د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آصف علی زرداری استعفا ته مجبور کړل شو

انجنیر سید احمدشاه سادات 07.12.2011 21:17

د میامی هیرلډ او ځینو نورو نړیوالو سرچینو پر اساس داسی نښی او ګنګسی  شته چه د پاکستان ولسمشر اصف علی د پاکستان د فوځ لخوا د لا زیات فشارونو له وجی استعفا ورکړی.
دا ګنګسی هغه وخت خپری شوی چه کله د پاکستان ولسمشر د زړه د تکلیف له وجی ناروغه او دوبۍ ته د درملنی لپاره ولاړ.
د امریکی د سپینی ماڼۍ یو کارمند هم د نوم د نه ښودلو په شرط وایی چه کله هم ولسمشر اباما د ولسمشر زرداری سره څو ورځی وړاندی تیلیفونی خبری وکړل، ښاغلی زرداری د زړه د وړی حملی له وجی ناروغ معلومیده او کیدای شی چه د دغه صحی مشکلاتو له وجی استعفا ورکړی.
د ولسمشر زرداری د دفتر ویاند فرحت الله بابر بیا داسی ګونګسی ردوی او وایی چه ولسمشر زرداری د صحی چک آپ لپاره دوبۍ ته تللی او بیرته به ژر پاکستان ته راشي.
د ښاغلی زرداری او د پاکستان د فوځ چه د هیواد اصلی قدرت بلل کیږی تر منځ د بی اعتمادۍ فضا را منځ ته شوی ده. دغه بی اعتمادۍ هغه وخت زور وموند چه کله هم نړیوالی میډیا د امریکی د دفاع وزارت په نوم د  پاکستان د سفیر حسن حقانی یو لیک چه زرداری ورلیږلی وو افشا کړ.
په لیک کی د امریکی له دولته د پاکستان له ولس سره د خپل فوځ پر خلاف د مرستی غوښتنه شوی وه، چه په نتیجه کی یی حسن حقانی او د زرداری ۱۴ نور سفیران لیری او یا تبدیل کړل شول.

که د شاغلی زرداری د استعفا خبر درست وخوت نو پاکستان به يو ځل بیا د مارشل لایی ( یا د زور قانون)  نظام ته ولویږي. د پاکستان په تاریخ کی د نیمایی نه زیات مارشل لایی نظامونه تیر شوي دي او د پاکستان فوځ وخت نا وخت خپل ولسی نظامونه چپه کړي دي.