د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعبدالهادي داوي په شعر کې طنزی توکي

پوهنمل محمود نظری 08.12.2011 18:57

عبدالهادي داوي  دکندهاري  مشهورطبیب عبدالاحد خان زوی دی، چې په کال ( ۱۲۷۴ ل) کې  دکابل په باغ علیمردان کې زېږېدلی  دی ، هغه یو نامتو  لیکوال ، شاعر  اوسیاستمدار و، د هغه  ډیر  طنزي شعرونه او مقالې   د افغان ولس د وېښتیا په هکله دي هغه  دمشروطیت د نهضت له مهمو غړو څخه او د سراج الاخبار محرر  و.د عبدالهادي داوې دژوند بهیر ډیري لوړې او ژورې لري ،چې دژوند لنډه کیسه يې داسې ده
عبدالهادي داوي په کال( ۱۲۹۷ ل) بندی سو د بندی کولو علت يې د عبدالرحمن لودین برید پر امیر حبیب الله خان و، د غازی امان الله خان په پاچا کیدو سره له زندانه خلاص سو او د «امان افغانیه » دجریدې محرر او بیا مدیر سو ، بیاپه بخارا کې سفیر سو ، په لندن کې وزیر مختار ، په افغانستان کې وزیر تجارت سو،بیا له بده مرغه ددولت لخوا اووه لس کاله بندي سو له زندان څخه له خلاصیدو وروسته هند ته ولاړ په لاهور کې یې د افغانستان په نامه یوه مجله خپروله ،د نادرخان په راتلو بیرته وطن ته راغی او په المان کې سفیر مقرر سو د نادر خان د قتل په وخت کې بیا دیارلس کاله بندی سو ،له بندڅخه له خوشی کیدو وروسته په مصر کې بیا په اندونیزیا کې سفیرمقرر سو ،وروسته د مشرانو جرګې ریس سو او په کال ( ۱۳۶۱ ل )کې مړ سو.
د هغه ځینې مشهور اثرونه دا دي : د داوي کلیات، پریوتې لاله (غاټول) ، عبرت نامه، سفرالاخبار، غياصه ګلخانه، نغمات،د وطن رجال ، د پښتنو تاريخ او راتلونکې، پښتو اشعار...
داوي صاحب د«پریشان» په ستاینوم شعرونه ویل د هغه قلم د آزادي یار اویاور و، هغه
.ملت معارف ته هڅوی
کله چې داوي د هاشم خان په وخت کې بندي و، یو ورځ سيد احمد خان کندهاري هاشم خان ته ویل که د توپ او توپک یوه منظمه فرقه داوي دې بې ازاره سړي ته ورکړې هغه يې له استعمال څخه عاجز دی نو ولي دي بندي کړی دی؟
هاشم خان يي په ځواب کې ویل: تاسو هغه نه پيژنئ دهغه په دې ارامه او ښه ه څیره مه ختاوځه د هغه یوه خبره دیو توپ تر مرمۍ مخریبه ده.
عبدالهادي داوي د نیول سوی بلبل طنزیه منظومه په سراج الاخبار کې له چاپیدو وروسته د مولوي صالح محمد کندهاري لخوا په پښتوو ژباړله او خپره سوه چې په خپریدو يې د برتانیا سیاسي نمایندګی په تشویش کې واچوله
دبلبل د قفس څو بندونه چې دافغان د آزادی ږغ دی داسې ده :

سحر گهي بشنيدم زبلبلي به قفس
كه مردم ازغم ودرد دلم نپرسد كس
كه از چه ميكشم اين ناله ها نفس به نفس
چرا گذشت مرا عمردرفغان چوجرس
چرا به غير فغان نيست كاروبار مرا
چرا حيات به گردن شده ست بارمرا


: ژباړه يي مولوی صالح محمد داسې کړې ده
سحر زما تر غوږ شوله بلبله
په قفس کې یې ژړل دا یې ویله
چې بندي شوم د صیاد له سخته دله
ولې نه پوښتي څوک حال زما یو له بله
ولې نسته بې فغانه کاروبار زما
ولې حبس ابدي راغی په وار زما
سراج الاخبار ښوونیزې ، انتقادي او طنزي ادبیاتو ته لاره پرانیستله او په طنزی شعر ونو او مقالو يې حکومت خپل مسؤلیت ته ځیر وئ او جدیت ته یې هڅوئ، چې د هیواد د ودې لپاره اوچت ګامونه پورته کړي.
د طنز لیکنی لومړی اساس یا تاداو په سراج الاخبار کې د هغه د لیکوالو لخوا کیښوول سو او دا پر حکومت د نیوکو ډیره اغیزمنه لاره وه
سراج الاخبار د شمس النهار په خلاف نه یوازې په لوړ رتبه کارمندان باندې نیوکې کولې ان د هغه یوه څنډه تر امیر حبیب الله پورې هم ورسیده.
دداوي صاحب هغه طنزی شعر چې اميرحبيب الله یې په غوسه کړ داسي دی :

دروطن گر معرفت بسيار ميشدبد نبود
چارۀ اين ملت بيمار ميشد بدنبود
اين شب غفلت كه تارومار ميشد بدبنود
چشم پرخوابت اگر بيدارميشدبدنبود
كلۀ مستت اگر هشيار ميشد بدنبود
وقت تنگ وفكر لنگ وعرصۀ جولان فراخ
نخل اميدست دردل ريشه ريشه شاخ شاخ
جزخدا اميد گاهي نيست يارب آخ آخ
مانده تامنزل بسي فرسنگهاي سنگلاخ
اي خداگر راه ماهموار ميشد بدنبود

په هیوادکې معرفت که ډیرسوی وای بده خونه وه
ددې بیمار دولت درملنه که سوی وای بده خونه وه
دا توره د غفلت شپه که سهار سوی وای بده خونه وه
داستا خوبجنې سترګې که ویښي سوي وای بده خو نه وه
داستا مسته ککرۍ که هوښياره سوی وای بده خونه وه
وخت تنګ او فکر ګوډ اود جولان ځای پراخ
د امیدنخل په زړه کې ریښې ریښې ښاخ ښاخ
بیله خدای له بل چا نه امید نسته آخ آخ
تر منزله پاته دی ډیره لاره او سنګلاخ
اې خدایه که لاره مو اواره سوی وای بده خو نه وه