د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لګ شانتي ګیله می ترینه وشي

بخت الرحمن بخت 13.12.2011 22:55

دادوه ماشومان دی یو دسویلي وزیرستان دکوم نادرکه شوی محسود زوی عبدالله او بل بیا دشمالی وزیر وزیرستان دکوم شهید شوی وزیر زوی دي نقیب الله دي، دغه دواړه ماشومان له پاکستاني چارواکو څخه لږ شانتی ګیله لري، دیوه پلار هغه وخت نادرکه شو کله چی امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ، اوپه زرګونو محسودواو وزیرو پښتنو دخپلی پښتنی خاوري دحفاظت او ساتني لپاره وافغانستان ته ددغي خاوري ددفاع او دطالبانو دحکومت په ملګرتیا دامریکایانو مقابلی ته ودانګل دغو خلګو سره پرمختللی وسلی خوپریږده حتی زړی ټوپکی هم نه وی چا تبرونه، چاتوري او نورو بیا نیزي لاسونو کی نیولي افغانستان ته لاړل.
دغه کسان تقریبا ټول افغانستان کی ورک نادرکه او شهیدان شول، چی دهغو شهیدانو او نادرکو خلګو له جملی څخه یو هم د عبدالله محسود پلار وو، چی تراوسه پوري یی دمرګ او ژوند درک نه ده مالوم او کورني یی وراتګ ته سترګی په لاره دي.
دغه ماشوم له پاکستانی چارواکو څخه ګیله لری نوموړي وایی ایا زما پلارکومه ګنا کړی وه چی تاسو یی دوژلو په بدل کی امریکایی ځواکونوته دنوموړي دهیواد خاوره، هوایی ډګري او هوایی قلم رو په واک کی ورکړ، زما دپلار کومه ګناه وه چی تاسو یی دنوموړي قاتلین (دافغانستان دشمالی ټلوالی مشران اسلام ته راوبلل او دلته مو دهغو ښه خدمت او احترام وکړ ایا زما پلار کوم جرم کړی وو چی تاسو یی دوژنی په بدل کی په کابل کی دشمالی ټلوالی حکومت ته دپاک افغان دوستی په نامه په سلګونه بس موټری ولیږلي، او بیا دی زما دپلا له وژلو څخه وروسته چی کله دغو قاتلینو په بون کی غونډه راوغوښته تاسو ډیر په بیړه ځانونه هلته ورسول غونډه کی مو ډیرپه ورین تندی برخه واخیسته او هلته مو زما دپلار دقاتلانو لپاره په ملیونه ډالره مرسته اعلان کړه، او بیا داسي نه وو چی دغو خلګو زما پلار یواځی وژلی بلکه له لسو زرو څخه زیات زما دسیمي علاقي او کلی خلګ هلته تللی وو، چی هغه ټول تراوسه پوري نادرکه دی، که یواځی زما پلار وای خو زه به پټه خوله کیناستلی وای منلي به می وای چی زما پلار به کومه غلطي کړی وي، نه داسی نه ده ځکه چی یواځي زما پلار نه وو بلکه لس زره خلګ له هغه سره ملګری وو، داټول ورک ناردکه او شهیدان شول، خوتاسو تندي هم تریو نکړ ماخو فکر کاوه چی اوس به زما دپلار په بدل کی، ابدالی، غزنوي، غوری او شاهین توغندي ټول په ښور کی راشي خو افسوس چی داسی ونه شول،
خو نن بیا څه پیښه شوه چی هغه هوایی ډګرونه ، هوایی قلم رو، ددي خاوری سړکونه چی زمادپلار او له هغه سره ملګرو لس زره کسانو دوژلو په بدل کی امریکایانوته واک کی ورکول شوی وو، دڅلورویشتو کسانو په بدل کی بیرته اخیستل کیږی، هغه غونډه چی زما دپلار او دهغه دلسو زرو ملګرو دوژولو په خوشحالی کی دایره شوی وه تاسو په ډیره بیړه هغي غونډی ته ودانګل برخه مو کی واخیسته زما دپلار قاتلینو ته مو انعامونه ورکړل،خو نن مو بیا دڅلورویشتو کسانو دوژلو په مقابل کی هغه غونډه وغندله او له دغي غونډي سره مو مقاطعه اعلان کړ، زه نه وایم چی تاسو دغه ښه کارنه ده کړی، خو دومره غواړم باید پوه شم چی ایا زما پلار او له هغه سره ملګري لس زره کسان تاسوته انسانان نه ښکاریده او که کوم بل سروو، که مو زما دپلار او دغه دملګرو مرسته نه شو کولای داسي خومو باید نه وای کړی چی دهغو دقاتلانو مرسته وکړی، ویی ستایی بلنه ورکړی په اسلام اباد کی ورته د۲۱ توپونو سلامی وکړي.
سمه ده دابه هم درسره څه ناڅه ومنم چی زما پلار جذباتی شوی وو، افغانستان ته دامریکایانو مقابلی ته ور وتلی وو، زما دنیکه هغه زنګ وهلي توره یی ورسره اخیستي وه کوم چی زما نیکه له نن څڅه څه کم یوه پیړي مخکي دپاکستان دوجود لپاره دانګریزانو او هندوانو په خلاف پریښه ولي وه، پروانه لري چی زما پلار ورک شو، نادرکه شو اوتاسو یی په دی اړه تشه ګیله هم دچاپه وړاندی ونکړه، ځکه چی هغه خو ددښمن مخ ته میدان ته وتلي وو، وژنه، ورکیدنه او زندان یی فرض کړی وو، خو زما په ګاونډ کی زما دکشر وورو نقیب الله پلار کومه ګناه کړی وه، دنقیب الله پلار خو نه افغانستان ته تللی نه یی دلته دچاپه خلاف وسله پورته کړی وه او نه یی له وسلوالو سره کومه اړیکه درلوده، دنقیب الله پلار خو دمدرسي استاذ وو دغه ښاغلي خو دلته دهیواد بچی روزل، دنقیب الله پلار خو د د۲۰۰۵ کال دزلزله ځپلی کورنیو یتمو بچو ته روزنه ورکوله داخو یو روزونکی وو نه یی کومه ډله درلوده او نه یی هم کومه وسله استعمالولای شوه، دنقیب الله پلا ر دشمالی وزیرستان یوه ښارګوټی ډمه ډوله کی وړو بچیانو ته دینی زده کړه وروکوله چی ناببره دناټو الوتکو دشپي لخوا ترهوایی برید لاندی راوستل ، داسی هم نه وو چی نوموړی په دغه برید کی یوازي ترخاورو لاندي شو بلکه له نوموړی سره له اویاوو څخه زیات زدکونکي په داسي وخت کی شهیدان او ټوټي ټوټی شول چی ترنیمی شیبي پوری دالله دپاک کلام په تلاوت او زدکړه اخته وو څو ک لا تراوسه پوري لا تراوسه پور يه درس اخته ووچا بیا له ډيري ستړیا اوستوماني څخه ورسته دالله پاک دسپیڅلی دین دزدکړي کتابونه پرسینو باندی ایښي اوخو ب وړی وو، دچاسرونو ته دفقه او عقايدو دزدکړي کتابونه او دنورو مخونه ته څیرمه بیا قران شریفان غوړي دلی وو، خبرنه وو چی یوه شیبه ورووسته بی ورباندی اسمانی ناورین راکوزیږی ټول به ټوټی ټوټی کیږي اوپه ابدی خوب به ویدیږی.
نقیب الله ګیله لری او ګیله یی تریوه حده پوری پرځای هم ده، نقیب الله وایی ای دپاکستان دفوځ لوی درستیزه، ددی هیواد دڅارګره اداری مسؤله، ددغي خاوري داولس نومړي وزیره او اولسمشره، تاسو ولی زما دپلار او دنوموړی په مدرسه کی دشهید شویو زدکونکوپه حق کی کومه چیغه پورته نه کړه، دغه خلګ خو بی ګناه وو، داخو زدکونکي وو، بی وسلی وو، ناخبره وو، شااوخوا ستاسو دشیربریتو امنیتی پوستی ورڅخه چارپیره وی اوډاډه وو چی داخو زمونږ ساتونکي او حفاظت کونکي دي، خو افسوس چارواکو تاسو داخوپریږده چی ددغو خلګو دانتقام لپاره حرکت کی راشي، له دښمن څخه ددغو پاکو شهیدانو غچ واخلي، داحتجاج په ډول خپل سفیران له اړونده هیوادونو څخه راوغواړي، وملګروملتونو ته احتجاج وکړي، په هیواد کی دتیري کونکو هیوادونو نظامی اډی بندی کړی کاروانونه یی تم کړی، دوه لوریځي اړیکي ورسره وشکوي تیري کونکي تحدید کړي دی ته یی اړباسي ترڅو بخښنه غواړي اوپرخپلو کړنو باندی پښیمانی څرګنده کړه اوپه اینده کی ددارنګه کړنو دنه کولو پخه ژمنه وکړي.
افسوس تاسو خو ددغو ماشومانو په وژلو باندی تندی هم تریو نه کړ، حتی کوښښ مو وکړ ترڅو دتیري کونکوپرتیري باندی تریوحده پوري پرده واچوي ترڅوپوري چی خپله دغو بریدګرانو په ډیرغرور سره ددغه برید پړه پرغاړه اخلي تاسو دي ناورین ته دکومي نامالومی چاودني نوم ورکړ، سترګی مو باندی پټی کړی ځانونه مو ناخبره واچول، له برید کونکوڅخه مو په دی اړه کومه پوښتنه هم ونه کړه، ددغو مظلومو شهیدانو کورنیو که هرڅومره ستاسو په وړاندي ګریوانو نه څیري کړو خو تاسو ددغو دردمندو معصومو اومظلومو خلګو خبري اوریدل هم جرم وباله، نه مو ددغه خلګو خبري واوریدی اونه مو هم ورته کوم جواب ووایو.
نوپاکستانیو چارواکو دلته یوځل بیا نقیب الله او دنقیب الله دشهید پلار ټول ملګري، مندی، خوندي، پلورونه او بچیان ستاسو په وړاندی ګیله کوی، چی ولی مو زمونږ دشهیدانو په اړه دبریدکونکو په خلاف کوم احتجاج ونکړ حال داچی هغه وخت کی یرغلګرو ددغه برید پړه په ډیر غرور اوتکبرسره په غاړه هم واخیسته او ددارنګه نورو بریدونو ګوټ څنډنه یی هم وکړه خو تاسو یی په وړاندی هیڅ عکس العمل ونه ښود، ولی مو په دغه پیښه کی ځانونه ناخبره واچول، مونږ سره اندیښنه پیداشوي ده ستاسو کړنی راته شکمني ښکاری، مخکی مونږ فکرکاوه چی تاسو بی وسه یاست راګیریاست لاس اوپیښي موتړلی دي،خو اوس مو ولیدل چی تاسو دناټو ځواکونو کاروانونه هم بندولای شي، نظامی اډی هم بیرته ځینی ترلاسه کولای شي، دبون له غونډی سره مقاطعه هم اعلانولای شي.
نو زمونږ ګیله اوشک پرځای دی، ځکه کوم برید کی چی دنقیب الله پلار اودغه وړوکی زدکونکی شهیدان شول دهغه برید پړه دغو بریدګرو په غاړه اخیستي وه، خو اوسني برید بریدکونکی یوه تیروتنه بولي او ددارنګه بریدونو دنه تکرارولو ژمني هم کوي.
خوبیا هم تاسو هغه رنګه عکس العمل وښود چی تیرلس کلن تاریخ کی یی ساری نه لیدل کیږي، نو له دی څخه داردو ژبی هغه متل چی تاسویی دورځي لس ځله خپلو خبرو کی تکراروي واضح ښکاری چی وایی (دل میں کچھ کالا ہے یا دال میں؟)
اوله پورته دواړو څخه خو بیا ډیردردیدونکي پیښه دډاکټرعافیی وه، سیاسره وه مظلوم وه معصومه وه ، بی ګناوه ډاکټره وه دهیواد والو دراتلونکی نسل لپاریوه سرمایه، نه ترهګره وه اونه یی له ترهګرو سره کوم تړاو وو، خودغه دهیواد سپیڅلی لور ستاسو له زړه څخه کفار پورته کوي، زولني او ځنځیرونه یی لاسونو ته لویږي، نادرکه کیږي، شکنجي او تعذیبونه ګالي. تاسو دنوموړی په وړاندي کیدونکو زلمونو وینی ګوري او دنوموړي دکورنی اه اوفریاد هم اوری بیاه هم پټه خوله پاته یاست، حال داچی دښځي ولورته لاس درازول او په سپک نظرکتل په مسلمانه ټولنه کی دومره حساسه او ترخه مسله ده چی قومونه قومونه دښځي سپکواوی او تښتوني پرسر خپلو منځوکي په وژلو او دښمنیو سره پوه پناه کړی دي، په مسلمانه ټوله کی اکثره دکورنیو او قومونو ترمنځ شخړي او دښمنی دښځو پرسر رامنځ ته کیږي. خو تاسو بیا دمسلمانو دغښتلي بچی قهرماني لور په اړه دتښتونکو په وړاندي هیڅ ډول دښمنی اوترینګلتیا ونه ښوده.
چي وروسته دښمن ددغي بچی په تښتونه هم سپما ونکړه یو واریی بیا دمسلمانانو دقلعي چی تاسو ورته داسلام قلعه وایاست په زړه کی یوه مهم ښار لاهور کی په سپینه ورځ ددغه هیواد وګړي په ډزو سره ووژل او وروسته یی بیا بل ملګري دخلګو په عام محضر کی یو کس په موټر وځپی.
خو له نیکه مرغه دغه قاتل بیا ستاسو له لوري نیول کیږي، پاکستانی اولس دلته یوځل بیا خپل شهیدان هیره وي، اودنیول شوی قاتل دنیولو په خوشحالی کی جشن جوړه وي،یو بل ته دمبارکی پیغامونه لیږي، دنیول شوی قاتل دنیولوپه خوشحالی کی خیراتونه کوی دشکراني لمنځونه اداکوي دلوی پرودګارپه حضورکی سرپه سجده کیږي چی اوس په دغه قاتل او نامتو جاسوس هلته ځوړند کیږي چیري چی یی په ډیره سپین سترګی سره ددغو هیوادوالو ملګري شهیدان کړی وو، خو کله چی ددغه قاتل وژل او قصاصه ول طول اخلی ځنډیږی په محکمه کی دڅیړونکی ډلي په وړاندي په ډیره متکبرانه لهجه خبري کوی له اولس سره یوځل بیا اندیښنه پیداکیږي،خو هغه وخت داولس پرامیدونو او هیلوباندی اوبه تیریږي چي کله نیول شوی قاتل روغ رمټ خپل هیواد ته لیږل کیږي، چی ورسته ستاسو دحکومت دځیني چارواکو ترمنځ دنوموړي پرسرباندی لفظی شخړي هم رامنځ ته شوی، یو پربل باندی تورنه ولګول شول، چی نوموړي لپاره یی زندان ته کانټنینټال خورکونه ور وړل دنوموړي لپاره یی دډاکټرانو یوه خاص ډله ټاکلی وه ترڅو هره ورځ یی درملنه وکړي، له بیت المال څخه ددغه قاتل لپاره په سلګونو زره روپی تعین کړی وي.
ای پاکستانی چارواکو دغه ټولی داسي کړني دی چی ددي هیواد داولس په ذهنونو کی ډيري پوښتني راپورته کوي، ستاسو په وړاندي ورسره ډيرشکونه پیداکیږي، دناټو په وړاندي ستاسو اخیرني عکس العمل یو حقیقت نه بلکه سازش بولي.
زه نه وایم چی اوسني اقدام تاسو ښه اقدام نه ده کړی بلکه ډیرښه اقدام دی اوستاسو له لوري دارنګه اقدام کول ددغي خاوري داولس غوښتنه ده، له نن څخه لس کاله مخکی ددارنګه اقدام کولو لپاره په زرګونو خلګو ځانونه قربان کړل.
خو له اولس سره دغه سوال پیداکیږي چي ددارنګه اقدام کولو لپاره له دی څخه مخکی ډيري ښي موقع په لاس درغلي وي، ترټولو اول خو تاسو باید دبون په لومړي غونډی کی برخه نه وای اخیستی، یرغلګرو ته مو اډی نه وای ورکړي خپل هوایی قلم رومو ددوي په واک کی نه وای ورکړی، که په هغه وخت کی تاسو ددوي په وړاندی دریدلي وای دنړي ټول مسلمانان به ستاسو شاته دریدلي وای ستاسو ملابه یی تړلی وای، ځکه تاسو دغه هیوادته داسلام قلعه وایاست اوبیا دغه هیواد دنړي په کچه په اسلامی هیوادونو کی لومړی ایټمی هیواد دي نوکه هغه وخت تاسو خپله خاوره ددوي په واک کی نه وای ورکړی، نه به ۳۵ زره پاکستاني وګړي په داسي حالت کی وژل کیدو چی څوک ورته شهیدان وایی، څوک وژل شوی او نوربیا دهغوپه وژنه ځانونه غازیان بولي او نه به هم ۳۵۰۰ دری زره پنځه سوه پاکستاني عسکر په دغه ډول برخه لیک اخته کیدل.
هوکی که په هغه وخت کی څوک وژل کیدلی هم هغو ته په دټولي نړی مسلمانانو پاک شهیدان ویلی اوداسلامی نړی په وړاندی په پاکستانیانوورباني ویاړ کولای.
زه فکرکوم په هغه وخت کی به له اوسنی بریدګرو سره مخالفت او جګړه کول نسبتا اوس ته ډيره اسانه وو، ځکه اوس دغه خلګ ستاسو په رګونو کی ننوتلي دی، تاسو یی ټینګ ترغاړو نیولی یاست درباندی راچارپیره شوي دی، په مشرانو مو ملنډی وهي تاسویی اوس نړی کي مسخره ګرځولای یاست، خپلو منځوکی یی سره لاس اوګریوان کړی یاست.
په اخیر یوځل بیا درڅخه هیله لرم چی خپل اقدام باندی ثابت قدمه واواسي اولس مه درشا دی، داسي نه وي چي دڅو ورځو لپاره مو کومه ډرامه جوړه کړي وی او وروسته بیرته له خپل اقدام او ویناوو څخه شاته شي.
والسلام: