د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمولوي صالح محمد هوتك په لیکونو او شعرونوکي طنز

پوهنمل محمود نظری 30.11.2011 20:26

۲

مولوي صالح محمد هوتك  یو طنزی شعر په  کال(  ۱۹۱۴ م )د اپريل په شپاړسمه دسراج الاخبار په ۲۶ مه ګڼه كې خپور سو  چېد لومړي نړيوال جنګ اړخونه پكي انځور سوي وه، دی طنز  د انګرېزي استعمار زړه ولړزاوه ، هغه شعر دا دى .

ته كره د زمكې ګوره
نظر وكه زما وروره
دنيا ده پرشور راغلې
توريدلې قهريدلې
لوي دول چې پر دنيا دي
پر يورپ كه پر ايشيا دي
ټول په جنګ سره اخته دي
په سرو وينو اغشته دي
جرمن دى خداى ګمارلې
روس انګريز ته شكارلې
انګريزان په وير اخته دي
ډير مضموم خورا خپه دي
همت ګوره د تركانو
د روميانو عثمانيانو
ښه فرصت دى خداى راكړى
ښه موقع دي پيداكړي
چې كفار سره اخته وي
په سرو وينو اغشته دي
شكر يې وكۍ چې شي زياد
كافران ټول برباد
انگريزانو دغه شعر ديوپاڅون پيل وگڼلو او امير حبيب الله اړسو،چې دمولوي صالح محمد خان او سراج الاخبار پر غلي کولوپښتانه ووېروي
دغه شعر د خپريدو نه وروسته د سراج الاخبار خپريدل د يو كال لپاره ځنډ یږي
كه څه هم په سراج الاخبار كې خپاره سوي شعرونه دهنري اړخه كمزورى وه،خو دا شعرونه د مضمون او منځ پانګي،فكر او مانا له مخې د نورو شعرونو سره جوت توپیر د رلود، دې شعرونو په پښتو كې د نوي سياسي او ټولنيز شعر بنسټ کیښود اود نوي رياليستيكی پښتو او دري ادب لپاره یې لاره پرانیستله
دهغه وخت ډیر داسې شعرونه په مولوي صالح محمد پورې اړه درلوده، د هيواد په رسنیو كې لومړى طنزی شعر هم په مولوي صالح محمد پورې اړه درلوده چې د هیواد د خړ پړ سياسي حالت بیان یې کړی دی
د هغه یو طنزی شعر داسې دی :
په كابل كي چې اوسيږي بار به وړې د صندلۍ
كه له لوږې هلاكيږي غم به خورې د صندلۍ
كه دې څه هم د ستار نه وي او په پښو دې پيزار نه وي
خورا ښه او لوى تلتك به رغوي د صندلۍ
كه دې څه خو نه كوچنۍ وي لويشت په لويشته دا كمكۍ وي
لس په لس كې لوى نغرى به جوړوي د صندلۍ
شكوه مه كوه افغانه صندلۍ عظيم نعمت دى
څه ښه خوند كه تودې شپې او مركې د صندلۍ
د مولوي صالح محمد خان يوبل شعر داسې دی
دا څه عجب دوران دى
چې راغلى پر افغان دى
رنګارنګه ترقي ده
څه عجب محبوب عنوان دى