه برخه کې د دوی غوښتنو ته هيڅ  ډول کارنده اوگپوره پاملرنه ده شوې.

زموږ دهيواد دناروغانواوروغتونوله حاله خوموخداي مه خبره وه ،کرزی صاحب داداندراگاندي په نامه دماشوم روغتون ته يوځل سرورښکاره کړه دايوډير مجهز روغوتن وو،خواوس ئي وگورئ په څه حال کي دی ،له همدې قرارنه دولايتونوروغتونونه اوهلته روغتيايي خدمتونه اومرستې حساب کړی ،زه دلته په سويډن کي شرمېږم چي زموږ  دولتي چارواکي سترگي پټې او خوله وازه کي اوپه تبلېغاتوشروع وکړي چي ديوې برياڅرک ئي په زربين کښي نه لگېږي

کرزی صاحب تل په نړيوالوکنفرانسونوکي دمعارف دغوړېدو اودښځودازادی خبره کوي .اودپرتله کېدوپه وخت کي اوسنۍ وخت دطالبانوله حاکميت سره مقايسه کوي ،چي په اورېدوئې سړي ته خندا ورځي .

معارف خودمعارف سره تللۍ،دلسوکالوپه تېرېدوسره هغه برياوي چي دې وزارت بايد درلودا ي ترلاسه ئي نکړې،ځکه وزيرصاحب ئي دمعارف دکارونو په عوض په نوروچاروکي مصروف دي .تراوسه په زياتو ولاياتوکي نه دښوونځۍ لپاره تعمير سته اونه کتاب اوتوره تخته درک لري ،دمعلم خبره خوموږ نه کوو، داچي وزارت ئي په خپلو پلويانوترغاښوډک کړئ داخوپرځاي پرېږده،فکر کيږي چي دا وزارت هم دي لکه دکورنيو چارو وزارت  دوزيرصاحبانواوله مختلفواړخونو په هغوي مربوطوکسانواوډلوپه سهميه کښي دی .

دښځودحقوقوتامين زموږپه هيوادکي قانوني شوئ نه دي اونه هم هغودښځودحق خبره  ومنلو وړده ته کوم چي په دولت کي دزورواکانواوتنظيمي رهبرانوپه نامه يادېږي .بيامي دښاغلي جبارقهرمان خبره راپيادسول چي وايي   : ((که داسره له ملکه ووزي دانوربه ټول پسي ځغلې ،چي مامه پرېږده ))نوزه به داورباندي زياته کړم دادهمدې سرواوتورو (بهرنيانو) برکت دی چي زموږ خويندي په پارلمان کې غړيتون لري اوياتش په نامه وزارت ،ښوونځيواودعالي تحصيلاتوموسيسوته په مرکزاوگوتوپه شمارلويوښاروکي  تلاي شي وياپه ځينودولتي دندوگمارل سوی دي .که دوي نه وي نه په ټول پارلمان کي به يوه ښځه څوک ونه ويني اويوځل بيابه دتعليم اوتحصيل موسسې  وتړل سي . بنأ دادکرزی صاحب ددولت اوحاکميت برکت اولاست راوړنه نشوبللاي دادبهرنيانودشتون برکت دی .

جالب داده  کرزی صاحب پدې وروستيوکښي دځان دسپيناوی لپاره دټولوبدبختيويولامل دوه پاسپورټه کسان بولي وايي : هغه کسان چې بهرني پاسپورټونه لري (له امريکا ،اروپااوکاناډانه ورغلي )دقانون منګولو ته سپارل کیدلی نشي .

خودائې هېره کړېده  چي خپله اودخپلي کورنۍ بې شمېره غيړي ئي هم بهرني پاسپورټونه لري .دادمنلو وړنده چي بهرنۍ پاسپورټ درلودل دې دقانون په وړاندي دريدولامل سي .دبهرني پاسپورټ زيات شميردرلودونکی افغانستان ته کارلپاره تللي خو چاکارنه دي ورکړی، دايوشمېرچي زياتوئي له خپله کرزی سره داړېکوپر بنياد کارپيداکړی اوس دکرزی صاحب او انډيوالانوئي په سترگوکي اغزۍ سول .کرزی صاحب ئي دقانون څخه دپلي کېدونه دمعافواوپه فسادککړوکسانو په نامه،کبيررنجبرورته افراطيون اوبنسټپال ورته ملهدين وايي .خوپه حقيقت کي ديوه خبره رښتيانه ده حقيقت دادی چي اوس دکرزی صاحب اوجنگسالاروپه اند دولتي کاروبارسم روان دي ددوي بهرنيوساتندويانو(ايران اوپاکستان ) هم له دغودکرزی صاحب صاحب په ويناله دوپاسپورټولرونکونه خار خوری ځکه خوکرزی دېته هڅوی چي دولت يوازي دبنسټپالومنگلوته وسپاري .

دبلې خواکه کرز صاحب په رښتياله اروپااو امريکانه ورغلي مسلکي کسان دقانون سرغړونکی بولي ،مهرباني دي وکړي بيادي په خپلو خبروکي دلته له مېښتو افغانانوڅخه په دولتي کاروکي دگډون اومرستې غوښتنه نه کوي اونه دي دې خواته پدسفرپه وخت کښي وايي ،راسئ ولې دلته اوسېږئ ،هلته په افغانستان چې هرحه غواړی درکوم ئې .

په افغانستان کي  د اداري فسادجرړو ايستل يوازي ديوخواخوږي اوملت ته وفادارمشرتابه کولاي شي ،دااوسنۍ ددولتي مافيا غواړي او يوازي په غونډوکښي په ددولتی فسادپر خلاف دمبارزې نوم واخلي ترڅوزموږ نالوستی ملت اونړيواله ټولنه وغولوي .

ليکنه پدې ټکورانغاړم چي زموږ هيواد اودابېچاره ملت يوازي پاته دی، کوم خواخوږئ مشراولارښودنلري يوازي سوداگردي چي سودا گري پرې کوي .دافغانستان پرټولوروڼ اندوده چي دداډول ملي درغليواود ملت پرسر دسودا گريوپرخلاف خپل ږغ اوچت کړي . ومن الله التوفيق